سید عبید الله نادر
لنډه کېسه
یوه پادشاه په سهوا په چاړه باندی خپله ګوټه پرې کړه ، شپه یې په دیر زحمت تیره کړه ،چې سهار شو وزیر یې راغی ،او تیره شوي کېسه یې ورته وکړه ،وزیر وویل چې په دې کې د خدای تعالی حکمت دی ،پادشاه په دي خبره غصه شو ،او وزیر یې زندان ته ولیږی
وزیر وویل: په دې کې هم د خدای تعالی حکمت دی، ،د قضا او قدر د لوبو نه ،یو څو ورځي وروسته پادشاه د خپلو درباریانو سره یو ځنګله ته د ښکار د پاره ووته ،وروسته د یو څه ښکار څخه پادشاه د خپلو درباریانو څخه لیری پاتي شو او ځان یې د ځنګلیانو په یوه قبیله کې یواځي ولید ، ځنګلیانو پادشاه ګرفتاره کړ او د ونې پوری یې وتړه ،د ځنګلیانو دا رسم او رواج وو ، چې هر کال به یې په همدې ورځ یو سالم انسان د همدې ورځي په ویاړ قرباني کاوه ، خو د پادشاه ګوتي ته په لیدو سره پادشاه یې خلاص او رخصت کړ ، پادشاه چې د دې ګوټي د غوڅیدو په خاطر له مرګه خلاص شوي وو ، ډیر خوشحاله شو او شکرونه یې پر ځای کړه ،او د وزیر د حکمت نه ډک دې خبری ته متوجه شو ،چې هغه ویلي وو چې په دي کې د خدای تعالی حکمت دی ،پادشاه دربار ته د رسیدو سره ، وزیر یې له زندان خلاص کړ ، او خپل حضور ته یې راوغوښت ، او تريې نه یې عذر وغوښت .د مخه لدې چې وزیر رخصت شي نو پادشاه ترې پښتنه وکړه ،نو په دې کې څه حکمت وو چې ته زندان ته لاړې ؟ وزیر وویل : د دي حکمت دا وو ،چې زه به تل ستا په رکاپ کې وم ، که په دې ورځ زه درسره وای نو زه خو روغ او سلامت وم نو خامخا د دې قبیلي د لرغونې دستور په اساس زه وژل کیدم ،دا د خدای تعالی حمکت دی چې مونږ دواړو ته یې وښوده
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
سر چینه ګوګل ژباړن : سید عبید الله نادر