محمد اسماعيل عندليب
د يوې محکومې او جاهلې ټولنې ګوډاګی او بدکرداره «ملک» د خپل بادار د يو ادنی استازي مخې ته ناست و، د "بادار" "استازي" له يو بې ګناه زنداني تحقيق کاوه، د دې ناستې موخه دا وه چې ګوډاګی د نورو ټولنو په نېواک کې د خپل بادار اوامر ښه عملي کړي، او د "بې ګناه زنداني" روان مطالعه کړای شي.
دا ګوندې محکمه او محاکمه نه، بلکې يو تدريسي ټولګی و، چې "ملک صيب" پکې زده کوونکی، "محقق" پکې ښوونکی، او بې ګناه زنداني پکې هغه لیکچر و، چې بايد "ملک صيب" ورڅخه د بادار د اوامرو په عملي کولو کې د لارښود په توګه کا واخلي.
"محقق" ډېر بد لهجه انسان و، "زنداني" متين ښکارېدو، خو ارام و، او له مجبوريته همکار و، "ملک" سخت متوجه و، څو يو ټکی ځينې خطا لاړ نه شي.
د محقق له کلي دوه پېغلوټې انجونې راغلې، له محقق يې د هماغه د مسلک کتابونه وغوښتل، داسې يې وښوده چې که محقق دې کتابونو ته اړتيا نه لري، نو دوی دې پرې ونازوي، خو محقق ژمنتيا وښوده چې دا يې خپل نه، بلکې د نظام ملکيت دی، قيمت به تاديه کوي، که څه هم ډېر لږ قيمت و، نجونو موافقه وکړه.
تحقيق ودريد، زنداني او ما يواځې تماشه کوله، محقق دوه ډبل کتابونه دوه انجونو ته ډالۍ کړل، انجونې روانې شوې، محقق غږ کړ چې د قيمت له ورکړې مخکې دې نه ځي، نه شي کولای د نظام ملکيت وړيا ورکړي.
"ملک صيب" رانېغ شو، په يوه پردۍ ژبه يې وويل (د انجونو زده کړه د ټولنې پرمختګ دی)، او بيا يې د انجونو پر ځای د هغو کتابونو قيمت اداء کړ، په خندانه خوله يې هغوی رخصت کړې.
زه چې د دې صحنې يو خاموشه تماشايي وم، غريب ونيوم، د صحنې پر مخ پرده راغله، او چې سترګې مې رڼې شوې، د کابل ښار په يو کونج کې په داسې خونه کې پروت وم، چې له څو ساعتو يې برېښنا نه درلوده، خو د لمر وړانګې د خونې تر منځه رسېدلې وې، او ماته زما د کلي د ښوونځي انجونې زده کوونکې راپه زړه شوې.