ډاکټر کرن خان: راځئ چې د ګل مرجان او ګل خان له دائرې راووځو! مرکه

ادب، ژبه او کلتور
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


مرکه: ولي الله ملکزی

د کوزې پښتونخوا سوات چې د ابشارونو، سیندونو او هنرونو کور دی، زموږ د سیمې سویس زرلینډ بلل کیږي. سوات یوازې د نښترو، چینارونو او لال مالټو ټاټوبې نه دی، بلکې هغه د ښکلا ګانو، شاعرانو او هنرمندانو ځاله ده. له نن څخه ۳۸ کاله وړاندې په یوې زمیندارې کورنۍ کې یو ماشوم وزیږید، مور او پلار یې ورباندې د کرن خان نوم کیښود. د کرکیلې ترڅنګ یې د دولسم ټولګي پورې مکتب ولوست،‌ بیا د کسب او کار لپاره کراچۍ ته لاړ. هلته د موسیقي له رمزونو، راګونو او سازونو سره آشنا شو او بیرته خپل کلي ته راغی. دلته ډیر تم نه شو؛ کوهاټۍ څپلۍ‌ یې په پښو کړې او پيښور ته د تعلیم لپاره لاړ. 
دا ځل د سفر سختیو ستومانه نه کړ، ماستري یې واخیسته او د پي ایچ ډي په لټې کې شو. په ۲۰۲۱م کال کې یې د پيښور له پوهنتون څخه « د پښتو د نظم عصري ژانرونه » باندې خپل تیسس ولیکه او ډکټورا یې ترلاسه کړه. کرن خان په ډله ایزو رسنیو کې ډیر فعاله او ښایسته ډیرعلاقمندان لري. په فیسبوک کې یې د پلویانو شمیر درې نیم ملیونه، په یوټیوب کې څه کم دوه ملیونه او اکس یا پخواني ټویټر کې یولک ته رسي.  
په سوات کې د شهرت او سندریز هنر دغه پیل شوې څپې نن د آرام سمندر په غاړې پرتې د کلیفورنیا ایالت څنډو ته هم راوسیدې. کرن خان به سبا (شنبه/ اګست ۱۷/ ۲۰۲۴م) د سټاکټن په ښار کې د کلتوري ټولنې او میشتو افغانانو له خوا په لویې غونډې کې خپل هنر نندارې ته وړاندې کړي. د اعلیحضرت غازي امان الله خان ترمشرۍ لاندې د پیرنګي د تور استعمار څخه د هیواد د ۱۰۵ کلیزې په ویاړ دا ورځ دې ټولو ته بختوره وي. ما له ډاکټر کرن خان سره د آرام سمندر د مالګینو په غاړه یوه مرکه کړې چې ستاسو خدمت ته یې وړاندې کوم. 
پوښتنه: تا ته به دې مور د کرن په ځای د کابلي غږ کولو، دا ولې؟ (ستا خبره ټیک ده؛ ما به اکثره د قندهاري ګڼ جامې په تن کولې، نو کله به چې زه کور ته راغلم ارواښادې مور به مې راغږ کړ چې کابلیه راغلې؟ زموږ خلک د افغانستان په هکله ډیر معلومات نه لري او دوئ ټول افغانستان ته کابل وايي).
پوښتنه: ستا له نظره موسیقي څه ډول هنر دی؟ (موسیقي د ښکلو هنرونو یو ژانر دی، موسیقي محبت دی او په انسان کې عاجزي او خاکساري زیږوي. موسیقي برداشت او پخلاینه ده. اباسین یوسفزی وايي: محبت که مې زړګی پوست کړی نه وای - خدای خبر چې زه به څومره بد مزاج وای
موږ چې کله په مځکه کښینو او د خپلې موسیقي آلې را واخلو، بیا دې ته نه ګورو چې زما مخامخ څوک دی؟ موږ د ځینو خلکو د سپکو سپورو له ځواب څخه، نه عاجز یو نه بیغیرته، بس پدې خاطر چپ پاتې کیږو چې زموږ هنر دا اجازه نه راکوي له هرچا سره ونښلو یا د کنځلو ځواب په کنځلو ورکړو). 
پوښتنه: د اټک د هغې خوا خلک خپلو سندرغاړو ته شاهنشاه غزل او چا ته ملکه ترنم وايي، خو دې غاړې ته پښتانه خپل هنرمندان په ډول ډول نومونو باندې یادوي، آیا دا هغه څه نه دي چې تا هم ځوروي؟ (ملکزی صیب، داسې ډیر لفظونه شته چې سړی کړوي او خاطر یې ماتوي. د آسیا خلک، په ځانګړي ډول د اردو او پنجابي ژبو ویونکي د خپلو هنرمندانو سره بې کچه مینه لري. په دوئ کې ما لیدلي چې غټ هنرمندان یې د نشې په حالت کې راغلي، بدې ردې یې ویلي خو خپلو خلکو یې ورباندې خاورې اړولې دي. که کومه ورځ یې دغه شان خبرو ته هوا هم ورکړې وي، بله ورځ هغه ختمه شوې وي. خو زموږ هنرمندان که چیرته پټ نصوار هم واچوي بیا یې خلک تر کوره ځغلوي. د خیال محمد، ناشناس، شاولي او احمد ګل په څیر استادان زموږ د هنر ستنې لاژوندۍ دي او بل چیرته په آسانه نه پیدا کیږي، خو څوک نشته چې دوئ په یوماښام راټول کړي او ښه یې ونازوي. ډیر کله، پښتانه په ښکلې پښتو داسې بدې ردې ووايی چې حتی د مور خور کنځلې هم وکړي. د هنرمند ترڅنګ، د هغه شاعر او لیکوال زړه هم ټپي کړي. د هرماشوم لپاره خپل پلار اتل وي، دغه هنرمند به د چا پلار، د چا زوی او د چا ورور وي نو په کار ده چې د هغوئ درناوی وشي، یا لږ تر لږه بې عزتي خو یې ونه شي. ما خو هیڅکله نه دي لیدلي چې کله دې کوم هنرمند د کوم سیاستوال یا سوداګر یا بل کس سپکه کړې وي؟).
پوښتنه: ما پخپل کتاب «تصوف؛ روحانیت او کړکیچونه» کې د قوالي د لنډ تاریخ یادونه کړېده. کله چې قوالان قوالي غږوي نو صوفیان په وُجد او سوز کې راځي، هره خوا د یعقوب د ړندو اوښکو احساس او د یوسف د سور کمیس تلاش وي. د تصوف څیړونکي لیکي چې امیر خسرو دهلوي له نن څخه اووه پیړۍ وړاندې د خواجه نظام الدین اولیاء په لنګر کې د هغې بنسټونو ته نوی رنګ او سبک ورکړ. دا راته ووایه چې ستا څرنګه دې خوا ته پام شو او ځان درته څومره بریالی ښکاري؟
(په هندوستان کې د قوالي د رامنځ ته کیدو اصلي لامل دا وو چې خلک د اسلامي ارزښتونو او اصولو سره آشنا شي چې تر ډیره حده اغیزمنه هم وه او خلکو اسلام ومنلو. تصوف خو له اسلام او حتی قبل المیلاد څخه مخکې هم یو ډول شتون درلود. د پښتو د سترو سټو لکه رحمان بابا، خوشحال بابا او حمزه بابا په اشعارو کې د تصوف ارزښت او مقامات په ګوته شویدي. پښتنو هنرمندانو لکه ارواښاد رفیق شینواري، خیال محمد، ګلزار عالم، انور خیال او هارون باچا چې زما روحاني استاد دی، د قوالي لپاره کافي کار کړیدی. ما پخپله د استادانو په همکارۍ او ملاتړ د قوالي اړوند یوڅه نوې اضافې کړیدي. له نهو کالو راهیسې زه هرکال یوه قوالي کوم، د روژې په میاشت کې یې د نورو سندرو په ځای نشروم او خلک یې خوښوي).
پوښتنه: آیا دا سمه ده چې ستا سندریز شهرت د ۲۰۰۹م کال له البم سره غوټه شوی او له دغې ورځې تر نن پورې دې څومره سندرې ویلې دي؟ (په دې نژدې شپاړسو کلونو کې ما درې درې نیم سوه سندرې ویلې او ریکارډ کړېدي. زه د مقدار په ځای په معیار باندې ډیر لنګر اچوم. پخوا به ما په کال کې دوه البمه یعنې په هر اختر کې یو البم راویستلو چې هر یو به دولس سندرې لرلې، اوس موږ په میاشت کې دوه سندرې خپروو چې هماغه ۲۴ کیږي. عجیبه دا ده چې کله د خلکو کومه سندره خوښه نه شي، نو بیا وايي فلاني خو هنر او شعر ته زیان واړلو؟
پوښتنه: لیدل کیږي چې ته د ښځینه سندرغاړو سره ډیرې کمې سندرې وايي، دا څه ماجرا ده؟ (کمې خو څه؟ زما خو له ښځینه سندرغاړو سره هډو یوه سندره هم نه شته. زه پښتون هنر کوم او په دې حالت خوښ یم. ما اردو سندرې هم ویلې دي ځکه موږ ته ډیرڅه له دغې ژبې څخه راغلي. البته هلته د ښځو او نرو غبرګې سندرې یو معمول دی. 
وروستۍ پوښتنه: چشم بد دور؛ ته چې دومره شهرت لرې او د ډکټورا تر کچې دې عالي تحصیلات هم کړي،‌ آیا کله دې هم زړه کې راځي چې هلکه دا موسیقي او شهرت خو وشو، اوس د سیاست په میدان کې قدم کیږده؟ (نه هیڅکله نه،‌ زه په دوو شیانو نه پوهیږم: یو سیاست، بل کریکټ. مګر پښتانه اتلان چې هره خوا وي، ماته ګران دي او زه ورته د قدر په سترګه ګورم. په سیاست کې د باچا خان د لارې لاروی یم او تشدد مې نه دی خوښ. زه په ادب او هنر کې د کوزې او برې پښتونخوا له ټولو استادانو څخه زدکړې کوم. یو ډیر پوهه کس وايي: «که ته وايي چې دا خلک زما سره دي، نو د دنیا یوجنګ ګټلی شې، خو که هوډ وکړې چې زه د دې خلکو سره یم، نو بیا دې د دنیا یو جنګ هم ندی بایلی» له همدې وجې زه وایم چې راځئ نور د ګل مرجان، ګل خان او دال خور د نومونو له دائرې څخه راووځو؛ موږ باید دا پړاو شاته پریږدو. بله دا چې په کار ده مذهب له کلتور سره ګډ نه کړو. لکه امریکا او پيښور چې دوه جلا نومونه، فرهنګونه او ځایونه دي او هیڅ خپلمنځي شباهت نه لري).
ډاکټر کرن خان چې په سندریز غږ کې یې د وطن مینه، امن او د ولس درد له ورایه محسوسیږي، د باورونو، بارانونو او ارمانونو شاعر هم دی چې دلته یې زه د بیلګې په توګه څو بیتونه له تاسو سره شریکوم:

ښکلی ده زما د عاشقۍ قیصه - مه پوښته د نورې زندګۍ قیصه
نیمه کې ترې پاتې شوه سلګۍ شوله - نن بابا کوله د ابۍ قیصه
پلار مې رضا نه وو، مور مې نه پوهیده - داسې وه زما د موسیقۍ قیصه