ذبیح
سرلیک : د ماشومانو لپاره کیسه
وای یوه ورځ په یوه ختم خیرات کې
شپږ نفره قاریان سره راټول شول
په یوه غوري د خوارک باندی
نو اوس څی ګوري په غوري
کی خواړه بی هده زیات ګرم دي
نو په د وخت کې په د ټولو شپږو نفرو
قاري صاحبانو کې د یوه قاري صاحب
یوه سترګه جوړه وه لیدل یی کول
نو دا یو سترګي قاري په دا نورو
قاریانو غږ وکړ څی راځې مونږ ټول
چکچکې وکړو څی تر سو پوري
غوری څوړ کیږي یخ شي
چی څوک غوري نه څه ونه خوري
خالي یی نه کړي نو باید مونږه خپلی
سترګې نورې هم کلکې پټې کړو
نو دا نورو ړندو قاریانو د ریښتا اصلي
چکچکې شروع کړی ښی په زوره
زوره د زړه له اخللاصه یی کولې
نو دا د یوه قاري صاحیب څی یوۍ
سترګې یی لیدل کول یا یی څه لیدل
نو د به په یوه لاس باندی چکچکې وهلې
خپل ورون پښه یی یی ټپوله
په بل لاس باندی به یی خوراک کاوو
غوری یی پاک خلاص کړ ویخوړ
نو دا نور ړندو قاري صاحیبان
چی اوس غوري کې لاس وهي
چی هیڅ شی په کې نه شته خالي ده
نو ډیر هیران شول چی دا غوری به
چا خالي کړی وي چی تش سو
نو دا د یوه قاري صاحیب چی یوه
سترګه یی جوړه وله نو د دا نورو
ړندو قاري صاحیبانو ته وویل
چی دا د لوی خدای یو امتحان ده
دا نورو قاري صاحیبانو ورته وویلی
چی دا څنګه امتحان ده مونږه خو
وږي پاتی شو دا لا چیشی ده
نو دا یو سترګې قاري ورته وویلی
چی د لوی خدای ستاسو چکچکې
ډیرې زیاتې خوښی شولې
نو په د خاتر باندی یی ستا سونه
د غوري خواړه درنه واخیستل
چی اوس تاسی له ما نه
ناراضه کیږې خپه کیږې
او که سبر حوصیله کوې
دا رقم امتهان یی درنه واخیسته
نو په د خاتر یی زمونږ غوری خالي کړ
هم هغه وو څی دا نورو قاری صاحیبانو
هم د یو سترګي خبره ومنه له
په ولږه باندی پاتی سول !؟
ذبیح