مظلوم اه

کېسې او داستانونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


سپين وردګ
دداستان په بڼه د جغتو د وروستۍ غميزې بيان
نور نو لمر د غرونو له څوکو پناه شو، شپونکي په شاوخوا دښته او وچو پټيو کې خواره واره څاروي

راټول کړل او د کلي په خوا يې سم کړل ، کليوال چاسره بېل په اوږه، چاسره لور په لاس، چا څاروي تر مخ کړي او څوک له جومات څخه خپلو کورونو ته روان دي.
د چورلکې غږ شو، د سپاهيانو مشر خپلو کسانو ته د تيارسئ امر وکړ چې ښايي د چورلکې له رارسېدو سره عمليات پيل شي.
مشر سپاهي دا هم ووېل چې له پلان سره سم به ښايي يوه چورلکه دلته کېني او زموږ د مرستې لپاره به يو شمېر بهرني ملګري راشي.
دې وخت کې د مشر سپاهي په کمربند کې اېښي تيلېفون ته زنګ راغی.
    مورې سلام ! همدا اوس مې غوښتل چې ددعا غوښتلو په موخه زنګ درته وکړم، خو مصروف شوم، ستا دعا ته سخته اړتيا لرم، امريکايانو پرون را هيسې په يوه غرنۍ سيمه کې د يوه واړه کلي تر څنګ کوز کړي يوو، په هېڅ نه يوو خبر چې څه راباندې کوي، خو وايي ډېر سخت او خطرناک عمليات کېدونکي دي، نو اوس ددوی چورلکې را ورسېدې په شاوخوا سيمه دورې وهي ښايي عمليات پيل شي.
  مور يې په مهربانه غږ ورته وويل، وی زويه د غم عمليات يې کړې همدا عمليات دي او دا ته يې، د خدای روی ته وګوره،نور له دې کارونو تېر شه، دنيا تېره ده خپلو بچيانو ته دې وګوره، له آزاره چا بازار نه دی ليدلی، دا لس زره تنخوا دې په اور پسې شي، مشر زوی دې (پيس وک) را ښکاره کړ د ښځو او ماشومانو مړي دي کورونه ړنګ دي وايي دا په کاپيسا، ننګرهار او نورو سيمو د عملياتو او چاپو له امله دي، شمس وايي چې دا ټولې وژنې (امريکنيان) کوي او پړه يې پر تاسو اچوي، اف زويه د وژل شويو ښځو او ماشومانو (اکسونه) مې وليدل (کسم )ده که مې ډوډۍ خوړلې وي، دا (کاپران) مو په جنګ اچوي او خپلو کې مو سره وژني.
دې وخت کې د بمونو او ډزو آوازونه شول، مشر سپاهي تيلېفون بند کړ او ژر يې خپلو کسانو ته غږ وکړ چې عمليات پيل شول، امر ته سترګې په لاره اوسئ.
بل لوري ته:
ماشوم نن د نورو ورځو په پرتله ډېر خوشاله دی او له خندا يې خوله نه ور ټولېږي، واړه واړه خاپوړي په کړس کړس خندا زمزمه کوي، کله د بابا په ګونډه ور جګ شي خوله يې له خندا ډکه د بابا ږيرې ته لاس ور اوږد کړي او کله د څو شيبو لپاره د نيا د ټيکري په پيڅکې سترګې پټې کړي او بيا په کړس کړس وخاندي، بيا په خاپوړو د خپلې مور خواته ور وڅښېږي او کله د مشر ورور له لاسه قلم او کتابچه را کش کړي.
هې خوا يې تره چې ټوله ورځ يې په غره کې بوټي وهلي،ستن په لاس او له خپلې پښې څخه اغزي راکاږي او دواړه سترګې يې د اغزي ليدو ته سيخې کړې، خو خوشاله ماشوم ورشي په خندا خندا يې سترګو ته منګولې ور واچوي.
بابا چې د لمسي خاپوړو او ساتېريو له امله يې په مخ کې د خوشالۍ نښې ليدل کېږي، په خپل ځای کې را سم شو او زوی ته يې ووېل، هلکه مالک زنګ نه دی راکړی؟ زوی ستن کېښوده او چپ لاس يې د تندي پر خولو را تېر کړ، په ساړه اسويلي يې وويل، هو پلاره راکړی يې و، خو وېل پيسې نشته د تومن بيه ډېره ټيټه شوې، تاسو اوس دکور اړتياوو لپاره له چا پيسې قرض کړئ.پلاره يې په نهيلۍ سره وويل، هی هی خدای د افغانانو دې خدای مل شي، بس نه پوهېږم چې څه چاره وکړم، اوس خو څوک چاته قرض هم نه ورکوي. سپين ږيري لا خبرې کولې چې ناڅاپه د چورلګې او بم غږونه سره غبرګ شول،د کوټې چت را پرېوت، د ماشوم نازکې او تنکۍ پښې تر خاورو لاندې دي او نور ځان يې په وينو سور دی، په موخ لګېدلی، په کوټه کې د ناستو نورو کسانو غږ نه لګي،  ماشوم د بم د آواز او ډزو له امله د څو شېبو لپاره ګونګی شو،وروسته يې ژړا پيل کړه او مظلومې اوښکې يې توی کړې، ماشوم خوراکی نه پوهېږي چې نور يې نه مور شته، نه باباجان، نيا او نه د کورنۍ نور غړي، آن په ۱۲کسيزه کورنۍ کې يې نور دومره څوک نه دي پاتې چې دده له سترګې څخه پر ښکلي او معصوم مخ راغلې وينې پاکې کړي، ماشوم نور له دې نړۍ څخه نهيلی شو، وړه سلګۍ يې وکړه او شهيد شو.
بل لوري ته:
امريکايانو د خپل ژباړن په وسيله د سپاهيانو له قوماندان سره اړيکه ونيوه، ورته ويې وېل چې موږ خپل هدف په نښه کړ، هرڅه مو له منځه وړي او اوس تاسو ورشئ د (ترهګرو!) جسدونه راټول او حساب کړئ او هلته شته پوځي مهمات ترلاسه کړئ.
سپاهي هم خپلو کسانو ته امر وکړ چې د بريد سيمې ته ورشئ او د ځان د امنيت خيال ساتئ ځکه بهرنيو (ملګرو) راته ويلي چې عمليات سخت او خطرناک دي.
سپاهيانو هم خپلې ګوتې په ماشه ونيولې او د بريد ځای ته ور روان شول، دوه سپاهيان مخکې دي چې لس، شل قدمه ولاړ شي، بيا زنګون ووهي او دوه نور تر دوی لس شل قدمه مخکې ولاړ شي او بيا هغوی زنګون ووهي.
سپاهيان چې د بريد ځای ته ورسېدل هلته تر خاورو لاندې کورنۍ د غړو را ايستلو لپاره راغلي کليوال يې وليدل نو ډزې يې وکړې، کليوالو لاسونه پورته کړل او يو کليوال په ژړغوني غږ ووېل، خپل بچيان او ميندې لرئ کنه، زموږ ښځې او ماشومان مو تر خاورو لاندې کړل، نور څه غواړئ، موږ کليوال راغلي يوو چې دا مړي را وباسو، له کفارو خو ګيله نشته، خو د تاسو په حال افسوس.
د سپاهيانو قوماندان کليوالو ته په تونده لهجه ووېل چې خبرې مه کوئ، تاسو ټول بايد ووژل شئ، دلته ښځې او ماشومان نه بلکې د (ترهګرو!) ستر او مهم مرکز دی او دادی موږ له منځه يووړ، تاسو هم له دې ځای څخه تلای نه شئ، موږ بايد ستاسو په اړه هم تحقيق وکړو،که ثابته شوه چې (له ترهګرو!) سره مو مرسته کړې نو قسم ده همدلته ټول وژنم.
قوماندان ګوته په ماشه،سترګې يې په کليوالو کې ښخې او د سر په اشاره يې خپلو کسانو ته ووېل چې شاوخوا ځايونه وګورئ.
سپاهيان د نړيدلو کورونو په خورو ورو لوټو کې تيت شول او هې خواته پر اېښو ۱۰ جنازو يې سترګې ولګېدې، مشر ته يې غږ وکړ چې قوماندان صيب دادي جسدونه مو پيدا کړل، قوماندان خپل غاښ سره ټينګ کړل او کليوالو ته يې ووېل چې دادي اوس ثابته شوه چې مرکز دی او کنه؟ کليوالو ووېل قوماندانه ګوره لس جنازې مو له خاورو څخه را ايستلې او تر اوسه ۴کسان ورک دي، په دې جنازو کې ښځې دي او تاسو ته اجازه نه درکوو چې ويې ګورئ، آخر تاسو د ناموس په نامه څه پېژنۍ کنه؟
قوماندان ددوی د خبرو پروا ونه کړه، په بېړه ورغئ او پر جسدونو غوړېدلي چادر يې پورته کړل، سترګې يې پر ښځو او ماشومانو ولګېدې، نو سخت خجالت شو او چادر يې بېرته پر جسدونو وغوړاوه، ګوته يې د ټوپک له ماشې څخه لرې کړه، کليوالو ته له شرمه نه ګوري روان شو هغې څنګ ته ودرېد، د خپلې مور خبرې يې ور ياد شوې او سترګې يې له اوښکو ډکې شوې، کليوالو ته يې وويل بښنه غواړم قسم ده لږ مخکې مې مور په تيلېفون کې دا خبره راته وکړه چې دا هرڅه امريکايان کوي او پړه يې پر تاسو اچوي، زه ډېر خجالت يم او ماته مې خپل بچيان او کورنۍ سترګو ته ودرېدل.
کليوالو قوماندان ووېل، ايا ستا بښنه به زموږ دا مړي راژوندي کړي؟ آياستا بښنه به ددې کورنۍ غمونه کم کړي؟ او آيا خدای ج به تاته تر دې ګناه در تېر شي؟ موږ اوس وژل شوي يوو او ستا پښيماني هېڅ ګټه نه لري، تا بايد مخکې په دې اړه فکر کړی وای، امريکايان خو دا شاوخوا ۱۷کاله همدا ولس وژني او آيا تاسو ته د امريکا کړنې نه دي معلومې، آيا څو ځله يې پرتاسو هم بمبارد ونه کړ او تاسو يې ونه وژلئ؟ نو تاسو بايد امريکايانو ته اجازه نه ورکولای چې زموږ کورنۍ تر خاورو لاندې کړي.
قوماندان له لږ چوپتيا وروسته له جيبه مبايل را وايست، شمارې يې را واړولې او هماغه شمارې ته يې زنګ وکړ چې لږ مخکې امريکايانو له ده سره اړيکه نيولې وه، هلو هلو..، څوک خبرې کوې؟ زه يم بريد جنرال سره لمبه! بل لوری چې احتمال کېږي د امريکايانو ژباړن دی، وايي وروره که سره لمبه يې که سپينه لمبه يې، شماره دې غلطه کړې. قوماندان تيلېفون لا غوږ ته نيولی او هلو هلو اورې اورې....وايي خو اړيکه لاوختي پرې شوې.
په غوسه شو او بلې نا معلومې شمېرې ته يې زنګ وکړ، سلام جوړ پخير جنرال صيب، زه يم سره لمبه! عرض مې دا و چې موږ خو دا پرون راهيسې ان .... مقابل لوري ور غبرګه کړه، توضيحاتو ته اړتيا نشته، موږ ته اوس د بهرنيو ځواکونو عمومي قوماندان زنګ وکړ، وېل عمليات يې ترسره کړي، څو مهم (ترهګر !) يې له منځه وړي...، خو اوس د ناټو قومانداني د ځينو نزاکتونو او حساسيتونو او عامه افکارو د را پارېدو او نو رولاملونو له امله ددغو عملياتو مسووليت نه شي منلی او د (افغان- امريکا همکارۍ!) تړون او د افغانستان لپاره د ټرمپ د نوې سټراتيژۍ له مخې تاسو مکلف يئ چې ددې عملياتو مسووليت پرغاړه واخلئ او موږ هم رسنيو ته ويلي چې عمليات افغان پوځيانو ترسره کړي، ګڼ شمېر (ترهګرو!) ته مرګ ژوبله اوښتې، خو د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه شو تاييدولای، البته دا موضوع سبا سړېږي او سبا چې ولايت ته ولاړې هلته آرشيف وګوره داډول ګڼ شمېر پېښې رامنځ ته شوې او هغه وخت چارواکو خلکو ته قناعت ورکړی،تاسو به هم په آرشيف کې د پخوانيو چارواکو په کاغذونو کې هماغه کوم متن پيدا کړئ او خلکو ته يې ولولی، خبره خلاصه ده، ته لا بريد جنرال يې چې دومره وړه خبره هم نه شې حلولای او غږ دې تر موږ پورې راورسيد.
نوټ: دا کيسه د وردګو ولايت، جغتو ولسوالۍ د وروستۍ غميزې څخه په الهام سره ليکل شوې