سید عبیدالله نادر
کال ۱۳۸۷ د ګردیز د ښار یوه خاطره
څرنګه چې د لاریو د موترونو ،د رنګ ورکولو په مهال کې ،رنګ ورکونکي ځیني شعرونه ،مصرې نثرونه او مطالب چې د هغوی د ذوق او سلیقی سره برابر وي ، او ډیر ځله د وخت او زمان سره هم سمون خوری ،هغه د موټرونو تر شا لیکي خو ځیني دا لیکني د با سواده او اهل ذوق او د علم خاوندانو د پاره هم پیغامونه لري .
څرنګه چې می د ګردیز په ولایت کې په کال ۱۳۸۷د یو لارې تر شاه ولیدل ،چې دا عبارت په فارسی لیکل شوی وو ، چي (پدر چشم براهت ام ) یعني پلاره تا ته سترګي په لاره یم ،هوکي دغه ډریور یا کلینر چې خپل ځامن لورګاني او بچیان یی په ډیر خوارۍ لوی کړي د دغي سختو لارو د مزلو او مسافرتونو وروسته ،خپل کوروته ته راګرځي ،او بچیان یي ورته خوشحالي کوي ،لکه د مرغي بچیان چې خپل مور او پلار ته خوشامندی کوي ،نو د پلار په لیدو یي سترګي روښانه او روحیه یی نوره هم اوچته شي ،د څو ورځو د پاره صبر ورته حاصل شي ،دغه خوارکوټي ،(مور او پلار) خپل د زړه سر بچیان په دي سختو شریطو او حالاتو کې په مکتبونو کې داخل کړي ،په دي هیله چې د دوی ځامن په مکتبونو کې د علم او کمال خاوندان شي ، او په راتلونکوکې د ټولني لپاره مصدر د خدمت وګرځي ،د دوی نیتونه په دي شرایطو کې د راتلونکي ټولني د سلامتیا د پاره د قدر وړ دي ،پلار په سفر روانیږي او د یوه ولایته څخه تر بل ولایت پوري ، درانه بارونه وړي ،خو په لاره کې د پردو مزدوران یي ونیسي ،آو سر ترې پری کړی ،دغه موټر چلونکي اومرستیال (کلینر) یی ووژني ،هغه بچیان چې خپلو پلرونو ته سترګي په لاره ول ،د هغوي سترګي د تل د پاره په انتظار پاتي شي ،ځکه په ډیرو موټرونو او لاریو کې داسي شوي ،موټرچلونکي او کلینران یی بیرته کوروته نه دي راغلي ،زما په اند دوی کې هیڅ ګناه نشته ،دغه لارۍ به هر کله او هر رژیم او حکومت کې ،په چلند کې وي ،او بارونه به یی وړل ، د دوی وژل خاص په دي نامه چې ګوندی د حکومت سره مرسته کوی ،بی له دي نه چې د عامه کرکي سبب وګرځي بل څه پټ نه ښکاري سید عبیدالله نادر