ـشعري ټوک ستومانه تکل
ـشعري ټوک ستومانه تکل
څلوریزې
{slide= د }
{/slide}
{slide= د ځوانۍ یاد }
د ژوندون لړۍ ته ګورم چې غوڅيږي
هره ورځ یوه کړۍ ترينه بېللېږيزړګی سوړشوګرمي یوړه ورنه ژمي
سپنيې واورې مې په مخ او سر ورېږي
کله راشي د ځوانۍ سباوون خوب ته
خو چې ويښ شمه زړښت مخ ته ودرېږيښکلي واړه بې پروا شو په دې وخت کې
تش کاته د چا پرمونږه نه لورېږي
دا رښتيا ده چې ځوانۍ يوه نشه وي
موږ هم نه پوهېدو څنګه څوک زړېږيد ځوانۍ ارمان را درومي په زړښت کې
هر سپين ږيری د ځوانې پسې ځورېږي
کاشکې ټول عمر ځواني او غښتلتیا وی
څه حالت شو مغز او لاس دواړه سړېږي
د دې وخت قدر په کار دی ګران زلمیو
نن سبا درته دا بل نوبت ر سېږيدغه څو شېبې د ژوند د ځوان پسرلي دي
د ارمان تنکۍ چې مو غوړېږي
بله ورځ در ته خزان په وره ولاړ وي
بېوسۍ نه به مو لاس نه غزېږيد عزیز د ځوانۍ روڼ لمره سلام دی
لاړې ستا پلوشې نورې نه ستنېږي{/slide}{slide= د اوښتون رویا}
دا یو خوب ؤ که رویا وه
را ترغاړې چې بېګاوه
تکه شنه ښکلې ورشو وه
راچاپېره چې تر غرو وه
ځمکه شنه په شنېلو وه
په پستو ورېښمین وښو وه
پاس يې ورېځې ګډېدلې
ملغلرې ورېدلې
د بیدیا مخ ګل ورین ؤ
ښې خوږې خوشبو وږمې وې
د عطرونو لخلخې وې
بخملي زرغون وښکوکی
د ښایست ښکلا شیبوکی
********
هغه ښکلې فرښته مې
ناسته خوا پورې خپه وه
ما ورو ورو پخلا کوله
په زاریو مې بلله
خو دا نه پخلا کېدله
لا سالو کې تاوېدله
********
ما وې ته زما لیلا يې
ته مې مینه تمنا يې
ته مې ژوند يې ته مې سا يې
ته لېمو ته مې رڼا يې
راشه راشه ګرانې راشه
را تر غاړې شه پخلا شه
********
دې وې! زه له تا بېزار یم
ستا له مینې توبه کار یم
ته بنده يې ته نوکر يې
ته مرید يې بې خبر يې
ستا په غاړه ځنځيرونه
ستا په پښوکې زولنې دي
ستا په سترګو کې پټۍ دي
تاو دې مغز نه هتکړۍ دي
ځه ورځه ته بندګي کړه
بل له پاره غلامي کړه
ته ربړېږه ته سوزېږه
پنډ په شا بل ته چلېږه
دوی دې ناست وي تل تر سیوري
نه دې خوځي نه دې خوري
خو بیا هم دوی دې چاغېږي
ستا په غوښو دې پړسېږي
ته لایق نه يې د مینې
ستا دي خوشې سړې وینې
لاس دې تش خېټه دې وږې
حق دې بل درنه خوړلی
په شتمن بډای وطن کې
ته ناروغ او وږی تږی
ګرځوې وچ سپېره پږې
پاڅې ودرېږه بېدار شه
خپل دښمن او دوست صحیح کړه
چې ترې غوښې پردو وړي
خپل هډوکي پوست صحیح کړه
ته لا ښکیل يې په وهمو کې
د ښکېلاک تورو پنجو کې
ګوره نور نړیوال څه کا؟
ټول ويښېږي اوچتيږي
د خپل ځان د ژغور دپاره
ستر بدلون وته ګواښېږي
پوی يې دغه بدأون څه دی؟
دا جګړه د زیار او زر ده
دا جګړه د خان نوکر ده
دا جګړه دپانګې کار ده
د نړۍ د ژغور دا لار ده
راشه ته هم څه هوښیار شه
دې جګړې ته راتیار شه
ښکاره ودېږه سنګر کې
د زیارکښو په لښکر کې
دا مورچل کړه ته پیاوړی
په خپل رزم يې کړه غښتلی
لاس اوچت د انتقام کړه
رانسکور دا زوړنظام کړه
دا نظام د ظلم او زور
دا دهرې بدۍ مور
********
زه په سوچ وم دې وینا ته
د محبوبې شور غوغا ته
دې کې سترګې مې په ځان شوې
په شلېدلي ګرېوان شوې
وې د تن جامې شلېدلې
څيرې ویرې ګرېدلي
نس مې هم نا کراري کړه
زما د ولږې شاهدي کړه
ما وې ستا وینا رښتیا ده
بالکل سیخه او صفا ده
دا صحیح ده خوار او زار یم
په ډير زیار کې هم ناچار یم
ځم ورځمه دغې جنګ ته
د زیارکښو ستر غورځنګ ته
چې ځان خلاص له بدمرغۍ کړم
له دې ستغې غلامۍ کړم
را رهي شوم بې له ځنډه
خپلې خونې ته په مونډه
خپله زنګ خوړلې توره
له لوګو چې وه بې نوره
تل په تیکې وه منډلې
پاس په چت کې وه ټمبلې
زر له تېکې مې بهر کړه
له خوښۍ مې لاس په سر کړه
هلته لیرې ول غږونه
ولولې او فریادونه
د لاسونو پړکها وه
فضا ډکه له غوغا وه
بوږنونکې انګولا وه
پارونکې غږېدا وه
دا آواز د پرګنو ؤه
د زیارګالو اولسو وه
له زړې وضعې ستومان ول
پارېدلي چې روان ول
ما هم ځان ورسره مل کړ
خوښ مې دا نوی تکل کړ
څوک سپین ږیري که ځوانان وه
ټول په زوږ مخ ته روان وه
د جذباتو له مستۍ نه
څوک په ځان نه پوهېدل
د وجود پرمخ وېښته
لکه غشي سيخېدل
********
هلته لرې د میرڅمنو
ټینګ ولاړ پوځ او لښکر
په راز راز نوو وسلو
ښه سمبال وه سراسر
وې توپکې او توپونه
ماشینګړې او ټینکونه
خو سپایان يې اجیران وو
د پیسو ټول نوکران وو
دلته وو لوڅ انسانان
هم نهر وږي ځوانان
ورسره وو پڅ لرونه
زړې تورې او تبرونه
یو نیم تن سره توپک ؤ
بې کارتوسو تش کوتک ؤ
خو يې لوړې حوصلې وې
وو دښمن پسې ګواښونه
بل لور چوپه چوپیا وه
کېدل تيښتې ته سوچونه
اخر دا له لوړ غږیز نه
دښمن ورکړلو اخطار
وې خواره شئ ځئ کورو ته
که نه مرئ به ټول یوار
ددښمن په دې ناره
سره لمبه ددې پاڅون
نوره هم په تودېدو شوه
یو ناڅاپه د تلو غږ شو
په دښمن د ختو غږ شو
********
دښمن هم امر د اور کړ
ټول ډګر يې لکه سکور کړ
********
له دې خوا هم ځغلېدل وو
غورځېدل او پاڅېدل وو
مخ په وړاندې ور دانګل وو
پرلښکرو ورختل وو
په ټېنکونو جګېدل وو
په توپونو پرېوتل وو
هيڅچا هڅه د شانه کړه
هی په وړاندې تېرېدل وو
********
سترګو رپ کې سور ډګر شو
رنګ په وینو لر او برشو
بیا څوک نه وو پښېمان
په غورځنګ وو زوړ او ځوان
********
چې اخر جنګ لاس په لاس شو
د برچې د تورې داس شو
غوڅول څيرل ځپل وو
په ډګر ساه ورکول وو
********
داسې وخت چې میرڅن
ټول په ماتې باندې سر وو
څوک په ټېښته تلو ډګر نه
څوک اسیر حال يې اوتر وو
په دې منځ کې دښمن خوانه
سره ګولۍ راغله هوا نه
مخامخ زما په ټير
شوله ښخه برابر
په شیبه کې ناکرار شوم
سم پرمځکه راغوځار شوم
د سرو وینو تودې دارې
مې له ټپه راوتلې
د سپېرو خارو پرمخ
هرې خواته بهېدلې
********
دې کې هغه محبوبا
هغه زما ښکلې لیلا
راته راغلله په منډه
په ژړنه شان موسکا
********
ما و اوس به هم خپه وي
ماته ستړې په ګیله وي
********
وې! چې اوس زما اشنا شوې
ستر اتل چې په رښتیا شوې
بیا يې کېښودل په مخ خپل
زما د وینو څو خالونه
ویلې! ګوره ګران اتله
له پخوا څومره ښایسته شوم
ستا د مینې پرښته شوم
دې لا کړې دغه خبرې
چې شو ډز ولېدله
غېږ په غېږ راسره جوخته
درز پرمځکه پرېوتله
{/slide}{slide= د چپړاسي مړینه}
ځان چوپړ ؤ غم لړلی رنګ يې ژېړ ؤ
پښې ابله ګریوان څيرې لوڅ لغړ ؤ
همېشه به سولېده او ربړېده دی
بیا هم هر وخت د هرچا د غصې وړ ؤ
**********
نه یوازې ښوونځي کار کې اخته ؤ
د امر صیب د کور شخصي نوکر ؤ
د پنځه سوه تنخوا په بدله کې
شپه او ورځ لکه ماشین په کارو سرؤ
**********
بېوزلي په مخه کړی ډېر مجبور ؤ
د اولاد او خپلې خېټې نه ترور ؤ
که نه دا کار د انسان په وس کې نه ؤ
خو دې کام ناکام لګیا په دې ضرور ؤ
**********
یوې خواته د آمر قهر او غضب
بلې خواته ماشومانو کش اوکړب
ډېر بې حده بې حسابه ؤ تنګ کړی
پرې دپاسه ډېر د نورو اخ اوډب
**********
سړیتوب له اډانې نه چور بهر ؤ
په وینا د آمر لټ او بې خبر ؤ
ځکه دلته ټول په سرو او سپينو کېږي
دی نادار ؤ دی غریب ؤ چې نوکر ؤ
**********
یوه ورځ چې د آمر صیب په امر
موظف شو د کوهي په پاکولو
یو څو سطله يې چې له خټو تيږو ډک کړل
کوهي پیل وکړ ورو ، ورو په نړېدلو
**********
یوه تېږه د کوهي له نه خطا شوه
برابره چپړاسي سرته رسا شوه
هغه دم کې يې له پزې او له خولې نه
دسرو وینو داره پورته په هوا شوه
**********
په شیبه کې زده کونکي معلمان بیا
د کوهي په سر راټول شول هغه ان بیا
چوپړانو پس له ډېرو کړاونو
له کوهي نه را اوچت کړ خوار انسان بیا
**********
ټول وجود يې خړوب شوی ؤ په وینو
سر تر پایه په سرو وینو کې رنګین ؤ
چوپ پې دمه ؤ په کټ کې غزېدلی
هيڅ اثر په کې نه پاتې د ژوندون ؤ
**********
ډېر کسان يې خوا او شا نه را چاپېر وو
چا چوک چوک کړ او چا وې چې يې تقدیر ؤ
په ګوښه کې هم آمر صیب لیدی شو
چې له وېرې او ریا اخته په ویر ؤ
**********
په دې منځ کې بوډۍ مور يې را پيداشوه
په خپل زوی باندې نسکوره په ژړا شوه
ده وې ځویه! غریبي راځنې یووړې
او که نه څه به نازله دا بلا شوه
**********
ځويه ولې ژر خپه شوې موږ نه لاړې
ما وې ستر په کتانو اوپه کرواړې
زه بوډۍ یم نور مې وس د کړاو نشته
ماشوم زوی ښځه دې چاته کړه ورغاړه
**********
زه به څه وایم چې زوی کله تا غواړي
په کوکو نارو به ژاړي ابا غواړي
دی انسان دی څه په خاورو نه لوېږي
دی ډوډۍ غواړي جامې او دوا غواړي
**********
ویل يې: خدایه له خدايۍ دې زه قربان شم!
ستا نظام دی عجیبه په دې جهان
بډایان دې تل تکړه منډلي ګرځي
په سره اور کې وریتوې خوار مظلومان
**********
ستا تقدیر قسمت غریبو ته پیدا دی
دا بې وخته مرګ نصیب کې د ګدا دی
ستا لویان غټان ژوندون په پیسو اخلي
مرګ ګونډه تل د بېوزلو په درګاه دی
**********
په نارو چیغو په دا شان ژړېدله
هم سینه يې په سپېرو خاورو مږله
په ستاینو يې د زوی ځواني ستایله
له ډېر تاوه په سره ځمکه رغړېدله
**********
لږ څه وروسته يې اوچته جنازه شوه
په ځوانۍ يې بس د خاورو خوا سړه شوه
خو هېڅ چا دومره پوښتنه هم ونه کړه
چې د ژوند ډيوه يې بې وخته ولې مړه شوه؟
**********
هلته غلی یو شاعر ګوښه کې ناست ؤ
د قلم په ژبه يې دا کیسه لیکله
د وراسته نظام کڼو غوږو دپاره
په شعري بڼه يې دا پېښه غندله
**********
**********{/slide}{slide=د چپړاسي مړینه }
ځان چوپړ ؤ غم لړلی رنګ يې ژېړ ؤ
پښې ابله ګریوان څيرې لوڅ لغړ ؤ
همېشه به سولېده او ربړېده دی
بیا هم هر وخت د هرچا د غصې وړ ؤ
**********
نه یوازې ښوونځي کار کې اخته ؤ
د امر صیب د کور شخصي نوکر ؤ
د پنځه سوه تنخوا په بدله کې
شپه او ورځ لکه ماشین په کارو سرؤ
**********
بېوزلي په مخه کړی ډېر مجبور ؤ
د اولاد او خپلې خېټې نه ترور ؤ
که نه دا کار د انسان په وس کې نه ؤ
خو دې کام ناکام لګیا په دې ضرور ؤ
**********
یوې خواته د آمر قهر او غضب
بلې خواته ماشومانو کش اوکړب
ډېر بې حده بې حسابه ؤ تنګ کړی
پرې دپاسه ډېر د نورو اخ اوډب
**********
سړیتوب له اډانې نه چور بهر ؤ
په وینا د آمر لټ او بې خبر ؤ
ځکه دلته ټول په سرو او سپينو کېږي
دی نادار ؤ دی غریب ؤ چې نوکر ؤ
**********
یوه ورځ چې د آمر صیب په امر
موظف شو د کوهي په پاکولو
یو څو سطله يې چې له خټو تيږو ډک کړل
کوهي پیل وکړ ورو ، ورو په نړېدلو
**********
یوه تېږه د کوهي له نه خطا شوه
برابره چپړاسي سرته رسا شوه
هغه دم کې يې له پزې او له خولې نه
دسرو وینو داره پورته په هوا شوه
**********
په شیبه کې زده کونکي معلمان بیا
د کوهي په سر راټول شول هغه ان بیا
چوپړانو پس له ډېرو کړاونو
له کوهي نه را اوچت کړ خوار انسان بیا
**********
ټول وجود يې خړوب شوی ؤ په وینو
سر تر پایه په سرو وینو کې رنګین ؤ
چوپ پې دمه ؤ په کټ کې غزېدلی
هيڅ اثر په کې نه پاتې د ژوندون ؤ
**********
ډېر کسان يې خوا او شا نه را چاپېر وو
چا چوک چوک کړ او چا وې چې يې تقدیر ؤ
په ګوښه کې هم آمر صیب لیدی شو
چې له وېرې او ریا اخته په ویر ؤ
**********
په دې منځ کې بوډۍ مور يې را پيداشوه
په خپل زوی باندې نسکوره په ژړا شوه
ده وې ځویه! غریبي راځنې یووړې
او که نه څه به نازله دا بلا شوه
**********
ځويه ولې ژر خپه شوې موږ نه لاړې
ما وې ستر په کتانو اوپه کرواړې
زه بوډۍ یم نور مې وس د کړاو نشته
ماشوم زوی ښځه دې چاته کړه ورغاړه
**********
زه به څه وایم چې زوی کله تا غواړي
په کوکو نارو به ژاړي ابا غواړي
دی انسان دی څه په خاورو نه لوېږي
دی ډوډۍ غواړي جامې او دوا غواړي
**********
ویل يې: خدایه له خدايۍ دې زه قربان شم!
ستا نظام دی عجیبه په دې جهان
بډایان دې تل تکړه منډلي ګرځي
په سره اور کې وریتوې خوار مظلومان
**********
ستا تقدیر قسمت غریبو ته پیدا دی
دا بې وخته مرګ نصیب کې د ګدا دی
ستا لویان غټان ژوندون په پیسو اخلي
مرګ ګونډه تل د بېوزلو په درګاه دی
**********
په نارو چیغو په دا شان ژړېدله
هم سینه يې په سپېرو خاورو مږله
په ستاینو يې د زوی ځواني ستایله
له ډېر تاوه په سره ځمکه رغړېدله
**********
لږ څه وروسته يې اوچته جنازه شوه
په ځوانۍ يې بس د خاورو خوا سړه شوه
خو هېڅ چا دومره پوښتنه هم ونه کړه
چې د ژوند ډيوه يې بې وخته ولې مړه شوه؟
**********
هلته غلی یو شاعر ګوښه کې ناست ؤ
د قلم په ژبه يې دا کیسه لیکله
د وراسته نظام کڼو غوږو دپاره
په شعري بڼه يې دا پېښه غندله
**********
**********{/slide}{slide= پلار او ځوی}
د پلار او ځوی (پوښتنه او ځواب)
ځوی:
څه کېږي ماته کوژدنه ګرانه پلاره وکړې
اغلې پېغله له خپلوانو ما دپاره وکړې
زړه مې ډېر تنګ دی ځانته ژوند کې اوسېدلی نشم
بې له ملګري په والله چې پاېدلی نشم
که ځان په دې هغې تېر باسم غولېدلی نشم
بې له واده ډېر زیات زورېږم که څه لاره وکړې
پلار:
ځويه راځه له دې خبرو نه اوس لاس اوباسه
ځان دې هوښیار که له غوږو نو دا وسواس وباسه
کوژدنه ګرانه ده له زړه نه دغه بړاس وباسه
که خدای کول وروسته داکار به په کراره وکړې
ځوی:
ستا په نظر لایم وړوکی نه چې ځوان یمه زه
وګوره مټې او سینه مې پهلوان یمه زه
یوه لا څه چې د څو ښځو په توان یمه زه
پرېده بانې که په دې هکله کومه چاره وکړې
پلار
زه دا منم چې ته ځوان او پهلوان يې ځویه
په خدای بې حد او اندازې هم په ما ګران يې ځویه
د سترګو تور د زړه ټوټه دین او ایمان يې ځویه
خو حال د کور ګوره که سوچ پکې دوباره وکړې
واده پيسې غواړي ډوډۍ او پلونه غواړي
د نجلۍ پلار ولور زرګونه او لکونه غواړي
نجلۍ په مهر کې موټر او قصرونه غواړي
شم به خوشحاله که څه صبر لدې کاره وکړې
ځوی:
زه به شم صبر خو دادا زړه مې صبرېږي کله
د تورو زلفو دام کې ګیر دی ترې خلاصېږي کله
اشنا چې ونه ګوري خدایږو خوشحالیږي کله
لېونی کېږم پلاره بیا به مې نظاره وکړې
پلار:
د لېونتوب فکر پرېږده فکر د کار وکړه ته
د ځوانۍ وخت درنه تېرېږي یو څه زیار وکړه ته
له هرڅه مخکې لږ په دې کار کې تلوار وکه ته
واده به وشي که سمون د له روزګار وکړې
ځوی:
پلاره ته ښه وايې ورځمه غم د کار کومه
هرڅه که ډېره موده تېره شي نو وار کومه
د واده زېره په دمه او انتظار کومه
دا مې وعده ده ته باور به زما پلاره وکړې
پلار:
ځویه دا خاوره او وطن هم په تا حق لري ډېر
د پیسو سوچ کې چې خپل خلک او وطن نه کړې هېر
د وطن لار کې همېشه اوسه صادق او سرتېر
کرکه په زړه کې به د خلکو له ازاره وکړې{/slide}{slide= د ځلمي نڅېدونکي د زړه خواله }
زه دردېدلی کړېدلی ځلمی
زه زورېدلی زپل شوی ځلمی
زه یم لوی شوی د ناخوالو منځ کې
له تاوتریخوالي ځوکېدلی ځلمی
------------
څوک راته ډم او ګډېدونکی وایي
څوک مې بېشرمه بې حیا بولي
له سړیتوب نه یم وتلی چورلټ
له ټولنیز ژوند نه جلا بولي
-----------
دوستانو تاسو ته خپل حال وایمه
زما ډمتوب کې چې قصور د چا دی
په خلکو دا رنګ ناروا چې کوي
داسې تېری ستم دستور د چا دی
----------------
پلار مې کرګر ؤ د یو خان ځمکه کې
چې همېشه به ربړېده سولېده
نه يې یخني نه يې ګرمي کتله
لکه څاروي به شپه او ورځ ځغلېده
------------
مور مې په کور کې د بي بي وینځه وه
چې يې شاباس تل د بي بي رټل وو
لکه ماشین به دا په کار لګیا وه
خو يې په برخه شا مدام کنځل وو
----------
ما هم هیله درلوده زده کړه وکړم
لکه د نورو ماشومانو ښوونځي ته لاړ شم
چيرته معلم یا کوم مامور و اوسم
نه د ګډا په مصیبت لټاړ شم
----------
زه چې تر څو پورې وړوکی ومه
نو نازولي مې د خان لوبول
که جوړ ناجوړ وم خو دوی بار وو په ما
سهار ماښام مې په اوږو ګرځول
---------
چې لږ څه لوی او د ښو بدو شومه
نو یوه ورځې د خان پام شو راته
اول يې ښه راته ځير ځیر وکتل
په وړاندې وروسته په خرام شو راته
----------
بیا زما پلار يې ځانته وغوښتلو
وې دا ځوی دې دلته ماسره وي!
نوي جامې به ورته واغوندمه
بهر حجره کې څه کار مار به کوي
---------
پلار مې وې دا خو لا وړوکی دی خان
څه داسې لوی چارو ته نه دی تیار
د مېلمه کار ته پوخ سړی لګېږي
ددې ماشوم په وس به نه وي دا کار
----------
خان یو ناڅاپه سور او سپین غوندې شو
په غړمبېدو راغی له قهره یو وار
وې نو ته هم ځه خپل لاره واخله
په کار مې نه دي ستا په شانې وزګار
----------
پلار مې وې خان ، چې څنګه ستا خوښه وي
زه چې نوکر یم دی هم ستا نوکر دی
دا ماته ډېره د خوښۍ خبر ده
چې مې په ځوی باندې د خان نظر دی
---------
خان شو خوشحاله څو روپۍ يې ورکړې
پلار مې له حده زیات دوعا وکړله
چې خدای دې ستاسې عمر اوږد لري
لا زیاته نوره التجاع يې وکړه
----------
د خان د امر او وینا سره بیا
سبا جامې نوې تیارې شولې
نوې لونګۍ نوې څپلۍ ورسره
راته ترمخې سم د واره شولې
---------
زه هم دغه نوو جامو لپاره
له اندازې وتی خوشحاله ومه
هره شیبه به مې خپل ځانته کتل
پوه يې زه څه له نور جنجاله ومه
---------
لنډه يې داچې یوه شپه له شپونه
چې په حجره کې زیات کسان راټول وو
ټولو د سترګو لاندې ماته کتل
یوه ګوښه کې هم سازیان راټول وو
---------
خوا او شا ماته ګونګوسې غوندې وو
مګر زه هيڅ له ځانه نه وم خبر
پس له ډوډۍ او له چایونو څخه
تالچیانو جوړ کړ د سازو شور او شر
---------
یو ګډېدونکی ځوان میدان ته راغی
د ګونګروګانو يې شړنګا جوړه کړه
هر لور باران پرې د لوټونو وشو
د خلکو منځ کې يې غوغا جوړه کړه
-----------
خان بیا زه خپلې خواته وغوښتلم
وی نن به ته هم خپله برخه کوې
ما وې چې خان زه خو هېڅ نه پوهېږم
وې چې بس خوشې به خپل ځان خوزوې
--------
څومره چې عذر او زارۍ مې وکړې
خو زه خبرو ته چا پرې نه ښودم
چا سپورې ستغې چا چمونه کول
چا خوشا مندې او چا ورټلم
----------
چا وې چې خان بیا خپه کيږي درنه
خو اخر دا زه يې مجبوره کړمه
ګونګرو يې و تړل په پښو کې راته
د ساز څپو ته يې تروره کړمه
-------------
زه چې به هڅې خوزېدم په میدان
ټولو واه واه او شاباسونه ویل
زما له شرمه پاپکۍ رپېدې
هغوی زما مهارتونه ستایل
----------
له هغې ورځې نه بس ډم شومه زه
غټو خانانو ته نڅا مې وکړه
د پيسه دارو په حجرو دېرو کې
وخت او ناوخته مشغولا مې وکړه
----------
په ماشوم ځان مې بېخوبۍ تېرې کړې
ان تر سبا مې چورلکونه وهل
زه به له خوبه پرېړتم پاڅېدم
خو په ژستونو مې خانان خوښول
----------
هیچا د خپلو نازولو په یاد
هم یو پوټی زړه په ما نه سېزلو
له ستومانۍ به چې زه سست غوندې شوم
ټولو به پلار نیکه مې و رټلو
---------
بس دا زما وه ماجرا د ډمتوب
خلکو په دې کې بیا قصور د چا دی؟
مونږه وو واړه نوکران د بل چا
دغه تېری ستم له کومې خوا دی
---------
چيرته نظام د خانخانۍ چې وي ټينګ
هلته توپیر او زورواکي وي مدام
په مزدورانو غریبانو باندې
د یو څو تنو لاسبري وي قایم
----------
زه دا منم چې نن ګډا هنر دی
لکه د شعر او سندرې په شان
خو چې په زوره په چا وتپل شي
بیا نو یو ګوټ وي ترخو زهرو په شان
--------------
*******{/slide}{slide= بدلون }
موسمونه چې تل ځي راځي بدلېږي
د وخت خپل ځواکمن اغېز په کې چلیږي
د جهان دهستۍ راز پټ دی خوځښت کې
تمتیا نشته هر څه وړاندې ځي بهېږي
-----------
یوه ورځ په خیال روان وم د بڼ خواته
د ګلونو او شنېلو تازه هوا ته
د مرغانو زړه راښکونکې چغېدا ته
خو کتل مې چې سړه سېلۍ لګېږي
---------------
په وجود مې لړزه راغله له سړو نه
حال مې بل شو نوې وضعې له لیدونه
رنګ بایلودی ونو بوټو رپېدو نه
خړې وريځې پاس په هسک ګرځي تاوېږي
------------
دلته ګورمه شينکی غړند اوتر دی
هلته ښکاري د ګلونو ځوړند سر دی
وې مې خوب او که په ويښه دا منظر دی
هر ژوندی موجود یخنۍ ځنې رپېږي
----------
سندربول چڼو چغا نه شته ګلشن کې
سمسورتیا تازه ګي مړه ده په چمن کې
سیلۍ الوزي د ګلو انجمن کې
ژيړ څادر هرخوا په شنو باندې غوړېږي
-------------
زرغونتیا او ښکلا چیرته هغه شان ده
انګازه توده په هر لور د خزان ده
څانګه څانګه له یخنۍ اخته په ځان ده
ملیار ګورم اندېښنو کې ډوب ځنګېږي
----------
لاړم سوچ کې بس ددې حالت له کوت نه
شو را کوز د خیال مارغه مې له الوت نه
کړم يې پوه په دغې راز له خپل سکوت نه
وې دا هم د ژوندون بل اړخ لیدل کېږي
---------
په ټول پنځ کې ښکون او راښکون دی
په هيڅ شي کې تیکاو نه شته دی بدلون دی
هر موجود خپلې لوړتیا خواته په یون دی
انسان هم په دغې جبر کې اوسیږي
----------
ځنې ځي ځنې راځي دغه دستور دی
هيڅوک نه پوهيږي څه د چا منظور دی
په خپل وس کې ټول بېوسه او مجبور دی
که څوک غواړي او که نه دغه پېښږي
---------
د ژوندیو نا ژوندیو لار همدا ده
د هر چا له واکه وتې مشغولا ده
نه زما ده نه دستا نه د بل چا ده
داسې وه او داسې ده او داسې کېږي
---------
{/slide}{slide= الامان }
د جګړې سپېرې سیلۍ نه الامان
زمولوي چې ددې بڼ تنکي ګلان
رژېدل دي ورانېدل ویجاړېدل دي
په تازه فصلونو راغللو خزان
کلي ړنګ کورونه وران او کنډوالې شول
د هيواد له شتو چاپېره دی توفان
مېندې بورې شولې پاتې بې زامنو
د ورور مرګ کې خویندې ګډې په سوران
ډېرې وینې شولې تويې هېڅ بې هېڅه
لا توييږي په خپل منځ کې هغه شان
ماړه نه دي لا هم نورې وینې غواړي
د فتنو او فسادونو ښاماران
د وطن د دښمنانو دي دا چارې
چې جنت غوندې وطن شو زموږ وران
وطنوالو د وطن نارو ته غوږ شئ
چې یووالي ته مو بولي په هر ان
د جګړې اورونه مړه کړئ ګټه نشته
ګټه اخلي له دې جنګ نه دښمنان
چې له تا مري یا له ما مري دغه څوک دي
دوی زما او ستا دي ورونه عزیزان
دوی دي مټې د وطن د ابادیو
ولې اخلو له وطنه دغه توان
د ورورۍ لاسونه ورکړو ټول په مینه
دا هیواد دی شریک کور د ټول افغان
هیواد سوله او په امن کې جوړېږي
دا ورانۍ راځئ په سوله کړو جبران
سوله ژوند دی سوله مینه پيرزوینه
سوله هیله تمنا د هر انسان
راځئ پرېمینځو په سوله د جنګ لړې
ورین کړو نور د خپل وطن په سر آسمان
{/slide}{slide= نران واړه په زندان دي }
د امین د واکمنۍ غمجنې شپې وې
په افغان ولس د غم تورې تیارې وې
چا له وېرې نه تش سوڼ کولی نه شو
په مرې کې د اولس بندې نارې وې
******
زندانونه واړه ډک وو له ژوندو نه
شمېر آوښتی ؤ د مړو له میلیونو نه
چا وطن بیخي پرې ايښی و بهر وو
څوک په پټه ګرځېدل به له نیو نه
******
زه هم شمېر وم د وروستۍ ډلې جمله کې
چې اخته وم د نیولو خطره کې
له خپل کور کلي نه لېرې په کابل کې
د ملګرو سره پټ وم یو کاله کې
******
کله کله په ډېر پام به ګرځېدمه
په بدله جامه ښار ته راوتمه
یوه ورځ چې پټنځي نه رابهر شوم
د پروان مېنې سرویس ته ورختمه
******
لومړی ټول بس مې ښه تېر کړ له نظره
ناست کسان مې ټول صحي کړه له اخره
په موټر کې هېڅ آشنا تر سترګو نه شو
ښه ډاډه شوم پېژندلو له خطره
*******
د سرویس څوکۍ وې ډکې له سپرو نه
غونډ موټر مې کړ چاڼ له ډېر کتو نه
صرف یوه څوکۍ مې مخکې په نظر شوه
پاتې تشه وه پرته له کېناستو نه
******
لاړم مخکې دې څوکۍ ته برابر
له خپل څنګ ځنې هيڅ نه ومه خبر
بې ګومانه هلته کیناستمه غلی
پام مې نه ؤ چې مل ښځه ده که نر
******
شيبه وروسته چې لږ زیر شومه خپل مل ته
د هغې برېښنده مخ د پيکي ول ته
وې مې خدایږو چې له ښځې سره ناست يې
لږ پرېشانه غوندې شوم دې خپل عمل ته
*****
زر را پاڅېدم څوکۍ نه را اوچت شوم
ما وې وبښه مېرمنې زه غلط شوم
شا او خوا مې یو ځغلند کاته وکړل
په خپل زړه کې لږ ستومانه خجالت شوم
*****
ښځې وې چې خیر دی چیرته اوس نران دي
چې نران وو هغوی واړه په زندان دي
راشه کښېنه پروا نه شته زما ورور يې
ټولې ښځې دلته پاتې نه نران دي
******
{/slide}{slide=د یو ملګري په ځواب کې}
یو ملګري راته ووې!
راشه پرېږده اشلکونه
دا خوږې پستې خبرې
دا سندرې سرودونه
*******
ملګرتوب د اشلوکیانو
تل لپاره نیم لار وي
له ناخوالو کړاوونو
دوی یو سر په تېښتېدو وي
*****
چې حالات کله ستونزمن شي
بیا يې ګوره درنه ګرځي
تا به پرېږدي نیمه لار کې
بس یو ګام در سره نه ځي
*****
ها پلانکي پلانکي ته ګوره
څه پاخه لوی اشلوکیان ول
هیواد پال غورځنګ موچل کې
تر هر چا زیات مخکښان ول
*****
خو اخر يې ګوره څه شول
په ستونزمن وخت د نهضت کې
ځان مننې رنځ په حکم
په یوه شاګرځ ستانه شول
*****
ما وې ستا خبر ده سمه
چې پلانکی پلانکی شاعر وو
په هنر د شاعرۍ کې
ښه تکړه کره ماهر وو
*****
دا چې دوی لاره کږه کړه
د وطن سنګر يې پرېښود
د قلم تورې جګړه کې
سر يې خپل میرڅن ته کېښود
*****
دا ګناه د اشلوک نه ده
اشلوک ځکه یو هنر دی
هنر زېږند د ټولنې
د ټولنې پرې اثر دی
*****
د شاعر دنیا ده ښکلې
په ښايست مينې ولاړه
اما لار د سیاستونو
په کړکېچ ستونزو ولتاړه
*****
اس ښه روغ وي په څلورو
خو دی خوري بیا تندکونه
دې کې څه ګناه د آس ده
حتمي لار کې دي خنډونه
*****
کږېدنه ښوېدنه
روښاند اندي یو خصلت دی
اخښل شوي له بنسټه
ددې قشر په فطرت دی
*****
شاعر هم لکه د نورو
روښان اندو هسې شان دی
تل ددې قشر په منځ کې
ځانمننې رنځ روان دی
****
ځنې ځنې له دې منځه
ځان دې رنځ نه خلاصوی شي
ځان غوښتنې له بدخویه
خپله سټه پاکوی شي
****
ښوېدنه که يوازې
وای یو خوی د شاعرانو
نور به نه ښویه کېدلی
په دوکو د غلیمانو
******
له پلانکي پلانکي نه پرته
خو پلانکی پلانکی هم ښوی شول
هغوی چېرته شاعران وو
د غلیم په مم چې توی شول
******
وطنپال لار ده پېچلې
د هر چا ورتلل پرې ګران دي
هغوی تلی شي پرې تر پایه
چې رښتوني اتلان وي
******
اتلان د نيمې لارې
وخت راګرځي نه ستنېږي
اتلان لکه پولاد وي
نه کږېږي نه ماتېږي
{/slide}{slide=د کتو توپیر }
چا مجنون ته د لیلا څېره غندله
چې له ده نشته بدرنګه چېرته بله
رنګ يې تور پزه يې پیته ورته پام کړه
ځانته وګوره ورځه اغلې پېغله
مجنون زیر په حيرانۍ ؤ دې سړي ته
هيڅ له خولې نه يې خبره نه وتله
خو اخر يې په کرار ووې سړي ته
ته ګرم نه يې چې لیلا دې وکږله
ځکه ته لیلا په خپلو سترګو ګورې
ستا کاته نه دي د مينې له امله
ستا کتو کې ده رخه کرکه نغښتې
ځکه ته ښایست لیدی نه شې هيڅکله
له ما زیات به لیوني سرپه سارا شي
که لیلا دې زما په سترګو ولیدله
کوم توپیر چې دی زموږ دواړو څېرو کې
هومره فرق شته دی زموږه په څېرو کې
{/slide}{slide= د غمونو بوج}
د غمونو یو لوی بوج په اوږو بار دی
خوار زړګی د اندېښنو د بڼ ملیار دی
فکر او اند مې لالهانده هرې خوا ځي
خور په ذهن یو بې چمه تور غبار دی
نصیب راوستم له کومې په دې سیمه؟
دود دستور يې په توپیر زما له دیار دی
د ښو بدو د بېلتون سوچ رانه ورک دی
هلته څه وو دلته څه ډول روزګار دی؟
نه پوهېږم کوم يې ښه او کوم يې بد دی
هلته هسې دلته داسې ژوند په لار دی
زما تله د ختیځ په کچ ده جوړه
ځکه ټول هم په هغه زاړه معیار دي
زه به تا وته ژر کوم احوال بیان کړم
د ختیځ دود مخالف دلته هرکار دی
اخلاقي مېچ کچ ددوی ځانګړی بېل دی
ډېر توپیر لوېديځ ختيځ کې د روزګار دی
دلته هر څه شته ښېګڼې د انسان ته
نږدې زړه د غوښت سره يې کار ا بار دی
د ډېر څيز کمی نشته دی که ګورې
هر نعمت ورته جنت غوندې تیار دی
ټول وطن يې د سمسور ګلونو بڼ دی
هر سړی ناست د ګلونو په ګلزار دی
چاپېریال يې پوللی په خپل لاس دی
کلی ښار يې لکه ناوې تل سینګار دی
ټولواکي او ځانواکي لمن خوره ده
هر سړی څه ناڅه په خپل اختیار دی
سوچ سودا ده په ځاني هوسا روانه
نه زیات فکر د اولاد دی نه د پلار دی
انساني اړیکې لږ او زیات دي پڅې
یا بسیا دهپه نظر کې او یا زیار دی
له قاموس نه يې د پت خبره تللې
د غیرت ټکی هم مړ په دیار دی
ګڼ وګړي په قانون باندې ولاړ دي
د قانون ورته له هرڅه لوړ اعتبار دی
په ارزښت د علم او پوهې پوهېدلي
بس په دې ټکي د هرچا ټينګار دی
پرمختګ ده هوساینه عامه کړې
نه څوک وږی نه بربنډ دی او نه خوار دی
طبیعیت که لږ له شتو دی محروم کړی
خو د پوهې په برکت هریو مالدار دی
کوم نالوستی بېسواده ورکې نه شته
نر او ښځه يې له پوهې برخوردار دی
پېرزوینه او لورېنه په کې زیاته
هر وګړی يې زړه سواندی وار په وار دی
نور به څه وایم چې څه کمی زیاتی دی
د وخت مېچ سره يې سم د سر دستار دی
خو زما د زړه دمه هيڅ په کې نشته
ځکه روح زما نارامه ناکرار دی
د خیال ورک هډو هېڅ نه شم موندلی
په هر لور د لېونو غوندې مې څار دی
خپل عادت راته په ځان پورې بلا دی
د عادت پرېښود ته ذهن نا تیار دی
کوم اخلاق چې ما خپل کړي پرې معتاد یم
د هغو راځنې دلته طبګار دی
دغه ملک دی د پردیو ای زړګيه!
په دې ښو بدو د نورو دې څه کار دی
دا یورپ دی که خبر نه يې خبر شه
د ښکلا او پرانستوب دلته امبار دی
{/slide}{slide=د یو ملګري په ځواب کې }
یو ملګري راته ووې!
راشه پرېږده اشلکونه
دا خوږې پستې خبرې
دا سندرې سرودونه
*******
ملګرتوب د اشلوکیانو
تل لپاره نیم لار وي
له ناخوالو کړاوونو
دوی یو سر په تېښتېدو وي
*****
چې حالات کله ستونزمن شي
بیا يې ګوره درنه ګرځي
تا به پرېږدي نیمه لار کې
بس یو ګام در سره نه ځي
*****
ها پلانکي پلانکي ته ګوره
څه پاخه لوی اشلوکیان ول
هیواد پال غورځنګ موچل کې
تر هر چا زیات مخکښان ول
*****
خو اخر يې ګوره څه شول
په ستونزمن وخت د نهضت کې
ځان مننې رنځ په حکم
په یوه شاګرځ ستانه شول
*****
ما وې ستا خبر ده سمه
چې پلانکی پلانکی شاعر وو
په هنر د شاعرۍ کې
ښه تکړه کره ماهر وو
*****
دا چې دوی لاره کږه کړه
د وطن سنګر يې پرېښود
د قلم تورې جګړه کې
سر يې خپل میرڅن ته کېښود
*****
دا ګناه د اشلوک نه ده
اشلوک ځکه یو هنر دی
هنر زېږند د ټولنې
د ټولنې پرې اثر دی
*****
د شاعر دنیا ده ښکلې
په ښايست مينې ولاړه
اما لار د سیاستونو
په کړکېچ ستونزو ولتاړه
*****
اس ښه روغ وي په څلورو
خو دی خوري بیا تندکونه
دې کې څه ګناه د آس ده
حتمي لار کې دي خنډونه
*****
کږېدنه ښوېدنه
روښاند اندي یو خصلت دی
اخښل شوي له بنسټه
ددې قشر په فطرت دی
*****
شاعر هم لکه د نورو
روښان اندو هسې شان دی
تل ددې قشر په منځ کې
ځانمننې رنځ روان دی
****
ځنې ځنې له دې منځه
ځان دې رنځ نه خلاصوی شي
ځان غوښتنې له بدخویه
خپله سټه پاکوی شي
****
ښوېدنه که يوازې
وای یو خوی د شاعرانو
نور به نه ښویه کېدلی
په دوکو د غلیمانو
******
له پلانکي پلانکي نه پرته
خو پلانکی پلانکی هم ښوی شول
هغوی چېرته شاعران وو
د غلیم په مم چې توی شول
******
وطنپال لار ده پېچلې
د هر چا ورتلل پرې ګران دي
هغوی تلی شي پرې تر پایه
چې رښتوني اتلان وي
******
اتلان د نيمې لارې
نخ راګرځي نه ستنېږي
اتلان لکه پولاد وي
نه کږېږي نه ماتېږي
{/slide}{slide=د شیطان ورم}
هغه له مودو څخه د انسان ترڅنګ پاتې شوی دی او خپله د انسان په وینا تل لکه
د سیوري له ده وړاندې یا وروسته روان وي
او په کړو وړو کې يې لاس وهنه کوي
ښه به ورته بد او بد به ورته ښه برېښوي
انسان دی نه شي لیدلی خو هغه يې ګوري
سره له دې چې له وګړو څخه ستغې سپورې آوري
خو هيڅ په مخ نه راوړي
او له انسان سره خپله ملګرتیا نه پرېږدي
له مودو راهیسې د وګړو رټلو ویناګانو دده خوا خورا نیولې وه
غوښتل يې یوه ورځ خپله چوپتیا ماته کړي او د زړه بړاس وباسي!
بالاخره دادی نن يې خپله ګنډلې خوله پرانیستله
او انسان ته يې وویل:
ای د خدای ددې ارت جهان تر ټولو لالهاند او لوغړن مخلوقه!
ستا وجود رښتیا هم د ډېرو متضادو خویونو او خصلتونو پېچلې ګنډه ده
که له یوې خوا د عقل او وینا تر ټولو غوره او ناویاته شتمني ستا په خټو کې نغښتې ده.
له بلې خوا د کرکې، رخې او لويې د ناوړه ناروغیو ځاله هم ستا په تن کې اېښودل شوې ده،
کله ستا کاته او سوچ دومره حساس او ژور شي چې د ځمکې اوسیندونو په تل کې واړه بڅرې او ذرات دې له سترګو پټ نه پاتې کېږي.
کله هم دومره لنډ پاری او تنګ سترګی شې چې د خپلو پښو لاندې ځمکه نه وینې
او د خپلو ګټو په وړاندې خپل او پردي نه پېژنې
ستا زړه او ماغزه هېښونکی رغښت نه پېژني
د هغې پېچلتیا او ژورو ته زما زیرک فکر عاجز دی
ته خپلې چارې تل د نورو له لاس وهنې پرته مخته وړې
د ښو او جوړونکو چارو ویاړ تل د ځان بولې،
مګر د خپلو ناوړه او غلطو کارونو پړه په ما اچوې،
په دې توګه غواړې خپل ناولی لاس زما پر لمن پاک کړې
خو خدای شته چې اوس زه بېوزلی ستا د یوې ویجاړې له ځوابه نه یم،
او نه ستا په ښو بدو کې لاس وهلی شم،
اما کله چې ته ما په خپلو نادودو پړ وګڼې سر را باندې وچورلي
له ځانه سره وخاندم،
ووایم: د دروغجن دې مخ تور شي!
څنګه چې ته پرما لعنت وايې، داسې یو غوړ لعنت در باندې حواله کړم،
ځکه تا اوس په پوهه ، زېرګۍ او چالاکۍ کې زما لاسونه تر شا تړلي دي
زه ګورم او شاهد یم!
چې ته دا مهال داسې چارو ته لاس اچوې،
ما خو څه کوې: حتی زما د پلار او نيکه عقل ورته نه رسېږي،
تا د ځمکې پر مخلوقاتو سرګرځولی،
اوس د هسکونو پسې پښې لوڅې کړي دي،
يانې دغه وسایل او افزار چې تا جوړ کړي او ستا په واک کې دي
مخکې يې چا هډو خوب نه شو لیدلی،
زه او زما غوندې نور بره اوسېدونکي
ستا له اوسپنیزو او اوږدو لاسونو څخه خورا ډارېږو.
او ستا دغه ځواک ته ګوته په غاښ یو او دوه لاسي سلام درته کوو،
ما د دوزخ او جنت یوازې نوم آورېدلی ؤ!
دادی ته اخته يې دواړه جوړوې،
جنت د ښه او د ښېګڼې کار دی.
کېدی شي، موږ او نورو له پاره د هوسا او دمې ځای وي.
اما ستا له اورونو او دوزخونو نه توبه!
چې په یوه وړه غونډسکه کې دې ایسار کړی دی
خدای مه کړه که ستا د زیاتې غوښتنې او لويۍ شرمښان سر واخلي.
او ناببره دې ګوته د غونډسکې په ماشې ونښلي
نو بیا ننداره کوه!
دداسې دوزخونو خوله به بېرته شي چې لمبې به يې هرڅه لولپه کړي،
نه به بیا ته يې او نه به زه او نه به بل!
دغه ښکلې او سمسوره ځمکه چې هره ورځ ستا په سحرګرو مټو سینګارېږي
د خپلو ټولو ښایستونو سره د غونډسکو په اورونو کې ايرې شي
کله نا کله زړه راته وايې چې د شیطان ددغه لقب په پام کې نیولو سره
چې په ناحقه دې ماته راکړی،
تا تير باسم او دغه غونډسکه ستا په خپل لاسونو په تا وچوم،
خو بیا پښېمانه شم،
ددې وجه داده:
چې زه په خپله هم له دغو اورونو او دوزخونو څخه وېرېږم
هسې نه چې زه هم په کې سوکړۍ شم.
نو راشه د څښتن ومنه!!
له دغې اورلوبې څخه لاس واخله!
ستا په اند سره له دې چې زه شیطان (چوغلګر) یم
خو داسې لوی او ناپایه ناورین مې پر دې ځمکه او دهغې پر استوګنو نه لورېږي
که ما کله تاته کوم لمسون کړی وي!
هغه به خامخا ډېرو وړو ذاتي چارو کې وه،
خو له بده مرغه کوم څه ته چې تا بډې وهلي دي،
دا بې چمه خطرناکه او زړه بوږنږنکی ناورین دی
راشه!
د ځان او جهان د ښېګڼې لپاره د خپل چوغلګر (شیطان) خواخوږي خبره ومنه!
دا غونډسکي منډسکي چې ته ورته (اتوم) وايې !
ښه په دمه او ډاډه زړه بې ضرره کړه!
یا چورلټ يې له منځه یوسه!
په دې ډول ځان او نړۍ له دغه ستر شر څخه وژغوره!
که څه هم ستا په اند شر زما کار دی،
مګر زه چې اوس ستا دغه ستر او عظیم شر ګورم او دهغې طاقت ته سوچ کوم له نوم شر څخه مې زړه تور دی
که ته زما دغه بلنه ومنې ، او ددغه ویجاړونکي شر لمنه ټوله کړې
زه چمتو یم چې تاته ستا دوه ډېر ویجاړونکي او ورانکاره دښمنان در وپېژنم
دوی ستا په تن کې ځاله کړې او ته يې هيڅکله نه شې لیدلی او نه پوهېږې دوی څوک دي؟
دا دواړه ستا خپل ککړ خصلتونه یانې زیاتي غوښتنه او لويي دي!
په خوا یا اوس چې کومو بدو او ناوړه چارو له تا سر وهلی:
دا زما له اړخه نه، بلکې ددغو کرغېړنو لمسون دی!
دغو ناولو چې ستا په تن کې ځای نیولی، پټ په پټه ستا زړه او ماغزو ته ننوځي او په تا اغېزه پرې باسي.
تا هڅوي او وايي:
پاڅه! څله ، په دې لږو شتو او بډاینه بسینه کوې،
شابسې هرڅه ژر ځان غښتلی او ځواکمن کړه!
د نړۍ پر شتو خېټه واچوه نور او نور.... راغونډ کړه!
که څوک ستا ددې هڅو په وړاندې خنډ شي،
له منځه يې یوسه ، ووژنه، وسېزه او نشت يې کړه!
دوی دي چې تا دغو غونډسکو او د ډله ایزې وژنې نورو وسلو جوړولو ته هڅوي!
هوښیاره اوسه
د خپل تن دغه پټ میرڅمنان له ځانه لیرې وشړه!
که ستا نه مړېدونکې خېټه ځان له دې حریصو شرمخانو نه شي ساتلی!
او د خپلو هوسونو د ژورو کندو د ډکولو په خاطر تاته وسوسې در اچوي
او تا د منځ تشو او پوچو غوښتنو اوچتو څوکو ته خېژوي!
او غواړي چې یوازې ستا غېږه دې د نړۍ له شتو چاپېره وي او نور دې هيڅ وي،
ومنه: دا شونې نه ده چې ته دې له دې لارې خپلو هوسونو او ارمانونو ته ورسېږې:
ځکه ته له نورو پرته په یوازيتوب او ځنګړتیا کې هيڅ يې!
ستا ځواکمني په ټولنه کې د نورو ترڅنګ ده:
ته اوس هغه څوک نه يې چې په خوا وې!
ستا عقل او پوهه بلوغ ته رسېدلي دي او د ځوانۍ پړاونه وهي!
خپل مټ مه ماتوه!
سترګې بره ونیسه او پورته هسکونو ته پام واړوه!
هلته ددغه ګڼو ستورو او هسک لارو ترمنځ !
په سلګونو او زرګونو داسې ستوري موندلی شې چې د ځمکې غوندې خاوره ، اوبه او هوا ولري!
ته اوس ددغه کار له پاره لازمه پوهه او وسایل په واک کې لرې،
او یو بل ته په نژدې کېدو او پوهاوي کې يې لا پراخولی شی!
نوره زیاتي ددغو خطرناکو غونډسکو اور لوبه پرېږده!
او د ځمکې د ويش ورانونکې شخړې ته د پای ټکی کېده!
ځمکه یوازې د ځان له پاره نه!
بلکې د ټولو دپاره ومنه! دا کار به په هسکونو کې نویو ځمکو ته د رسېدلو ستا هاند او زیار لا ګړندی کړي!
په دې توګه و دې شي: چې ستا د لالهانده منډو ترړلو موخه تر لاسه شي!
او د خپلو سرسامه او لېونیو هوسونو او خوبونو تعبیر بیامومې،
او زه بې وزلی دې له خولې پرېوځم.
{/slide}{slide=د ابلیس خوب}
خوب لیده ابلیس چی بی حسابه ډیر ستر شویدی
خپلو د خدای غټو دعوو ته رسیدلی دی
پښو ته یی انسان انسانیت دی په سجده پراته
مغز د هر انسان یی سړیتوب نه پاک وینځلی دی
خواوشا تری نور لوی او واړه ابلیسان جمع دی
ټول لاس په نامه دی په مشری یی دی منلۍ دی
ډیری یی لښکری ډیر پوځونه سامانونه دی
ځمکی د فضا او د اوبو مخ یی نیولی دی
غټی خزانی د سرو او سپینو یی ولکه کی دی
ټولو شتمنیو د جهان باندی لاسبری دی
حکم یی قانون دی په اجرا کی یی څوک ځنډ نه کا
هر چا په درشل کی ورته خپل سر ایښودلی دی
دی ستر ټولواکمن د دغی ځمکی او هسکونو دی
هر ټکمار درغل یی په دربار کی ډیر ښاغلی دی
چیرته چی موسی او ابراهیم دی یې دښمن ګڼی
چیرته چی فرعون او نمرود د ده ملګری دی
خیر ښیګنه وژنی د تیری ظلم پالنه کړی
خپلی شرواکۍ ته یی نیاومن فورم اغوستلۍ دی
شوبلو توغندیو باندی بار عدل او انصاف د ده
غږ د خیرپالنې یی په دﺉ چم زندۍ کړیدی
خو چی ویښ شولو له خوبه هغه زوړ حالت ولید
ګوری زور او ځواک یی د پخوا هسۍ نیمګړی دی
هغسی ژوندی دی بشری احساس وګړو کی
لا انسانی خوی عادت په ډیرو کی پیاوړۍ دی
لا د سړیتوب میندی نه شنډی دی نه بوری دی
لا وګړنیز عشق او محبت زړو کی غښتلی دی
څو د قدرت وږی لیونی د ده چوپړ کی دی
ستر اکثریت لا انسانی وجدان ساتلی دی
زړه کی پدی حال ابلیس خپه شو خو مایوس نه وه
ځکه یی شیطانی چارو کی زیار زحمت زیات کړیدی
دا لرغونۍ جنګ دی د انسان او د ابلیس تر منځ
ډیرو که منلی دی خو ډیرو بیا رټلۍ دی
یو که د قدرت په خاطر درومی د ابلیس په پل
بل د سړیتوب څښتن یی مخ ته ودرید لی دی
ټول پوهیږی څوک ځی د ابلیس په ناروا لاره
څوک په وینو غوښو د انسان را پړسیدلی دی؟
څوک په ابلیسی بنډو انسان غواړی مریه کاندی؟
څوک دی چی جهان یی د وسلو اور ته نیولی دی؟
څوک نړیوال امن ګواښوی په زور او ځواک باندی؟
چا د جهانی ښکیلاک ناولی نوم ګټلۍ دی؟
دا خپله سړی دی فرښته او یا ابلیس کړی ځان
دا خپله سړی دی چی بدورګی یا ښاغلۍ دی
ځی بشریت د ټول ښیګڼۍ په لور ګام اخلی
ویښی زمانی هوښیار انسان را زیږولۍ دی
زه دی ښکو راښکو کی انسانی خصلت غالب ګڼم
مات به ابلیسان شی اخر دا جنګ یی بایللی دی
---------------------------------------
{/slide}{slide= د مارانو جګړه }
د مارانو ستر واکمن مار
خورا په غصه ښکاریده
او له ډیره قاره په ځان تاویده
د دی امل دا وو!
کوم مارګوټی
چی ده د ځان د چوپړ
او د خپلو ناولو موخو د اجرا روزلی و
اوس یی د ځواکمنی ځانګړی ننداره ښودله
او د واکمن ستر مار له امر څخه یی سرغړونه کوله
پیښه څه داسی وشوه!
دغه نوی په دوران رسیدلی مارګوټی
د خپلو نورو پلوی مارګوټو په وسیله
چی د واکمن ستر مارپه شتو یی پاللی او غټ کړی وو
ناببره د واکمن ستر مار په ځاله برید وکړ
او د هغی د سترتوب او ویاړمنۍ دنګی ماڼی یی نسکوړه کړی
لدی پیښی وروسته
واکمن ستر مار یعنی ښامار وبوږنید
او په خپل قدرت یی ویره راغله
خپل خوا شا ذاتې پلوی
لوی او واړه منګران یی راوبلل
تر څو په ګډه د دغه ځواکمن کیدونکی نوی منګور سر وټکوی
هغوی هم چار نا چار نه یواځی
د هو سر وخوزولو
بلکه اړ ایستل شول
چی په ګډه منګورګوټی
په ځاله برید وکړی
وایی !!
دغه منګورګوټې له یو لیری ځای څخه
دغی سیمی ته راوستل شوی و
او دلته یی ځاله کړی وه
یاغی منګورګوټی پلویانو
څه وخت مقاومت وښود
خو په پای کی مات
او خواره واره شول
خو د یاغی منګورګوټی
مړی ژوندی ورک شو
او څوک ونه پوهیدل چی چیرته ولاړ
داسی ویل کیږی
چی دا هرڅه د واکمن ښامار له خوا جوړه شوی ننداره وه
او نوی ځواکمن شوی منګوریی کوم امن ځای ته بیولی دی
پدی کی واکمن ښامارموخه دا وه
چی په دغه پلمه
د لوړو غرونو په سیمه
چی کلونه کلونه خپلواکه او ازاد پاتی شوی وه
خپل واک ټینګ کړی
د اوس لپاره داسی وشول
خوچی وروسته به څه کیږی؟؟؟
۲۰۰۲ کال
{/slide}{slide= د شیطان ورم}
هغه له مودوڅخه دانسان سره نږدې پاتې شویدی اوخپله د انسان په وینا تل لکه دسیوري له ده نه وړاندې یا وروسته روان وي
او په کړو وړو کې يې لاس وهنه کوي
ښه به ورته بد او بد به ورته ښه برېښوي
انسان دی نه شي ليدلی خو هغه يې ګوري
سره له دې چې له وګړو ځنې زیاتې ستغې سپورې آوري
خو هيڅ په مخ نه راوړي
او له انسان سره خپله ملګرتیا نه پریږدي
له مودو راهیسې د وګړو رټلو ویناګانو دده خوا خورا تنګه کړې وه
غوښتل يې یوه ورځ خپله دغه چوپتیا ماته کړي او د زړه بړاس وباسي!
بالاخره دادی نن يې خپله ګنډلې خوله پرانيستله
او انسان ته يې وویل :
ای د خدای ددې ارت جهان ترټولو لالهاند او لغړن مخلوقه!
ستا وجود رښتیا هم د ډیرومتضادو خویونو او خصلتونو پېچلې ګنډه ده
که له یوې خوا د عقل او وینا تر ټولو غوره او ناویاته شتنمني ستا په خټو کې نغښتې ده.
له بلې خوا د کرکې ، رخې اولويې د ناوړه ناروغیو ځا له هم ستا په تن کې ايښودل شوې ده،
کله ستا کاته او سوچ دومره حساس او ژور شي چې د ځمکې د اوسیندونو په تل کې واړه بڅري او ذرات دې له سترګوپټ نه پاتې کېږي.
کله هم دومره لنډ پاری او تنګ سترګی شې چې د خپلو پښو لاندې ځمکه نه وينې
او د خپلو ګټو په وړاندې خپل او پردی نه پېژنې
ستا زړه او ماغزه هیښونکی رغښت لري.
دهغې پېچلتیا او ژورو ته زما زيرک فکر عاجز دی
ته خپلې چارې تل د نورو له لاس وهنو پرته مخته وړې
د ښو او جوړونکو چارو ویاړ تل د ځان بولې،
مګر د خپلو ناوړه او غلطو کارونو پړه په ما اچوې،
په دې توګه غواړې خپل ناولی لاس زما پر لمن پاک کړې
خو خدایشته چې اوس زه بیوزلی ستا د یوې ویجاړۍ له ځوابه نه یم،
او نه ستا په ښو بدو کې لاس وهلی شم،
اما کله چې ته ما په خپلو نادودو پړ وګڼې سر را باندې وچورلي
له ځانه سره وخاندم،
ووایم: ددروغجن دې مخ تور شي!
څنګه چې ته پر ما لعنت وايې ، داسې یو غوړ لعنت در باندې حواله کړم،
ځکه تا اوس په پوهه ، زیرکۍاو چالاکۍ کې زما لاسونه تر شا تړلي دي
زه ګورم او شاهد یم !
چې ته دا مهال داسې چاروته لاس اچوې ،
ما خو څه کوې : حتی زما د پلار اونيکه عقل ورته نه رسېږي،
تا د ځمکې په مخلوقاتوسرګرځولی،
اوس دی د هسکونو پسې پښې لوڅې کړي دي،
یعنې دغه وسایل او افزارچې تا جوړ کړي او ستا په واک کې دي
مخکې يې چا هډو خوب نه شو ليدلی،
زه او زما غوندې نور بره اوسیدونکي
ستا له اوسپنیزو او اوږدو لاسونو څخه خورا ډاریږو.
او ستا دغه ځواک ته ګوته په غاښ یو او دوه لاسي سلام درته کوو،
ما د دوزخ او جنت یوازې نوم آوريدلی وه!
دادی ته اخته يې دواړه جوړوې،
جنت دې د ښه او دښېګڼې کار دی.
کېدی شي تاسې ، موږ اونورو لپاره د هوسا او دمې ځای وي.
اما ستا له اورونو او دوزخونو نه توبه!
چې په یوه وړه غونډسکه کې دی ایسار کړیدی
خدای مه کړه که ستا د زیاتي غوښتنې او لويۍ شرمښان سرواخلي.
اوناببره دی ګوته د غونډسکې په ماشې ونښلي
نو بیا ننداره کوه!
دداسې دوزخونو خوله به بیرته شي چې لمبې به يې هر څه لولپه کړي،
نه به بیا ته يې او نه به زه اونه به بل!
دغه ښکلی او سمسوره ځمکه چې هره ورځ ستا په سحرګرو مټو سینګاریږي
د خپلو ټولو ښایستونو سره د غونډسکو په اورونو کې ایرې شې
کله ناکله زړه راته وايې چې د شيطان ددغې لقب په پام کې نیولو سره
چې په ناحقه تا ماته راکړی،
تا تیر باسم او دغه غونډسکه ستا په خپل لاسونو په تا وچوم،
خو بیا پښیمانه شم،
ددې وجه داده:
چې زه پخپله هم له دغو اورونو او دوزخونو څخه ویریږم
هسې نه چې زه هم پکې سوکړۍشم.
نو راشه د څښتن ومنه!!
له دغې اور لوبې څخه لاس واخله!
ستا په اند سره له دې چې زه شیطان (چوغلګر) یم
خو داسې لوی او نا پایه ناورین مې پر دې ځمکه او د هغې په استوګنو
نه لوریږي
که ما کله تاته کوم لمسون کړی وي!
هغه به خامخا ډیرو وړو ذاتي چارو کې وه،
خو له بده مرغه کوم څه ته چې تا بډې وهلي دي،
دا بې چمه خطرناکه او زړه بوږنونکی ناورین دی
راشه!
د ځان او جهان د ښېګڼې لپاره د خپل چوغلګر (شیطان) خواخوږې
خبره ومنه!
دا غونډسکي منډسکي چې ته ورته (اتوم) وايې!
ښه په دمه او ډاډه زړه بې ضرره کړه!
یا چورلټ يې له منځه یوسه!
په دې ډول ځان او نړۍ له دغه ستر شر څخه وژغوره!
که څه هم ستا په اند شر زما کار دی،
مګر زه چې اوس ستا دغه ستراو عظیم شر ګورم او د هغې طاقت ته
سوچ کوم له نوم شر څخه مې زړه تور دی
که ته زما دغه بلنه و منې ، او ددغه ویجاړونکي شرلمنه ټوله کړې
زه چمتو یم چې تاته ستا دوه ډیر ویجاړونکي او ورانکاري دښمنان در وپېژنم
دوی ستا په تن کې ځاله کړې او ته یې هیڅکله نه شې لیدلی او
نه پوهېږې دوی څوک دي؟
دا دواړه ستا خپل ککړ خصلتونه یعنې زیاتي غوښتنه او لويې دي!
پخوا یا اوس چې کومو بدو او ناوړه چارو لتا سر وهلی:
دا زما له اړخه نه، بلکې ددغو کرغړنو لمسون دی!
دغو ناولو چې ستا په تن کې ځای نیولی، پټ په پټه ستا زړه او ماغزوته
ننوځي او په تا اغیز پرې باسي.
تا هڅوي او وايې:
پاڅه ! څله ، په دې لږو شتو او بډاينه بسیاینه کوې،
شابسې هر څه ژر ځان غښتلی او ځواکمن کړه!
د نړۍ په شتو خېټه واچوه نور اونور .... را غونډ کړه!
که څوک ستا ددې هڅوتر وړاندې خنډ شي،
له منځه يې یوسه، ووژنه، وسیزه اونشت يې کړه!
دوی دي چې تا دغو غونډسکو او د ډله یزې وژنې نورو
وسلو جوړولو ته هڅوي!
هوښیار اوسه!
د خپل تن دغه پټ میرڅمنان له ځانه لیرې وشړه!
که ستا نه مړیدونکې خېټه ځان له دې حریصو شرمخانو نه شي ساتلی!
او د خپلو هوسونو د ژورو کندو د ډکولو په خاطر تاته وسوسې در اچوي
او تا د منځ تشو او پوچو غوښتنو اوچتو څوکو ته خېژوي!
او غواړي چې یوازې ستا غېږه دې د نړۍ له شتو چاپیره وي اونوردې هيڅ وي،
ومنه: دا شونې نه ده چې ته دې له دې لارې خپلو هوسونو او ارمانونو ته ورسېږې:
ځکه ته له نورو پرته په یوازیتوب او ځانګړتیا کې هيڅ نه يې!
ستا ځواکمني په ټولنه کې نورو تر څنګ ده:
ته اوس هغه څوک نه يې چې پخوا وې!
ستا عقل او پوهه بلوغ ته رسېدلي دي او د ځوانۍ پړاونه وهي!
خپل مټ مه ماتوه!
سترګې بره ونیسه او پورته هسکونو ته پام واړوه!
هلته ددغو ګڼو ستورو او هسک لارو تر منځ!
په سلګونو او زرګونو داسې ستوري موندلی شې چې د ځمکې غوندې
خاوره، اوبه او هوا ولري!
ته اوس ددغه کار لپاره لازمه پوهه او وسایل په واک کې لرې،
او یو بل ته په نژدې کيدو او پوهاوي کې يې لا پراخولی شې!
نوره زیاتي ددغو خطرناکو غونډسکواور لوبه پريږده!
او د ځمکې د ویش ورانونکې شخړې ته د پای ټکی کېده!
ځمکه یوازې د ځان لپاره نه !
بلکې دټولو دپاره ومنه! داکار به په هسکونو کې نويو ځمکو ته د رسېدلو ستا هاند او زیار لا ګړندی کړي!
په دې توګه ودې شي: چې ستا د لالهانده منډو ترړلو موخه ترلاسه شي!
او د خپلو سرسامه او لېونیو هوسونواو خوبونو تعبیر بيامومې،
او زه بېوزلی دې له خولې پريوځم.
{/slide}{slide= دزړه کور تیاره دی}
دزړه کور تیاره تیاره دی
ژوند بی خونده بی مزه دی
نه خوښی شته نه خندا شته
نه څه زوږ نه غږیدا شته
ژوندون غلی او مړ ښکاری
نه څوک پاڅی نه څوک خوزی
خولی تړلی شونډی بندی
پښی لاسونه ښکاری شل
دا څه لار دا څه قانون دی
دا کوم سحر دی افسون دی
زه لدی درنی چوپتیا
له سړی نیولی خوا
چور یاغی یمه یاغی یم
تری کرکجن او ناراضی یم
زه ګونګی نه یم د ورځی
چی دننه شم سورو کی
نه شمکور یم چی د لمر له
روښناۍ کړم سترګی پتی
زه ژوندی خوزند ارواح یم
تم کیدو ته پیدا نه یم
زه اور یمه بل شوی
سړیدو ته پیدا نه یم
زه د مینی یو لټون یم
ځمه وړاندی تل په یون یم
زه هیلی غواړمه نوی
غواړم نوی نوی تلون
نوی هاند نوی هڅون
له زړی وضعی یاغی یم
تری کرکجن او ناراضی یم
څوک چه وژنی امیدونه
انسانی لوړ ارمانونه
ړنګوی د زړه کورونه
څوک چی غلی کړی غږونه
څوک چی تم کړی کاروانونه
نوی هڅی او یونونه
زه لدی نظمه یاغی یم
تری کرکجن او ناراضی یم
که له کوره می شړی څوک
که په کفر می تړی څوک
که ژبه غوڅوی څوک
که ژوندی می ښخوی څوک
چی پر ضد د ازادی وی
چی دود پال د غلامۍ وی
یو انسان چی بل ته ایل کړی
یو ټولواک کړی او بل ښکیل کړی
زه لدی نظمه یاغی یم
تری کرکجن او ناراضی یم
{/slide}{slide= ستنیږی کله}
څوک چی غمونه خوری دایم په غم مړیږی کله
چی په اورونو کی شی لوی اور نه ویریږی کله
چا چی سیندونو کی څپو سره وی غیږ مږلی
هغه سرکښ څپاند سیندونو کی ډوبیږی کله
چی یۍ بستر وی تل له غنو او ځوځانو څخه
د هغه ډډی په تیرو ستنو زوریږی کله
چی یی د پښو تڼاکی چاودی په مزلونو کی وی
هغوی وی روږدی پخپل یون کی ستومانیږی کله
دچا په زړه کی چی یو ځل مینه لمبی بلی کړی
د هغه زړه مینه تر عمره بیا سړیږی کله
د چا په سر کی چی احساس د وطن ځای ونیسی
دهغه خیال بیا نورو خواو ته خوزیږی کله
که ډول ډول زورونی پری را و وریږی
دا د باور په څوکه ناست وی را خویږی کله
که یی له پږی نه یو یو غړی را بیل کاندی څوک
وطنپالونکی د وطن نوم نه تیریږی کله
زړګیه ټینګ او استوار اوسه زړه ماتی نه شی
دا لار اوږده ده ځو ګامونو کی خلاصیږی کله
قدم پر مخ ږده شاته ګوره ډار وهلی نه شی
حوادث تل د چا په خوښه نه پیښږی کله
تا ریخ شاهد د هیوادپالو د بری دی اخر
د تاریخ لوری بیرته شاته نه ستنیږی کله
{/slide}{slide= څلوریزې}
د دنیا څه عجیبه شانته بهیر دی
په پیچوموکې دلاروهرڅوک ګیردی
د شونتیا او نا شونتیاپه ښکوراښکوکې
څوک دا نن او څوک سبا د ځان په ویردی
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
خپله انسان دی چې منکر دی له خپل توانه ځنې
خپل واګي ګوري لیرې پورته خپل ځانه ځنې
لا د نا جاڼو او اوهامو نه وتلی نه دی
خیال کې هر څه ګڼي ډالۍ له پاس له اسمانه ځنې
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
انسان چې بد شي بد ځناور وي
تل په ناولو چارو یې نظر وي
چیرته چې لاړ شي چیرته چې کیښني
خوسا بو ینا که پیټی په سر وي
٭٭٭٭٭٭٭٭٭
د خپل زړه درزا ته غوږ شه چې څه وایي
د ژوندون ستومانه لاره درته ښا یي
که څه خپله په سرو وینو کې لمبیږي
بیا هم ټینګ ولا ړ په خپلې ژمنې پایي
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
هر ګهیځ دي وخت په نوې سلا بولي
هم ګلونه هم اغزي دې لاره ګوري
غوراوي کې خپله تاته سوچ پکار دی
ښه یې دا چې د چا پور نه وي درپورې
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
د سړی په مټ کې څومره که ډیر ځواک وي
چه ترڅنګ یې دوه نور نه وي نو کاواک وي
خپل ځواک هر څوک په ټولنه کې موندی شي
بې ټولنې د انسان څه ژوند او ژواک وي
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
ښیګڼوالو ته ښیګڼه خپل سره زر ده
که رښتیا وایم له سرو نه ډیره بر ده
سره او سپین د لاسو خیره ده پاکیږي
خو ښیګڼه ویسا پانګه د بشر ده
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
مینه لاړه د وختونو افسانه شوه
د هوس د ژبه ورو ترانه شو ه
نه درخو او نه ادم شوو چیرته پاتې
د مجنون او لیلا تیره زمانه شوه
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
ای زړګیه ته چې دومره غم سودا خورې
بل څوک نه بلکه خپل ځان به خامخا خورې
نړۍ ډکه سراسر ده له غمونو
ته به چیرته چیرته رسې غم د چا خورې
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
ځان ته زیر شه هر څه ته یې هر څه ته یې
ته پخپله یې که بد یا که ښه یې
جهان ډک دی د هستۍ له ډیرو بڼو
خو ددوۍ تر منځ په پوهه ته ستا نه یې
٭٭٭٭٭٭٭٭٭
کله چې ښکل مې کړې او ښکل دې کړمه
ګڼم د خپل ځان سره حل دې کړمه
د تلوسو بهیر چاپیر وي زړه نه
زما خو یې وایم لا خپل دې کړمه
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
زما پښتو پښتو وطنه بې پښتو دې نه شې
د نا تار ګرو رقیبانو د بنډو دې نه شې
دغه خپلواکه اوچت غرونه دې خپلواکه اوسه
هیڅکله کمه له با ننګه پرګنو دې نه شې
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
{/slide}{slide= څلوریزې}
پرون هغسې نن دغسې کوي
میرڅن میر څن د ی خپلې وسې کوي
تمه له دوۍ نه د ښیګڼې مه کړه
هر څوک د خپلو ګټو هڅې کوي
٭٭٭٭٭٭٭٭٭
ته چې انسان وژنې انسان نه یې څه؟
په کړو او وړو کې جوړ حیوان نه یې څه؟
ستا سړیتوب لا وده کړې نه ده
چې وې ځنګله کې هغه شان نه یې څه؟
٭٭٭٭٭٭٭٭٭
لار که څو تنګه تیاره ده مه ودریږه
قدم اخله درومه وړاندې مه تمکیږه
د ستا کلک هوډ او ټینګاربه هرڅه سم کړي
د ژوند شرط خوزښت او زیار دی ځه چلیږه
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
ارامښت نه شته په ځانته اوسیدو کې
نه به یې بیامومې په غرونو او رغو کې
رښتیانی ارامښت هله زړه ته راشي
چې له مینې څوک ځای و نیسي په زړو کې
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
ته هر څه نه یې جهان کې سرا سر
لتا ښه او لتا لوړ شته لر او بر
ځان چې ګورې او نور نه درځي په سترګو
دغه رنځ د ځانمننې دی اکثر
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
نه وي اوریده کله لیدو غوندې
مه وله غونډاري د وړندو غوندې
و غړ وه سترګې هر څه وګوره
بیا به دې ټول کړه وي د سړو غوندې
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
خپله غټ شیطان دی خو دی نورو ته شیطان وایې
ځانته ګوته نه نیسي اپلتې په شان شان وایې
سترګې یې وړندې دي عقل وړی درغلۍ ورنه
خپله ناروا کوي بیا بل چا ته قران وایې
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
زما د سلګو زما د ساګانو غوندې تن کې اوسې
د خوږې مینې له ګلونو ډک وطن کې اوسې
روښانه هیلې لکه ستوري ستا ځولۍ رڼوي
د پیرزوینود لوړهسک په شنې لمن کې اوسې
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
سترګې زما دي ښکلا دستا ده
مینه زمونږ د زړو سلا ده
زه او ته دواړه سره راضي یو
نورو ته ولې دیکې سودا ده
٭٭٭٭٭٭٭٭٭
عقله له خطا نه مخکې راشه ته
کښینه زما سر کې تل زما شه ته
ډوب شم په نا خوالو چې شې بیل له ما
ځنډ راتلو کې مه کوه پخلا شه ته
٭٭٭٭٭٭٭٭٭
د واعظ شیطان له نورو نه ډیر غټ وي
له خبرو پرته بل کار کې زیات مټ وي
تل ممبر باندې د نورو ګناه ستایې
خپله پاک هرې خطا ځنې چورلټ وي
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
ستړی ستومان یمه له کاره د ژوند
نا چار روان یمه په لاره د ژوند
روح او تن دواړه ژوبل ژوبل ښکاري
بیا هم جنګیږمه لپاره د ژوند
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
مه دومره تریخ شه چې ټول و دې رټي
نه هومره خوږ چې هر څوک و دې ګوټي
منځ لاره نیسه د ژوندون په یون کې
ښه ده چې ډیر وګړي ودې ګټی
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
څومره رخه څومره کرکه ده په زړو کې
یو پوټی ښیګڼه نه شته دی په کړو کې
انساني خوۍ د لورنې لاړ انسان نه
مړ جوهر د سړیتوب شو ډیر سړو کې
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
څومره چې ستا زړه کې غمونه دي ټول ماته راکړه
دا که درانه او غرونه غرونه دي ټول ماته را کړه
د اوښکو څاڅکي ستا ښایسته سترګو کې نشم لیدی
د وینو اوښکو دا رودونه دې ټول ماته را کړه
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
ما دبیلتون د شپو یادونه درته بیا راوړي
د پرهرژلي زړه ناسور ټپونه بیا راوړي
ژبه مې مه تړه لږ پریده هر څه ووایمه
ډک له ګیلو او له ماڼو حالونه بیا راوړي
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
زما په زړه زما احساس کې ته یې
په اندیښنو فکر او وسواس کې ته یې
هر خوا چې ګورمه هم تا وینمه
ناسته هر لور په کوز او پاس کې ته یې
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
مینه ده که کرکه ده دوه زبر ځواکونه دي
نا ست د انسان تن کې یواوبل ته یې ګواښونه دي
مینه د ښیګڼې پیرزوینې د لورنې ځواک
کرکې پورې غوټه د بدۍ زورواک خویونه دي
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
{/slide}{slide= څلوریزې}
موده وشوه د ویشخونې په چوپړ یم
د خپل زړه له غمه دې چارې ته اړیم
بې له څښونه ددې خوږزغمول ګران دي
د یو پای نه وي په بل باندې ککړ یم
٭٭٭٭٭٭٭٭٭
مینې ستا له تلوسو نه لیونی شوم
غو ښې یوړلې غمونو وچ لرګی شوم
زه ازاد بنده لوی شوی وم په غرونو
تا په خپلو لومو ونیوم مریې شوم
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
سپینه سپوږمۍ شان ځلیده ښکلې خبره نه وه
موسکا په شونډویې نڅیده ښکلې خبره نه وه
شپول ترې د وړانګو پلوشو چاپیر وه
لکه غوټۍ سره غوړیده ښکلې خبره نه وه
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
مونږ نه هر څه واخله رقیبه خو پښتو مه اخله
د ژوند خپلواکه ولوله مو لدې غرو مه اخله
ستا را کټونه او بمونه لوی طاقت دی منم
مرګ ورنه ښه دی مونږ ته نوم دغړوندومه اخله
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
د وطن ځمکه سوکړۍ شوه په اورونو
چې لیږي دوستان ډالۍ تل د بمونو
بیا دا لوړ خپلواکه غرونه دي په چغو
چې یې سوزي تنکۍ څانګې د ځنګلونو
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
چې اوښان سره د بار وهي په بډه
دې شوکمار راوړه زمونږ کلي ته کډه
چې جهان یې ټول په نس دننه پروت دی
حیراني ده څنګه ځان کړو ترې په ډډه
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
یو نا تار پای شوی نه وه پسې بل شو
سرخوږی مو په وطن کې یو په سل شو
چا چې زر ځله ځپلي یو وژلی
دعوې دارزمونږ د ژغورزمونږ قاتل شو
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
{/slide}{slide= څلوریزې}
د تور اند تورتمي شپه په خپریدو ده
د رڼا د څرک ماڼۍ په نړیدو ده
یوتور نیز دی په څپو او غورځنګونو
د یو قوم د ژوند بیړۍ په ډوبیدو ده
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
څیرې ویرې ډیرو پیښو د تن خت کړ
د بنډیانو یې را بار په مونږ منت کړ
نه یې خپل نه د وطن عزت ته پام دی
د پښو لاندې یې د هسکو شملو پت کړ
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
ارمان شهید شو تورتمونو جنګ کې
یاغي پیلانو د بریدونو جنګ کې
خوار له خپل ځانه لویه تمه کیده
بایلوده سر یې تورو زړو نو جنګ کې
٭٭٭٭٭٭٭٭٭
پښتون وطنه له پښتو، نه دې ځار
غیرت غیرت جګو شملو نه دې ځار
کله دې جغ د پردو وړی نه دی
د ازاد ژوند خوږو وږمو نه دې ځار
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
تور زاړه ښیکلاک بیا مونږ ته بده پتیلې ده
توره د هوس یې چې له تیکي را ایستلې ده
غواړي د پلرو د ماتې غچ له پښتنو واخلي
ځکه یې پښتون وطن سترګه خړه کړیده
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
مست پیلان د سترې پانګې په غو غا دي
ناست لندن که په پاریس یا امریکا دي
هره ورځ نوې پلمه او نوی ګواښ دی
خپل لوټمار نظم ټینګښت ته په سودا دي
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
نن سبا ولسواکی تش یو شعا ر دی
د زورمارو په لاسو نوی افزار دی
د خپلواکو ملتونو دې خدای مل شي
د نړۍ نه را چاپیر ښکیلګر ښامار دی
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
بوش اولادین هیڅکله نه دي د ښمنان د یو بل
په شیطاني چارو کې دواړه پلویان د یو بل
بوش یې مخکښ او سرغندوی لادین روستاړی دده
په نړیوال لوټمار نظام کې دي سیلان د یو بل
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
کلونه تیر شول یو بل کال هم تیر شو
عمر که لنډ شو خو مهال هم تیر شو
ښه د ی چې ژوند په سړی تم نه دی تل
که ښه حال تیر شو خو بد هم تیر شو
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
کله چې سیند ته ګورم ستا سترګې مې یاد ته راځي
چې مخامخ دې شم د سترګو سیند مې یاد ته راځي
ستا د لیمو ددې بې پولې سمندر په غاړه
د هسک دا پورته لوی نا پای منظر مې یاد ته راځي
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
{/slide}{slide= څلوریزې}
چې زور د غم په ما شي زما زور شي په پیالو
لوزونه او هوډونه رانه هیر شي د توبو
بیا اخلمه جامونه چې دا غم څه نیم کښو کړم
که دا چیرته ګناه وي نو ګناه ده د غمو
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
دا د غم او درد کوڅه ده غم ترې غواړه
د خوښۍ میرمنه مړه ده ژاړه ژاړه
ای په ژوند کې د مسکا پسې لوغړنه
ځه اوس ګرځه د غمو پیټی په غاړه
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
ته رنګین خیالي انځور د چا د خوب یې
یا د ټولو ښکلا ګانو یو څڅوب یې
د ګلونو سمسورتیا درته پسخیږي
ډک له زوږه یو سپین روبی پیغلتوب یې
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
لاړه ویده شوه د زړه کور کې د جانان سندره
شونډو ته نه راځي خپه شوه د ارمان سندره
احساس سوړ شویدی زیاتي هغه ځلا نه لري
لویو غمو وخوړه مونږ نه د خپل ځان سندره
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
په بانه د څښلو ناست یم که محرم ستا د حرم شم
پیر په پیر جامونه اخلم چې جوګه دې د کرم شم
شراب څه د زهروګوټ دی دښمني دعقل هوښ ده
زه یې ستا لپاره څښمه خیر که نورجهان ته ګرم شم
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
د کاڼی جوړ بتان د مینې ارزښت څه پیژني
دوۍ په دننه زړو کې نغښتی منښت څه پیژني
مینه د خوزنده احساس ده ویښونکي څپه
ساړه بې حسه زړونه دغه خوزښت څه پیژني
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
ژوند د تلو راتلو سر پوټې سلسله ده
د څو ورځو څه موهومه تلوسه ده
نه پرې زه پوه شوم نه ته او نه پرې نورهم
ژوند عجیبه شان انجړه مشوړه ده
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
{/slide}{slide= څلوریزې}
ځنې وایې چې پراخه تنګ نظر کړم
له لښتي نه ځان ورګډ په سمندر کړم
خو چې زیرشوم ټول لښتیو کې لمبیږي
نو بیا زه څنګه پدې ورم باور کړم
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
د لیوانو زیږون هر کله لیوان وي
د مارانو بچي خامخا ماران وي
له انسان څخه انسان تل را زیږیږي
خود ځنیو خوې په شانې د حیوان وي
٭٭٭٭٭٭٭٭٭
د زاړه میراث وراسته مومیا هډونه
پآڅیدلي دي د غچ کوي ګواښونه
د زاړه منطق زړه توره په لاس کې
ټپوي ټولې نړۍ ته خپل ورنو نه
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
چې یې یاد کله د زړه په کور کې کښیني
د احساس تنکی تارونه شور کې کښیني
ټوله شپه مې د خپل ځانه سره جنګ وي
د ارام په ځای مې سوچ په اورکې کښیني
٭٭٭٭٭٭٭٭٭
شاعر میلمه کړۍ د ژوندون د شنو بڼونو منځ کې
ښایسته ویشګره ورته کښینوۍ ګلونو منځ کې
بیا ترینه و غواړۍ د ژوند او د ښکلا ستاینه
چې درته واوروي ځوان شعر الهامونو منځ
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
بد هغوۍ دي چې د نورو په تاوان وي
سوچ او فکر یې په ګټه د خپل ځان وي
ځانه پرته نور یې نه راځي په سترګو
تل د خپلې خیټې غم کې سرګردان وي
٭٭٭٭٭٭٭٭٭
د وخت زړه کې د شیبو ترمنځ جګړه ده
د یو تلو د بل راتللو تلوسه ده
د ژوندون ډګر دی تود په دغو هڅو
د فطرت دغسې جوړه اډاڼه ده
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
د نړۍ نظم ولاړ په ښکو راښکو دي
د زاړه په ځای د نوی د راتلو دی
هر یو نوی ځي زړیږي او پریوځي
ورکې بل ځای ناستی ورو په ټوکیدو دی
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
ددې بیخوده لیوني زړه سره څه وکړمه
مست بې پروا اوهواي زړه سره څه وکړمه
بې غیر له مینې نه یې غاړه بل ته نه ټيټیږي
دې لالهانده او یاغي زړه سره څه وکړمه
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
عمر تیر شو په غمونو ترارو کې
زړه ډوبیږي او درزیږي اندیښنوکې
مرګي لنډې فاصلې کړې د ژوندخوا ته
کمی رانغی د غم په درنیدو کې
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
مخکې لدې چې دغه ښار پریدمه
لار کړم بدله د ستا لار پریدمه
ما ته د مینې د هیر چل وښایه
چیرته او څنګه دغه چار پریدمه؟
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
ګیر یو تیاروکې خو کوو لاد رڼا خبرې
لکه رنځورچې ګوري خوب کې د دوا خبرې
وختو نه ځي مونږ لا فرصت ته ناست یو
ډیر ننه تیر شو خو رانغلې د سبا خبرې
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
که د ښو سره دې ناسته وه نو ښه به یوسې
له بد که یو ځای شوې له بدو پرته څه به یوسې
د بدو خوۍ ناولی لوښی دی ترې لیرې اوسه
که ور نږدې شوې خامخا ځان توریده به یوسې
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
څه موده وشوه چې مې سترګې ستا لیدلی نه دي
په ښکلو سترګو دې خواږه راته کتلي نه دي
د بیلتانه میره کې ناست یم د زړه وینې خورمه
د ژوند اوبه دې د سرو شونډو لوروي نه دي
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
شونډې یې سرې پستې پستې دي ځکه
وایې پښتو دومره خوږې دي ځکه
هره خبره یې چې زړه راکاږي
خوله کې وییونه پښتنې دي ځکه
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
بدګڼو لوړ که ودرولی دی د کرکې دیوال
د ښیګڼوالو ډیر اوچت دی بیا د مینې ټپال
په زړه کې کرکې څخه کرکه لرل وژني کرکه
د ژوند لپاره انساني مینه کړۍ زړه کې سنبال
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
خپل مخ په نورو رنګو مه رنګوه
ژبه شیبه شیبه کې مه بدلوه
څنګه چې یې دغسې ځان وښیه
سوچ د ریا ځانګو کې مه ځنګوه
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
چا چې مدام د اسلام تیګه په ټټر وهله
د نورویې سپکه مګرخپله یې لکه غر وهله
چې وخت یې راغی نه جومات نه یې ممبرپریښوده
د غنیمت په نوم یې ځانته لر او بر وهله
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
زه یو ملنګ ومه ملنګ پاتې شوم
وطنه ستا په مینه رنګ پاتې شوم
چیرته چې ولاړم د دمې لپاره
بیل چې لتا وم په زړه تنګ پاتې شوم
٭٭٭٭٭٭٭٭٭
د بې خونده ژوند قصه خوشې ویړیاشوه
د شیبې ګړۍ د مرګ یو سودا شوه
د غمونو د ګاللو هم څه حد وي
له ډیرزغمه مې د زړه خونه تالا شوه
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
اوس خپل غمونه ګرانې ما نه سپموې ته ولې
د غم په ویر کې مې لا دومره کړوې ته ولې
ما ستاد وصل څه خواږه خواږه خوبونه کتل
خوب لاړو غم شو بیا نو غم دې بیلوې ته ولې
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
مونږ یو دوخت د پرمختلونکي ستر بهیر لاروي
ځو او ځو وړاندې په ټاکلې لار ستومانه ستړي
ورک یو دخپل ذهن پیچومو کې لا نه پوهیږو
چې حقیقت ددغه یون به اخر چیرته رسي
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
سترګې کړه بیرته د رقیب بل کړی اور وګوره
سوزي لمبو کې اوس د خپلې ناستې کور وګوره
دا د زیار کښ اولس د زیار یو ه هوسا سیمه وه
دغو ارامو ګلکڅو کې دومره شور وګوره
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
د پنځ خپلواک ازاد اوډون دی پخپل واک چلیږي
د چا د خوښې او رضا سوچ پکې نه ځایږي
خټه پخپله منګی خپله او کولال خپله دی
خپله ورانیږي که یو لورته بل لور بیا جوړیږي
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
زه یم په خپله بیا هم خپله نه یم
خبر له خپل ځان نه هیڅکله نه یم
په ټوکوټوکو وخت هرڅه واخستل
څه وکړم وخت سره په تله نه یم
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
نړیدلې مینې ویر کې ورځ روانه په سلګو ده
د بیلتون تورتمي شپول ته رڼا ځي په ډوبیدو ده
خاورې شووځوانوهیلوتریخ احساس زړه کې خوزیږي
سیلۍ وړې وچه پاڼه د ژوندون په کښیدو ده
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
نه غواړم اوښکه شم د چا له سترګو و څڅیږم
نه لکه شمعه ځانته ویېلې شمه و ژړیږم
غواړم مسکا غوندې په سرو شونډو کې پاتې شمه
غواړم باړخو کې د هیلو په شانې و غوړیږم
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
دې د شخړو او کړکیچ نه ډک دوران کې
رښتیانۍ ښیګڼه چیرته شته جهان کې
د ښیګڼې پیل له خپله ځانه بویه
د بدۍ ځاله چې ړنګه کړو په ځان کې
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
ګړیال د ستنو شاته وړل زمان څه شاته نه وړي
وچو خزلو بند تړل طوفان څه شاته نه وړي
دا پرمختګ د ټول بشر د ګډو هڅو لاسوند
د یو څو تنو په شاتګ انسان څه شاته نه وړي
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
مات کړه دا تندی زما چې څه پکې لیکلی دي
ښکاري چې چپه دې ګرانې دا کرښې لوستلي دي
ته چې په ستنه ځې بله څه ګناه مې کړیده
کوم قاضي وګړي د تندي په لیک نیولي دي
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
بیشکه مور ده ارزښتناکه هستي
له ټولو ستره مینه ناکه هستي
چې دانسان د ژوند پیلښت ترې کیږي
تل د لمانځنې ده دا پاکه هستي
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
دا څنګه دنیا ده څنګه دود څنګه دستور دده
نشته هیڅ خوښي پکې تل تود د غم تنور دده
ته ترې خوشحالي غواړه خو دا پیرزو دغم کوي
هرڅوک بې اسرې دی هرسړی ښکاري مجبوردده
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
زور د بیلتانه دې دومره زیات شولو
زما غریب زړګوټی پکې مات شولو
ته دې د جفا په زور پوهیږې نه
و پوښته له ما چې ژوند میرات شولو
٭٭٭٭٭٭٭٭٭
ستومانه ستړی ناست یمه د ژوند شاړو میرو کې
لمن د اندیښنو مې ده شلیدلې یم سلګو کې
د ترمې ترمې ګل غوندې خیالات دي سیلۍ وړي
څپې د منګنو رآته راځي په شنو پسرلو کې
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
بې وطنه پردیسی یم زما برخه بیوسي ده
چا ته څه ووایم څه دي؟ مجبوري ده مجبوري ده
د ګلونو په ګلبڼ کې د ښکلا ښایست وطن کې
مانه ورکه په خپل تن کې هوسای ده هوسای ده
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
شونډې کړه بیرته په مسکا شه یوځل
د زړه تیاره کور کې بریښنا شه یو ځل
د خواشینۍ کډه پرې بار کړه چې ځي
جام شه مینا شه او صهبا شه یو ځل
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
د سبا سوچ کې ډیوې ټوله شپه روښانې ساتو
اوښکې د سترګو د ککو نه تل روانې ساتو
چینه د ژوند ورو ورو وچیږي د ناخوالومنځ کې
لا پرهرژلي زړه د ننه هیلې ځوانې ساتو
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
زمونږ د شپو په تندي لا رڼا راغلې نه ده
د لمر مسکا د هسک په مورګو غوړیذلې نه ده
د مایوسۍ خپسکه ناسته ده د ژوند په مرۍ
لا د نادودو مړه تبګۍ له وره وتلې نه ده
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
ای د شعر رنګین خیاله څنګه والوتې له سر نه
ستا عطرینې څپې نه راځې د هسک له شنې ورشونه
د ارمان تلوسه ورو، ورو ځي سړیږي د زړه کور کې
فرښته د الهام تښتی د غربت له سړو شپو نه
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
د غربت شاړې لمن کې بې له غمه وایه څه دي
د ژړاندو لیمو ډنډ کې بې نمه وایه څه دي
د وطن بوۍ چې ترې نه ځي هغه ګل ګلبڼ پردي دي
د پردو په چم ګاونډ کې بې له زغمه وایه څه دي
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
خیال کې هم ستا له خیاله بیل نه یمه
په دنیای لومو کې ښکیل ڼه یمه
هیواده ستا مینې ته سر ټیتوم
د بل چا زورزیاتي ته ایل نه یمه
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
د وخت ناخوالو ځنې ستړی وطن
تل د پردو په اور کې سوی وطن
د خپلواک ژوند مینه یې ګناه د خلکو
د هر ښیلاک د سترګو خلی وطن
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
ها زوړ غلیم وطن ته بیا په نوی رنګ راغلی
خپل نوی ځواک نوی لښکرسره په جنګ راغلی
د شوکمارۍ اشتیا یې ډیره له په خوا تیزه ده
د ستر اکبر ایوب نه مات ټپي پرنګ راغلی
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
ارمان ټپي شو د زړه په کور کې
سوزي ټول تن د نا هیلۍ په اور کې
زه به له چا چا نه ګیله کومه
وخت یم نیولی په خپل سپین اوتور کې
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
کلونه وشول چې تورتم دی پر مونږ
نه شته تیرې ژغورظلم اوستم دی پر مونږ
ګیر هیڅ بې هیڅه په ناخوالو کې یو
له هر خوا نیز د وینو سم دی پرمونږ
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
له خپل ټاټوبي لیرې پاتې چوپ او غلی شاعر
د لیږد سړې سیلۍ وهلی ځوکلیدلی شاعر
پرهر پرهر نارې سورې مې نښتي ستونی کې دي
د وخت ځواکمن جبر مرۍ نه رانیولی شاعر
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
د شپیلۍ په شان په زړه سوری سوری یم
د بیلتون له غریوه ډک زګیروی زګیروی یم
ګرم مې مه بولۍ که چغې وهم ژاړم
د اشنا له غمه ډیر په زړه نری یم
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
پرون جهاد وو نن جهاد په انګ فتوا ورکوي
عجیب ملا دی کله هغه کله دا ورکوي
انګریزي ډوول تال سره ګوره په مزه تاویږي
پونډ او ډالر په شوق کې ږیرې ته جلا ورکوي
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
دې غم یواځې زه لیدلی یمه
کلک له مرۍ نه یې نیولی یمه
خوله په ګیلې هم پرانستلی نشم
د جانان غم دی ورته غلی یمه
٭٭٭٭٭٭٭٭٭
سترګې ارمان پټې کړې په ویښه باندې خوب ګوري
کله د ځلما شیبې کله ځلمیتوب ګوري
اوړي او را اوړي د مهال سره نا رامه دی
سترګې پټوي چې کله خواته سپین ږرتوب ګوري
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
چې ولاړ یې د پریوتو لاس نیوی کړه
په لورنه هر پردی ځانته نږدې کړه
د ښیګڼې او بخښنې زیات طاقت وي
ځان سنبال په دغې زغرې او وسلې کړه
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
خیال دې هم والوته له سر نه لاره یې بیله کړله
تښتي ځي لیرې فاصله یې خورا ډیره کړله
زمونږ ځولۍ ډکه له غم او اندیښنو څخه ده
د ښو شیبو یارانو ژمنه خپله هیره کړله
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
شرابي نه یم خو خراب دې کړمه
مست لیونی بې له شراب دې کړمه
ته جوړې شونډو کې لمبې ګرځوې
خولګۍ دې راکړله کباب دې کړمه
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
کوم سهر سبا چې ستا په مخ را پاڅم
تر ماښامه مې په مخه کې رڼا وی
ژوندانه په چال چلند کې اساني وي
هم په شونډو مې خوره خوږه مسکا وي
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
ځي ځوانې هیلې پنا کیږي د خوبونو تر شا
داسې چې لمرکاندي ځان غلی توروغرونو ترشا
ترخې ناخوالې د زړګی دننه څړیکې وهي
پټه د ژوند هره سلګۍ ده پرهرونو تر شا
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
له شنې ورشو نه
غواړم مسکا غوندې په سروشونډوتل پاتې شمه
درومي په سلګو ده
٭٭٭٭٭٭٭٭٭
د دنیا څه عجیبه شانته بهیر دی
په پیچوموکې دلاروهرڅوک ګیردی
د شونتیا او نا شونتیاپه ښکوراښکوکې
څوک دا نن او څوک سبا د ځان په ویردی
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
خپله انسان دی چې منکر دی له خپل توانه ځنې
خپل واګي ګوري لیرې پورته خپل ځانه ځنې
لا د نا جاڼو او اوهامو نه وتلی نه دی
خیال کې هر څه ګڼي ډالۍ له پاس له اسمانه ځنې
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
انسان چې بد شي بد ځناور وي
تل په ناولو چارو یې نظر وي
چیرته چې لاړ شي چیرته چې کیښني
خوسا بو ینا که پیټی په سر وي
٭٭٭٭٭٭٭٭٭
د خپل زړه درزا ته غوږ شه چې څه وایي
د ژوندون ستومانه لاره درته ښا یي
که څه خپله په سرو وینو کې لمبیږي
بیا هم ټینګ ولا ړ په خپلې ژمنې پایي
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
هر ګهیځ دي وخت په نوې سلا بولي
هم ګلونه هم اغزي دې لاره ګوري
غوراوي کې خپله تاته سوچ پکار دی
ښه یې دا چې د چا پور نه وي درپورې
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
د سړی په مټ کې څومره که ډیر ځواک وي
چه ترڅنګ یې دوه نور نه وي نو کاواک وي
خپل ځواک هر څوک په ټولنه کې موندی شي
بې ټولنې د انسان څه ژوند او ژواک وي
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
ښیګڼوالو ته ښیګڼه خپل سره زر ده
که رښتیا وایم له سرو نه ډیره بر ده
سره او سپین د لاسو خیره ده پاکیږي
خو ښیګڼه ویسا پانګه د بشر ده
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
مینه لاړه د وختونو افسانه شوه
د هوس د ژبه ورو ترانه شو ه
نه درخو او نه ادم شوو چیرته پاتې
د مجنون او لیلا تیره زمانه شوه
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
ای زړګیه ته چې دومره غم سودا خورې
بل څوک نه بلکه خپل ځان به خامخا خورې
نړۍ ډکه سراسر ده له غمونو
ته به چیرته چیرته رسې غم د چا خورې
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
ځان ته زیر شه هر څه ته یې هر څه ته یې
ته پخپله یې که بد یا که ښه یې
جهان ډک دی د هستۍ له ډیرو بڼو
خو ددوۍ تر منځ په پوهه ته ستا نه یې
٭٭٭٭٭٭٭٭٭
کله چې ښکل مې کړې او ښکل دې کړمه
ګڼم د خپل ځان سره حل دې کړمه
د تلوسو بهیر چاپیر وي زړه نه
زما خو یې وایم لا خپل دې کړمه
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
زما پښتو پښتو وطنه بې پښتو دې نه شې
د نا تار ګرو رقیبانو د بنډو دې نه شې
دغه خپلواکه اوچت غرونه دې خپلواکه اوسه
هیڅکله کمه له با ننګه پرګنو دې نه شې
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
پرون هغسې نن دغسې کوي
میرڅن میر څن د ی خپلې وسې کوي
تمه له دوۍ نه د ښیګڼې مه کړه
هر څوک د خپلو ګټو هڅې کوي
٭٭٭٭٭٭٭٭٭
ته چې انسان وژنې انسان نه یې څه؟
په کړو او وړو کې جوړ حیوان نه یې څه؟
ستا سړیتوب لا وده کړې نه ده
چې وې ځنګله کې هغه شان نه یې څه؟
٭٭٭٭٭٭٭٭٭
لار که څو تنګه تیاره ده مه ودریږه
قدم اخله درومه وړاندې مه تمکیږه
د ستا کلک هوډ او ټینګاربه هرڅه سم کړي
د ژوند شرط خوزښت او زیار دی ځه چلیږه
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
ارامښت نه شته په ځانته اوسیدو کې
نه به یې بیامومې په غرونو او رغو کې
رښتیانی ارامښت هله زړه ته راشي
چې له مینې څوک ځای و نیسي په زړو کې
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
ته هر څه نه یې جهان کې سرا سر
لتا ښه او لتا لوړ شته لر او بر
ځان چې ګورې او نور نه درځي په سترګو
دغه رنځ د ځانمننې دی اکثر
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
نه وي اوریده کله لیدو غوندې
مه وله غونډاري د وړندو غوندې
و غړ وه سترګې هر څه وګوره
بیا به دې ټول کړه وي د سړو غوندې
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
خپله غټ شیطان دی خو دی نورو ته شیطان وایې
ځانته ګوته نه نیسي اپلتې په شان شان وایې
سترګې یې وړندې دي عقل وړی درغلۍ ورنه
خپله ناروا کوي بیا بل چا ته قران وایې
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
زما د سلګو زما د ساګانو غوندې تن کې اوسې
د خوږې مینې له ګلونو ډک وطن کې اوسې
روښانه هیلې لکه ستوري ستا ځولۍ رڼوي
د پیرزوینود لوړهسک په شنې لمن کې اوسې
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
سترګې زما دي ښکلا دستا ده
مینه زمونږ د زړو سلا ده
زه او ته دواړه سره راضي یو
نورو ته ولې دیکې سودا ده
٭٭٭٭٭٭٭٭٭
عقله له خطا نه مخکې راشه ته
کښینه زما سر کې تل زما شه ته
ډوب شم په نا خوالو چې شې بیل له ما
ځنډ راتلو کې مه کوه پخلا شه ته
٭٭٭٭٭٭٭٭٭
د واعظ شیطان له نورو نه ډیر غټ وي
له خبرو پرته بل کار کې زیات مټ وي
تل ممبر باندې د نورو ګناه ستایې
خپله پاک هرې خطا ځنې چورلټ وي
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
ستړی ستومان یمه له کاره د ژوند
نا چار روان یمه په لاره د ژوند
روح او تن دواړه ژوبل ژوبل ښکاري
بیا هم جنګیږمه لپاره د ژوند
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
مه دومره تریخ شه چې ټول و دې رټي
نه هومره خوږ چې هر څوک و دې ګوټي
منځ لاره نیسه د ژوندون په یون کې
ښه ده چې ډیر وګړي ودې ګټی
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
څومره رخه څومره کرکه ده په زړو کې
یو پوټی ښیګڼه نه شته دی په کړو کې
انساني خوۍ د لورنې لاړ انسان نه
مړ جوهر د سړیتوب شو ډیر سړو کې
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
څومره چې ستا زړه کې غمونه دي ټول ماته راکړه
دا که درانه او غرونه غرونه دي ټول ماته را کړه
د اوښکو څاڅکي ستا ښایسته سترګو کې نشم لیدی
د وینو اوښکو دا رودونه دې ټول ماته را کړه
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
ما دبیلتون د شپو یادونه درته بیا راوړي
د پرهرژلي زړه ناسور ټپونه بیا راوړي
ژبه مې مه تړه لږ پریده هر څه ووایمه
ډک له ګیلو او له ماڼو حالونه بیا راوړي
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
زما په زړه زما احساس کې ته یې
په اندیښنو فکر او وسواس کې ته یې
هر خوا چې ګورمه هم تا وینمه
ناسته هر لور په کوز او پاس کې ته یې
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
مینه ده که کرکه ده دوه زبر ځواکونه دي
نا ست د انسان تن کې یواوبل ته یې ګواښونه دي
مینه د ښیګڼې پیرزوینې د لورنې ځواک
کرکې پورې غوټه د بدۍ زورواک خویونه دي
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
موده وشوه د ویشخونې په چوپړ یم
د خپل زړه له غمه دې چارې ته اړیم
بې له څښونه ددې خوږزغمول ګران دي
د یو پای نه وي په بل باندې ککړ یم
٭٭٭٭٭٭٭٭٭
مینې ستا له تلوسو نه لیونی شوم
غو ښې یوړلې غمونو وچ لرګی شوم
زه ازاد بنده لوی شوی وم په غرونو
تا په خپلو لومو ونیوم مریې شوم
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
سپینه سپوږمۍ شان ځلیده ښکلې خبره نه وه
موسکا په شونډویې نڅیده ښکلې خبره نه وه
شپول ترې د وړانګو پلوشو چاپیر وه
لکه غوټۍ سره غوړیده ښکلې خبره نه وه
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
مونږ نه هر څه واخله رقیبه خو پښتو مه اخله
د ژوند خپلواکه ولوله مو لدې غرو مه اخله
ستا را کټونه او بمونه لوی طاقت دی منم
مرګ ورنه ښه دی مونږ ته نوم دغړوندومه اخله
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
د وطن ځمکه سوکړۍ شوه په اورونو
چې لیږي دوستان ډالۍ تل د بمونو
بیا دا لوړ خپلواکه غرونه دي په چغو
چې یې سوزي تنکۍ څانګې د ځنګلونو
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
چې اوښان سره د بار وهي په بډه
دې شوکمار راوړه زمونږ کلي ته کډه
چې جهان یې ټول په نس دننه پروت دی
حیراني ده څنګه ځان کړو ترې په ډډه
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
یو نا تار پای شوی نه وه پسې بل شو
سرخوږی مو په وطن کې یو په سل شو
چا چې زر ځله ځپلي یو وژلی
دعوې دارزمونږ د ژغورزمونږ قاتل شو
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
د تور اند تورتمي شپه په خپریدو ده
د رڼا د څرک ماڼۍ په نړیدو ده
یوتور نیز دی په څپو او غورځنګونو
د یو قوم د ژوند بیړۍ په ډوبیدو ده
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
څیرې ویرې ډیرو پیښو د تن خت کړ
د بنډیانو یې را بار په مونږ منت کړ
نه یې خپل نه د وطن عزت ته پام دی
د پښو لاندې یې د هسکو شملو پت کړ
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
ارمان شهید شو تورتمونو جنګ کې
یاغي پیلانو د بریدونو جنګ کې
خوار له خپل ځانه لویه تمه کیده
بایلوده سر یې تورو زړو نو جنګ کې
٭٭٭٭٭٭٭٭٭
پښتون وطنه له پښتو، نه دې ځار
غیرت غیرت جګو شملو نه دې ځار
کله دې جغ د پردو وړی نه دی
د ازاد ژوند خوږو وږمو نه دې ځار
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
تور زاړه ښیکلاک بیا مونږ ته بده پتیلې ده
توره د هوس یې چې له تیکي را ایستلې ده
غواړي د پلرو د ماتې غچ له پښتنو واخلي
ځکه یې پښتون وطن سترګه خړه کړیده
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
مست پیلان د سترې پانګې په غو غا دي
ناست لندن که په پاریس یا امریکا دي
هره ورځ نوې پلمه او نوی ګواښ دی
خپل لوټمار نظم ټینګښت ته په سودا دي
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
نن سبا ولسواکی تش یو شعا ر دی
د زورمارو په لاسو نوی افزار دی
د خپلواکو ملتونو دې خدای مل شي
د نړۍ نه را چاپیر ښکیلګر ښامار دی
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
بوش اولادین هیڅکله نه دي د ښمنان د یو بل
په شیطاني چارو کې دواړه پلویان د یو بل
بوش یې مخکښ او سرغندوی لادین روستاړی دده
په نړیوال لوټمار نظام کې دي سیلان د یو بل
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
کلونه تیر شول یو بل کال هم تیر شو
عمر که لنډ شو خو مهال هم تیر شو
ښه د ی چې ژوند په سړی تم نه دی تل
که ښه حال تیر شو خو بد هم تیر شو
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
کله چې سیند ته ګورم ستا سترګې مې یاد ته راځي
چې مخامخ دې شم د سترګو سیند مې یاد ته راځي
ستا د لیمو ددې بې پولې سمندر په غاړه
د هسک دا پورته لوی نا پای منظر مې یاد ته راځي
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
چې زور د غم په ما شي زما زور شي په پیالو
لوزونه او هوډونه رانه هیر شي د توبو
بیا اخلمه جامونه چې دا غم څه نیم کښو کړم
که دا چیرته ګناه وي نو ګناه ده د غمو
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
دا د غم او درد کوڅه ده غم ترې غواړه
د خوښۍ میرمنه مړه ده ژاړه ژاړه
ای په ژوند کې د مسکا پسې لوغړنه
ځه اوس ګرځه د غمو پیټی په غاړه
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
ته رنګین خیالي انځور د چا د خوب یې
یا د ټولو ښکلا ګانو یو څڅوب یې
د ګلونو سمسورتیا درته پسخیږي
ډک له زوږه یو سپین روبی پیغلتوب یې
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
لاړه ویده شوه د زړه کور کې د جانان سندره
شونډو ته نه راځي خپه شوه د ارمان سندره
احساس سوړ شویدی زیاتي هغه ځلا نه لري
لویو غمو وخوړه مونږ نه د خپل ځان سندره
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
په بانه د څښلو ناست یم که محرم ستا د حرم شم
پیر په پیر جامونه اخلم چې جوګه دې د کرم شم
شراب څه د زهروګوټ دی دښمني دعقل هوښ ده
زه یې ستا لپاره څښمه خیر که نورجهان ته ګرم شم
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
د کاڼی جوړ بتان د مینې ارزښت څه پیژني
دوۍ په دننه زړو کې نغښتی منښت څه پیژني
مینه د خوزنده احساس ده ویښونکي څپه
ساړه بې حسه زړونه دغه خوزښت څه پیژني
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
ژوند د تلو راتلو سر پوټې سلسله ده
د څو ورځو څه موهومه تلوسه ده
نه پرې زه پوه شوم نه ته او نه پرې نورهم
ژوند عجیبه شان انجړه مشوړه ده
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
ځنې وایې چې پراخه تنګ نظر کړم
له لښتي نه ځان ورګډ په سمندر کړم
خو چې زیرشوم ټول لښتیو کې لمبیږي
نو بیا زه څنګه پدې ورم باور کړم
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
د لیوانو زیږون هر کله لیوان وي
د مارانو بچي خامخا ماران وي
له انسان څخه انسان تل را زیږیږي
خود ځنیو خوې په شانې د حیوان وي
٭٭٭٭٭٭٭٭٭
د زاړه میراث وراسته مومیا هډونه
پآڅیدلي دي د غچ کوي ګواښونه
د زاړه منطق زړه توره په لاس کې
ټپوي ټولې نړۍ ته خپل ورنو نه
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
چې یې یاد کله د زړه په کور کې کښیني
د احساس تنکی تارونه شور کې کښیني
ټوله شپه مې د خپل ځانه سره جنګ وي
د ارام په ځای مې سوچ په اورکې کښیني
٭٭٭٭٭٭٭٭٭
شاعر میلمه کړۍ د ژوندون د شنو بڼونو منځ کې
ښایسته ویشګره ورته کښینوۍ ګلونو منځ کې
بیا ترینه و غواړۍ د ژوند او د ښکلا ستاینه
چې درته واوروي ځوان شعر الهامونو منځ
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
بد هغوۍ دي چې د نورو په تاوان وي
سوچ او فکر یې په ګټه د خپل ځان وي
ځانه پرته نور یې نه راځي په سترګو
تل د خپلې خیټې غم کې سرګردان وي
٭٭٭٭٭٭٭٭٭
د وخت زړه کې د شیبو ترمنځ جګړه ده
د یو تلو د بل راتللو تلوسه ده
د ژوندون ډګر دی تود په دغو هڅو
د فطرت دغسې جوړه اډاڼه ده
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
د نړۍ نظم ولاړ په ښکو راښکو دي
د زاړه په ځای د نوی د راتلو دی
هر یو نوی ځي زړیږي او پریوځي
ورکې بل ځای ناستی ورو په ټوکیدو دی
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
ددې بیخوده لیوني زړه سره څه وکړمه
مست بې پروا اوهواي زړه سره څه وکړمه
بې غیر له مینې نه یې غاړه بل ته نه ټيټیږي
دې لالهانده او یاغي زړه سره څه وکړمه
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
عمر تیر شو په غمونو ترارو کې
زړه ډوبیږي او درزیږي اندیښنوکې
مرګي لنډې فاصلې کړې د ژوندخوا ته
کمی رانغی د غم په درنیدو کې
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
مخکې لدې چې دغه ښار پریدمه
لار کړم بدله د ستا لار پریدمه
ما ته د مینې د هیر چل وښایه
چیرته او څنګه دغه چار پریدمه؟
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
ګیر یو تیاروکې خو کوو لاد رڼا خبرې
لکه رنځورچې ګوري خوب کې د دوا خبرې
وختو نه ځي مونږ لا فرصت ته ناست یو
ډیر ننه تیر شو خو رانغلې د سبا خبرې
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
که د ښو سره دې ناسته وه نو ښه به یوسې
له بد که یو ځای شوې له بدو پرته څه به یوسې
د بدو خوۍ ناولی لوښی دی ترې لیرې اوسه
که ور نږدې شوې خامخا ځان توریده به یوسې
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
څه موده وشوه چې مې سترګې ستا لیدلی نه دي
په ښکلو سترګو دې خواږه راته کتلي نه دي
د بیلتانه میره کې ناست یم د زړه وینې خورمه
د ژوند اوبه دې د سرو شونډو لوروي نه دي
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
شونډې یې سرې پستې پستې دي ځکه
وایې پښتو دومره خوږې دي ځکه
هره خبره یې چې زړه راکاږي
خوله کې وییونه پښتنې دي ځکه
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
بدګڼو لوړ که ودرولی دی د کرکې دیوال
د ښیګڼوالو ډیر اوچت دی بیا د مینې ټپال
په زړه کې کرکې څخه کرکه لرل وژني کرکه
د ژوند لپاره انساني مینه کړۍ زړه کې سنبال
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
خپل مخ په نورو رنګو مه رنګوه
ژبه شیبه شیبه کې مه بدلوه
څنګه چې یې دغسې ځان وښیه
سوچ د ریا ځانګو کې مه ځنګوه
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
چا چې مدام د اسلام تیګه په ټټر وهله
د نورویې سپکه مګرخپله یې لکه غر وهله
چې وخت یې راغی نه جومات نه یې ممبرپریښوده
د غنیمت په نوم یې ځانته لر او بر وهله
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
زه یو ملنګ ومه ملنګ پاتې شوم
وطنه ستا په مینه رنګ پاتې شوم
چیرته چې ولاړم د دمې لپاره
بیل چې لتا وم په زړه تنګ پاتې شوم
٭٭٭٭٭٭٭٭٭
د بې خونده ژوند قصه خوشې ویړیاشوه
د شیبې ګړۍ د مرګ یو سودا شوه
د غمونو د ګاللو هم څه حد وي
له ډیرزغمه مې د زړه خونه تالا شوه
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
اوس خپل غمونه ګرانې ما نه سپموې ته ولې
د غم په ویر کې مې لا دومره کړوې ته ولې
ما ستاد وصل څه خواږه خواږه خوبونه کتل
خوب لاړو غم شو بیا نو غم دې بیلوې ته ولې
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
مونږ یو دوخت د پرمختلونکي ستر بهیر لاروي
ځو او ځو وړاندې په ټاکلې لار ستومانه ستړي
ورک یو دخپل ذهن پیچومو کې لا نه پوهیږو
چې حقیقت ددغه یون به اخر چیرته رسي
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
سترګې کړه بیرته د رقیب بل کړی اور وګوره
سوزي لمبو کې اوس د خپلې ناستې کور وګوره
دا د زیار کښ اولس د زیار یو ه هوسا سیمه وه
دغو ارامو ګلکڅو کې دومره شور وګوره
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
د پنځ خپلواک ازاد اوډون دی پخپل واک چلیږي
د چا د خوښې او رضا سوچ پکې نه ځایږي
خټه پخپله منګی خپله او کولال خپله دی
خپله ورانیږي که یو لورته بل لور بیا جوړیږي
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
زه یم په خپله بیا هم خپله نه یم
خبر له خپل ځان نه هیڅکله نه یم
په ټوکوټوکو وخت هرڅه واخستل
څه وکړم وخت سره په تله نه یم
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
نړیدلې مینې ویر کې ورځ روانه په سلګو ده
د بیلتون تورتمي شپول ته رڼا ځي په ډوبیدو ده
خاورې شووځوانوهیلوتریخ احساس زړه کې خوزیږي
سیلۍ وړې وچه پاڼه د ژوندون په کښیدو ده
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
نه غواړم اوښکه شم د چا له سترګو و څڅیږم
نه لکه شمعه ځانته ویېلې شمه و ژړیږم
غواړم مسکا غوندې په سرو شونډو کې پاتې شمه
غواړم باړخو کې د هیلو په شانې و غوړیږم
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
دې د شخړو او کړکیچ نه ډک دوران کې
رښتیانۍ ښیګڼه چیرته شته جهان کې
د ښیګڼې پیل له خپله ځانه بویه
د بدۍ ځاله چې ړنګه کړو په ځان کې
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
ګړیال د ستنو شاته وړل زمان څه شاته نه وړي
وچو خزلو بند تړل طوفان څه شاته نه وړي
دا پرمختګ د ټول بشر د ګډو هڅو لاسوند
د یو څو تنو په شاتګ انسان څه شاته نه وړي
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
مات کړه دا تندی زما چې څه پکې لیکلی دي
ښکاري چې چپه دې ګرانې دا کرښې لوستلي دي
ته چې په ستنه ځې بله څه ګناه مې کړیده
کوم قاضي وګړي د تندي په لیک نیولي دي
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
بیشکه مور ده ارزښتناکه هستي
له ټولو ستره مینه ناکه هستي
چې دانسان د ژوند پیلښت ترې کیږي
تل د لمانځنې ده دا پاکه هستي
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
دا څنګه دنیا ده څنګه دود څنګه دستور دده
نشته هیڅ خوښي پکې تل تود د غم تنور دده
ته ترې خوشحالي غواړه خو دا پیرزو دغم کوي
هرڅوک بې اسرې دی هرسړی ښکاري مجبوردده
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
زور د بیلتانه دې دومره زیات شولو
زما غریب زړګوټی پکې مات شولو
ته دې د جفا په زور پوهیږې نه
و پوښته له ما چې ژوند میرات شولو
٭٭٭٭٭٭٭٭٭
ستومانه ستړی ناست یمه د ژوند شاړو میرو کې
لمن د اندیښنو مې ده شلیدلې یم سلګو کې
د ترمې ترمې ګل غوندې خیالات دي سیلۍ وړي
څپې د منګنو رآته راځي په شنو پسرلو کې
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
بې وطنه پردیسی یم زما برخه بیوسي ده
چا ته څه ووایم څه دي؟ مجبوري ده مجبوري ده
د ګلونو په ګلبڼ کې د ښکلا ښایست وطن کې
مانه ورکه په خپل تن کې هوسای ده هوسای ده
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
شونډې کړه بیرته په مسکا شه یوځل
د زړه تیاره کور کې بریښنا شه یو ځل
د خواشینۍ کډه پرې بار کړه چې ځي
جام شه مینا شه او صهبا شه یو ځل
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
د سبا سوچ کې ډیوې ټوله شپه روښانې ساتو
اوښکې د سترګو د ککو نه تل روانې ساتو
چینه د ژوند ورو ورو وچیږي د ناخوالومنځ کې
لا پرهرژلي زړه د ننه هیلې ځوانې ساتو
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
زمونږ د شپو په تندي لا رڼا راغلې نه ده
د لمر مسکا د هسک په مورګو غوړیذلې نه ده
د مایوسۍ خپسکه ناسته ده د ژوند په مرۍ
لا د نادودو مړه تبګۍ له وره وتلې نه ده
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
ای د شعر رنګین خیاله څنګه والوتې له سر نه
ستا عطرینې څپې نه راځې د هسک له شنې ورشونه
د ارمان تلوسه ورو، ورو ځي سړیږي د زړه کور کې
فرښته د الهام تښتی د غربت له سړو شپو نه
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
د غربت شاړې لمن کې بې له غمه وایه څه دي
د ژړاندو لیمو ډنډ کې بې نمه وایه څه دي
د وطن بوۍ چې ترې نه ځي هغه ګل ګلبڼ پردي دي
د پردو په چم ګاونډ کې بې له زغمه وایه څه دي
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
خیال کې هم ستا له خیاله بیل نه یمه
په دنیای لومو کې ښکیل ڼه یمه
هیواده ستا مینې ته سر ټیتوم
د بل چا زورزیاتي ته ایل نه یمه
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
د وخت ناخوالو ځنې ستړی وطن
تل د پردو په اور کې سوی وطن
د خپلواک ژوند مینه یې ګناه د خلکو
د هر ښیلاک د سترګو خلی وطن
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
ها زوړ غلیم وطن ته بیا په نوی رنګ راغلی
خپل نوی ځواک نوی لښکرسره په جنګ راغلی
د شوکمارۍ اشتیا یې ډیره له په خوا تیزه ده
د ستر اکبر ایوب نه مات ټپي پرنګ راغلی
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
ارمان ټپي شو د زړه په کور کې
سوزي ټول تن د نا هیلۍ په اور کې
زه به له چا چا نه ګیله کومه
وخت یم نیولی په خپل سپین اوتور کې
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
کلونه وشول چې تورتم دی پر مونږ
نه شته تیرې ژغورظلم اوستم دی پر مونږ
ګیر هیڅ بې هیڅه په ناخوالو کې یو
له هر خوا نیز د وینو سم دی پرمونږ
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
له خپل ټاټوبي لیرې پاتې چوپ او غلی شاعر
د لیږد سړې سیلۍ وهلی ځوکلیدلی شاعر
پرهر پرهر نارې سورې مې نښتي ستونی کې دي
د وخت ځواکمن جبر مرۍ نه رانیولی شاعر
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
د شپیلۍ په شان په زړه سوری سوری یم
د بیلتون له غریوه ډک زګیروی زګیروی یم
ګرم مې مه بولۍ که چغې وهم ژاړم
د اشنا له غمه ډیر په زړه نری یم
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
پرون جهاد وو نن جهاد په انګ فتوا ورکوي
عجیب ملا دی کله هغه کله دا ورکوي
انګریزي ډوول تال سره ګوره په مزه تاویږي
پونډ او ډالر په شوق کې ږیرې ته جلا ورکوي
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
دې غم یواځې زه لیدلی یمه
کلک له مرۍ نه یې نیولی یمه
خوله په ګیلې هم پرانستلی نشم
د جانان غم دی ورته غلی یمه
٭٭٭٭٭٭٭٭٭
سترګې ارمان پټې کړې په ویښه باندې خوب ګوري
کله د ځلما شیبې کله ځلمیتوب ګوري
اوړي او را اوړي د مهال سره نا رامه دی
سترګې پټوي چې کله خواته سپین ږرتوب ګوري
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
چې ولاړ یې د پریوتو لاس نیوی کړه
په لورنه هر پردی ځانته نږدې کړه
د ښیګڼې او بخښنې زیات طاقت وي
ځان سنبال په دغې زغرې او وسلې کړه
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
خیال دې هم والوته له سر نه لاره یې بیله کړله
تښتي ځي لیرې فاصله یې خورا ډیره کړله
زمونږ ځولۍ ډکه له غم او اندیښنو څخه ده
د ښو شیبو یارانو ژمنه خپله هیره کړله
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
شرابي نه یم خو خراب دې کړمه
مست لیونی بې له شراب دې کړمه
ته جوړې شونډو کې لمبې ګرځوې
خولګۍ دې راکړله کباب دې کړمه
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
کوم سهر سبا چې ستا په مخ را پاڅم
تر ماښامه مې په مخه کې رڼا وی
ژوندانه په چال چلند کې اساني وي
هم په شونډو مې خوره خوږه مسکا وي
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
ځي ځوانې هیلې پنا کیږي د خوبونو تر شا
داسې چې لمرکاندي ځان غلی توروغرونو ترشا
ترخې ناخوالې د زړګی دننه څړیکې وهي
پټه د ژوند هره سلګۍ ده پرهرونو تر شا
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
له شنې ورشو نه
غواړم مسکا غوندې په سروشونډوتل پاتې شمه
درومي په سلګو ده
{/slide}{slide= رغول هم غواړي}
مات شوی زړونه رغول هم غواړی
د غم دوزخ نور سړول هم غواړی
د ویر نغمې سازیانو بس دی زیاتی
ژوند ټول ژړل نه دی خندل هم غواړی
قارجنو وریځو چی غړمبیږۍ په سر
د رحمت ورښت لږ ورول هم غواړی
ای د دورو او د برچو څښتنه
د چا په سر د لاس راکښل هم غواړی
څومره ناپامه ویجاړۍ کی بوخت یی
کله دا ورانې جوړول هم غواړی
ویده ما غزه ا و پټې سترګۍ ژوند یان
له درانه خوبه ویښول هم غواړی
ژوندون یواځې خوړل څښل نه دی بس
د معنوی ارزښت ګټل هم غواړی
مجنونه تا مینه کی تیښته وکړه
سر دغو کاڼو ته نیول هم غواړی
لیلا په دښته او بیدیا کی نه ده
دلته کوڅو کی لټول هم غواړی
د لیونتوب پلمه اسانه بریښی
مینه مین نه جګیدل هم غواړی
د وخت په نبض په زیریدو عزیزه
لکه طبیب څه پوهیدل هم غواړی
{/slide}{slide=د نړي پيچلتيا}
د هر چا ځانۍ رغښت دي
خپل يي لوښۍ خپل منښت دي
د چا ډير او د چالږ
په ټولنه کې درنښت دي
جهان نه دي ساده توکې
ډير پيچلۍ يي چوړښت دي
مخته تللی ګڼې لاري
غورا وي دي خپل نوښت دي
په کږو تلو خپله پړ يي
په ښه يون دي خپل وياړښت دي
د نړۍ ځولۍ ده ډکه
د اغزي ګل څه کمښت دي
انديښه او فکر بويه
دي کې سوال پټ د ارزښت دي
پاڅي همدا شيبه د کر ده
سبا چيرته بيا دا ورښت دي
د تکل مخ ته خنډ نشته
د بري ضامن خوزښت دي
پرون، نن سبا دي خپل دي
د عزيز تش يو يادښت دي
{/slide}{slide= د پانګي واکمني}
ليونۍ دغه دنيا شوه يا انسان کښي ليونۍ شو
خپلي غوښي او خپل ځان خوري جوړ له عقل نه پردي شو
دروښان اند ملغلره چا تري غلا کړه چاتري يوړه
نامړښته نس لالچ کي مست داړونکي يو زمري شو
رخه زياته سوچ يي لږ شو عشق او مينه ترينه تللي
ځان نه پرته يي په فکر بيګانه بل هري سړي شو
ټوله موخه او هدف يي په ځاني هوسا راڅرخي
ټولنيز ارمان يي تن کې ډير کمزوري او نري شو
سړيتوب دميني ناوي په نکاح کي شوه دپانګي
په هر زړه او هريو سوچ کي دلمانځني وړ داشيي شو
پانګه ښه ده خو هله چۍ په چوپړکي وي د ټولو
اوس که ګوري کار چپه دي انسان پانګي ته مريي شو
{/slide}{slide=انسان وایي}
دخپل فکر ټال کې ناست يم ځان په خپله زنګومه
کله والوزم تر هسکه کله ځمکه ګزومه
د هستۍ په نندارتون کې حيرانۍ يمه اخستۍ
د ارمان او هيلو پيټۍ داوږو له پاسه وړمه
د فطرت په چاپيرچل کې هري خواته لالهاند يم
کله يو شي ته لاس يوسم کله بل شي آزمويمه
ځان له نورو مخلوقاتو ډير اوچت را معلوميږي
کله ټيټ له دي مقام شم هرڅه پښو لاندي کومه
شم ياغۍ له خپله ځانه کله ډوب شم پخپل ځان کې
کله ټول وجود شم مينه سر جانان په پښو کې ږدمه
که ښايست دي که ښکلا ده دي تخليق زما د ذهن
هم د حسن په لمانځنه زړه او ځان قربانومه
عاشق خپله معشوق خپله ليلا خپله مجنون خپله
وفا خپله جوړومه جفا خپله زيږومه
د ګلونو مالي زه يم د ګلونو قاتل خپله
جوړوم خپله بڼونه بيايي خپله ورانومه
دڅښو خوني او خمونه ټول زما په لاس جوړيږي
هم ويشګر شمه پخپله په پيالو کاسو يي څښمه
حرام ځان باندي شراب کړم کله ځان پکي خراب کړم
په مستۍ او ليونتوب کې هرڅه هر څه هيرومه
دخوښۍ او غم احساس کې کړم ايجاد هنر او شعر
چۍ په وجد او شڼا راشم سور او تال را پارومه
شيخ صوفي شم او ملا شم مست ياغۍ بيا له هر چاشم
په جومات کې مي تسليم دي ميکدي ته غوغا وړمه
بت له کاڼو خټو جوړ کړم ورته پروت يم په لمانځه کې
صومعې او مندرونه په خپل لاس ودانومه
زه زرتشت يم زه موسي يم زه عيسي او زه هارتا يم
د مادي فکر ريښي هم دلته هلته لټومه
په تسليم کې هم ړومبي يم سر کښي مي هم بي ساري
په يوه دانه غنمو ځان جنت ځني شړمه
د آدم هوا اولاد يم د شهوت عاجز بنده يم
د شيطان د لاس لاسپوڅۍ ځان ګناه کې ډوبومه
ځان غوښتنه ځانمننه هم لويي کبراو غرور
خپله ځان دغو رنځو کې رانغاړمه تاوه ومه
سردار زه يم بادار زه يم هم مريي چوپړمار زه يم
همدغه ده زما کړنه همد ابل خپله کومه
فرعون زه يم چنګيز زه يم هم هټلر او استالين يم
چۍ په قهر او غضب راشم بيا خپل ورور او هډ سيزمه
خپل جوړکړي تمدن په خپل لاس ايره ايره کړم
ډله ايز وژون دپاره له ذري بم هستومه
د رفاه فکر زما دي د ورانۍ فکر کې هم زه يم
يوي خوا ودانومه بلي خوا ويجاړومه
ليونتوب که هوښياري ده دواړه زما خټو کې نغښتی
کله دا څرګندومه کله بل ښکاره کومه
ډير له مړيني نه ویريږم په چاره يي نه پوهيږم
دغه زهر کام ناکامه له خپل ستونۍ تيرومه
چۍ کړاو د مرګ را ياد شۍ بيا رحمان رحيم ته زير شم
د ظالم مرګی له ډاره لاس په هر لور غزومه
د تل پاتۍ ژوند هوس کې چۍ د خيال قلم را واخلم
د پردي تر شا مرموزه تت تصوير انځورومه
کله عقل او منطق خپل کړم په اثبات ثبوت ولاړيم
کله پوچ او واهۍ خيال کې ځان او نور مشغولومه
د معني او فکر سيند يم خو دا ويره مي اوبړۍ کړي
فلسفه هم زه هم کرمه سفسطه هم زه ريبمه
ددنيا عجايبګر کې ځان او فکر رانه ورک دي
خپل ارزښت او نقش په درک کې ډيرکمی محسوسومه
{/slide}{slide=مینه او کرکه}
مينه ده که کرکه ده دوه زبر ځواکونه دي
ناست دانسان تن کې يو بل ته يي ګواښونه دي
مينه د ښيګڼي يپرزوينی او لورنې ځواک
کرکې پوري غوټه د بدۍ زورواک خويونو دي
مينه د جهان د ښايستونو د يوالی ځل
مينه شنه بڼونه کروندي او سره ګلونه دي
کرکه تور ناورين او سورناتار د ړنګولو دي
کرکه کنډرونه دي ميري سپيره ډاګونه دي
مينه يو احساس د نږديوالۍ دي وګړو کې
مينې سره نښتۍ انسانۍ پايښت سوچونه دي
کرکه بد مرغۍ ده د انسان د ورکيدو زوال
مينه هريو چاته د سوکال ژوند پيغامونه دي
لاس د ومينې نيسۍ ليري ليري ځي له کرکې نه
ټول انسان توکم ته د عزيز دغه ورمون دي
{/slide}{slide=پرهرژلي نارې}
غږ دې له لیرې واټنونو آورم
سپېڅلې غېږه دې پرانیستې راته
ماته بلنه د راتلو راکوې
ماخپلې خوا خپلې هوا ته بولې
خوغږدې ښه رسا اوچت نه راځي
ښکاري خپسکو ستا مرۍ نیولې
دوی غواړي!!
خدای مکړه زندۍ کاندې تا
دتل دپاره دې نارې غلي کړي
زه هم له غرونواو سیندونو پناه
له پښو لاسونو پریوتلی
شل بې وسه پردیس
دستا پرهرپرهر نارې آورمه
ستا په ویرژلي حال ژړیږم ځانته
لکه ډيوه دننه زړه خورمه
ویلیږم ځانته
خو د درتللو
متره پاتې نه ده
د يون خوزښت
څه شیمه پاتې نه ده
د ناوریني بیلتانه شپې دي پرموږ
سترګې لار نه ویني
تیارې دي پرموږ
ته هلته سوزې د اورونومنځ کې
زه دلته وییلې شوم غمونو منځ کې
ګواکې چې برخې
د تقدیر داسې وې؟
تړلې پښې
په پټ ځنځیر داسې وې؟
خو بیا هم څاره!
د وختونو لاره
دچپو غلیو بدلونونو لاره
د هرې شپې زړه کې
رڼا پټه وي
هرې چوپتیا شاته
غوغا پټه وي
نو ای ویرژلې
ژوبل ژوبل ګران هیواده زما
سلګۍ سلګۍ چې دې خوریږي وینا
د سباون د څرک
ختو ته ګوره
د تکلونو ویښېدو ته ګوره!!
{/slide}{slide=وطن ته لیک}
زه پرديسي پناه له غرونو او سيندونو څخه
ليکم دا ليک درته له ليري واټنونو څخه
ستا يادښتونو نه شيبه دمه کيدلي نه شم
يو ګام بهر نه ږدي خيالونو اوخوبونو څخه
بيلتون اسانه ما ګنلو خو آسانه نه ؤ
نه شم وتي هيڅ ددي سيند ترو ډنډؤنو څخه
په لمدو سترګو درته دغه يو څو توري ليکم
خيژي دغم کړيکي دزړه له پرهرونوڅخه
زما حال داسي دي چۍ بند په بند تړلي يمه
وتښتم څنګه د مجبورژوند ځنځيرونو څخه
څاره د وخت د اوښتون ستړي پيچلي لاري
څرک به شي خامخا بهرتورتمونو څخه
د پلوشو څپي به هر خوا لمن وغوړوي
کنګلي بړاس به کاندي پورته سړو زړونو څخه
بيا به شينلي او ګلان غرو رغوکي وټوکيږي
سمسور پسرلي به شي راښکته هسکونو څخه
وچو ميرو کي د ريدي ډيوي به ولګيږي
ويده غاټول به سر اوچت کړي له لاښونو څخه
دوخت مسيح به مړه ارمان کي د ژوند ساه کاندي پو
کډوال مرغان به شي ستانه پردو ملکونو څخه
بيا د تقدير د تندي ګونجي مونږ ته بيرته به شي
د ستا ځولي به شي ډکه دګلونوڅخه
عزيز به ښکل کړي ستا د خاورو ښکلي پاکه لمن
زړه به يي سپک شي د غربت له کړاونو څخه
{/slide}{slide=دمینې دریځ}
زمانې واړول رنګونه خورا
د شپو او ورځو پوښښونه خورا
لاړه او راغله بهیرونه دلته
تیرې پیړۍ شوې په زرګونو دلته
ځمکې ډیر پيښې او حالات ولیدل
ساړه تاوده يې هم زخت زیات ولیدل
دې تلو راتلو او ښکو راښکو په منځ کې
د مرګ او ژوند د کړکیچو په منځ کې
ډیر څه بدل او رابدل شول سره
ډیر راغله نوي اوډیر دل شول سره
ځنې چور ورک شول چا لوړتیا ومونده
کمي کیفي نوې وړتیا ومونده
انساني ژوند هم لاندې باندې شولو
ګام په ګام ستونزوکې را وړاندې شولو
خو دې یونونو، آوښتونو منځ کې
د وخت د ربړو ټکرونو منځ کې
يواځې مينې تګ بدل نه کړلو
کوږ یې له خپلې لارې پل نه کړلو
کرکې لویۍ که څو ګواښونه وکړل
د عشق په کور کې غورځنګوه وکړل
سړي شول مړه خو مینه مړه نه شوله
ترخو ناخوالو مخ ته پړه نه شوله
مینه په همداشانې شوه مینه پاتې
ټینګه شوه زړوکې پرتمینه پاتې
مینې انسان داسې انسان وساته
له هر ناورین له هر توپان وساته
مینه رښتیا چا پيژاندلې نه ده
په خپل اصلي بڼه لیدلې نه ده
مینه له هر خویه اوچته ده ډیر
هر مینوال سړي ته پته ده ډیر
ځکه مين تل پاتې مينه غواړي
نور له هر غوښته یینه سپینه غواړي
نو دغه مینه دې ژوندۍ وي زړو کې
ځوانه ټول واکه ګړندۍ وي زړوکې
راځې لمانځنه ټول د مینې وکړو !
هم يې پالل د زړو په وینې وکړو
مینه ستر ځواک او لوې خوزون دی زړوکې
مینه تکل د ستر تړون دی زړوکې
مینه انسان نږدې کوی شي سره
دا بیل توکونه نښلوی شي سره
مینه که پاتې وي جهان به وي تل
څښتن د ځمکې ټول انسان به وي تل
که مینه مړه شوله جهان به مړ شي
ځمکه به مړه شي او انسان به مړشي
عبدالعزیز پرهیز
{/slide}{slide=لیدل نه}
باړخو دی سپین لیدل پکې اورونه دې لیدل نه
زړګیه دانې ښې وې خو دامونه دې لیدل نه
تا وې چې تل پسرلی به وي ګلونه او باغونه
اغزو کې په میروکې خزانونه دې لیدل نه
د شونډو ښکلول وو د زلفانو سره لوبې
نیشې وې او مستۍ وې خمارونه دې لیدل نه
میشته وې په جنت کې د طوبې د سیوري لاندې
لږ اخوا د پله بیخ ته دوزخونه دې لیدل نه
اشنا سره خبرې راز او نیاز د محبت ؤ
د کلي او کوڅې سپيره تورونه دې لیدل نه
د مینې په بيړۍ سپور وې روان په قلزمونو
ساحل به دې لیدلو توفانونه دې لیدل نه
زړګیه لیونیه ځانته ګرځه په دې شاړو
وصال به دې لیدلو بیلتونونه دې لیدل نه
اوس ګاله ای عزیزه تورې شپې د غربتونو
لیدل دې مشالونه تورتمونه دې لیدل نه
{/slide}{slide=مومیایی هډونه}
د وخت غږونه چې څوک نه آوري کاڼه دي هغوئ
پيښې چې ګوري او درس نه اخلي ويده دي هغوئ
د آوریدلو او لیدلو پايلې پوهه وي
ژوندي به وي خو تم په ځای لکه د مړه دي هغوئ
د زمانې له اوښتون سره چې وړاندې نه ځي
د انساني روح له جوهره نه په واته دي هغوئ
له احرامونو نه وتلي موميايي هډونه
د عصر زړه کې دي خو بې یونه وراسته دي هغوئ
مهال هيڅ بیرته ترشا نه ګوري ځي مخته درومي
له بهير پاتې خامخا په ورکیده دي هغوئ
ځنې جنت پاتې ترشا په کنډوالو کې ګوري
جنت دی مخکې خو ترشا په ښویده دي هغوئ
د زاړه نوي ښکون راښکون همیشنی شخړه کې
څوک پلوي چې د زاړه کا ژوند ته پړه دي هغوئ
عبدالعزیز پرهیز
{/slide}{slide=ځانته چغېدنه}
د بیلتون په تیره توره
پرهرژلي سره یادونه
ښکار د ظلم او تاړاکونو
ډوب په وينو کې خیالونه
شيبه نه رانه بیلیږي
د زړه خونه کې تاویږي
وایم وتښتم له زړه نه
دې د غم او وهم کورنه
د پرانیستې هوا لور ته
ارتې پراخې فضا لورته
خو ترې نه شم تښتیدلی
وړاندې وروستو چیرته تللی
د آرمان پښې دي شلې
د هيلو وزرونه مات دي
پدې ژوبلو انديښنو خپل
په ټپي ټپي مغزو خپل
اخر چيرته کومې خوا ځم
کوم یو چاته په سلا ځم
پردی ملک پردي ټاټوبی
نه ملګری يار آشنا شته
نه څوک خپل د غم سودا شته
ځانته ځانته اوسیده دي
ځانته ځانته چغیده دي
د وطن په سوچ او اند کې
ځوکلیده دي تځنیده دي
{/slide}{slide=خوب لیک}
خوب وینمه خلکو پښتانه سره یو شوي دي
لوړ لوړ دېوالونه دبېلتون را نړیدلي دي
هرخوا ته جشنونه او مېلې په پښتون خوا کې دي
سترې پرګنې او ولسونه خوزېدلي دي
جوړ په پيښور او په کابل کې چراغان وینم
لوی لوی قندیلونه د بریښنا و لګیدلي دي
لور تر لورباغونه او بڼونه سنګار شويدي
واړه ځلمي نجونه په سيلونو راوتلي دي
چیرته د ځلمو چیرته د پيغلو اټنوڼه دي
چیرته برګ اټن کې سره دواړه کېوتلي دي
وینم قمرګله او ګلناره بیرته ځوانې دي
نجونې يې په تمبل اټنو ته کې ایستلي دي
ستایې اولمیر له لوړ غږیز نه خپل زیبا وطن
خيال هم پښتانه ځلمي غیرت ته هځولي دي
قدر د هنر دی هنرمند نازول کیږي زیات
ځای ځای شاعرانو دفترونه غوړولي دي
ځوان غني ولاړ جګې خولۍ جګې شملې سره
ډیر نازک بابونه يې د شعر را سپړلي دي
کله له آسمان کله وختونو نه ګله کوي
شعر او فلسفه يې په پخو مزو تړلي دي
ستایې آزادي او ننګ غیرت خپلو شعرونو کې
مړه يې د مریانو په قبرونو کې رټلي دي
وینم ستر حمزه د خپل ارمان په ننداره کې دی
شپې شپې د پښتون په بدمرغۍ یې چې ژړلي دي
بیل له خپله قامه د حجاز سفر ته نه تللو
هرڅه یې د خپل قام سره ګډ په ځان منلي دي
ګورم منلګ جان د خپل شعرونو دېوان لاس کې دی
چاچې د پښتون د بیدارۍ نغمې ويلي دي
هلته هم الفت او حبیبي غاړه په غاړه دي
دوی چې نظم او نثر کې وياړونه ستر ګټلي دي
ناست دي په لوړ ځاې کې خوشحال خان او رحمان خوا په خوا
چاچې د پښتون د ژوند اصلي کرښې اېستلي دي
ګورم د خوشحال تندی د لمر غوندې روښانه دی
ګونځې د زړښت یې مخ نه ليرې غورځېدلي دي
سپور شو په نيلي باندې سورلۍ لکه ازبک کوي
واړه مغلان یې خپلې خاورې نه شړلي دي
نه دی مرور اوس د مومندو او خټکو نه
واړه پښتانه یې خپلې غېږې کې نيولي دي
غږ وشي چې غلی، دادی ستاسې خواته خان راځي
غلي شي ټول خلک سترګې لاروته نیولي دي
لیرې نه ښکاره فخر افغان شي سرخ پوشانو کې
ډیر ډیر زندانونه چې پښتون په سر ګاللي دي
څنګ ته یې روان وي صمد خان او نور رزمي ياران
خپلې د تن وينې يې چې قام و ته بښلي دي
ووايې بچو ! تاسې زما آرمان پوره کړلو
موږ ډیر کړاونه دغې ورځې ته زغملي دي
وګورۍ! زه مړ ومه ژوندی او بیرته ځوان شومه
دا د خپلواکۍ او استقلال لمړنۍ کلي دي
تاسې به رسېږۍ آزادۍ لویو ښارونو ته
چيرته چې ولاړ د نیکمرغیو په کې څلي دي
ټولو مبارک دې د آزاد وطن جشنونه شي
ټينګ کړۍ خپل لاسونه چې يو بل ته مو ورکړي دي
مړیم که ژوندی يم روح زما به اوس خوشحاله وي
دا زما آرمان دی پښتانه پرې پوهېدلي دي
چغې او نارې شي : باچا خان زنده باد!
هرچا له ډیرجوشه خپل سوکان پورته نېولي دي
جوړه هل هله او بیا غوغا شي سترکې لار ګوري
وایې احمدشاه راځي سپايان خوزیدلي دي
دوړې او ګردونه شي بیديا واخلي په سر باندې
هر چا د حیرت سترکې په ها خوا غړولي دي
خلکو ته نږدې بیا د سپرو يو ګڼ کتار راشي
بیل ترینه يوځوان شو توره او ډال يې زړولي دي
ښکته شو له آس نه را روان د خلکو منځ ته شو
ويلې! زه احمد يم تاسو ټولو آوريدلي دي
زه وم مرور خپلو زامنو خپلو وروڼو نه
چاچې د قدرت په سر په خپلو کې وژلي دي
ما په خپلو مټو لوی وطن ورته ګټلی وه
دوې زما ګټلي د اوبو په څپو وړي دي
نن شومه خبر په پښتونخوا کې اتحاد راغی
واړه پښتانه په يو جشن کې ټول شويدي
ما خپل خپګان شاته کړلو راغلمه نن تاسو ته
وګورم زما دا پښتانه! څومره ښاغلي دي
تاسې ته ددغو خوشحالیو مبارک وایم
ما ستاسې غلیم ته سنګرونه ټول نيولي دي
خپل يووالی ټينګ کړۍ دښمنانو نه ویریږۍ مه
دوی ټول هغه څوک دي چې ما ځای ځای څملولي دي
توره او ډال زما به ستاسې سر باندې ولاړ وي تل
ستاسې اتحاد او استقلال سره تړلي دي
وروسته میرویس خان راغی د خلکو پرګنو مينځ ته
شاته يې روان محمود اشرف سوبيالي ژڼي دي
و درید په وقار او متانت مصلح نیکه زموږ
ویلې پښتانه ځلمي هر وخت کې سر ايستلي دي
ماته د شهاب او د غیاث قصې رایادې دي
چاچې هند او سند په خپله توره فتح کړي دي
تاسې به کروړ او بيټ نیکه په باب لوستلي وي
لوړې کارنامې يې وروستي نسلو ته پريښودلي دي
ولولۍ او ولیکۍ دا ستاسو تاریخونه دي
مري هغه قومونه چې ویده او خوبولي دي
دا زما ورمونه دي چې پريږدۍ د قدرت جګړۍ
څوک چې په دې لاره ځي سپک شوي او نتلي دي
تاسې د قدرت حل په جرګه او مرکو وکړۍ
دغه ښه دودونه مونږه ټول و آزمویلي دي
ګورۍ بچو تاسې اوس ژوندون په نوي دور کوۍ
ستاسې عصر واړه نړیوال سره پېلي دي
تاسې چې خپل نه لرۍ نو زده یې له دنيا کړۍ
دغه سرګرمي او سیاسي لوبې څومره ښکلي دي
زده دموکراسي کړۍ د خبرو لارې پرانځۍ
داد جګړو لارې ولسونو اوس غندلي دي
نه وي پایداره د برچو او ټوپکو نظم
دوې د پرګنو له ملاتړۍ لیرې وتلي دي
وسوزۍ توپک او دغه تؤره برچه ماته کړۍ
داد بدمرغۍ وسيلې پريږدۍ ډیر ناولي دي
غوره د ملت د پاک الله په وړاندې غوره وي
ماله ابتدا خپلو وګړو ته ويلي دي
دغه لوړ سياست دی دملت اراده ومنۍ
دې نه سرکشي کې ډیر غټان را پرزیدلي دي
ونازوۍ ژبه ورورولي خپلو کې ټينګه کړۍ
تل به ژوندي اوسۍ دا اصول ټولو منلي دي
ژبه مو تاريخ ، کلکه کړۍ ده د تاريخ زمونږ
ژبې په خپل زړه کې د وحدت توکي روزلي دي
ژبه د پلارونو او نيکونو بډاینه ده
ژبې مو د وياړ اوچت دودونه ټول ساتلي دي
زه درته خيالي او بې معنی نصحت نه کوم
پوی یم چې خوشحال زما خبرې ښې تللي دي
دا زړور احمد زما د خبرو هم تاييد کوي
نورمشران هم ستاسې دغې جشن ته راغلي دي
ودې وايې ټول چې دا خبرې زما څنګه دي؟
دا د واړو حق دی که ځوانان دي که سين ږیري دي
ټولو په پړکا د لاس او چغو ترې تاييد وکړو
هر چاد زړه تل ته د بابا اصول لویدلي دي
بیا هم د سندرو او نغمو فضا توده شوله
جوش د قامولۍ دی زړونه زړونه پاريدلي دي
ساه د وطنپالو ده ټوپونو غورځنګونو کې
وینې په رګ رګ کې د ځوانانو اېشېدلي دي
نوره د خوښۍ او ولولو اندازه نه لګي
هر چا د سرور او خوشحالۍ سیند کې لمبلي دي
دې د شور مستۍ څپو کې ويښ شومه له خوب څخه
وویلی میرمنې پاڅې څه شراب دې څښلي دي
ما کړې سترګې بیرته هغه زوړ جهان مې وليدو
ناست د کهول غړي ترهېدلي غلي غلي دي
هغسې توپونه دي راکټې اوبمونه دي
هسې د پښتون بچي په خپلو کې لویدلي دي
لا هم ديوالونه د بیلتون اوچت ولاړ ښکاري
لا هم دسیسې د دښمنانو ښې غښتلي دي
چيرته یې د پيسو رنګين بازار راته خور کړی دی
چيرته يې شيطاني چارو بابونه پرانيستلي دي
دلته په کابل کې دي ناروغه او رنځور غټان
رنځ د ځانمنۍ او لويې کې رغړیدلي دي
غیر له وحشتونو او مرګونو بله چار نشته
لور تر لور وژنو ويجاړۍ ته لګېدلي دي
دې نه په توپير حالت روان په پيښور کې دی
هلته هم خپسکو د نفاق غټان نيولي دي
خواست ارمان يې يو دی خو یې لارې بېلې بېلې دي
يو بل ته اړم دي ګریوانونه یې شلولي دي
سود سودا توده ده پیر او پلور د یو او بل کوي
بيې غټې غټې په ځان هر چا ايښودلي دي
وينمه خرڅيږي وزیران او وکیلان په کې
نن وي یوه ګوند کې سبا بل ته اوړیدلي دي
داد پښتنو غټانو حال دی لر او بره کې
ټول د نفاق اورته لکه خلي غورځېدلي دي
خپله ملامت دي که دښمن پرې ملامت کړمه
ولې خدايه دومره دا وګړي پريوتلي دي
تاسې هم لېدلي دي او مونږه هم لېدلي دي
ډير په ځانځانۍ اخته قومونه چې ورک شوي دي
نه یمه مايوسه نه مې زړه چيرته مات شوی دی
ځکه لر او بره کې اوس هم ځلمي ويښ شوي دي
دوې نه خطا وځي د غليم په شنو او سرو باندې
واړه غلیمان دخپلې خاورې پيژاندلي دي
دوې به د پښتون د اتحاد خوب په ريښتيا کاندې
مايې په شملو کې دا ښايسته غوټۍ ليدلي دي
نه پريږدي چې دا خوب بې تعبیره بې تصویره شي
دوی ددغې عصر په رمزونو رسېدلي دي
داد شاعر خوب دی خو په تش وهم ولاړ نه دی
تل کې بهيرونه خوزښتونه غوړېدلي دي
{/slide}{slide=دشاعر پیغام}
د ایشیا له اوچت بام نه
له افغان ننګیالي قام نه
دشاعر دغه پيغام دی
نړيوالو لره عام دی
چې! موږ د سولې پلويان يو
له جګړو شخړو ستومان يو
ټول انسان موږ ته يو ورور دی
که څوک سپین او که څوک تور دی
که توپیر د انديښنو دی
که د ژبو او څيرو دی
هر توپير نه مو ده کرکه
جنګ جګړه دې وي تل ورکه
جګړه لار ده د ناولو
ناتارګرو ښکيلاکګرو
جنګ ناورين دی تباهي ده
جنګ ددې ځمکې وراني ده
نړيوال نياو مو شعار دی
د انسان مېنه مو کار دی
ای د سولې پلويانو
د هستۍ ژوند مېنانو
د انسان په نوم اوچت شې
د انسان خلاصون ته پت شې
ځمکه پاکه نور له شر کړۍ
پرې د سولې جنډه بر کړۍ
وي دې ځمکه ټول انسان ته
درناوی دده و شان ته
د انسان نوم دې اوچت وي
دې مقام ته دې حرمت وي
تل دې سوله او جهان وي
پرې واکمن دې ټول انسان وي
{/slide} {slide=د شپې واکمني}
تت تنکې شانته ماښام وه
توري لړۍ تاويدلې
پاس د هسک په شنو ورشو کې
جنګي ډلې ګواښيدلې
يوې خواته ښاپيرۍ وې
سپينې سپينې بريښيدلې
بلې خواته دديوانو
تورې ډلې ښکاریدلې
د تيارو رڼا جګړه وه
تورې سپرې پړګيدلې
پاس د هسک لمنې سرې وې
وينې وينې بهيدلې
ډک سيندونه را روان وه
سرې څپې ترې جګيدلې
پريښتې د سپينو وړانګو
رنګ په وينو لمبيدلې
پلوشي اخر په شا شوې
تلې له غرونو اوړيدلې
درنې شپې لمن خوره کړه
ګونګې خړې وريدلې
واکمن شوه دديوالونو
ديوې نجونې نڅيدلې
رڼا پال لاړل پنا شول
چې یې ساوې بنديدلې
{/slide}{slide=غوټۍ}
تاندې تنکۍ ډولۍ ښګلا کې نازولې غوټۍ
د باغ او بڼ د سترګو تور زړو ته منلې غوتۍ
ته دې شې لویه ته دې ګل شي د وفا ناوکۍ
د چاخولو او په تڼاکو پالل شوې غوټۍ
تا پورې غوټه د مليار هيله ارمان وينمه
ای د وګړو فکر او خيال ننه اغلې غوټۍ
پنځ هم دا ستا د مسکولو لوی پریڼ نیولی
وريځو باران درته شين فرش دی غوړولی غوټۍ
ته د پسرلي د رنګ او بوې دقافلو استازی
د ژوند د پټو راسپړنو سرايستلې غوټۍ
د سباون نغمه په ناز درته سندرې وایې
د شپې د اوښکو په رڼو څاڅکو پريوللې غوټۍ
مخ را څرګند کړه ارماني زړو ته تسل وبښه
د انتظار دشنه سالو دننه غلې غوټۍ
خیر دی که ستا عمر لنډیږي بیا هم وخانده لږ
رنګ دهستۍ دی رسالت دی زما ښکلې غوتۍ
کیسه د ژوند داسې پیل شوې ځي به همداسې مخ ته
ته یې همدغه څو شیبو له یې بللې غوټۍ
زموږ خپګان او خوشحالي په چا اغیز نه کوي
دلته هر څوک د بيوسۍ وهم وهلی غوټۍ
ټاکلې لار ده پرې به ځې که نه ځې څه به کوې!
ته یې په زرو ځنځيرونو يې تړلې غوتۍ
عزیز ته ووایه خپل حال چې تمنا دې څه ده؟
ای د سبا د انديښنو له لاسه ستړې غوټۍ
{/slide}{slide=د هیواد مینه}
هیواده ستا سندرې وایمه زه
غرونه او رغونه دې تل ستایمه زه
ته ښکلی ګل یې د نړۍ په بڼ کې
په تا مين لکه بورا یمه زه
بې ستا له غیږې خوار غریب یادیږم
که پایم ستا په مينه پایمه زه
که پردۍ خاوره شي جنت نه ښايسته
نه ده ډاډمنه که بې تایمه زه
روح او زړه هله په هوسا وي زما
چې ستا تر څنګ او ستا تر خوا يمه زه
عزيز له ته يې د شعرونو الهام
څو چې مې ساه وي تا به ستایمه زه
{/slide}{slide=ګونګ چلند}
ستا د پسرلي له ښکلاګانو دادی لیرې ګرځم
نصیب اخیستی لالهانده چیرې چیرې ګرځم
د رقیبانو له نا خوالو او نادودو ځنې
داغ مې په زړه پردو ملکونو کې لهیرې ګرځم
دا زړه په زرو لومو نښتی له تا نه بیلیږي
ستړی ستومان که ددنیا په لری بری ګرځم
بخت او طالع ټولې وې ستا پاتې له تا سره شوې
په نا اشنا کلو ښارو ماتې وزرې ګرځم
ځپلی زړه د انديښنو څپو اخستی درومي
د مړه ارمان راځي په خوله ساندې سندرې ګرځم
د وخت نادودو او ناشونو ته هک پک پاتې يم
پښه نه ځي ځمکې ته په ښوينده ډبرې ګرځم
عزیز همدا چلند دمينې دود دی چانه څه ګيله ده!
د زمانې له ګونګ چلند په ناببرې ګرځم
{/slide}{slide=پښتو}
زما پښتو زما شيرينې ژبې
زما دقوم اولس لرغونې ژبې
تا کې خوندي زما د نيکونو تاريخ
دننګ او پت دغیرتونو تاريخ
ستا هریو توری دفترونه لري
د اتلانو داستانونه لري
ته ددې غرو د توریالو ژبه يې
دپوهيالیو شاه ځلمو ژبه يې
ته دجرګو او مرکو ژبه يې
د ګډ ژوندون د ارمانو ژبه يې
ته د زيارکښ اولس د زيار نښه يې
هم يې د هڅو هم دکار نښه يې
يوازې ته د جنګ ډګر کې نه وې
د تورې ډال توپک سنګر کې نه وې
ته د بخدي د تمدن ژبه يې
د علم او پوهې د چمن ژبه يې
ته ګندرا کې روزل شوې يې تل
ته پکتيکا کې پالل شوې يې تل
تا په خپل ژوند ډيرو ته تاج ورکړ
خورا عزت او هم دې راج ورکړ
خو هغوې ستا قدر ونه ساتلو
هيڅ يې داستا حرمت ونه ساتلو
هغوې چې هیره کړې زرهیرشو خپله
دخپل غفلت لومو کې ګيرشو خپله
نه يې په سر د زرو تاج پاتې شو
نه واکمني او نه يې باج پاتې شو
بیا هم تا چيرې تکل پرې نه ښوده
خپل پرمختلونکی اټکل پري نه ښوده
خيرشو که ته په دربارو کې نه وې
په زرنګاره محلو کې نه وې
تا د پايلو شړنګا که ونه کته!
تا د جامو کړنګا که ونه کته
تا د زرپالو ستايه غوره نه کړه
دا خوسا لار دې ځانته غوره نه کړه
راغلې پټو ته د بزګر ژبه شوې
د خوار مزدور او د کرګر ژبه شوې
ددنګو غرونو دشپانه غوره کړه
بې کور بې ګوره اوښبانه غوره کړه
د ویړ فطرت ښکلا دې وستايله
سوچه ښایست ځلا دې وستایله
د ازاد ژوند صفا دې وستايله
د نګهتو هوا دې وستایله
تا د رزمونو اوږده لار خوښه کړه
په مورچلو کې دې ډيوه بله کړه
د هر زورمار او يرغلګر په وړاندې
دهر چنګيز او اسکندر په وړاندې
دجنګياليو په نارو کې ته وې
د اټن چيانو په شارو کې ته وې
ځکه وې ته د دوزخونو ژبه
ميرڅمن وې تاته د اورونو ژبه
دا نوم وتا ته ځکه درکړ غليم
چې يې زړه ګی ؤ ستا له لاسه دوه نيم
هر ښکيلاکګر هريو شوکمار چې راغی
خپل یا پردی هر یو لوټمار چې راغی
يواځې کور يې د قوم لوټ نه کړلو
حاصل د کار يې ترينه وې نه و ړلو
زمونږ د پوهپانګې ويجاړتيا لپاره
زموږ د کلتور هڅوب سپکتيا لپاره
زياتي ناوړه يې پلمې جوړې کړې
هم ناولې دسيسې جوړې کړې
خو ای پښتو زما ژوندۍ ژبې
زما باتورې ميړنۍ ژبې
ډیرو بنډو د غليم مړه نه کړی شوې
تاوده غیرت نه يې سړه نه کړی شوې
لا هسکه غاړه ځې ښه مخته درومې
خپلو بچو په همت پورته درومې
ځار شم اوس وياړه د لوړتيا ورځې دي
ستا دودې پراختيا ورځې دي
ستا ويناوال ورو ورو خوزيږي ګوره
له درانه خوبه راويښيږي ګوره
دوې اوس د ستا په باب سوچونه کوي
ټول لر او بر دغه فکرونه کوي
د هر تاړاک به ځنځيرونه شلوي
د قام خوړونکو ټول دامونه شلوي
په نوي پوهې ستا سينګار جوړوي
د وخت کږلیچ کې درته لار جوړوی
{/slide}{slide=بورنور}
زما ټپي او ژوبل ژوبل هیواد!
بیا د موهوم غچ په لمبو کې سوزي
بیا د وحشي ناتار منګول کې ګیر دی
بیا هغه سوي لولپه ښارونه
بیا هغه وران او کنډوالې کورونه
دتوغندیو او بمونو لاندې
په دوړو خاورو
او ایرو بدلیږي
بیا دښکېلاک
تور سړیخوره
اوداړونکي دیوان
په انساني پوښښ کې
د وینو غوښو
په لټون وتلي
هغه بې پلاره او یتیم ماشومان
بیا هغه کونډې زورېدلي میندې
له تیر ناتار نه چې ژوندون پاتې دی
ددې ديوانو او لېوانو
د هوس نښه دی
دا ټېکدار د انساني حقونو
د انساني حق په نوم
څومره بوږنوړ
څومره نادوده کوي
{/slide}{slide=مهال او ژوند}
مهال یونه تم کېدونکی مسافر دی
چې مخه او ټاټوبی ترې ورک دی
تل پرمخ ځي او شاته نه ګوري
مهال یو داسې ګړیال ته ورته دی
چې ستنې یې پرله پسې
له یوې ګڼې نه بلې اوله بلې نه بلې ته
په تلو او تېریدو دي
دګړیال مفهوم همدغه دستنو خوزښت دی
کله چې ستنې ودریږي
ګړیال بیا ګړیال نه دی
ژوند هم دګړیال په ستنو سپور دمهال ملګری دی
ودریدل اوتمکېدل نه مني
کومه شیبه چې له یون څخه پاتې شي
بیانو ژوند نه بلل کيږي
او خپل ژوندی ارزښت له لاسه ورکوي
د ګړیال او وګړنیز ژوند توپیر په دې کې دی
چې وګړي خپل بې مخه ژوند ته مخه ټاکي
او هغې ته د رسېدو هڅه کوي
خومهال بیا له دې ځواک څخه بې برخې وړوند اوبې مخې دی
وګړي دعقل او وینا د ناویاته ملغلرو له برکته
د هستۍ د ټول بهیر مخکښ دی
جوړوي، ورانوي او اغېزه ښندي
او د لا پرانستوب او خپلواکۍ په لور
ګام په ګام مخ ته ځي
ځي اوځي
تر څو ټول هغه ځنځیرونه
چې ددوې د ارمانونو او اندونو
د الوت وزرې تړي
او له تللويې جار باسي
مات او دړې وړې کړي!
{/slide}{slide=ياغي}
دزړه کور تیاره تیاره دی
ژوند بی خونده بی مزه دی
نه خوښی شته نه خندا شته
نه څه زوږ نه غږیدا شته
ژوندون غلی او مړ ښکاری
نه څوک پاڅی نه څوک خوزی
خولی تړلی شونډی بندی
پښی لاسونه ښکاری شل
دا څه لار دا څه قانون دی
دا کوم سحر دی افسون دی
زه لدی درنی چوپتیا
له سړی نیولی خوا
چور یاغی یمه یاغی یم
تری کرکجن او ناراضی یم
زه ګونګی نه یم د ورځی
چی دننه شم سورو کی
نه شمکور یم چی د لمر له
روښناۍ کړم سترګی پتی
زه ژوندی خوزند ارواح یم
تم کیدو ته پیدا نه یم
زه اور یمه بل شوی
سړیدو ته پیدا نه یم
زه د مینی یو لټون یم
ځمه وړاندی تل په یون یم
زه هیلی غواړمه نوی
غواړم نوی نوی تلون
نوی هاند نوی هڅون
له زړی وضعی یاغی یم
تری کرکجن او ناراضی یم
څوک چه وژنی امیدونه
انسانی لوړ ارمانونه
ړنګوی د زړه کورونه
څوک چی غلی کړی غږونه
څوک چی تم کړی کاروانونه
نوی هڅی او یونونه
زه لدی نظمه یاغی یم
تری کرکجن او ناراضی یم
که له کوره می شړی څوک
که په کفر می تړی څوک
که ژبه غوڅوی څوک
که ژوندی می ښخوی څوک
چی پر ضد د ازادی وی
چی دود پال د غلامۍ وی
یو انسان چی بل ته ایل کړی
یو ټولواک کړی او بل ښکیل کړی
زه لدی نظمه یاغی یم
تری کرکجن او ناراضی یم
{/slide}{slide=مکار دښمن}
چا نه چی مونږ سر ټکاوه نن هغه کور ته ناست دی
خپل لیونۍ لوږی سره چاپیره شکور ته ناست دی
زمونږ په تن ټول پرهرونه دی دده له لاسه
اوس په پلمه د مرهمونو مو ټکور ته ناست دی
دغه اوچت خپلواکه غرونه چی خپلواکه وه تل
نن پری هغه بنډی میرڅن وچ کلکه زور ته ناست دی
د ننګیالی اولس پګړی ورته په پښو کی رغړی
د غیرتی نیکه بچی دادی پیغور ته ناست دی
ولسواکی یی ده په شوبلو توغندو بار کړی
دا پخپل سرې ځواکمن ګوره هر یو لور ته ناست دی
زمونږ د ولس د برخلیک فیصله دی کوی اوس
د یو څو تنو ځان پلورونکو پیر او پلور ته تاست دی
د حیاناکو افغانی میندو ټکري پریوتل
د ابوب خان غازی نه مات د هغی ګور ته ناست دی
بل کړی اور لمبه به زر دده لمن ونیسی
پښتون وطن چی سوزوی پوکو د اور ته ناست دی
{/slide}{slide=پسرلیه}
پسرلیه بیا دی په راتلو رانه یو کال واخست
بیا دی زما د ژوند له غیږی نه یو لال واخست
یو کال دی نور پسی نږدی کړمه د مرګ کومی ته
یو ګام دی وروستمه مخکی د نیستی لومی ته
پوهیږی مرګ څومره سپیره او څومره تریخ نوم دی
څومره بدمرغه دی کرکجن او شوم دی
ستغه څیره چی یی تر سترګو شی زړه ښویه لاړ شی
هغه شیبه توری ترږومۍ کی د غمو لتاړ شی
وایم دا نوم کا شکی راغلی چی جهان ته نه وی
یا ټا کل شوی داسی پای چیری انسان ته نه وای
سره لدی بیا هم پسرلیه ډیر ډیر ګران یی پر ما
د زړه ټکور د سترګو تور یو خوږ ارمان یی زما
زما وطن ښکلی کوی نو ته خوشحاله اوسی
دا سمه او غر سینګاروی ن نو ته سوکاله اوسی
دا خوږ وطن چی ماته ګران دی له خپل ځانه ځنی
د خپل وجود له غوښو وینو او ایمانه ځنی
زما یی مینه ده د لوړو هسکو غرونو سره
زما یی مینه ده سر کښه مست سیندونو سره
ما ته یی ګران د سپیرو دښتو ستغ ځوځان دی واړه
په ما یی ګران د شنو بڼو رنګ رنګ ګلان دی واړه
زما یی خوښ دغه خاورین خټین کورونه دی ټول
زما یی خوښ دننګ او پت ستر اولسونه دی ټول
پسرلیه ! ته چی پدی لور راځی نو راشی هر وخت
چی له پیروز ځنی ډک شکور راځی نو راشی هر وخت
زه درنه ځار لا دی نور پام پدی وطن کړه زما
زه دی شم خاوری خو سمسور خپلواک مسکن کړه زما
دغه سپیری دښتی شنیلی او سره ګلونه کړه ټول
د غرو په سر دی د ګلونو سره تاجونه کړه ټول
راغه کی ګډ کړه په مستی اورین ګلان د ریدی
خوږمن بورا کړه په لمبو کی پاسبان د ریدی
دلته په بڼ کی په څپو کړه د شبو ټلونه
کړه درمندونه په ورشو کی د وښو ټلونه
لدغی خاوری د پاڼریژ لاسونه لنډ کړه زیاتی
د سرو ګلونو د زمولونکو ایسته خنډ کړه زیاتی
د تل لپاره د کارغانو کډه بار کړه چی ځی
وینو زبیښونکو په مخ دا وطن انګار کړه چی ځی
د وطن پالو د هیلو ډیوی کړه بلی دلته
تل په بری کړه د زیارګالو هلی ځلی دلته
نور یی لا ښکلی لا رنګیز او ګلالی کړه پسی
ما نه ژوند واخله خو وطن زما ژوندی کړه پسی
{/slide}{slide=کله}
څوک چی غمونه خوری دایم په غم مړیږی کله
چی په اورونو کی شی لوی اور نه ویریږی کله
چا چی سیندونو کی څپو سره وی غیږ مږلی
هغه سرکښ څپاند سیندونو کی ډوبیږی کله
چی یۍ بستر وی تل له غنو او ځوځانو څخه
د هغه ډډی په تیرو ستنو زوریږی کله
چی یی د پښو تڼاکی چاودی په مزلونو کی وی
هغوی وی روږدی پخپل یون کی ستومانیږی کله
دچا په زړه کی چی یو ځل مینه لمبی بلی کړی
د هغه زړه مینه تر عمره بیا سړیږی کله
د چا په سر کی چی احساس د وطن ځای ونیسی
دهغه خیال بیا نورو خواو ته خوزیږی کله
که ډول ډول زورونی پری را و وریږی
دا د باور په څوکه ناست وی را خویږی کله
که یی له پږی نه یو یو غړی را بیل کاندی څوک
وطنپالونکی د وطن نوم نه تیریږی کله
زړګیه ټینګ او استوار اوسه زړه ماتی نه شی
دا لار اوږده ده ځو ګامونو کی خلاصیږی کله
قدم پر مخ ږده شاته ګوره ډار وهلی نه شی
حوادث تل د چا په خوښه نه پیښږی کله
تا ریخ شاهد د هیوادپالو د بری دی اخر
د تاریخ لوری بیرته شاته نه ستنیږی کله
{/slide}{slide=دپانګوالۍ غولان }
بیا د ښکیلاکګرو تلاشونه دی
ګرم یی د پانګی دوزخونه دی
چیرته توطیې او دسیسی کوی
چیرته نیغ په نیغه یی ګواښونه دی
-----------------
بیا تری دیو د حرص یاغی شویدی
بیا دوی لیونتوب ته زړه ښه کړیدی
بیا غواړی لمبی د جګړو بلی کړی
رنځ د وینو څښو یی پاریدلی دی
-------------------
بیا یی نړی سره اور ته نیولی ده
توره د زبیښاک یی هسکه کړیده
وژنی او وژنو نه مړیږی نه
بیا یی ستر ورانی ته پتیلی ده
-------------------
ټول د پانګوالی غولان غوغا کی دی
ناست که په لندن یا امریکا کی دی
هری خوا یی لاس د تیری اوږود دی
بیا د ځمکی ویش ته په سودا کی دی
---------------------
یو خوا یی له وسلو ډک ګدامونه کړل
ځای ځای یی سنبال ډیر راکټونه کړل
زیاته یی هستوی وسلو سیالی کړله
طرح یی د ستوریز جګړی لامونه کړل
-----------------------
یو ځای له اسلام څخه دفاع کوی
ننګه او ملاتړ یی برالا کوی
چیرته بیا ښکا ره هم مسلمان وژنی
دا په اسلام لوبه او سودا کوی
-----------------------
یو لور د انسان د حق دعوا کوی
بل خوا د انسان له جیب نه غلا کوی
غواړی د نړی شتمنی ځانته کړی
خان چاچا که دا کوی هم دا کوی
----------------------
خلک اوس ټول پوه دی چی څوک څه کوی
هر عمل یی خپل دی بد یا ښه کوی
ویښ دی نړیوال هر څه لیدلی شی
ګوری څوک شوتلو کی واښه کوی
-----------------------
غږ د سولی وینمه چی ځان اخلی
ځای په پرګنو کی د جهان اخلی
جنګ او جنګ غوښتونکی به ورکیږی زر
سوله ځای په زړه کی د انسان اخلی
-------------------------
هر چیرته اواز د ولسونو دی
ستر بهیر روان د بدلونونو دی
دا څپه هیڅ زور ایساروی نشی
دا دوران د نو نوښتونو دی
نور دغه غولان راټنګیدی نشی
پښی دی د خټو ودریدی نشی
ځی ټول ولسونه د وحدت په لور
زور د پرګنو ته تم کیدی نشی
----------------------------
{/slide}{slide=دخپلواکۍ غږ}
زه څه دیوال دکوم یو کور نه یم چی ړنګ می کړی څوک
یا نه سرحد یم چی تر پښو لاندی په جنګ می کړی څوک
نه کوم هیواد یم چی بمونو او شوبلو باندی
د خوار انسان په تودو وینو باندی ړنګ می کړی څوک
-------------------------
زه خپلواکې یم یوه چغه او جذبه یمه زه
د انسانی روح منل شوی اراده یمه زه
د ژوند له هیلو څخه ډکه ولوله یمه زه
پږی به نه یم د یو ویښ پږی خاصه یمه زه
--------------------------
زه زبر ځواک یم وګړنیزه واکمنی خوښوم
د ښکیل انسان له پښو لاسونو هتکړی ماتوم
چی مریتوب او بل واکی پکی څوک نه پیژنی
له هر زیاتی ځنی پرانستی لوی جهان جوړوم
---------------------------
کومه ټولنه کی چی ظلم بی حساب غوندی شی
هلته چی یو تن ډیرو نورو ته قصاب غوندی شی
چی د زبیښاک د تورتمو توره لمن خوره شی
هر یو وګړی ته ژوند کړ او عذاب غوندی شی
----------------------------
هلته زه سر کړمه را پورته انسانانو زړه کی
د ولسونو پرګنو زړو ځوانانو زړه کی
لکه یو سوک هسی راټول په یو مورچل کړمه دوی
ترهه د ویری کړم خپره د لوټمارانو زړه کی
----------------------------
زوړ ښکیلاکګر که څو غښتلی وی په شاشی یو دم
وسله یی ماته ځواکمنی یی پو پنا شی یو دم
د زور واکۍ او د تیری متره یی ورژیږی
د خپلواکۍ هوډ ته ګونډه دوی خامخا شی یو دم
-----------------------------
هغوی ناپوه دی چی زما د مړینی هڅه کوی
زه به مړه نه شم که کوښښ دوی یو په لسه کوی
د خپلواکۍ وژل د ډیرو زوړ ارمان پاتی دی
زه به ژوندی یم تل ژوندۍ که څو دوی وسه کوی
{/slide}{slide=ګتلی خوب}
بیګاه خوب کی می لیده بله دنیا وه
د جنت د باغ او بڼ هسی ښکلا وه
چا په غوږ کی راته ووې دا جنت دی
خدای بښلی په دنیا د ستا ګناه وه
ما چه سترګی غړولی په هر لور
د شنیلو او د ګلونو اغلتیا وه
زړه راښکونکی رنګینی او تازګی وی
له پسرلی نه یی خوږه پسته هوا وه
په هر لوری د ګلانو څادر خور وو
په عطرونو لخلخو خوشبو فضا وه
ډک لښتی روان هر لور د نعمتونو
د شیدو شاتو شرابو پریمانتیا وه
دښایسته حورو غلمانو کمی نه وه
په شغلو یی د سپین مخ ځمکه رڼا وه
سیل لپاره الوتمه بی وزرو
څه ناویانه شان ښکلا او سپیڅلتیا وه
ډول ډول ننداری او نظاری وی
د کتو هم لویه ونه د طوبا وه
هری خوا ته ملایان ناستو لښتو ته
په خوړو او څښو یی جوړه مشغولا وه
سترګی خښی یی په شاتو او شیدو وی
چار د حورو او غلمانو یی رسوا وه
دلته هلته څملول او پاڅول وه
له تهور ډکه هر یو کی صهبا وه
له نیشی نه په پښو نه شول ټینګیدلی
زخته تنده یی شراب ته له دنیا وه
چا به حوری راښکودلی چا غلمان
دغی هغی بوټی لاندی بربنډتیا وه
بی شرمی بی حیایی وه له حد تیره
ددوۍ یو مخ رسوایی ته می سودا وه
ارګمې وه ټول تورشه د ملایانو
بیا هم ډیره تلوسه یی د حلوا وه
فرنې قابونه اښې ترې چاپیره وه
مړزانو وریتو غوښو ته یی اشتیا و
دپسه غوښی ترید ته یی هم زړه وه
د لم وازګه پری د پاسه د غوړتیا وه
دی کی هم بی اشتیاۍ نه دوی شاکی وو
کپه لاس کی د سپیرکۍ بادیان دوا وه
د مړښت په اندازه نه پوهیدل هیڅ
لکه اوښ یی خوله په شخوند باندی لګیا وه
ټول طاعات او عبادات یی وه هیر شوی
د خوړو او حورو یی ډیره لیوالتیا وه
نفس شیطان و غالب شوی په دوی باندی
هیره مینه او رضا یی د مولا وه
زه لا هغسی په سیل د جنت بوخت وم
لاندی وضع بدلیدونکی هری خوا وه
چی کتل می د غضب ملکی راغلی
د هر یو له ډیره قاره غړمبیدا وه
د قوت او ځواکمنی ساری یی نه وو
نه دا شان څیره لیدلی چا پخوا وه
د هر یو کوتک په لاس وه په منډو
ملایانو رانیول یی بوختیدا وه
ملایان یی په ټیلو تمبو کړ مخته
وړل د څیرمی یی دوزخ ته حیرانتیا وه
ویلی ستاسی عبادات وه غونډ په درغو
ټوله چار مو په دنیا کی دریا وه
د الله رضا وه تاسی بانه کړۍ
اصلی موخه مو د نفس شیطان رضا وه
لوی څښتن وی پیژندلی په جهان کی
دا جنت یوه مو قع تاسی له بیا وه
ځی ورځی اوس ابدی په اور کی سوزی
غوره کړی دغه لار تاسی رښتیا وه
سترګی ټیټی او سرونه یی وه ځوړند
تله په زوره چارناچار دایی سزا وه
ښکو راښکو او اخ ډب کی زه راویښ شوم
ګورم زما خپله کوټه دغه دنیا وه
نه دوزخ وه نه جنت نه فرښتی وی
په وطن برمته ټینګه د ملا وه
۱۳۴۷-۳-۸
{/slide}{slide=زور رقیب}
بیا زوړ رقیب په نوی شور راغلی
په نوی ځواک او نوی زور راغلی
غواړی زاړه زخمونه بیا تازه کړی
د خپل ټپی تن په ټکور راغلی
د غچ جذبه یی خورا تیزه ښکاری
ځکه په ډک زړه مو په کور راغلی
په لر او بر د مرګ بریدونه کوی
له پښتانه اخلی خپل پور راغلی
د سرمایی د جګړماره ماشین
په دسیسو هر پلی سپور راغلی
وزیرستان کی یی غوبل جوړ کړی
د کندهار پکتیا په لور راغلی
زوړ پرنګی دی څه بل شوی نه دی
د خپل نیکه د غچ په پور راغلی
دا القاعده او لادین جوړ د ده دی
وژنی پښتون لګوی تور راغلی
پښتنو جوړ که خپل یوالی نه کړی
ټول ځی سوزیږی داسی اور راغلی
----------------------
------------------
{/slide}{slide=ددنیا ارزښت}
مه زیاتوه غم په زاړه غم باندی
نه ارزی دنیا په زیاتو او کم باندی
پریده د انسان ځوی چه خوشحاله وی
مه ورانوه کور د چا ستم باندی
تا له که وی ګرانه ازادی خپله
مه کوه تیرې د بل په چم باندی
مینه او پیرزو اوچت خویونه دی
رخی کرکی لار ده جهنم باندی
هیڅکله به ته هم ترینه خلاص نه شی
کښینوی که خلک په ما تم باندی
سترګی د یو چا که دی نمجنۍ کړی
ستا سترګی به سری شی په ډیر نم باندی
هر عمل بیشکه خپل بدل لری
نه وړی ناروا هیڅوک په زغم باندی
نن که د چا وس درسره سم نه وی
ناست وی منظر درته په چم باندی
مینه د انسان وی د انسان سره
نه شی مینه کاڼو په صنم باندی
----------------------
{/slide}{slide=سوداګري شوه}
د وطن په ننګ او نام سوداګری شوه
د قام شرمو پخپل قام سوداګری شوه
ګلان وسول باغ تالا شو لوټی لوټی
لوټ ګل بڼ کی د زمام سوداګری شوه
د کارغانو کجیرانو ډلی ګرځی
لاشخورو په وره او بام سوداګری شوه
شوی سر لوڅی د وطن درنی تورسری
څومره سپکه د ایام سوداګری شوه
د ریا خرقه پوشان تله په لاس دی
په سرو سپینو د لیلام سوداګری شوه
زاړه پالی بیی پاران دی راټول شوی
پیر او پلور دی د مقام سوداګری شوه
درواغجن سپین روبو مینځ کی ای عزیزه
د څښتن د پاک کلام سوداګری شوه
{/slide}{slide=دپرانستوب پرښتې}
په ځان پوری هیښ او هک پک یم
چی څه وشول
او څه کیږی؟
د ژرندی د دوو پلونو تر مینځ ایسار یم
له دواړو خواو دل کیږم
یوی خوا د زاړه میراث
ازمویل شوی کړغیړن مخونه دی
چی غواړی ځای په ځای می تم کړی
او یا می په سوونو کلونه شاته وتمبوی
دوی د خپلو زړو زنګ وهلو تورو او چړو سره
زما سر ته ولاړ دی
او د شپی د بوږنونکو خپسکو غوندی یی زما مرۍ نیولی ده
او ساه ایستو ته می نه پریږدی
د دوی زړو او بیخونده ببولالو
چی بیا بیا یی زما په غوږونو کی پوه کوی
زړه د مخی را شین کړیدی
بلی خوا ته !
نړی خوړونکی ښکیلاکګره توره بلا ده
چی خپله داړونکی څیره یی
په وریښمنو نقابونو کی پوښلی ده
ما ته د لورنی او پیرزو لاس وړاندی کوی
او داسی ښیی !
چی ګواکی
دا د رحمت سپین لاسی فرښته ده
او له پورته هسک څخه
زما د پرانستوب او مرستی لپاره کوزه شویده
په یو لاس کی یی اور
او بل کی نعمتونه دی
په اورونو می ګواښوی او سوزوی
خو په بل لاس غوړه مړۍ په خوله راکوی
او د خپلو شنو سرو بڼونو ننداری ته می بولی
زه دا دواړه ښه پیژنم
چی څوک دی !
او څه غواړی ؟
یوه ورځ دواړه دوستان وو
او زه یی په ګډه زپلم
خو دا نن می د یو بل په دښمنی کی ځوکلوی.
-----------------------------
{/slide}{slide=شکمن آشنا ته}
ګوره په شا چی له اقراره نشی
تم چی هیڅوخت په نیمه لاره نشی
لاره د مینی لا اوږده ده پسی
شابس پیښمان له خپله زیاره نشی
ما درته وی چی ځان سندان غوندی کړه
مات داسی زر له یو ګوزاره نشی
تا ځان په مینه کی اتل ګڼلو
ویریږم اوس بل څه له ډاره نشی
د تومتونو خو لا سر دی اوس اوس
پام چی زړه ماتی وار د واره نشی
سیال به د قیس او ادم خان شی هله
چی کوږ هیڅکله له فشاره نشی
رقیبان زیار کوی چی جار باسی تا
هوډ چی پری نه ږدی بیل له یاره نشی
---------------------------
{/slide}{slide=بې پرواته}
که وی داسی بی پروا نو اخر ځان خوری
د رقیب سره تاوده چی مټیان خوری
تا لسټونی کی د زهرو مار ساتلی
کله خپله به تری ټک په کوم مکان خوری
غلیم چاو ته ګلونه دی کرلی
خامخا به ته پری دغه ګلستان خوری
ځان پخپله د قصاب منګول ته سپاری
ګوره نن سبا به سر په کوم دوکان خوری
قربانی پسه ته سترګی توروې شې
د رقیب په رنجو ومنه چشمان خوری
د کاروان ساتنه چا کړی په غلو ده
ته په غلو به یوه ورځ دغه کاروان خوری
هر څه ځی خو له موذیانو عادت نه ځی
په موذیانو ولی ته افغانستان خوری
د عزیز وینا اوس نغوزه ځان هوښیار کړه
ګته نه کا که سبا ته څو ارمان خوری
{/slide}{slide=دځواکمنۍ راز}
په دی چمن کی تل فریاد دی زمونږ
له بیوسی نه زړه ناښاد دی زمونږ
شین له داغلو او ځپلو څخه
مخ د ارزو او د مراد دی زمونږ
غږ مو د چغو چا ته نه رسیږی
اوس زورور مخالف باد دی زمونږ
ښکیلی مرغی غوندی ټپریږو هسی
کلک په منګولو زوړ صیاد دی زمونږ
ژوندون د ژوند په بیخ ایستو تیریږی
مونږ لکه غر او ژوند فرهاد دی زمونږ
وګړو سترګی یو څه وغړوی
ژوندون پخپله بس استاد دی زمونږ
په ازادۍ باندی مین ملګرو
ازادی څه ده څوک ازاد دی زمونږ
زدکړه د ژوند له ښونځی نه وکړی
څوک چی ځواکمن وی تل اباد دی زمونږ
د کمزورتیا خوله به کړو ماته زیاتی
دی فیصلی پسی جهاد دی زمونږ
د ځواکمنی راز په وحدت کی پټ دی
وحدت د ټولو زهرو پاد دی زمونږ
{/slide}{slide=شعر او شاعر}
په کوم زړه کی چه احسا س وی درد او مینه
شې بها نده پکی شعر لکه وینه
شعر د توند و عواطفو یو غبرګون دی
شعر په ژوند کی د ښکلاو یو لټون دی
بویه سترګی د شاعر تیزی غړاندی
چه راسپړی پټ رمزونه لاندی باندی
پیودل کا د بیان د امیلونو
څنګ په څنګ ږدی ملغلری د وییونو
د هستی په سمندر کی یی تل یون وی
پنځونو او سپړنو کی رښتون وی
پاکه مینه یی د لاری بل څراغ وی
د ښایست د سرو ګلونو رنګین باغ وی
د وفا تاج یی په سر ژوند ته موسیږی
په ستایه د ښایستونو نه مړیږی
ژوند هنر یی سره دواړه وی پیلی
په وینا کی یی جوت وی ځلولی
هنر خپله هنداره د ژوندانه ده
لاره بیله د هنر او هستی نه ده
هر هنر د ژوندانه ښکلی بیان دی
ښکلا کله مجرد څیز په جهان دی
تش هنر لپاره هډو هنر نشته
که بیا وی بی له ښایسته یی جوهر نشته
هنری شعر ملګری هم د ژوند دی
چی د روح سره یی تړاو د کیف او خوند دی
روح شعور د انسانی ژوند یو بل نوم دی
پټ په تن کی د معنا نغښتی ادوم دی
د معنا او تن بیلتون سره ډیر ګران دی
بی له تنه د معنا کله امکان دی
معنا نشته په هوا او په فضا کی
صرفا ځای لری انسان د زړه درزا کی
دا معنا ده چی انسان پری جوړ انسان دی
او که نه وی انسان خپله یو حیوان دی
معنا هم د انسانی وجود خصلت دی
له انسان پرته شته چیرته دا صفت دی؟
شعر خپله څرګندوی ددی ارزښت دی
بس انسان ته یی حا صل ویاړ او منښت دی}
{/slide}{slide=راغلم}
ما د کلونو مزل وکړه چی منزل ته راغلم
کړمنو لارو نه شوم تیر د عشق درشل ته راغلم
له څو کلونو دوزخونو کړاونو وروسته
خوښ شوم ایله چی د وصا ل وروستی بورجل ته راغلم
نه وم خبر چی په کوټو کی راته غله وه غلی
لاس تر ګریوان دننه خپل کور کی جدل ته راغلم
له دوکمارو اشنایانو درته څه ووایم
زه اوس له ټولو یارانو د پزی پل ته راغلم
زړه به می مات وی هر قدم د زړه له زوره اخلم
مینه می نه پریدی ځم وړاندی که اجل ته راغلم
ژبه ده غوڅه پښی دی شلۍ لاس هم نه غزیږی
مینه ژوندی ده ځکه بیا هم چی تکل ته راغلم
دا توده مینه دی ژوندی او ګلالی وی مدام
پوره می وپیژانده اوس یی ژور تل ته راغلم
لاس به وانخلم څو می څاڅکی وینه تن کی شته دی
عزیزه دادی د ازمیښت وروستی مورچل ته راغلم
{/slide}{slide=انسان ته خطاب}
فرښته نه يي خو ته سوچ د فرښتو يي خپله
جسم به يي خو هم شعور د ټولو شتو يي خپله
نه چيري ګل او نه ګل څانګو نه ګلياڼه يي ته
ته بس معني د خوشبو يي او د رنګو يي خپله
فطرت دا ستا په باورونو ښکلاينه مومي
د جهان تن کې وينو څير په خوزيدو يي خپله
چۍ ښايست ګوري په عالم کې دغه ستا سترګې دي
يو سترګه ور باچا ددي ټولو وړندو يي خپله
خپله دا غرځنګل او ګل په ښکلا څه پوهيږي
سوب نړۍ کې د ښکلا د ځليدو يي خپله
د ستا د فکر جوهر هيڅ د رانغاړلو نه دي
په ښکاره لوړ جوهر د ټولو جوهرو يي خپله
تاله پسرلې او موسمونه سلامونه کوي
په تندي تاج د زمانۍ او د وختويي خپله
د کيفيت او کميت پيژنه خپله کوي
را سپړونکې دډير نغښتو قدرتو يي خپله
خپله يي مينه هم خالق مالک د مينی يي ته
هم بنسټ ګر دډيرو پيښو حادثو يي خپله
که ته خاورين يي په ذروکې دي بريښنا پټه ده
هم زيږونکۍ د رڼا او پلوشو يي خپله
ووايم څه يي معما د راز او نياز يي دلته
د ځمکې غيږ کې پيغمبر د معجزو يي خپله
لکه د سيند په ځان تاويږي ځان دي ورک درځني
که ځان دي وموند سرغندوي د قافلو يي خپله
له تانه لوړ نشته له چانه هډوښکته نه يي
لاندي پرمځکه پاس پرهسک په آلوتو يي خپله
ستا خپل وهمونه دي چۍ ستا په وړانګو سيورۍ کوي
شپول دناجاڼو کې بندي په زولنو يي خپله
که را بهرد رخۍ کرکۍ ناولتيا نه شولې
ګوره چۍ بيا ابا د ټولو طاقتو يي خپله
عزيزه! ويښ کړه د جهان د اند او پوهۍ مخکښ
وايه روڼ ټکې د هستۍ د تورو شپو يي خپله
{/slide}{slide=انساني مینه}
لا که د انسان الوت تر هسکه رسیدلی دی
لا که یې د ستورو انجمن ته لاس ور وړی دی
تیز نظ ر یې ګوره د ذری زړه کی لټون کوی
خیال یې د هستۍ په ژور تل کې موسیدلی دی
ډیری هتکړۍ یې د ناجاڼو دړې وړی کړی
فکر یې د ژوندون د لید تر پولو غزیدلی دی
ګنډی د رمزونو د رازونو زیاتې پرانستی
زوږ یې د خاورینۍ ځمکی برید نه پورت ه تللۍ دی
ډیره اوږده لاره د مزلونو یې نغاړلۍ ده
ده د ژوند د لارو هر یو موړ ښه ازمویلی دی
لا دی هوښیارۍ او ځواکمنی کی هم محکوم ښکاری
درز د ټولنیز تضاد یې هر هډ دردولۍ دی
ډیرو کی هوس لا د وژنو خورا زور کی دی
لا هم ځنیو ځینو کی د جنګ مرض غښتلۍ دی
اوس هم د انسان هستی انسان نه خطره کی ده
اوس هم دیو د حرص په سړیتوب باندی پیاوړی دی
لا هم د دنیا پایښت ولاړ دی د اتوم په ښکر
ستر انسان خپل ځان وړی ذری پوری تړلۍ دی
هیره د انسان له ځوی نه خپله ستره دنده ده
ځینی ځینی کس ته انسانی خوی نا ګڼلی دی
غواړی د ځانی ګټو په لټه دنیا ورانه کړی
هر چیری یې تخم د فتنی فساد کرلی دی
دا ارت جهان د انسان کور دی د انسان دی وی
دا د ټول انسان په اند او هڅو باندی ښکلی دی
پریدی چی جهان کی انسانی مینه واکمنه وی
دا ستر عشق انسان وته نیکمرغه دی منلی دی
{/slide}{slide=الامان}
د جګړی سپیری سیلۍ نه الامان
زمولوی چه ددی بڼ تنکی ګلا ن
رژیدل دی ورانیدل ویجاړ یدل دی
په تازه فصلونو راغللو خزان
کلې ړنګ کورونه وران او کنډوالی شول
د هیواد له شتو چاپیره دی طوفان
میندی بوری شولی پاتی بی ځا منو
د ورور مرګ کی خویندی ګډی په سوران
ډیری وینی شولی توی هیڅ بی هیڅه
لا تویږی پخپل منځ کی هغه شان
ماړه نه دی لا هم نوری وینی غواړی
د پتنو او فسادونو ښا ماران
د وطن د دښمنانو دی دا چاری
چی جنت غوندی وطن شو زمونږ وران
وطنوالو د وطن نارو ته غوږ شۍ
چی یوالی ته مو بولی په هر ان
د جګړی اورونه مړه کړی ګټه نشته
ګټه اخلی لدی جنګ نه دښمنان
چی لتا مری یا له ما مری دغه څوک دی
دوی زما او ستا دی ورونه عزیزان
دوی دی مټی د وطن د ابادیو
ولی اخلو له وطن نه دغه توان
د وروری لاسونه ورکړو ټول په مینه
دا هیواد دی شریک کور د ټول افغان
هیواد سوله او په امن کی جوړیږی
دا ورانۍ راځی په سوله کړو جبران
سوله ژوند دی سوله مینه پیرزوینه
سوله هیله تمنا د هر انسان
راځی پرمینځو په سوله د جنګ لړی
ورین کړو نور د خپل وطن په سر اسمان
-------------------------
{/slide}{slide=جنګه}
ای جنګه خوار شی جنګه
ناولیه او بد رنګه
ته ورک شي له جهانه
دنیا ده درنه تنګه
------------
نه ځوان ګورې نه زوړ
ناورین دی ستا پری جوړ
ماشوم وژنی بی ننګه
ای جنګه خوار شی جنګه
-------------
لمبی دی مدام بلی
سیزی دا خلک ولی
څوک خلاص ستا له غورځنګه
ای جنګه خوار شی جنګه
--------------
هیڅ رحم درکی نشته
بد مرغه او بدپښته
نړﺉ لتا نه ړنګه
ای جنګه خوار شی جنګه
-------------
پخوا دی وه بس توره
دنیا وه تری تروره
ټويک دی اوس تر څنګه
ای جنګه خوار شی جنګه
---------------
د شوبلو دی لښکری
ماشین وکړی وزری
راکټ دی هم په ننګه
ای جنګه خوار شی جنګه
-------------
منطق دی واړه زور دی
سکروټی او سور اور دی
ستا خوله د پوهی ګونګه
ای جنګه خوار شی جنګه
ته غوښت د ظالمانو
وسله د شوکمارانو
په تا یی ده غوا لنګه
ای جنګه خوار شی جنګه
---------------
حتمی یو ورځ ورکیږی
نړۍ نه محوه کیږی
شی کوز به له پالنګه
ای جنګه خوار شی جنګه
جهان به ټول هوسا شی
خوره به سوله بیا شی
خوښی به وی هر رنګه
ای جنګه خوار شی جنګه
{/slide}{slide=راځي}
کله چی ته د شنو پسرلو په بدرګه کی راځې
د ژوند د ځوانی تمنا ځوانه اسره کی راځې
سیمه خوشبو شی د عطرونو عوټۍ خوله پرانځی
د سرو ګلونو نه راوتۍ په وږمه کی راځې
غرونه رغونه رنګ زرغون کړی هرکلی ته وځی
ته چی د لمر د زری وړانګو پلوشه کی راځې
ریدی خاټول درته په دښتو او پټو کی ناڅی
له پورته وریځو د رڼو څاڅکو څپه کی راځې
ټوله شپه څاری شنیلۍ پاس د هسکونو لاره
د سباون د سپینی پرښې ولوله کی راځی
راځه راځه چی انتظار شو نور د مرګ برابر
کاته کاته دی چی په کومه قافله کی راځې
ای د عزیز د زړه دننه پټی غلی هیلی
بهر به کله ددی سترګو ننداره کی راځې
{/slide}{slide=دشپو پیغام}
هره شپه لرې پیغام د ګهییځو نو
هره ورځ کوی سلګۍ په ماښامونو
نه تل پاتی تورتمونه چا لیدلی
نه په هسک تل ځلیده وی د لمرونو
د وخت مور هیڅکله نه ده شنډه شوې
دم ګړۍ ده په نوو زیږونونو
هریو نوی د زاړه ده ځوانه بڼه
اصلا وده ده موخه د بدلونونو
یون اساس د ژوندانه دی پاتی شوې
تم کیده لرې معنا د مړو تنونو
سړې پړ نه دی د خپل تکل په وړاندی
پړ هغه دی چه لاس اخلی له زیارونو
د ناخوالو نیز به هم اخر ودریږی
د عزیز ویسا ده ټینګه په هوډونو
{/slide}{slide=اوبه شوم}
وېلی وېلی دی وطنه په نامه شوم
په ځان پوې نه یم چی څه ومه اوس څه شوم
څوک خبریږی په دا هسی سوزیدلو
څرګند روغ دننه وسومه لمبه شوم
توره تبه د بیلتون هډونه شپیلی
څاڅکی دی په مینه کې اوبه شوم
ستا د مینی په راښکون کی دومره زور دی
بس تش خیال ته هم چی راغلی په لمانځه شوم
ستا ازغی او ستغ ځوځان زما ګلونه
دی ګل ګل وطن کی خدایږو که دمه شوم
د یورپ دا ښکلاګانی ماته هیڅ شوی
ستا د شنه اسمان صفا پسی وریته شوم
ستا کوڅی د خاورو خټو هیری نه شوی
کومه شپه ده چی دی بی یاده ویده شوم
شیبه ګی دی ایستې نه شمه له زړه نه
زه عزیز دی لولپه په بیلتانه شومء
{/slide}{slide=واکمني}
د تیارو او تورتمونو واکمنی شوه
د ظلمت د ګونګو شپو حکمرانی شوه
د ماتم توره جامه رڼا اغوستی
ورته و ګورۍ د عقل حیرانی شوه
چه د وینو رنګ مو تور داغونه راوړل
دا زمونږه قربانی هم قربانې شوه
د شراب په ځای د وینو پیا لې اخلۍ
د غم ویش دی د دردونو مهمانی شوه
د پسرلی نوم چی وانخلۍ بلبلانو
هر یو ګل او هره پاڼه خزانی شوه
چی په شوونډو یې د غم څپه تیریږی
خلکه زیر شۍ دا ځوانې څنګه ځوانی شوه
ملغلری دی د اوښکو ډالۍ کیږې
عجیبه شانی د وخت مهربانی شوه
د عزیز کړیکه به رسې اخر چیرته
د ارمان څړیکه یې زړه کی توپانی شوه
{/slide}{slide=اسره}
ساقی تاته مو راوړی
د ستومانه ژوند هیله ده
له هر چا مو غوڅه کړی
پاتی ستا یوه اسره ده
پاڅی ویش باندی شیبه کړه
کنډولو او په مټونو
هله هله تلوسه کړه
ساړه شوی وچ هډونه
په پیا لو تاوده تاوده کړه
د شرابو د نیشی جوش
په رګونو کی خپاره کړه
سوړ محفل را مستانه کړه
زړه راښکونکی پیمانه کړه
څڅوه او ځنځوه یی
د وخت تږی پری ماړه کړه
خپل کاته لا جانانه کړه
شونډی موسکی په بانه کړه
زړه د مینی اډانه کړه
مغنی ته هم رباب واخله
پیل څه نوې ترانه کړه
مسته مسته نغمه چیړه
غړندی ساوی پری تازه کړه
یله ځار او د قربان
ناره پورته تر اسمان کړه
زوږ او شور زړو کی راویښ کړه
تاو غوږونه د زمان کړه
بهر ګوره چی ملا دی
طالب چڼی پری بالا دی
قهریدلی پاریدلی
زوړ زمری په غړمبیدا دی
محتسب دوره په لاس کی
هری خوا ته په غوغا دی
په اوږه د چا ټوپک دی
چا سره راکټ کوتک دی
یو یی توپ تر څنګه نا ست دی
بل یی شوبلی باندی کلک دی
څوک شی سر تری خوزولی
څوک ملا ته شی کتلی
حال د زړه شی څوک ویلی
هر سړی دی غلی غلی
ښار او کلی یو مړ ستون دی
دم له هر چا دی ختلی
ساقی ستا ترخه پیاله ده
مغنی ستا د ساز څپه ده
چی کړاو مو کموی شی
سره دردونه سړوی شی
غړاندی سترګی پټوی شی
ویښ احساس چی ویدوی شی
-----------------
{/slide}{slide=د آرمان مړینه}
یو خوږ ارمان زړه کی میشته لکه د ګل وه هسی
بریښنده مخ روڼ او ښایسته د لمر له ځل وه هسی
د ملغلرو تاج په سر یی واکمنی کوله
کور یی د مینی او ښکلا رنګین محل و هسی
ما دی پاللو د سرو وینو په تودو څړیکو کی
د ژوند په څیر ناست تل مدام د زړخ په تل وه هسی
د پسرلنو خوشبو وږمو غوندی تنکی وه دومره
غږ د خوښی او نیکمرغی د ده هر پل وه هسی
دغه منلې نازولې ټولواکمن د ژوندون
زما نارامه خوب او خیال لره تسل وه هسی
پرون شو مړ ډیرو غمونو کی یی ساه ورکړله
رقیب کړو ښخ وایی راغلی یی اجل وه هسی
اوس بی ارمانه به دا پاتی سړی شپی څنګه شی؟
نشته هغه چی تودونکی د تکل وه هسی
عزیزه ماتی حوصلی شوی زړه دی دړې وړې
بیل شو لتا چی تورتمو ته روڼ مشعل وه هسی
{/slide}{slide=مات په ګوتو کې قلم دی}
د پسرلی په کور ګډ شوې د خزان ویر او ماتم دی
د ګلونو په سرو پاڼو لګیدلی داغ د غم دی
لمبه بله په ګلشن ده د شنو څانګو هستې سوزی
د بلبل په شونډو ژوبل نن د مینې ترنم دی
په ذهنونو تیاری راغلی وزر د پوهی تور شول
د اندونو روڼ اسمان پوښل شوی په تورتم دی
د ښکلا سمبول بدل او د مینی معیار نور شو
له ډبرې نه جوړ کړی عاشقانو خپل صنم دی
د ویجاړ ژوند په کنډر د ورانۍ دیوان ولاړ دی
یو هم وایی کاریې سم دی بل هم وایی کار یی سم دی
د نظر ورونه تړلی احساس ډوب دی په سرو وینو
د وینا مری خپه ده مات په ګوتو کی قلم دی
انسانی زړونو حرم کی ځای د مینی کرکی وینو
له جنت نه ادم ووت نن دیره په جهنم دی
د تلبیس خرقه پوشان دی د ریا تسبیح په لاس کی
دا ډالۍ ده عزیزه دا کرم د دوی کرم دی
{/slide}{slide=دکاڼې ښيښې لوبه}
دلته د زړونو د ارزښت اندیښینه چا سره ده
دلته د سوچ جرړه نښتی سود سودا سره ده
دلته څوک کار د کوشیرونو او پیوند نه کوی
دلته د کاڼی ښییښی لوبه ماتیدا سره ده
څوک د حالاتو په سلګو کی مینه څه پیژنی
دلته د ژوند لړۍ روانه انګولا سره ده
بوږنوړ نیولی مغز به څه د وفا فکر وکړی
دلته د مینې هیله غوټه د جفا سره ده
د لیونتوب یاغې څپه د زړه له ماتی زیږې
د عقل تړه تل د صبر او د بسیا سره ده
د مینی لار نیسه عزیزه چی اشنا ته ور ځی
د مینانو قصه ټوله د وفا سره ده
{/slide}{slide=شعر اوشاعر}
پهکوم زړه کی چه احسا س وی درد او مینه
شې بها نده پکی شعر لکه وینه
شعر د توند و عواطفو یو غبرګون دی
شعر په ژوند کی د ښکلاو یو لټون دی
بویه سترګی د شاعر تیزی غړاندی
چه راسپړی پټ رمزونه لاندی باندی
پیودل کا د بیان د امیلونو
څنګ په څنګ ږدی ملغلری د وییونو
د هستی په سمندر کی یی تل یون وی
پنځونو او سپړنو کی رښتون وی
پاکه مینه یی د لاری بل څراغ وی
د ښایست د سرو ګلونو رنګین باغ وی
د وفا تاج یی په سر ژوند ته موسیږی
په ستایه د ښایستونو نه مړیږی
ژوند هنر یی سره دواړه وی پیلی
په وینا کی یی جوت وی ځلولی
هنر خپله هنداره د ژوندانه ده
لاره بیله د هنر او هستی نه ده
هر هنر د ژوندانه ښکلی بیان دی
ښکلا کله مجرد څیز په جهان دی
تش هنر لپاره هډو هنر نشته
که بیا وی بی له ښایسته یی جوهر نشته
هنری شعر ملګری هم د ژوند دی
چی د روح سره یی تړاو د کیف او خوند دی
روح شعور د انسانی ژوند یو بل نوم دی
پټ په تن کی د معنا نغښتی ادوم دی
د معنا او تن بیلتون سره ډیر ګران دی
بی له تنه د معنا کله امکان دی
معنا نشته په هوا او په فضا کی
صرفا ځای لری انسان د زړه درزا کی
دا معنا ده چی انسان پری جوړ انسان دی
او که نه وی انسان خپله یو حیوان دی
معنا هم د انسانی وجود خصلت دی
له انسان پرته شته چیرته دا صفت دی؟
شعر خپله څرګندوی ددی ارزښت دی
بس انسان ته یی حا صل ویاړ او منښت دی
{/slide}{slide=مومیایی هډونه}
د وخت غږونه چې څوک نه آوري کاڼه دي هغوئ
پيښې چې ګوري او درس نه اخلي ويده دي هغوئ
د آوریدلو او لیدلو پايلې پوهه وي
ژوندي به وي خو تم په ځای لکه د مړه دي هغوئ
د زمانې له اوښتون سره چې وړاندې نه ځي
د انساني روح له جوهره نه په واته دي هغوئ
له احرامونو نه وتلي موميايي هډونه
د عصر زړه کې دي خو بې یونه وراسته دي هغوئ
مهال هيڅ بیرته ترشا نه ګوري ځي مخته درومي
له بهير پاتې خامخا په ورکیده دي هغوئ
ځنې جنت پاتې ترشا په کنډوالو کې ګوري
جنت دی مخکې خو ترشا په ښویده دي هغوئ
د زاړه نوي ښکون راښکون همیشنی شخړه کې
څوک پلوي چې د زاړه کا ژوند ته پړه دي هغوئ
عبدالعزیز پرهیز
{/slide}
عبدالعزیز پرهیز
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode