ژباړه: رفيع الله روشن
يو نابينا شخص د ونې تر سيوري لاندې ناست و چې د وخت پاچا يې څنګ ته راغی،سلام يې ادا کړ اوپه ډېر احترام سره يې ورڅخه وپوښتل:
بابا جانه! له کومې لارې کولی شم چې پايتخت ته ولاړ شم؟
په ده پسې د همدې پاچا دکابينې يو وزير راغی او پرته له سلام او احترام څخه يې نابينا ته وويل:
پايتخت ته کومه لاره تللې ده؟
دی هم ولاړ ورپسې دهمدې پاچاهۍ يو عادي ساتونکی راغی،نابينا يې په سرباندې وواهه او ورته ويې ويل
:
احمقه! هغه لاره چې پاتخت ته تللې کومه ده؟
کله چې دی هم ولاړ نو نابينا په کړس وخندل،ترڅنګ ناست ملګري يې ورته وويل:
ولې خاندې؟
نابينا ځواب ورکړ:
لومړی کس چې له ماڅخه يې پوښتنه وکړه هغه پاچا و،دوهم کس وزير او دریم یو عادی ساتونکی و.
ملګري يې په حيرانتيا وپوښتل:
مګر ته ړوند يې او څه نه وينې نو بیا دې څنګه دوی وپېژندل؟
نابينا ځواب ورکړ:
دهغوی رفتار او چلند هغوی راباندې وپېژندل،پاچا له خپلې لويۍ او شخصيت څخه مطئن و نو ځکه يې په پوره احترام سره پوښتنه وکړه،ولې ساتونکي يې دخپل حقارت او رنځ وړونکي حالت ښکارندويې وکړه او حتی دومره تنګ راغلی و چی زه يې په کوتک ووهلم نو دهر چا شخصيت دهغه له رفتار څخه معلومېږي، نه د يو چا توروالی دهغه شخصيت بیانولی شي اونه يې سپينوالی اونه هم تور والی د چا د بدۍ او بد اخلاقی سبب کېدای شي اوښکارندویي يې نشي کولی .
کفن سپين ولې وېروونکی وي، مګر کعبه توره خو ډېره خوږه او دهرچا په زړه کې ځای لری اوهرڅوک يې د نږدې کېدو هڅې کوي.
نو د انسان شرف د هغه په اخلاقو پورې تړاو لري.