محمد روښان ښاد
شخصي پوهنتونونه په افغانستان کې نوې تجربه ده او دغه تجربه له همدا لومړي سره ناکامه او په غلطه روانه ده، ځکه د شخصي پوهنتونونو مسوولین د تحصیلي موخو پرځای خپلې مالي ګټې تعقیبوي او د تحصیلاتو کیفیت ته د پام پرځای یې ټول پام یوازې او یوازې په فیس او پیسو ور ټول دی
.
که چېرې د شخصي پوهنتونونو وضعیت کنټرول نشي، نو باور دی چې په نږدې راتلونکي کې به دغه پوهنتونونه د هېواد په داخل کې د یو بل بحران لامل شي. ځکه چې شخصي پوهنتونونه درګرده داسې ځوانان فارغوي او ټولنې ته یې تقدیموي چې نه ځانته مناسبه دنده موندلی شي او نه هم د دندې ترسره کولو ظرفیت لري، ځکه چې د تحصیل پرمهال د دوی روزنې او د مهارتونو لوړولو ته مناسب پام نه دی شوی، حتی ځینې یې په پراشوټي ډول داسې چې یوازې د سمستر پیسې یې ورکړي او نور یې د پوهنتون مخ هم نه دی لیدلی په مفته کامیاب شوي او د فراغت سندونه ورکړل شوي دي.
همدغه ځوانان نن سبا اداره په اداره ګرځي نه څوک کار ورکوي او نه د دوی خوارانو زړونه صبرېږي، حتی همدوی لا پر حکومت تل دا نیوکه کوي چې حکومت ولې دوی ته کار نه ورکوي. که دغه وضعیت همداسې دوام وکړي، نو لیرې نه ده چې سبا له شخصي پوهنتونونو څخه په وسیلو، واسطو او پیسو همدغه فارغ شوي محصلین د حکومت پر ضد لاریونونو ته مخه کړي، حکومت او خلکو ته لوی سرخوږی ایجاد کړي.
د شخصي پوهنتونونو بله عمده ستونزه داده چې دولتي پوهنتونونو ته یې هم ضرر رسېدلی دی، ځکه دولتي پوهنتونونو استادان کرۍ ورځ له یوه پوهنتون څخه وځي او په بل ننوځي، مثلاً که سهار لس بجې په دعوت پوهنتون کې وي، نو دولس بجې باختر پوهنتون ته ځان رسوي. دلیل یې یوازې او یوازې د څو پیسو ګټل دي. دغو منډو ترړو او د دولتي پوهنتون تر څنګ په څو شخصي پوهنتونو کې همزمان تدریس کولو سره د کابل او نورو پوهنتونونو د استادانو عملي کارونه ټکني شوي دي، ځکه دوی تر علمي کارونو په شخصي پوهنتونونو کې پر تدریس زیات تمرکز لري.
همدارنګه د دې ترڅنګ شخصي پوهنتونونه علمي کدر نه لري، د پوهنتون مسوول او رئیس خپل خپلوان راټول کړي ځینې یې د مسوولینو، ځینې یې د اداري کارکوونکو او ځینې یې د استادانو په نومونو استخدام کړي دي. چې هغوی نه د اداري کارونو وړتیا او تجربه لري او نه هم د علمي کارونو او تدریس وړتیا لري.
حتی په شخصي پوهنتونونو کې داسې استادان هم پېژنم چې محصلین ورته لکچرنوټونه لیکي او بیا همغه لکچر نوټونه بېرته شاګردانو ته تدریسوي. د شخصي پوهنتونونو دا او دېته ورته ستونزې به د هېواد تحصیلي نظام او په لویه کې هېواد ته په راتلونکي کې ډېرې بدې پایلې ولري، هیله ده چې حکومت په دې برخه کې جدي اقدام وکړي.
اقدام او د حل لاره یې اسانه ده. د لوړو زده کړو وزارت یا په خپله جمهوري ریاست دې یو باصلاحیته پلاوي ته دنده وسپاري چې په لومړي ګام کې د پوهنتونونو تشکیلاتي جوړښت وارزوي. او له هغه وروسته دې تحصیلي او علمي پلوه ارزونې وکړي بیا دې د هغو موندنو په رڼا کې په دې اړه تصمیم ونیسي، تر څو هم د ځوانانو ښه روزنه وشي او سالم کدرونه ټولنې ته وړاندې شي او هم د تحصیل او پوهنتون په نوم د دوکاندارۍ او سوداګرۍ مخه ونیول شي.