اېمل پیاوړی
کله چې ضوابط تر پښو لاندې شي او ځای یې روابط ونیسي، په دې پوه شه چې په ټولنه کې فساد اوج ته رسېدلی دی. په دغه ډول وضعیت کې نو ګوزاره او ژوند په خپله له ځان سره جفا ده. د دغه حالت پر وړاندې یا باید ودرېږې، مبارزه او مقاومت وکړې او که ځان بې وسه بولې، نو بیا به یا ظلم او بې عدالتي زغمې او یا به له هغه ځایه کوچېږې
.
له بده مرغه اوس په ټولنه کې تر ډېره پورې همدغه فرهنګ عام او دود دی، موږ وینو چې ضوابط شاته شوي او ځای یې روابطو نیولی دی، ځکه خو له ګڼو ستونزو او روان وضعیت څخه ځورېږو او تر هغو چې ضوابطو بېرته خپل او د اوسنیو روابطو ځای نه وي نیولی، نو تر هغو به د ښادۍ، خوښۍ، انصاف، عدالت، ښه والي او پرمختګ مخ هم ونه وینو. په دغسې حالت کې د ښه والي او پرمختګ فکر لېونتوب او خیال دی.
په افغانستان کې د جنګ له کلونو کله چې دلته نظام او قانون و، نو هغه مهال ضوابط حاکم و، او موږ باید خپل همغه پخواني میراث، دود او فرهنګ ته ورستانه شو، همغه چې له خپلو نیکونو په میراث راپاتې و، هغه فرهنګ چې په هغه کې تل ضوابطو ته درناوی کېده او تل ضوابط غوره ګڼل کېدل او زموږ د ژوند چارې د ضوابطو په اساس مخته تلې. له کومې ورځې چې زموږ د ټولنې نظم ګډوډ شوی، امن او ثبات له منځه تللی، د قانون ځای بې قانوني، خپلسرۍ، زورواکۍ او بې بندوبارۍ نیولی، نو له همغې ورځې ضوابط دروابطو تر تاثیر لاندې راغلي.
دلیل یې هم معلوم دی، کله چې دولت ونړېده، نو اتومات ورسره د ضوابطو ځای روابطو ونیوه. یانې داسې نه ده چې روابط دې په طبیعي توګه پر ضوابطو بریالي شوي وي، بلکې د ټولنې ناخوالې، ناقانونۍ، ګډوډۍ او ناامنۍ د دې لامل شوې چې روابط پر ضوابطو بریالي شي. لکه څنګه چې په طبیعي توګه روابط پر ضوابطو نه دي حاکم شوي، نو دغسې باید خلک هم دا توقع او انتظار ونه لري، چې په طبیعي توګه به ضوابط بېرته خپل ځای له روابطو ونیسي او ورباندې برلاسي به شي، د دې لپاره انساني هڅې او کوښښونه حتمي دي، ځکه تر څو چې د اساسي قانون په اساس شفافه دولتداري رانه شي، روابط به همداسې پر ضوابطو حاکم وي، نو پوښتنه داده چې په دې برخه کې د ولس مسوولیت څه دی؟
ولس په دې برخه کې چې څومره لوی مسوولیت لري، نو همدومره یې رول هم موثراو ارزښتناک دی. موږ ټولو ته ښایي چې په دې برخه کې د مسوولیت احساس وکړو او د مسوول شهروند په توګه چلند اختیار کړو او د روابطو برتري په ضوابطو باندې ونه منو. زه باور لرم که ولس په دې برخه کې خپل صادقانه، عملي او جدي غبرګون وښيي، نو اتومات به ضوابط د روابطو ځای ونیسي، ستونزې ، ناخوالې او بې عدالتۍ به ورسره راکمې شي.
په دې برخه کې باید ټول د یو مکلفیت او مسوولیت له مخې اقدام وکړو، ځکه تر هغو چې د فساد او روابطو د پاللو پرځای غبرګون ونه ښودل شي، نو تر هغو پورې به له یوې خوا فرصتونه ضایع کېږي، له بلې خوا به بې عدالتي دوام لري او په نتیجه کې به یې ولس خپل حقونه، خپلې ازادۍ او خپل هغه امتیازات چې مشروع نظام او قانون دوی ته ورکړي له لاسه ورکړي، نو لنډه دا چې باید د قانونمندۍ او د ضوابطو د پاللو لپاره په ګډه همکارۍ کار وکړو.