ژباړن : عبدالملک پرهیز
ډېر کلونه پخوا په دنمارک کې د هملت په نامه یو شهزاده ژوندکاوه. یوه ورځ د هغه پلار چې د دنمارک پاچا ؤ په ناڅاپي ډول مړ کېږي ، چې د هملت د زیات خپګان سبب کېږي. وروسته له دغې پېښې د هملت مور ګریترود په بیړه واده کوي ، هغه د خپل لېور یانې د پاچا له ورور کلادیوس سره واده کوي او اوس کلادیوس پاچا دی.
هغه له ځانه سره وايي:« تا څنګه وکړی شو له ما سره داسې وکړې
.»
یوه شپه هوراتیو چې د هملت ملګری دی هغه ته وايي چې په ماڼۍ کې یوه اروا ده . دا د هغه د پلار اروا وه .
د پلار اروا هملت ته وايي:« کلادیوس زه په زهرو وژلی یم. هملت ته باید زما غچ له کلاودیوس څخه واخلې او هغه په سزا ورسوه.»
د هغه سر ګنسېږي او نه پوهېږي چې د اروا په خبره باور وکړي او که نه او نه پوهېږي څه وکړي.
اوس هملت عجیبه کارونه کوي. ډېرغصه او قهرجن دی او خپله معشوقه اوفیلیا خپه کوي
اوفيلیا ته وايي:« ځه ورکه شه . ما یوازې پرېږده»
اوفیلیا وايي:« اوه له تا څومره بد سړی جوړه شوې.»
یوه ورځ د هنرمندانو یوه ډله ماڼۍ ته راځي او هملت پلان جوړوي . هغه له هنرمندانو غواړي څو خپل رول بدل کړي. نوې ننداره لیک، په زهرو د پاچا د مسمومولو نندارلیک دی هماغسې چې پلار يې مسموم کړی شوی ؤ.
له ځانه سره وايي:« زه ددې نندارې په وسیله پاچا را ګیروم.
کله چې کلادیوس ننداره ویني زیات پرېشانه کېږي او په خپله مخه ځي . کله چې هملت هغه ویني د هغه له حالته په حقیقت پوهېږي.
اوس کلادیوس د هملت څخه زیات په وېره کې دی او د اوفیلیا له ورور لېرتس سره یو پلان جوړوي.
کلادیوس وايي:« ته باید له هملت سره جګړه وکړې او موږ توره په زهرو لړو او په جام کې هم ورته زهر ورکوو.
لېرتس له هغه سره جګړه کوي. هغه هملت ټپي کوي خو د جګړې په ترڅ کې هملت له هغه څخه توره اخلي او په هماغه توره لېرتس هم ټپي کوي.
«دلته ، هملت ، دغه وڅکه.»
هملت وايي:« مننه مورې . زه تږی نه یم»
« نه ، نه غواړم»
« دا هغه دی ، چې موږ ټول يې مسموم کړي يو»
په پای کې هملت پوهيږي چې نور باید کلادیوس چوپ کړي او په سزا يې ورسوي.
هملت پر کلادیوس برید کوي او هغه وژني
« اراغ، دا او دا اخلم»
اوس د سلطنتي کورنۍ ټول غړي مسموم شوي دي .
هملت خپل دوست ته وايي:« اوس باید یو نوی پاچا وټاکل شي»
« د خدای په امان ملګریه .»