د میرمن قمرګلی لنډه پیژندنه 

ژوندلیک
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

دودیال

میرمن قمرګل له استاد زاخیل سره په ډیلی کې د یو کنسرت پرمهال

د افغانستان د راډیو او تلویزیون نامتو سندرغاړې، ارواښاده میرمن قمرګله له نن څخه اویا کاله مخکې (د۱۳۳۱ل.= ۱۹۵۲م. دجنوری  په یوویشتمه) ننګرهار د ښیوې د ولسوالۍ د شګې  په کلي کې یوې کلیوالي - بزګری کورنۍ کې نړۍ ته سترګی پرانیستی دی. له اووه کلنۍ څخه یې دکلی دودنو او خوښیو په ښځینه مجلسونو کی په سندرو ويلو پيل وکړ. څه موده وروسته له ښېوې څخه د جلال اباد بهسودو ته را کډه شول. د میرمن قمرګلی یو مشر ورور هم د خوښیو مجلسونو ته غوښتل کید، خو ډیر ژر تر ده قمرګله ډیره مشهوره شوه. وروسته کله چې  د راډیو افغانستان پروګرامونه پراخه شول، د استاد بریښنا، ملنګ جان او ارواښاد بینوا په هڅو د محلی سندرغاړو هڅونې ته پاملرنه وشوه، ګڼ شمیر هنرمندان او ممثلین له بدخشان څخه نیولی ترهرات، قندهار، لوګر، بامیان او کونړ پورې راډیو ته راوبلل شول، په دې لړ کې میرمن قمرګله هم رادیو افغانستان ته راغله. په  افغانستان راډيو کې د هغې لومړنۍ سندره چې داستاد خيال تر نظر لاندې ثبت شوې ( په ما مېنه، سترګې دې سرې دي) او بیا ورپسې ( زه انتظار کوم دا ستا د سترګوه ...) وې. په دې توګه  لږ وخت کې هغه له خپل کلي ، ولسوالۍ او ولايت نه دافغانستان د هنرپه ټول پراخه  آسمان کې وځلېدله. ۱۹۷۰مه میلادي لسیزه دهغې دشهرت اوج و. د ښکلی او جادویی غږ له امله هغی ته په هندوستان کې “دافغانستان لتا منګیشکر" او په وروستیو کلونو کی دلته په کابل کې ورته "د افغانستان بلبله" لقب ورکړل شو. په نولس کلنۍ کې یې ارواښاد زاخیل سره واده وکړ. استاد زاخیل هم د هنر په ډګر کې یو لوی  او نه هیریدونکی نوم دی. زاخیل شعر ویلو، هارموینه غږولو او کمپوز کی بیساری هنرمند و. د هغه دهارموینی یو جلا طرز و چی تراوسه بل هیڅ هنرمند په دی طرز ندی بریالی شوی. په پښتو ښځینه سندرغاړو کې وروسته تر رخشانی(حمیده وزیری) قمرګله دوهم ځای لري. په راډیو کې د ارواښادې لومړنۍ سندره دا وه:

 په ما ميينه سترگې دې سرې دي – نن دې ډير ژړلي دينه ...

یو څو نوری مشهوری سندری یی دادي:

  • لو دی د غنمو یاره، ستری را واچوه بنګړي راغلی دینه( دا سندره د راډیو افغانستان د فولکور موسیقی ارکستر سره د استاد سلیم سرمست په کمپوزثبت شوی ده)
  • زه انتظار کومه ستا سترګو ولی پنا شوی دزما له سترګو...
  • شینګی با با زیارته ته می قبول کی دا سوالونه...
  • زه چې دا تور رانجه کم په سترګو پورې مورې، ځوانی مې ګورې موری...
  • زه سپينه کوتره يم اوچته پروازونه کړم( دې سندرې ارواښادې ته د یوې دریدلی مور نوم ورکړ چی یو زوی یی په جګړه کې تری تم شوی و، د همدې احساس له مخې یې افغانانو او دنیاوالو ته د سولې او امن خواستونه پیل کړی وو).
  • په لویو غرو باندې راتاو شول توپانونه، ږلۍ وریږي – مه ځه دلته شپه وکه پاتې شه باران دی،
  • چې مې مینه خدای په تا باندې پیدا کړه ...
  • ورو، ورو ږده قدمونه اشنا...(دغې سندرې ته د اعلیحضرت محمدظاهر شاه په حکم سرو زرو مډال ورکړشو، وروسته یې یو مډال یې وروسته تر ۱۳۵۲د افغانستان د لومړنی جمهوریت پر مهال تر لاسه کړ، یوځل د کال غوره سندرغاړې شوه او د دیموکراتیک جمهوریت پرمهال یې د(کارمند شایسته فرهنګ) لقب وګاټه. په ١٩٩٨ م. کال کې يې په کليفورنيا کې د افغانانو د ټولنې له خوا یوه هنری جایزه او د غوره هنرمندې لقبونه ترلاسه کړل.

میرمن قمرګل درحمان بابا ، خوشال خټک ، حمزه شینواري ، اجمل خټک ، نصرالله حافظ، عبدالله غمخور،غلام دستکیر ړنګ او یو شمیرنورو غزلبولو شاعرانو شعرونه زمزمه کړي دي. په دغو هنري فعالیتونو کې یې خاوند، ورسره پوره مرسته کوله، هغی  هم په یوازې هم له زاخیل سره او هم له ګلنار بیګم، رخشانی، زرڅانګې او استاد ګل زمان سره ګډې سندری ثبت کړي دي، چې د راډیو آرشیف کې یې شمیر تر زرو پورې رسیږي. د ارواښادې ډیرې سندری وروسته نورو هنرمندانو هم ویلی لکه وجیهه رستګار، شکیلا ناز او ډیرو نورو. هغه په ملی تلویزیون کې هم څو ثبت شوی سندرې لري.

د دغې افغانې هنرمندې د هنر مینه وال په کوزه پښتیخا کې تر برې خوا هم زیات دي، د مسکو راډیو او آل انډیا راډیو په ارشیفونو کې یې هم ډیرې سندرې خوندي دي.  هغې دهیواد دننه ډیرو ولایتونو او له هیواد بهر؛ هند، پاکستان ، شوروی اتحاد ، دامریکي متحده ایالتونو اودمنځنۍ ایشیا هیوادونو ته هم هنري سفرونه کړي وو. هغه یوه دریدلې هنرمنده وه، دا ځکه چې د جهادي تنظیمونو د کابل دجګړو پر مهال یې يو ۲۲ کلن زوی (داود) ووژل شو او یو ۱۹ کلن زوی یې ميرويس ورک شو، خاوند یې استاد زاخېل په ۱۹۹۱ م. کې وفات شو او بیا له خپل ګران وطن څخه لومړی پېښور ته اوبیا له هغه ځایه کاناډا ته مهاجره شوه او د وطن آرمان یې په زړه پاتې شو.

دافغانستان دغه نامتو، محبوبه، مسافره، دریدلی سندرغاړې او د ولسونو له متن څخه را هسکه شوې ملی هنرمنده د ژوند وروستیو کې د سرطان په ناروغی اخته شوه او دجمعې په ورځ د۱۴۰۱ل. کال د لیندۍ پراتلسمه = (۱۰/۱۲/۲۰۲۲) کاناډا کی وفات شوه. له ارواښادې ميرمن قمر ګلې څخه درې لوڼې او درې زامن پاتې دي .مشر زوی یې اجمل زاخیل او دوهم زوی یی ایمل زاخیل هم هنری نړۍ کې بوخت دي.

دودیال

معرفی و خلص زنده گینامه ی میرمن قمرگل

هنرمند مشهور، محبوب و ورزیده رادیو افغانستان شادروان میرمن قمرگل حدودهفتاد سال قبل از امروز (۱۳۳۱ش.= ۱۹۵۲م. ۲۱جنوری) در قریه شگه، مربوطه ولسوالی ښیوه ولایت ننگرهار دریک خانواده دهاتی -دهقان چشم به جهان گشود. از سن هفت سالگی در مراسم خوشی و عروسیهای قریه و محل خود به آواز خوانی آغاز نموده بود، مدتی بعد از قریه ی پدری خود به ولسوالی بهسود جلال اباد تغییر محل نمود. یکی از برادران بزرگتر او نیز در مراسم خوشی وعروسیهای هموطنان دعوت میشد و آهنګ میخواند، اما درمدت کم میرمن قمرگل به مقایسه برادرش شهرت بیشتر یافت. بعد ها هنگامیکه رادیو افغانستان پروگرامهای خود را وسیعتر ساخت، در دوران تصدی استاد بریښنا، ملنگ جان و شادروان بینوا وتلاشهای ایشان یکعده هنرمندان و ممثلین از ولایات مختلف؛ اعم از بدخشان، هرات، قندهار، لوگر و بامیان وغیره به رادیو دعوت وجذب شدند، درین زمره  میرمن قمرگل نیز در رادیو افغانستان پذیرفته شد . نخستین آهنگهای او که در  رادیو افغانستان تحت نظر استاد خيال ثبت گردیدند ( په ما مېنه، سترګې دې سرې دي) وبعد ( زه انتظار کوم دا ستا د سترګوه ...) نام داشتند. به این ترتیب او درمدت کم از قریه، ولسوالی وولایت خود، درسطح بلند؛ در سرتاسر کشور شناخته شد. اوج شهرت او دهه ۱۹۷۰میلادی بود. او نظر به آواز زیبا و جادویی اش در هندوستان  لقب “ لتا منگیشکرافغانستان" و در سالهای اخیر در کابل لقب" بلبل افغانستان "  را دریافت. او در سن نزده سالگی باشادروان زاخیل ازدواج نموده بود. استاد زاخیل نیز درعرصه ی هنر یک نام بزرگ و مشهور است، او هم شاعر، هم کمپوزیتور و آهنگساز بود، همچنان در نواختن آرمونیه طرز خاص خودش را  داشت که تاالحال هیچ هنرمند دیگری آن طرز را نواخته نتوانست. میرمن قمرگل در زمره ی هنرمندان پشتون زن، بعد از رخشانه(حمیده وزیری) جای دوم را دارد. آهنگ نخست او در رادیو چنین بود:

 په ما ميينه سترگې دې سرې دي – نن دې ډير ژړلي دينه ...

بعضی آهنگهای دیگری او قرار ذیل اند:

  • لو دی د غنمو یاره، ستری را واچوه بنګړي راغلی دینه( این آهنگ توسط ارکستر موسیقی فولکور رادیو و تحت رهبری استاد سلیم سرمست اجرا گردیده است)
  • زه انتظار کومه ستا سترګو ولی پنا شوی دزما له سترګو...
  • شینګی با با زیارته ته می قبول کی دا سوالونه...
  • زه چې دا تور رانجه کم په سترګو پورې مورې، ځوانی مې ګورې موری...
  • زه سپينه کوتره يم اوچته پروازونه کړم( این آهنگ به این هنرمند نام یک مادر درددیده و غم کشیده را داد، زیرا اوطی جنگهای تنظیمی کابل پسران جوانش را ازدست داد، بنا برهمین احساس او برای افغانها و هم برای جهانیان خواست صلح طلبانه و پیغام امن خواهی اش را توسط همین آهنگ رسانید).
  • په لویو غرو باندې راتاو شول توپانونه، ږلۍ وریږي – مه ځه دلته شپه وکه پاتې شه باران دی،
  • چې مې مینه خدای په تا باندې پیدا کړه ...
  • ورو، ورو ږده قدمونه اشنا...(برای این سروده بنا بر حکم اعلیحضرت محمدظاهرشاه مدال طلا منظور گردید، بعد از سال ۱۳۵۲طی نخستین نظام جمهوری یک مدال دیگر، و سال دیگر بحیث هنرمندسال انتخاب گردید وطی نظام جمهوری دیموکراتیک لقب(کارمند شایسته فرهنگ) را کسب نمود. همچنان در سال ١٩٩٨ م. در دوران مهاجرت، در کليفورنيا ې ایالات متحده ی امریکا لقب هنرمند پیشتاز را از طرف انجمن افغانهای مقیم ان دیار کسب نمود بود.

میرمن قمرگل اشعاررحمان بابا ، خوشال خټک ، حمزه شینواري ، اجمل خټک ، نصرالله حافظ، عبدالله غمخور،غلام دستکیر ړنګ و یکتعداد عزل سرایان دیگر را انتخاب وسروده بود. درتمام این فعالیتهای هنری اش، شوهرش بااو همکاری نموده بود. او هم به تنهایی و هم با سایر هنرمندان مانند: استاد زاخیل(شوهرش)، گلنار بیگم، رخشانه، زرڅانگه و استاد گل زمان آهنگهای دوگانه یی ثبت رادیو نموده است که تعداد شان در ارشییف رادیو افغانستان به بیشتر از هزار میرسد.  یکتعداد آهنگایش بعداً توسط هنمرندان دیگر مانند  وجیهه رستگار، شکیلا ناز وسایرین کاپی خوانی شده اند. او در تلویزیون ملی نیز چند  پارچه دارد.

میرمن قمرگل نه تنها در افغانستان ، بلکه از آن هم بیشتر در پشاور، سوات، کویته و سایر مناطق زیست افغانها محبوبیت وشهرت دارد. یکتعداد آهنگهای او در ارشیفهای رادیو مسکو ورادیو او آل انډیا رادیو نیز محفوظ و ضبط اند.  او درداخل کشور به اکثر ولایات و در خارج از کشور به ممالک مانند؛ هند، پاکستان ، اتحادشوروی ، ایالات متحده امریکا وکشورهای آسیای میانه سفرهای هنري داشته است. اویک هنرمند دردیده ورنج کشیده افغانستان بود، زیرا:  طی جنگهای تنظیمی یک پسر۲۲ ساله اش (داود) شهید ویک پسر ۱۹ ساله اس( ميرويس) مفقود الاثر گردید، شوهرش استاد زاخېل درسال ۱۹۹۱ م. وفات یافت وخودش از کشور محبوبش نخست به پشاور وبعد به کانادا مهاجر گشت  و آرمان دیدار وطنش را در سینه اش باخوددفن نمود.

این هنرمند مشهور، محبوب، مسافر، رنج دیده ودردیده که از عمق توده ها به جهان هنر روی آورد و شهرت یافت، طی یکسال اخیر حیاتش دچارمرض مهلک سرطان گردید، که به روز جمعه مصادف با هژدهم ماه قوس سال ۱۴۰۱ش. = (۱۰/۱۲/۲۰۲۲) درکانادا وفات یافت. او سه پسر و سه دختر دارد. پسر بزرگ اش اجمل زاخیل وپسر دومش ایمل زاخیل نیز فعالیتهای هنری دارند.