طبیعی منابع د پرمختیایی هیوادو د پرمختیا ماشین

اقتصادي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

پوهاند محمد بشیر دودیال

(اقتصادی پرمختیااو پیاوړی اقتصاد، په واقعی توګه خپلواکی ده: Amarty sen)

(لومړۍ برخه)

Mercantilism  یا مرکانتلستانو(دسوداګرانو مکتب) د اتلسمې پیړۍ ترنیمایی پورې تجارت د اقتصادی پرمختیا لومړنی ضرورت باله، خو وروسته تر هغې فزیوکراتانو پر طبیعی منابعو تاکید وکړ. تر ډیرې مودې پورې همدا مسلطه نظریه وګرځیده چې طبیعی منابع د اقتصادی پرمختیا لپاره  یو ضروری عامل دی،

مګر د یوشمیر هغو هیوادو ګړندی پرمختګ چی د طبیعی منابعو له پلوه بډای ندی، لکه جاپان؛ وښوده چی یواځې طبیعی منابع د پرمختیا اساسی عامل ندی، بلکه ډیر داسی هیوادونه شته چی د طبیعی منابعو له پلوه ډیر شتمن دی، خو له اقتصادی او اجتماعی لحاظه بیوزله او وورسته پاتی دی، لکه یو شمیر افریقایی هیوادونه.

ټول مثالونه د تل لپاره صدق نه کوی، خو  دا ثابته شوه چی د افغانستان په شان؛ اوسنی پرمختیایی هیوادونه که غواړی پرمختګ وکړی او په ضمن کی خپله خپلواکی وساتی، نو یواځینۍ لاره ورته د دوی دطبیعی منابعو ښه مدیریت او د اقتصادی رفاه او ټولنیزپرمختګ لپاره له هغو څخه ګټوره استفاده ده. تردې هم لا مهمه داده چی  د دوی طبیعی منابع باید دوی ته په آفت بدل نشی.

طبیعی منابع(natural resources) زموږ شاوخوا دلاسرسی وړ ارزښت لرونکی محسوس او غیرمحسوس شته اوثروتونه دي چې د بشر په لاس نه، بلکې په طبیعی او قدرتی ډول موجود دي. دا د هیوادونو اقتصادی سیستم ته دطبیعت او چاپیریال ارزښتناکه ورکړې دي چې د دوی د خلکو په رفاه کې مهم رول لري. دا شتمنی ده، چی عموماً د ټول ملت مال  بلل کیږی، له حقوقی او قانونی پلوه دغو شتمنیوته غیرمنقوله شتمنی ویل کیږی، خو که وغواړو چې د تولید شویو امتعو(اجناسو) او نقدی پانګې سره یې په تفکیک وښیو، نود( real property) اصطلاح ورته کاروو.  اوسنی وخت کې د دغو شتمنیو د ارزښت داوچتیداو او حتا دقلت او دقحط( scarcity) احتمال دلاندنیو فکتورنو له کبله دی:

۱.د انرژی پراخه شوی استعمالexpanded energy

۲.د ډیرو متنوعو او زیاتو معدنی منابعو استخراجthe exploitation of more diffuse resource

۳.ټاکلی کرنیز پرکتسونه( certain agricultural practices) چې په یوشمیر نورو منابعو لکه اوبو، معدن، ځنګل او څړځای یې اغیز کړی دی،

۴.دځنګلونو لوڅیدل او له منځه تلل. په ضمن کی دا ټول د اقلیم د منفی بدلون لامل ګرځیدلی دی،

۵.د اوبو د ثابتو سرچینو(د کنګلونو ویلی کیدل، د واوروکمښت او د اورښتونو د وخت اوبڼې بدلون،...) تقلیل یا بی توازنه کیدل.

طبیعی منابع ملی شتمنی ده او دهغو له مدرکه عواید عامه مالی اقتصاد دی د دغو منابعو حدود ، بیه ، عرضه پلټنه او له هغې  جملی د کانونو استخراج او صادرات، دهیواد دننه له هغو کاراخیستنه، دهغو ساتنه، د استخراج اندازه، د هغو دجغرافيايي حدودو سروی او په نښه کول، دی برخو کې علمی څیړنی او د ارقامو د نشر اجازه او صلاحیت، دپلور اواستخراج قرارداد اونوې چارې  د دولت له خوا کیږی، بل چاته یی اجازه نشته. د دولت مهم تدبیر دهغو دصادرولو لپاره بیه ټاکنه،ساتنه، اکتشاف او د نړیوالو بیو سره سم قراردادونو لاسلیک کول دي. دځینو نور منابعو ساتنه لا زیاته مهمه ده مثلاً وحش( wild life) او یا اوبو مدیریت کول. په تیره بیا اوبه او د اوبو منابع او کانونه چی ستراتیژیکی منابع دی. اما  د دی معنا دانه ده چې نور منابع( ځنګلونه، څړځایونه، وحشی ژوی، کبان، دهوا جریان(باد wind power)، دلمر وړانګو، څپو(tidal energy)  ارزښت کم دی یا یی د پلټنی، پلور، څیړلو او استفادی اجازه هرچا ته شته. مُدبر حکومتونه او وګړنیز ملی پارلمانونه ترهرڅه وړاندی خپلې برنامی او کاری پلانونه دطبیعی منابعو پر پالیسی او مدیریت متمرکز او له دی پلوه خپلو خلکو ته ډاډ ورکوی. له هیچا پټه نده چی ستراتیژیک منابع د سیاست برخه ګرځیدلې او داستخباراتو آجندا کی شامله شوی (دا ناتوانه اوضعیفو حکومتونو ته چلنج او بد خبر دی). له همدې امله طبیعی منابع او خام مواد د بیوزله وروسته پاتې هیوادو د اقتصادی پرمختیا انجن وبلل شو، له بلی خوا انکتاد ( UNCTAD)کنفرانس د پرمختیایی هیوادو د تجارت د انکشاف په خاطر توصیه وکړه چې د دوی خام صادراتی مواد باید د موادو د نړیوال بازار له بیې سره سم صادر او وپیرودل شی. له دې پرته دطبیعی منابعو بیلابیل ډولونه د یوه زنځیر حیثیت لری او یوبل سره تړلی، کله چی اقتصادی سیستم ته داخلیږی  او باید داخل شی، دا زنځیری تړلتیا نوره هم پیچلی کیږی. مثلاً که انرژیکی منابع( نفت، ګاز او دډبرو سکاره) ارزانه له لاسه ووځي  او یا سمه  اقتصادی برنامه ورته موجوده نه وی، هیڅکله به دصنعت سکتور وده ونه کړی، دا ځکه چی صنعت انرژیکی توکو ته اړتیا لري. که اوبه سمې مدیریت نشی، د کرنی او مالداری سکتور له تولید پاتې کیږی...

د نن ورځې معاصر اقتصاد دطبیعی منابعو د سیستم مطلوب مدیریت کول دي، چې لاندی هدفونو باندی کار کوی:

  • کفایت او موثریتefficiency
  • دحقوقو مساوات(equity) د سیمه ییزو خلکو حقوق، مشتری سره دمناسبی بیی ټاکنه، د نړیوالو میثاقونو اود مساواتوله مخی استخراج او قرارداد،
  • د اجرا د وړتیا درلودلenforceability
  • ملی منافع تامینول.

د پرمختیایی هیوادو لپاره دا ډیره مهمه ده چې دوی د خپلی دوام لرونکی پرمختیا ( sustainable development)لپاره  خپلی پنځیزی شتمنی مهمی وبولی او له ملی منافعو سره سم چلند وکړی. دا ډول چلند به هم د دوی اقتصادی وده ډاډمنه او تضمین کړی او هم به یی چاپیریالی ستونزی مخی ته نه راځي. د دې موخې لپاره دوی دلاندی ټکیو تطبیق کولو ته اړ دي:

  • دچاپیریال ساتنی، د خامو موادو د بیو ډاډمنتیا او د اقصاد وده،
  • د وګړو د لومړنیو اړتیا پوره کیدنه،
  • ټولنیز عدالت رعایت کیدل،
  • د استفادې، پلور، تفحص ، اکتشاف او استخراج له پروسې اود قرادادونو له محتوا د ملت یا د ملت د استازیو(پارلمان) خبرتیا او په ټوله پروسه کی د دوی د متخصصینو او مسلکی ادارو ګډون،
  • د دوی دملی حاکمیت او پرستژ رول لرل او د دوی د درایت اثبات،
  • واک لرل او د هیواد دننه د بیلابیلو سیمو د اوسیدونکو  او د دوی د محلی پیداوارو او منابعو سره په اړیکه کی فرهګی تنوع ساتل،
  • له طبیعی منابعو د استفادی او د هغو د قرارداد په بهیر کی نورې شتمنی په پام کی نیول(ځینی کانونه مرکب دی او له یوی نسبتاً ارزانه مادی سره بله قیمتی ماده هم لری)،
  • د منبع په استفاده او استخراج کی دفرهنګی، آبداتی او تاریخی زیان نه اړول(دحساس فرهنګی میراث ساتنه)،
  • د اکتشاف او استخراج د قرارداد په ترڅ کی د حد اقل ضایعاتو تضمین،
  • د چاپیریال طبیعی ښکلا له منځه نه وړل،
  • د ایکولوژیکی سیستم ساتنه، حقوقی او قانونی مسایل رعایتول او دملی پرستیژ استازیتوب،
  • د طبیعی منابعو داستفادی او استخراج په ترڅ کې بین المللی میثاقونو څخه خبرتیا اودهغو رعایتول،
  • د هیواد د لوړوملی منافعو ساتنه. (دوام لري).