- ډیزاین او طرح کی تغییر چی له مخی یی باید ډیورند کرښی سره رسمیت د انګریز په لاس جوړه شوی نقشه لیری شی. دا خاینانه عمل د دښمن په پیشنهاد د خاینینو لخوا شوی او دنړی په هیځ تدکره کی دیوی خاصی متنازع فیه جغرافیا نقشه نشته.
- دوهم تشکیل کی تبدیلی او تغیر چی ، تذکره د ملی امنیت پوری تړلی ارګان ده باید مستقله او ملی اداره اوسی ... اوسمهال یی تشکیل تنظیمی او دروابطو پر اساس د جواسیسو اوخاینیو ډک ده
مونږ لپاره چی وایی هر افغان له بل افغان سره مساوی ده، له پورتنی برحقه خواستنو نه یوازی یو خواست چی د افغان کلمی تسجیل منل شوی او تراوسه دری نور په خپل ځای پاتی دی، نو هغه د ډیورند کرښی د رسمیت قباله او حقوقی ریفرندوم اسناد نه اخلو او نه یی منو... زه خوشحاله یم چی له تابعیته تیر شم ، خو خپل تابعیت سره خیانت نه کوم.
د امریکایی اشغال په زمانه کی هڅی هم د پښتون سرنوشت زندان او ګورستان ده، زما هم قبول ده، مدنی حقوق خو هڅی هم نلرو، نه ښوونځی، نه مدرسه، نه کلینیک، نه شفاخانه، نه روغ سرک، نه بلند منزل، نه شرکت، نه رسنی، .... نه معلم، نه ملا، نه انجینر، نه په حکومت کی داسی افغان پښتون لرم چی د پښتنو له حقه حقوقو دفاع وکړی.
زما لپاره اټک سرحد، جهلیم او مارګلی صفری نقطی او ګوادر بندر سره کرښه ده، نه ځینی تیریږم، تدکره می قانونی حق ده خو د قانونی خیانت په صورت کی د حکومتی ترورستانو لخوا د جاسوسی عمل غندم او په وړاندی یی دریږم.
لروبر یوافغان
له آمو تراباسینه
له پامیره ترګوادره
له مشهده تراټکه
له سیحونه ترجیحونه
د بابا وطن- زما هیواد زما ملی هویت او اوسیدونکی یی ټول افغانان دی. هیڅ څوک حق نلری چی ډیورند کرښه اشارتا، شفاهی، لفظی، قرارداد په اساس، یا د فوتوژورنالیزم په واسطه رسمی کړی او کرغیړنی کرښی هاخوا پښتون او بلوچ له افغان تابعیت محروم کړی.
په درنښت
غلام مصطفی بیدار
یو پښتون افغان او مسلمان