دوکه لنډه کیسه

کېسې او داستانونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

خوشال مزاروال
‏- اخ! ولې مې وهئ! ګنا مې څه ده!‏
په داسې اکر کې چې د سوکانو او لغتو باران دی پر ې، په روسي ‏‎ ‎بازاري‎ ‎ژبه ورته وایي:‏
‏- ژر شه! پیسې راو‎ ‎اخله،که نه بې مرګه دې نه پرېږدو!‏
‏- له کومه یې کړم!‏

بیا هم وهل او ټکول،‎ ‎ورته وایي:‏
‏- ښه نو په ژوند پکو شوی یې! نه غواړې ژوند وکړې!‏
بیا لاس شاته تېروي، د پتلانه له کمربنده چاړه راباسي، د ګوزار او وهلو تابیا نیسي. مړوند لاس و ‏پښې وهي چې له ګوزاره ځان وژغوري، په دې کې یې څنګل د تخت له ژۍ سره لګیږي. راویښیږي. ‏ګوري چې اندامونه یې رېږدي. خولې خولې وي. بیا د حوېلۍ څراغ په تته رڼا کې چې د خوب خونې ‏ته راننوتې، خپلې مېرمنې ته ګوري. هغه په درانه خوب ویده وي. ژوره سا اخلي. د ځان د ارامولو ‏کوښښ کوي. د خوښۍ څپې یې په شونډو راټوکیږي. شوکرونه‎ )‎شکرونه‎(‎‏ باسي، چې اخره خو یې ‏سمیږي.‏‎ ‎نږدې میاشت وي چې له غونچې‎ ‎سره یې واده شوی وي. غونچه‎ ‎یې د ماما لور وي. له واده ‏خوښ او راضي وي، او یو د بل په زړونو کې یې اوسېږي....‏‎ ‎خوډېر ژر پرې همدا ډاروونکی خوب ‏سیوری غوړوي، او تېر مهال ته ستنیږي.‏
تنکی ځلموټی وي، چې د ګټې وټې په سوچ و خیال کې کیږي. دغه سوچ و خیال ورته له مشرانو نه ‏په میراث پاتې وي. له هغو یې اورېدلي وي چې(( وګټه فیل وڅټه)). د همدې ګټې وټې خوبونه وي ‏چې پلار یې له دویمې ښځې او د هغې له زامنو سره ځان روسې ته رسولی وي، او خپل دوه ‏سکني ورونو یې پر خپل پلار هم پښه وراړولې، تر قاف غرونو تېر شوي ، او ځانونه یې لوېدیځې ‏اروپا ته رسولي وي. مړوند هم خپله مور د خدای اسرې ته پرېږدي، او د خپلو مېرنیو په مرسته ځان تر ‏مسکوه رسوي. ګوري چې هغوی‎ ‎هره ورځ سپېده چاودې له کوره وځي. خپلې هټۍ ته ځانونه ‏رسوي. د ماښام تر تیارې خورېدو پېر و پلور کوي، او ناوخته‎ ‎بیا کور ته راستنیږي.‏
کور کې د اونۍ په تېرېدو سره مړوند ته نوره ناسته خوند نه ورکوي. ورږې کوي. پښې په یوه موزه ‏ننباسي چې ورونه یې کارته له ځانه سره بوځي. ورونه یې لیوالتیا ښه شګون‎ ‎ګڼي، وایي د سات ‏تېرېدو تر څنګ به د دې ځای په دود و دستور، او رو و ګودر بلد شي، او هم به د دوی لاس پرې سپک ‏وي.....‏
مړوندهره ورځ ګهیځ په خړه ورونو سره له کوره وځي، کرۍ ورځ د پېر و پلور توکي سمبالوي، په ډېرې ‏ویښیارتیا سر ه ترې څارنه، او  ساتنه کوي او تېر ماښام کور ته راستنیږي. ورونو یې له غلو، غدیو ‏ورته ویلي وي، هغوی چې له وېښې مور زوی‎ ‎لوټي. خو هغه څه چې ځینې وخت د مړوند تبه‎ ‎خټه ‏کوي، د ژبې نه پوهاوی وي چې د اښتنې پوښتنې پر مهال ورته ربړه رامنځ ته کوي. خو بېرته‎ ‎د ‏نهیلۍ پر ستوني‎ ‎ګونډه ږدي، وایي، چې تر اوسه یې لا سېر وړۍ نه ده ورېشلې، په دوه درې ‏میاشتو کې ستونزمن وي‎ ‎چې د ژبې ربړه دې له مخې لرې کړي، او له دې سره یې موسکا په شونډو ‏راخوریږي..... ‏
کال لا پشپړ شوی نه وي، خو مړوند د دې جوګه ګرځي چې د ژبې په اړوند خپله جاله پورې باسي. د ‏پېر و پلور چارې پرته له ستونزو سمبال کړي. د هغه موسکا، تنکۍ ځواني، ښکلې بڼه، او ښه سلوک ‏د کار پر بهیر او زیاتوالي اغېزه ښیندي. ورونه یې پرېکړه کوي چې له مشتریانو سره د راکړې ورکړې ‏او پېر و پلور چارې ده ته وسپاري....‏
خو بیا د پېر و پلور د ورځني ژوند په لړ کې دوه ورځې کیږي،  یوه پېغله چې د مړوند  د عمر سره ‏اړخ لګوي، راځي،‎ ‎دتوکو په منځ کې ګرځي راګرځي. توکي اړوي، را اړوي. ځینې وخت موسکۍ ‏غوندې شي، خو څه شی نه اخلي، او‎ ‎تش لاس بېرته‎ ‎روانیږي...... ‏
یو خو روسان له اصل و نسله سره او سپین دي،‎ ‎خو بیا پر‎ ‎دې‎ ‎پېغلوټې خدای لږه‎ ‎شانې‎ ‎زیاته ‏لورولي وي. ډولي زړه وړونکې‎ ‎سترګې،یعقوتي شونډې، نرۍ ملا ، طلایي ویښتان، دنګه غاړه،   د ‏چا خبره د اوبو د څښلو پر مهال یې په مرۍ کې اوبه له ورایه ښکاري، ښکلی اندام چې د غاټولو تازه ‏سپړل شوي ګلونه‎ ‎یې لا‎ ‎د سړي پاملرنه ځانته راکاږي..... اورېدلي به مو نه وي، وایي، پېغله که د خټو ‏هم وي، هر څه‎ ‎دې ترې ځار شي ، او بیا دا خو لا کورټه‎ ‎حوره ښکاري...... ‏
نن هم راځي،‎ ‎دا کانه کوي، او پر خپله مخه ځي. په اول کې مړوند پرې د غلې ګومان کوي، خو نن پر ‏خپل ګومان پښېماني څرګندوي. مړوند پر ټاکلي وخت له ورونو سره هټۍ تړي. کور ته ځي. خو کله ‏چې د خوب په پار غځيږي، بیا یې پېغله د ذهن تمبې ورټکوي. نا اشنا سپرغۍ یې د زړه په نغري ‏کې روښانیږي. یوه پټه لمبه پر تن احساسوي. بې اختیاره د خولې لاړي تېروي، او څه پټ پټ ‏تخنېدل یې په وجود کې راټوکیږي...... مړوند د خیالونو بړبوکۍ له ځانه سره اخلي‎ ‎چې په دې کې ‏یې څنګ ته پرته مېرمن اړخ بدلوي، د زلفو ماران یې مړوند پر سترګو وهي.‏‎ ‎د بوړبوکۍ له ګردابه ‏راوځي. غواړي ښکل یې کړي، خو زړه ته یې پرېوځي، نه چې خوب ته یې زیان ورسي، او له خپلې ‏پرېکړې اوړي.  لږه شېبه وروسته بیا د سوچونو پیڅکه نیسي، او تر هغې له پېغلې سره په خیالونو ‏کې زانګي رازانګي چې خوب پرې غلبه کوي، او خوب ته پنا وړي.‏
سهار له بیدارېدو سره د کار په نیت روانیږي، هټۍ پرانیزي. کرۍ ورځ په دې هیله چې د هغې دوه ‏سترګې وویني، سترګې لور په لور اړوي، خو د هغې څرک نه لګیږي. ورځې خو پرېږده چې څو  شپې ‏د هغې په سودا کې ویدیږي، او راویښیږي...... اونۍ وروسته، د جومې(جمعې) ورځې، نږدې مازیګر ‏مهال وي چې نا ببره یې د سترګو په وړاندې رازرغونه شي. د مړوند زړه له خوښۍ نه په ټوپونو شي. ‏هغه د تېر په څېر ځان په توکو بوختوي. خو کله چې د پېرېدونکو ګڼه ګوڼه کمیږي، ایغه‎ ‎نیغه راځي، ‏مړوند ته دریږي. په موسکه بڼه سلام کوي ، وایي :‏
‏- نوم مې اکسانا دی!‏
مړوند اوږده سا اخلي، بیا په ماته ګوډه روسي ژبه ورته وایي:‏
‏- زما نوم مړوند دی. پېغله وایي:‏
‏- ډېر ښه!‏
بیا‎ ‎د زړه په سترګو مړوند ته ګوري، او‎ ‎په پسته ژبه چې مینه پکې څپې وهي، وایي:‏
‏- بشپړه اونۍ دې توکي پلورلي، ستړی شوی به یې، سبا ته د اونۍ رخصتي ده، نشو کولای چې ‏فلم سره وګورو!‏
مړوند پرته له ځنډه هوکړه کوي، د سبا لپاره د مازیګر څلور بجې سره‎ ‎ټاکي، او هغه هم همدلته د ‏هټۍ مخې ته.‏
اکسانا په خپله مخه ځي، خو مړوند ته د سوچونو بستر هواروي، او تر هغو یې له ځانه سره بوخت ‏ساتي چې د ژمنې په پار‎ ‎‏ ژمنځای ته روانیږي. ګوري چې هغه تر ده وړاندې رارسېدلي وي. د مړوند ‏په لیدو سره یې موسکا په تنکیو شونډو ناڅي.‏‎ ‎منډه کوي، ټینګ یې په غېږه کې نیسي،‎ ‎سره ‏شونډې په شونډو کیږي، بیا یې تر لاسه نیسي، او د فلم لیدو ته روانیږي. د ټکټونو د پېر پر مهال ‏اکسانا د وروستي کتار ټکټونه پېري، دواړه روانیږي، او پر ټاکلي ځای کې کیني. د فلم په پیلېدو سره ‏ګوري چې وروستي دوه درې کتاره خالي دي. ژوره سا اخلي، لکه  مراد ته چې رسېدلي وي. ‏نندارچیان د فلم په لیدو کیږي، او دوی دواړه داسې یو د بل په زړونو او رګونو ننوځي چې د فلم ‏لیدو ته یې هډو پام نه اوړي. زړونه یې بې واره درزیږي. د مچکو باران یې جوړ کړی وي. درېغه چې د ‏سینما څراغونه روښانیږي، فلم پای ته رسي. خو د دوی د زړونو تندغرې زمکې لا خړوبه شوې نه وي. ‏بېرون ته په راوتو بیا سره غاړه غړۍ کیږي، او په تلو تلو کې پر‎ ‎دې همغږي کیږي چې سباته به بیا ‏سره ګوري، هغه هم د نن ورځې پر ټاکلي وخت او ځای کې.‏
مړوند کور ته پر لارې او په وېښه خو پرېږدوه چې ان په خوب کې هم له اکسانې سره د نن ورځې په ‏خوږو خوږو کې ورک وي، داسې خواږه چې په لومړي وار یې ازمایلي وي.‏‎ ‎د اکسانې اورنۍ مینه، ‏تنکۍ او پستې شونډې،  او د غاټولو تنکي ګلونه.....‏
بیا هم ژمنه،‎ ‎د ژمنې په پار انتظار، او بیا د ژمنې ځای ته له کوره روانېدنه..... ګوري چې اکسانا ورته ‏لارې څاري.‏‎ ‎یو بل ته غاړې وځي،‎ ‎سره ښکلوي. بیا پر دې سره سلا کیږي چې ړومبی به‎ ‎د ایسکریمو ‏مزه څکي، او وروسته به کولتوري پارک ته روانیږي. مړوند د کولتوري پارک په لیدو خوښي څرګندوي. ‏ځکه په لومړي وار ترې لیدنه کوي. ښایسته شېبه د پارک په ننداره بوخت وي. وروسته د دمې نيولو ‏په موخه د پارک په یو کونج کې، د رنګارنګ ګلونو په منځ کې، په یوې‎ ‎ا وږدې څوکۍ کیني. ورسره ‏جوخت یو د بل په سترګو ننوځي، او په تنونو یې اور پورې کیږي. کله چې په خود راځي، ګوري چې ‏تیاره په خورېدو وي. چار ناچار زړونه سره پر دې دلاسه کوي چې راتلونکې اونۍ به بیا د زړونو خواله ‏کوي، او د مچکو په اخیستو سره جلا کیږي.‏‎ ‎خو د اونۍ په اوږدو کې مړوند د اکسانې په زړه راوریږي، ‏هټۍ ته ورځي، او خپله تندغرې مینه د څو شیبو لپاره سړوي....‏
د رخصتۍ په رارسېدو سره اکسانا مړوند له لاسه نیسي، استوګنځای ته یې بیایي، هغه چې دوه ‏میاشتې وړاندې یې په کرایه نیولی وي. مړوند له اکسانې سره تر ماښامه پاتې کیږي. ډېر څه وایي. ‏ډېر څه کوي. د زړونو بړاس سره باسي. یو د بل په زړونو کې ځای نیسي، او د باور او‎ ‎‏ اعتماد فضا ‏رامنځ ته کیږي.... د ماښام په رارسېدو سره  اکسانا ټینګار کوي چې مړوند ورسره پاتې شي خو هغه ‏ترې په دې ځان ژغوري چې کور کې یې څه نه دي ویلي، او روانیږي.‏
کور ته په رسېدو سره ګوري چې ماښامنۍ تیاره ده، او ټول ده ته سترګې اړوي. مشروټی ورور یې ‏موسک کیږي، او د کنایې او کترې په ډول وایي:‏
‏- مړونده! نن سبا ډېر بوخت ښکارې، ان دا چې ماښامنۍ هم درنه هېره وي!‏
مړوند موسک کیږي، خو څه په خوله نه راوړي. لاسونه پرېمینځي، او ډوډۍ ته کیني. خو کله چې د ‏خوب خونې ته ځي، او ډډې غځوي، د نن ورځې ټول خواږه یې د سترګو په وړاندې دریږي. نوې ‏هیلې یې په زړه کې راټوکیږي. د هغې مینه یې ځانته راکاږي. د راتلونکې په اړوند یې په سوچ کې ‏اچوي‎ ‎‏....‏
د مړوند او اکسانې اورنۍ مینه، راشه درشه، او ناسته پاسته، له اونیو نه میاشتو ته غځیږي، او بیا ‏داسې وخت هم رارسي چې مړوند د پلار او ورونو له استوګنځایه ځي ، او له اکسانې سره پاخه ‏اړوي. د کورنۍ غړي یې خواشیني څرګندوي. خو مړوند ته اوس اکسانا‎ ‎خپله مینه بریښي، او په دې ‏اړوند یې هډو زړه ته شک او بدګوماني نه پرېوځي.....‏
دا مهال د مړوند کاروبار رونق موندلی وي. خپله هټۍ لري. نیستوڼی یې غوړ وي. لاس ته یې ‏دومره څه ورځي چې د دوی ګوزاره پرې کیږي، او د چا خبره غېران دوه سپما ته هم پاتې کیږي. ‏مړوند خپلې مینې ته وړاندیز کوي چې دواړه کورنۍ، او یاران دوستان سره د واده په دود په هوټل ‏کې راټول کړي، او خپل ژوند ته قانوني بڼه ورکړي، خو دا مهال په تخت کې ورسره پرته مېرمن ‏،غونچه یې په خوب کې‎ ‎د خپلو بنګړو ډکه مټه پورته کوي، او د مړوند پر سینه یې اچوي. مړوند له ‏خیالونو راوځي، د بنګړو شرنګ ته موسکی کیږي. یوه شیبه غوږونه لک څک نیسي.‏‎ ‎پرته له یوه نیم ‏کیرړي اوازه چې تر غوږو کیږي یې ، نور هر څه پر خواږه خوب وېده وي. له لنډ لارغي ( مکث) ‏روسته بیا تېر مهال ته ګرځي، او یو ځل بیا د خپلوخیال پلوونو،  پلو رانیسي. مړوند غواړي چې له ‏اکسانې سره د واده دود تر سره کړي، خو اکسانا‎ ‎بیا دا بې ځایه لګښت بولي،او سکوټ ترې انکار ‏کوي. مړوند غلی کیږي، او نور څه نه وایي.‏
‎ ‎شپې ورځې همداسې په خوږو کې روانې وي، او وختونه وي چې د خپل مزله په کږلیچونو کې پر ‏مخ درومي، او تم کیږي نه. .....‏
‏ یو ه شپه‎ ‎ماسخوتن مهال وي چې  مړوندته یو هټۍ وال دوست همایون زنګ وهي، وایي چې د ‏مور روغتیایي اکر یې ښه نه دی، د ناچارې ورځې سبا ته هیواد ته ځي. دمګړۍ د مړوند سترګو ته ‏خپله مور دریږي چې ایکي یوازې یې د خدای اسرې ته پرېښې وي، او هیڅ اخوال ترې نه لري. زړه ‏کې وایي: ( بنده حیران، خدای مهربان.) اکسانې ته وایي چې یو هټۍ وال‎ ‎‏ دوست یې هیواد ته ‏بیړنی تګ کوي، غواړي د هغه پر لاس یوه اندازه پیسې مور ته ولیږي. هغه په سوچ کې ځي، خو ‏مړوند ترې یوه اندازه پیسې اخلي، سم دستي ولاړیږي، دوست ته پیسې رسوي، زړه یې تسکین ‏مومي،او خوشاله راستنیږي. خومیاشت لا تېره شوې نه وي چې مړوند د یوې بدې پېښې سره مخ ‏کیږي. د جمعې شپې دولس بجې وي چې د ټیلیفون زنګ یې راوېښوي. مړوند غوږی پورته کوي. د ‏تورسرو ژړاوې یې تر غوږو کیږي، کشروټی ورور یې په ژړغونې اواز د مور له مړینې خبروي. مړوند په ‏بیړه ځان رسوي. میرنۍ یې د زړه حملې وهلي وي. مړوند اړوځي چې بشپړه اونۍ هټۍ تړلې ‏پریږدي. د مور په ښخولو، لاسنیوه، خیر و خیرات کې ونډه واخلي، او یوه اندازه‎ ‎لګښت‎ ‎ته غاړه ‏کیږدي.‏‎ ‎خو دا کړنې یې د اکسانې ټنډه تریووي، غوسه یې راپاروي، او د خپلوانو په ویر او غم کې د ‏مړوند لګښت ورته لوپري ښکاري. مه واره له دې بشپړه اونۍ د هټۍ تړل او کورته د مړوند نه راتګ ‏یې لا پر زخمونو مالګه دوړوي، خو بیا هم هر څه په ګوګل کې ساتي، او په خوله څه نه راوړي.....‏
وروسته له اونۍ راګرځېدو، په دې پار چې خوله یې ورسره ونه وهل شي، او زړه بداوی رامنځ ته ‏نشي. مړوند ته‎ ‎پلمه کوي، وایي: بلا موده کیږي چې مور یې نه ده لیدلې، غواړي مور کره لاړه شي، ‏او روانیږي.‏‎ ‎
اونۍ وروسته کله چې راستنیږي، یو بل ته تر غاړې کیږي. بیا هم د تېر په څېر تندغرې مینه، خواږه ‏وختونه او مست خوبونه..... خو برخلیک ته ګوره چې بیا له مړوند سره څه نخرې کوي، اوپر نوې ‏لانجې یې اړوي. یوه شپه چې هغه هم له دولسو اوښتې، او مړوند له اکسانې سره په خواږه خوب ‏ویده وي، درې تنه یې اپارتمان ته رادننه کیږي، هغه هم پرته له دې چې کولپ او دروازې ته زیان ‏ورسي. اکسانا له لاسونو تړي، او د مړوند په وهلو، ټکولو لاس پورې کوي، ورته وایي چې څه یې ‏ګټلي، بویه چې دوی ته یې ورکړي، که نه پوستکی ورنه باسي...... خو مړوندسره له دې هم انکار ‏کوي. بیا مړوند پر داسې کور وهي چې له خولې او پوزې یې وینې روانیږي،مړوند اړ وځي چې ‏ټولې پیسې ورته مخې ته کېږدي، او له شره یې ځان وژغوري...... مړوند دوه درې ورځې د مخ د ‏پړسوب له کبله له کوره نه وځي. وجود یې‎ ‎شنه سابه، او تغمې تغمې وي، بل غدۍ پرېوتو هېښنی ‏کړی وي، وایي چې، نه دې کولپ مات شي، نه دروازه، او غله دې را‎ ‎د ننه شي..... خو بیا اکسانا  د ‏دروازې د نه بندېدو پړه پر میوندوراچوي، وایي چې وروستی هغه کور ته راننوتی، او کېدای شي ‏دروازه یې نه وي کولپ کړي...... د وخت په تېرېدو سره‎ ‎د یادې پېښې ټپ‎ ‎د مړوند له ذهنه وځي، او ‏پاملرنه یې ګټې وټې او کاروبار ته اوړي.....  یوه ورځ مړوند ناوخته له خوبه پاڅیږي. د هټۍ پرانیستلو ‏پرې ناوخته شوی وي.‏‎ ‎بېړه  کوي، او په تراټ له کوره‎ ‎وځي. د پېر و پلور په بهیر کې یو پېرېدونکی ‏ترې د ځینو توکو د پېر خبره کوي چې هغه له مړوند سره په دیپو کې وي. مړوند جیبونه لټوي، خو ‏کیلي ترې کور کې پاتې وي. مړوند تر دوه ګېنټو وروسته د توکو د چمتوکېدو ژمنه کوي. د غرمنۍ ‏خوړلو پر مهال ‏‎ ‎د کلي راوړلو په پار کور ته منډه کوي. خو کله چې د اپارتمان ور ‏‎ ‎پرانیزي،د نا اشنا ‏ځوانانو د خنداووڅپه یې تر غوږو کیږي چې یو یې‎ ‎اکسانې ته وایي:‏
‎ ‎‏- غم مکوه! پرېږده چې بیا یو څه زېرمه‎ ‎کړي! بیا احوال راکړه! دا پلا به داسې درس ورکړو چې مخ او ‏څټ یې‎ ‎ونه پېژندل شي! خو اکسانا ورته وایي:‏
‏- ګوره چې مړ‎ ‎درڅخه نشي!  خو غوسه پر دې راځي؛ چې څه ګټي، هغه په نورو څټي. راتلونکي ته نه ‏ګوري‎ ‎‏! ماران خو نه یو چې خاورې به خورو!‏
‏- رښتیا د دروازې په اړوند خو به شکمن شوی نه وي!‏
‏- نه! هغه پړه مې مې پخپله پر هغه‎ ‎وراچولې ده.......!‏
مړوند له غوسې سوزي، خو ځان نه بایلي. اورېدلې خبرې د خپل ګوګل په هدیره کې خښوي، او ‏سالون ته ننوځي. اکسانا ژېړه اوړي، خو مړوند په موسکو شونډو ټولو سره روغبړ کوي. اکسانا ‏ناست کسان ورته د ښوونځي د وخت ملګري ور پېژني. مړوند د زهرو ګوټ له ستوني تېروي، یوه ‏شیبه له دوی سره کیني،‎ ‎‏ بیا د ډیپو کیلي د هېرېدو خبره پر خوله راوړي، وایي چې پېرېدونکی ورته ‏انتظار باسي، او له کوره وځي.‏‎ ‎خو ورسره جوخت یې اندېښنې د روان تمبې ورټکوي، وردننه کیږي، ‏استوګنه پیلوي، داسې استوګنه چې د روان تر څنګ د بدن په رګونو او سلولونو کې سترګې غړوي، ‏راج پرې چلوي، او اپوټه د سکون او ارام ، برجونه  ښوره او وراسته کوي، او د خپلې مینې په اړوند ‏یې د بې باورۍ ګردجنه سېلۍ راپورته کيږي، داسې سېلۍ چې په شپو شپو، او ورځو ورځومړوند له ‏ځانه سره بوخت ساتي. د اکسانې چلند اریان کړی وي. دهغې غبرګون‎ ‎او په مینه کې دوکه ، ورله ‏په شاتو کې له زهرو‎ ‎ورکولو نه کم نه ښکاري...... ‏
وروسته له ډېر سوچه،  وړاندې تر دې چې‎ ‎یو ځل بیا په لومه کې ښکېل شي ، د یوې بلې دوکې ‏ښکار شي،‎ ‎او یا هم تر دې بدې او بدمرغې پېښې سره لاس او ګرېوان شي، خپله هټۍ پلوري، او پرته ‏له دې چې اکسانا پرې پوهه شي، د زوکړې ټاټوبي ته ستنیږي.‏
‏۱۴‏‎ ‎‏– ۱۰‏‎ ‎‏– ۲۰۱۹‏
‏۲۲ - د تلې - ۱۳۹۸‏
کوپینهاګن