بغدادی پیر

تاریخ
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

عزیزالله حقپال

ډېوېډ جونز د انګلستان د څارګری اداری( استخباراتو) غړی و .  د شلمی بیړی په شروع کی د  هند برطانیوی او افغانستان  ساحه کی دنده  درلوده.په منطقه کی شه بلد او په پشتو ژبه روانی خبری کولی شوي.
د خپل کار په دوام یی د ورځنی یاداشتونو کتابچه درلوده ورځنی فعالتونه یی پکشی لیکل . نوموړی  په  ۱۹۵۵ میلادی کال کی   کله چی ایتالیا ته د خپلی موږ د  جسد د خشولو لپاره تللی وه  د امان الله خان سره یی ملاقات هم کړی. د ملاقات دا برخه یی مخکی په رسنیو کی خپره شوی ده

.
سوزان چی د ډیویډ جونز کروسی کیږی په ۲۰۱۶ میلادی کال کی د خپل ورنیکه دا د یاداشتونو کتابچه تر لاسه کوی.
هلته لولی چی ورنیکه یی د برطانیا لپاره ستر خدمتونه کړی په ویاړ سریی هغه برخی ( افغانستان کی فعالیت)دیو کتاب په توګه خپری کړی
پدی کتاب کی د ډیوډجونز له پیژندګلوی سربرسیره د امان الله خان له لوری د استقلال اعلان د هغه پایلی په هند او نورو مستعمراتو باندی ، دامان الله خان لخوا د ریفورم او اصلاحاتو نمونی او دهغه محبوبیت څیړی .
د کتاب منځنی برخه د استخباراتو پلانو او دکارکولو طرز توضح کوی ورسته بیا هغه  ۸۰ نفره جاسوسانو راتګ افغانستان ته چی  د مختلیفو پیرانو او روحانی شخصیتو ترنوم لاندی فعالیتونه تشریح کوی.
لدی جملی یو هم پیر بغدادی دی چی دافغانستان جنوبی برخو کی فعالیت شروع کړ ،
تاسو به پدی کتاب کی ولولی چی انګریزانو د امانی دوری له اصلاحاتو سره څومر بد بینی درلوده ؟تاسو به ووایاست چی خارجی استخبارات دخپلو مخی لپاره څه ډول نیرنګونه کاروی. ؟تاسو ته به د افغانانو په پاکو احساساتو ملنډی او سوه استفاده شکاره شی. تاسو به فرنګیانو شوم هدفونو او د سقاو د زوی په بریالیتوب باندی د انګریزانو هوسا  ساه اخستل وګوری چی اهداف یی لاسته راوړل.
تاسو به وګوری چی  ، هغه باسیواده  ځوانان او افسران چی د پیر بغدادی په مخالفت کی دریدلی دمریدانو لخوا څنګه سرکوب شوی.
خلاصه چی  بیسیوادی دهیواد  لویه دوشمنه  ده چی هر وخت غلیم  تری ګټه پورته کړي ده.  چی داټول سوالونو    باندی د پوهیدلو  لپاره د کتاب لوستل اړین دی .
 د قدرمن دوست ش رحیمی څخه مننه کوم چی دا کتاب یی ماته د مطالعی لپاره استولی دی،
 د خپرولو لپاره هغه ماپه قسمتو ویشلی  

لومړی د داستان شروع اود ډیوډ جونز دکورنی تفریحی سفر
لارا اوتو کړې جامې په بکس کې کېښودې، ویې ویل

!سوزان، څه فکر کوې؟! د پوهنتون اووه ورځې رخصتي دې په دومره ستړي سفر ارزي؟ _

:ځوانې نجلۍ ریموټ ور واخیست، تلویزون یې مړ کړ، ویې ویل

.تر دې ډېره رخصتي نه لرو، ښه ده، څو ورځې به د لندن له شور ماشوره لیرې یو_

!الرا ناره کړه

!ټامه

:غوږ یې ونیو، څه یې وانه ورېدل. لور ته یې وکتل ویې ویل

!ورور دې چېرته دی؟_

سوزان کړکۍ ته ودرېده، له پورته یې الندې وکتل، پالر یې د واګون موټر پرسر د لرګي وړه

.کیښتي تړله

:ویې ویل

.مخکې یې موټر پاکاوه_

.الرا د بکس ځنځیر کش کړ

سوزان پر زېنو کښته شوه، د باندې ووته، لمر پوست لګېده، نري باد د ونې ببرې پاڼې

.خوځولې

:سوزان یو دم چیغه کړه، منډه یې واخیسته، لیرې ودرېده. په خشکه یې وویل

!پالره، تر اوسه ال یخني ده_

....له عمره پوخ سړي د موټر مخکینۍ شیشې ته د اوبو پایپ نیولی و، خندل یې

سوزان پر خپله غاړه الس تېر کړ، ګوتې یې لندې شوې، ټټر ته یې وکتل، لوند و. د ونې له

.سیوري لمر ته شوه

:ویې ویل

پالره! ټام دې نه لید؟_

.سړي زېر زمینې ته اشاره وکړه

سوزان ورغله. ژېړ ګروپ بل و، د زېر زمینې په بل سر کې ټکا خته. تر زړو کوچونو تېره

شوه، پښه یې له بایسکل سره ولګېده، پر والړ کارتنونو یې الس تکیه کړ، د وښو د رېبلو د

ماشین له سره یې د مخ نقاب ور واخیست، نقاب اوږدې سرې داړې درلودې، سترګې یې تر

.غوږونو پرې وې

نقاب یې خپل مخ ته ور واغوست. ارام ګامونه یې واخیستل، مخکې الړه، ورور یې د لرګي

.په یو لوی صندوق کې څه لټول

.سوزان مال کړوپه کړه وغرېده

.ټام ور ونه کتل

:د سوزان د تندي نرۍ ګونځې سره ورغلې

!ونه ډار شوې؟_

.د کرکټ په توپ پسې ګرځم. میاشت مخکې مې په همدې صندوق کې لید_

:سوزان وخندل

!په دومره جنجال نه ارزي_

!ارزي، له کرکټه پرته مېله، نه مېله_

.سوزان ډاروونکی نقاب لیرې کړ، پر یوه کارټن کېناسته

:ټام وویل

.ایرلنډ مې نه خوښېږي، کاشکې مو یوه اوونۍ همدلته په لندن کې تېره کړې وای_

سوزان ودرېده، درب شو، سر ته یې الس ونیو، له پورته د لرګي کوچینی صندوق راولوېد،

.پر ځمکه ولګېد، پورتنۍ تخته یې بېله شوه

!ټام چیغه کړه

!پام_

:سوزان کېناسته، له ځمکې یې کوم شی راپورته کړ، ګروپ ته یې ونیو، ویې ویل

!مډال_

:ټام په بېړه ور وکتل، مډال یې د خپلې خور له ګوتو وایست، ورو یې وویل

:د ژېړو دی، ورته وګوره، څه پرې لیکل شوي! د انګلستان د ملکې مډال_

.م. کال ۱۹۳۵

:سوزان وویل

!اوس ۲۰۱۶ کال دی، مانا یو اتیا کاله یې وتلي دي_

ټام پړمخې پروت صندوق په بله خوا را واړاوه. یوه پنډه، زړه کتابچه ترې ولوېده. سوزان

کتابچه ور واخیسته، ور پو یې کړل، ویې ټوخل. د کتابچې پر پوښ یې څنګله تېره کړه،

:شونډې یې وخوځېدې

بغدادي پیر

.ډېوېډ جونز

:سوزان د کتابچې ځای ځای پاڼې واړولې، یو ځای لیکلي و

یوې مرغۍ ته مې وکتل، د ستونې سپینې پستې بڼکې به یې وپړسېدې، اخیستې هوا به یې ...

.په خواږه غږ بدله شوه

:بوډا په بېړه وویل

!خوښه دې شوه ارزانه ده؟ _

:ومې ویل

....نه_

:یو دم یې بې غاشونو خوله خالصه شوه، په خوند یې وویل

!ها! خو سم ووایه چې کوتر باز یې_

:سوزان یو بله پاڼه واړوله

:امان هللا خان وویل...

!ناوخته ده، وار له واره به د مطلب خبره راواخلم، الن مایک پېژنئ؟_

ټوخي واخیستم، له خولې مې چایو داره وکړه. بیاله مې پر مېز کېښوده. بخښنه مې وغوښته.

ژر مې له جېبه سپین رومیال را وایست، د خپلې کورتۍ د ټټر پر لنده شوې برخه مې تېر کړ.

....سفیر ته مې وکتل، په الس کې نیولې پیاله یې لړزېدله

:د کتابچې په بله پاڼه کې لیکلي ول

:یودم مې ډډ خندی واورېد، یوه کوچیاني غږ وویل ...

پیر صېب خو له خپلې ک... خبر نه دی، پرتوګ یې په چپه خوا اغوستی، نو ورک سېرلی _

....!به څنګه په خپلو پښو راولي

:سوزان بله پاڼه واړوله

زه به پر ځمکه ګرځېدم، خو خلکو به اسمان ته کتل. په هرې سپینې کوترې پسې به یې ...

چیغې وهلې )) پیر ګل ته وګورئ، له ځانه یې کوتره جوړه کړې، پر خپلو مریدانو

....راګرځي...((. چا چې به ولیدم، پر ځان یې د دوزخ اور حرام ګاڼه

.سوزان بېرته د کتابچې پاڼې سر وروستې

.بله برخه سبا ان شاءهللا

!نوټ: همدا اندازه سم ده که یې کم او زیات کړم؟

:موټر تېز و، ونې، کورونه، شنې کروندې په منډه شاته تلېسوزان وویل

!پالره! مېله نو داسې وي؟_

.سړي وخندل، د موټر له اکسلیټره یې پښه پورته کړه

.سوزان د مخې سیټ ته غړۍ ور اوږده کړه، د سرعت ستن پنځوسو میلو ته راکښته شوه

:ویې ویل

.اوس نو په ریښتیا مېله شوه، له الرې هم باید خوند واخلو_

!ټام چیغه کړه

!هلته وګورئ_

....سوزان مخ ور واړاوه. لیرې په شنو غونډیو کې دوو سپینو آسانو منډې وهلې

:الرا وویل

!الرې ته ګوره_

.سړي الس ور وغځاوه، د ښځې پر ورانه یې پسته چونډۍ ور ولګوله

د الرا مخ سور شو، په بېړه یې شاته وکتل، اوالدونه یې ورمېږونه کاږه کړي ول، د موټر د

.شا له شیشې یې آسونه ته کتل... د ونو غوټه راغله، آسونه ورک شول

سوزان مخ ور واړاوه، د موټر د عقب نما په آیینه کې یې د خپل پالر وړو سترګو ته وکتل

:ورو یې وویل

!پالره! نیکه دې څنګه سړی و؟_

:سړي وخندل

!څنګه دې یودم زما نیکه ذهن ته درغی؟_

!هسې_

.زما نیکه ستا د مور د نیکه غوندې کشیش نه و چې ټول عمر په کلیسا کې تېر کړي_

:د الرا ټنډه تروه شوه

!ته باید زما نیکه ته احترام وکړې_

:سړي وخندل

!ما خو کومه بده خبره نه ده کړې_

:غلی شو، په خوند یې وویل

اه! برېتانیې ته د ډېوېډ جونز خدمتونه نه شو هېرولی! پوهېږئ! نیکه مې په برېتانوي هند _

!کې ږېره سپینه کړه. پوره څلوېښت کاله یې ملکې ته خدمت وکړ

:سوزان وویل

.مډال مې یې ولید_

.سړي په بېړه ور وکتل

:سوزان وویل

....نن سهار مې په زېرزمیني کې یو صندوق وموند_

:سړی په خبره کې ور ولوېد

.هلته یوه زړه کتابچه هم وه_

.هو! راسره را وامې خیسته_

:سړي وخندل

.ښه دې وکړل، خو پام ورسره کوه_

:ټام وویل

!پالره! تا لوستې ده؟

هو! خو کلونه مخکې، سم مې نه دی په یاد! تاسو یې ولولئ! پر خپل غور نیکه به افتخار _

!وکړئ

د کشتۍ پر غولي ګڼ موټر والړ ول. سمندري مرغانو خپل اوږده، سپین وزرونه باد ته ور

.کړي ول... هوار تلل

سوزان د کشتۍ اوسپنیزې کټارې ته ودرېده، د سمندر اوبه ارامې وې، کله کله به د نجلۍ

ژېړ، اوږده وېښته د هغې ښۍ سترګې ته راغلل، ګوتې به یې ترې الندې کړې، تر غوږ به

.یې واړول

کشتۍ ورو تله، شاته یې د سپینو ځګونو لیکه پاتې کېدله.... سوزان مخ واړاوه. پر مخامخ

اوږده څوکۍ یوه جوړه ښکارېدله. ځوانې نجلۍ د هلک پر زنګون سر ایښی و، هلک د نجلۍ

.په ژېړو وېښتو کې ګوتې تېرولې

د ټام غږ یې واورېد. دا یې د کشتۍ سالون ته د خوراک له پاره ور بلله. ورغله، د کاچوغو او

پنجو ټکا خته... ګڼ کسان ناست ول، ډېرو یې تنګي سترګې او پیتې پوزې درلودې، د چین،

.جاپان او کوریا سیالنیان ول

سوزان مېز ته نږدې څوکۍ وښویوله، کېناسته، سره کړې غوښه یې خوښه نه شوه، له

ګارسونه یې د ترکاري سوپ راوغوښت. ډوډۍ یې وخوړه، کوټې ته الړه. پر کټ پرېوته، د

.کمپیوټر له بکسه یې د خپل غور نیکه کتابچه را وایسته

بغدادي پیر

ډېوېډ جونز
نوربیا

له محترم عزیز الله حقپال څخه مننه چې دا مهم تاریخي اثر يې زموږ سره شریک کړ.