{slide= زندګی}
په آواز د خپل ضمير چې زنداني وه
دا زما د سر خوړلي ژوند ځواني وه
چې شوه تيره په تيارو او زولنو کې
ياره! ستا د محبت مهرباني وه
چې له داره سلامت پښتو ته راغلم
فيصله په لوې دربار کې آسماني وه
ددوؤ سترګو د فیضونو له تاثیره
د ګریوان للمه مې ټوله باراني وه
ماچې وينې تويوې پځايې د اوښکو
بدخشان کې د لعلونو ارزاني وه
اوس په خوب کله په خيال کې راته راشې
هغه وخت چې ستا د وصل پريواني وه
ستا د عشق له زلزلې نه امان غواړم
چې راغلې په ځواني ناګهاني وه
له ماښامه تر سحره ختمه نه شوه
ستا د زلفو قیصه څومره طولاني وه
لکه موج په سمندر کې ناقراره
د هميش زندګي لاړه طوفاني وه
همېش خليل
{/slide}
همېش خليل
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode