ترکومه ځایه چی ښکاره ده ، دا د (روا او ناروا )نومونه زمونږ دلرغوني هیواد افغانستان دجغرافیې په موجودو ژوندیو ژبو په ورځنیو خبرو اترو او ادبیاتو کښی استعمالیږي او زمونږ د ګران هیواد افغانستان د ټولو ورونو ملیتونو د ژبو د ادبیاتو غوښنه برخه جوړوي او په شکل داشکالو ورکښی شتون لري او استعمال یې د هرې ژبې د ادب د ښکلا او ښایست برخه جوړوي چی، د ډیر استعمال او ارزښت په خاطر یې هر اورېدونکی په معنا او مفهوم پوهیږي او د هیواد د مروجو ژبو په ادبیاتو کښی ځانګړی ځای لري .
برسیره پر دې نوموړي نومونه زمونږ د هیواد د ژوندیو ژبو ادبیاتو په کور ورننوتې ، دیره شوې او هملته دهرې مورنۍ ژبې په ادب کښی هضم شوې او د یادو ژبو د ادب خاوندان یې دخپلې ژبې برخه ګڼي .
د خپل تاریخي ادبي ارزښت له مخې د اسلام دین د ادبیاتو په انګړ هم ور ننوتې او ډیری لوستي او نالوستي مسلمانان یې د عربې ژبې د کلماتو په نامه پېژني ، دا ځکه چی ، زمونږ دیني عالمان یې په خپلو دیني موعظو کښی په کافي اندازه کاروي !
پاتې دی نه وي چی، دیني عالمان د( راوي ، روایت ، روایات …) نومونه هم د احادیثو د توضیح اوتشریح په وخت کښی په کار وړي .
ښاغلو لوستونکو او د ادب مینه والو !
غواړم نوموړي نومونه په پشایې/ آریک / دیګانو ژبه کښی د هغې د ادبي ارزښت او لرغونتوب په خاطر او دهغې اغیزې دتاریخ په اوږدو کښی په نورو ژبو کښی وڅیړم .
تر کومه ځایه چی، پوهیږو هر ژوندی موجود د یو بل همجنس مخکېني ژوندي موجود محصول دی .همداشان په ژبني ادبي ماحول کښی هم هر فعل او نوم د یو مصدر محصول وي چی ، پرته له ریښې شتون نه شي درلودلای.
په دی لیکنه کښی غواړم د پشایې/آریک /دیګانو ژبې د ( آریک= اوریدل = شنیدن) دمصدر څخه د( اروا ، نا روا ، روا ) څخه راوتلي فعلونه او نومونه دپشایې /آریک / دیګانو ژبې په ادب کښی وڅېړم :
زما دڅیړنو پر بنیاد د( روا) او (ناروا) نومونه دخپل پراخ استعمال له مخې زمونږ دهیواد مروجو ژبو په ادبیاتو کښی ځانګړی مقام ، ځای او ځایګی لري او دخپل قوي دیني اومذهبي قوت په خاطر په شکل د اشکالو ښایې دنړۍ پرمخ خپلو لوڼو هند او اروپایي د آرین نژاد ،آریک ژبو ویونکو ادیانو ، مذاهبو او دآریایي نژاد نورو ژبو ته به د هغوی د ژبني قوي ادب په خاطر ترننه ژوندي او داستعمال وړ وي .
همدا شان دپشایې/دیګانو / آریک په لرغونې آریایې ژبه کښی د ( روا -نا روا ) نومونه اوافعال په اسلامي ادبیاتو کښی ښکاره اشکال معناوې او مفاهیم لري ، چی، هغه لیکلای ، اوریدلای او احساسولی شو !
غواړم روښانه کړم چی ، دپشایې /آریک / دیګانو ژبې د (روا) نوم په اصل کښی د پشایې ژبې ( اروا = اوریدل شوي ) معنی لري چی، نن سبا یې د (ا، الف) توري په حذف سره زمونږ ټول هیوادوال ،چی دخپلو ښکلو ژبو ویونکي دي د(روا) په ډول یې تلفظ کوي اوکله چی یې د ( ناروا) په شکل تلفظ کوي ، دنفې کلیمې ( نه، نا) په اضافت یې د( اروا = اوریدل شوی ) د (نه ، نا + اروا = نه اروا ، نا اروا= نه ، نا اوریدل شوی ) کیږي لاس ته راځي ، خو کله چی، څوک یې تلفظ کوي ، اوریدونکي یې د ( روا) او ( ناروا ) په تلفظ سره اوري .چی، دواړه ډوله یې دیوې سکې دوه مخه دي.
ګرانو پوهانو څېړونکو او د ادب مینه والو ته دخپلې ادعا د ثبوت په خاطر غواړم دآریک/ پشایی / دیګانو ژبې یو غښتلی مصدر (آریک/آرېک = اوریدل / ارویدل = شنیدن) چی، د ډیرو ښکلو لرغونو تاریخي نومونو او افعالو لکه : آر / آری/ آریی / آریا/ آرییا/ آرنا /…. آرینا / آریانا / آرین / آروا او همدا شان د (نه، نا ، no,nat ) د نفې کلیمې په مرسته د ( ناروا / ناراوا / نه آروا) د نومونو زیږونکی د ( آریک) مصدر ګردان او پاسني یاد شوي او لیکل شوي افعال د پشایې / آریک ژبې د قیمتي فعلي غمیو په توګه دلرغوني تاریخي ژبني ادبي اعتبار ، ارزښت او قوت په خاطر چی ، برسیره زمونږ د هیواد پر شتو ژبو ، په عربي ژبه کښی یې هم اغیز ناک رول او شتون در ښکاره کړم !
پاتې دی نه وي چی ، زمونږ په ملي ادبیاتو کښی د ( روا ) کلیمه د درست ، پرځای ، په خپل وخت ، معقول ، ثواب ، فایده مند ……اومثبت معنا وې اومفاهیم رسوي او د(ناروا ) کلیمه یې دنادرست، خراب ، بی وخت ، ناثواب ، ګناه ، ….. منفي معناوې او مفاهیم رسوي .
غواړم په دی برخه کښی دخپلې ادعا دثبوت په خاطر دپشایې/آریک/دیګانو ژبې ښکلی مصدر چی، دتاریخي افتخاري افعالو او نومونو زیږونکی مصدر ( اریک = اوریدل= شنیدن ) د (آریا، آریانا ، آرین ) ادبي نومونو زیږوونکی ګردان کړم:
آریک / آرېک= اوریدل/ اروېدل= شنیدن.
پشایې ضمایر =پښتو ،دري ضمایر
آ. مم = زه= من اریم = اورم = میشنوم .
تو=ته=شما. = آر/آرې=واوره= بشنو.
سې=هغه=او. =آریا/ آریګا= اوري= میشنود.
امو= مونږ=ما= آریس/آرس= اورو= میشنویم .
ایمو= تاسی=شما. = آرېدا/ آرییدا= اورئ = میشنوید.
تې= هغوی= انها، ایشان = آرېن/آریین= اوري / اروي = میشنوند.
همدا شان امري افعال یې : آر ، آریدا .
صفتی حالتونه یې = آروا ، آروي = اوریدل شوی، اوریدل شوي.
آرېکالا= اورېدونکی (مذکر)
آرېکالي = اورېدونکې( مونث)
آرنا = اوریدنه .
آروي = اوریدل شوي .
اوس که مونږ په دی برخه کښی د ( آروي= اورېدل شوې ، آوريدل شوي = روایت شوي = روایت شده او همداشان دعربي ژبې د ادبیاتو د ( راوي ) او ( روایت ) نومونو ته ځير او د فونتيک= پېنتیک ژبنی علم پرې تطبیق کړو نو ، مونږ به د پشایې /آریک / دیګانو د لاسته راغلي ( آروي = اوریدل شوي ) نامه په لږ پونتیکي / فونېتیکي ، حروفي اوښتون د تطبیق سره به د ( آروي = اورېدل شوي = شنیده شده ) څخه به دعربې ژبې د ( راوی، روایت، روایات = قصه کوونکي ، ویونکي ؛ اوریدنه ، قصه کوونه ؛ روایت = قصه او په همدا شان ( روایات = قصې ) وښایې په عربي ژبه کښی نور مشابه او ورته نومونه هم شتون ولري .
د اوو په پشایې/ آریک/ دیګانو ژبې کښی د ( آریک = اوریدل، ارویدل= شنیدن) مصدر ګردان ! چی ، مونږ دمصدر د ګردان په پایله او نتیجه کښی د پشایې/ آریک/ دیګانو ژبې د ( آروي = اوریدل شوې ،=شنیده شده ) او په عربي ژبه کښی د ( راوی ، روایت = قصه کوونکی او د قصه ) نومونه مو یواځی او یواځی د ( ا = الف) غږیز توري دځای دبدلون سره د پشایې ژبې د ( آروي = اوریدل شوي = قصه کړل شوي ) نامه څخه مو د عربي ژبې( راوي = قصه کوونکي ) شکل لاس ته راوړ چی ، (اروي = راوي = اوریدل شوی ، شنیده شده = قصه شده ، روایت شده )په لاس راغلل. له پورتنۍ توضیح اوتشریح څخه دا ښکاره شوه چی، د لرغونې اصلي آریایې ژبې ادبي قوت خورا پراخ وو او په خپل ادبي قوت سره نورو ژبو او خاصتآ عربي ژبې ادبیاتو ته هم ورننوتې اوهلته یې لازم ځای ورکښی نیولی دی .
زه په دی باور یم که ، محقیقین ورکښی ژورې څېړنې وکاندي ، ډیر نومونه به د ( آریک) ژبې د ادب څخه به عربي ژبې ادبیاتو په کور ورننوتي وي !
یادونه :
هیله ده چی ، د ژبې محقیقین او د ادب خاوندان راسره خپل اندونه ، نظریات شریک او په لیکل شوي مطلب خپله جوړونکې ، رغونکې لارښوده رڼا ورباندی وشیندي او خپلې ادبي مرستې او همکاري راسره جاري وساتي ، تر څو زما ادبي تنده ورباندی ماته شي .
همدا شان د هیواد پیاوړو استادانو د هر اړخیزې همکارې په مرسته به وکولای شو چی، دلرغونې متمدنې (آریا نا ویجه ، اریا ورته ، اریا ورشه )اوخاصتآ زمونږ د ننۍ افغانستان د جغرافیې ، تیر تت اوهیر شوی د عظمت ستر تاریخ یوځل بیا نړیوالو ته روښانه او وځلوو !
مننه او درناوی.
احمدجان « ماڼو».