نجیب الله پاڅون
د بلخ په اکثره پښتون مېشتو سیمو کې ښوونځیو ته د پښتنو نجونو تږ لرې او ستونزمنه خبره ده، ناوړه دودونه، په سیمه کې د ناسم ذهنیت شتون، ناپوهي او جهالت هغه څه دي، چې د دغو سیمو پښتنو نجونو د تعلیم مخه یې ډب کړې ده. زده کړه د هرې نجلۍ او هلک بنیادي حق دی او هېڅوک حق نه لري چې یو انسان له دغه نعمت څخه محروم کړي. لوی خدای(ج) په قران کریم کې فرمایلي: آیا برابر دي هغه څوک چې پوهه لري او هغه څوک چې
پوهه نه لري. بشري نړۍ له نارینه او ښځې څخه سرچینه اخلي د یو نارینه تر څنګ نجونې هم ګڼ شمېر مسؤولیتونه لري. دا چې ښځې هوسا ژوند او د دنیا او اخرت سعادت یې په برخه وي پکار ده، چې لومړی تعلیم وکړي. سیدجمال الدین افغان وايي: که چېرته یو نارینه تعلیم ونه کړي؛ نو یو انسان بې زده کړې پاتې کېږي؛ خو که چېرته یوه ښځه تعلیم ونه کړي نو یوه کورنۍ به بې سواده پاتې شي. همدا راز مهاتما ګاندهي وايي: د یو نارینه روزل، یو شخص روزل دي مګر د یوې ښځې روزل بیا د ټول ملت روزل دي. د بلخ په پښتون میشتو سیمو له هغې جملې، بلخ، چهاربولک، چمتال، دولت آباد او شولګره ولسوالیو کې اکثره پښتنې نجونې له زده کړو بشپړېدو مخکې ښوونځی پرېږدي . د ښوونځيو پرېښودو غټ لامل د پلرونو لخوا د زده کړې او نجونو پر وړاندې د ناسم ذهنیت شتون دی اکثره پلرونه خپلې نجونې په دې خاطر له ښوونځیو منع کوي، چې د دوی په اند نجونې یې نورې سترې شوې او باید په کور کې کېنول شي. زیاتره پلرونه بېسواده وي او د زده کړې په ارزښت نه پوهېږي. دویم لامل یې په پښتون میشتو سیمو کې د پښتنو نجونو د تعلیم پر وړاندې ناوړه دودنه دي. په اکثره پښتون میشتو سیمو کې د بې سوادۍ له امله زیات پلرونه خپلې نجونې ښوونځي ته لېږل شرم بولي. بل لامل یې د نجونو لپاره د ځانګړو ښوونځيو نه شتون دی، زیاتره داسې ښوونځي شته چې بیا ښځينه ښوونکې هم نه لري. په کومه سیمه کې چې بېسواده ښځې شتون ولري هلته به ښځینه ښوونکې له کومه شي؟ په ځینو سیمو کې چې ښځینه ښوونکي نه وي هلته د ناسم امنیت له امله له ښار او نورو سیمو څخه ښځینه ښوونکې زړه نه ښه کوي، چې دغو سیمو ته د ښوونکي په حیث لاړې شي. دا چې یوه کورنۍ هوسا او سوکاله ژوند ولري باید په خپلو لوڼو او هلکانو تعلیم وکړي ښوونه او روزنه هغه څه دي، چې زموږ راتلونکی ژوند روښانه کوي. دا چې پښتنې نجونې په څه ډول وکړای شي خپلې زده کړې بشپړې کړې یو څو د حل لارې مو دلته لیکلي په دغو حل لارو کې د صحراني له لیکنې څخه هم استفاده شوې.
۱ـ د ښځینه ښوونکو روزنه او ګمارل، په دې کار سره به نجونې په ډاډه زړه خپلو زده کړو ته لا سرسی ولري.
۲ـ د عامه خبرتیا زمینه برابرول: په پښتون میشتو سیمو کې باید د نجونو د تعلیم د ګټو په اړه عامه خبرداری ورکړل شي تر څو د نجونو د تعلیم په اړه ناسم او منفي ذهنیتونه چې زموږ په ټولنه کې شتون لري له منځه لاړ شي. تر ډېره باید دیني عالمان په ټولنه کې نجونې تعلیم ته وهڅوي او د دوی پلرونو ته د زده کړو د ارزښت په اړه پوره پوهاوی ورکړي.
۳ـ د نجونو پلرونه باید د خپلو لوڼو د تعلیم په برخه کې پوره پاملرنه وکړي، دوی باید د لور او زوی په روزنه کې یوشان ونډه واخلي، د نجونو د بې وخته ودونو مخنیوی دي وکړي. د نجونو بې وخته ودول د تعلیم د مخنیوي په برخه کې لوی لامل دی، کله چې نجلۍ خپل ښوونځی بشپړ کړای نه وي او واده شي په دې کار سره د نجونو راتلونکی ژوند خرابه شي او تعلیم یې نیمګړی پاتې شي.
۴ـ په هر کلي کې د نجونو لپاره باید ځانګړي ښوونځي جوړ شي تر څو د دغو سیمو نجونې په اسانۍ سره وکړای شي خپلو زده کړو ته ادامه ورکړي.
۵ـ د نجونو ښوونځیو امنیت باید تامین شي، په دې برخه کې باید د سیمې خلک له هر څه مخکې د امنیت د ټینګښت په برخه کې له امینتي ځواکونو سره یو موټی شي او د دښمن پر وړاندې ودرېږي.
که غواړئ خوشاله او نېکمرغه کورنۍ ولرئ؛ نو په خپلو نجونو تعلیم وکړئ په ځان هره سخته راولی؛ خو د تعلیم مخنیوی ونه کړئ. زه خپله دغه لیکنه د پښتو په یوې ټپې پای ته رسوم.
بچیه ښوونځي نه قلار نه شې
زه به پردۍ جامې ګنډم تا به ساتمه