عبدالملک پرهیز
زلنسکي د اوکراین ولسمشر د امریکې د متحده ایالاتو د ولسمشر دونالدترامپ د ملاتړ د تر لاسه کولو دپاره امریکې ته په سفر راغلی ؤ.
دونالدترامپ هغه ته وویل: " یا تړون لاسلیک کوې یا د امریکې مرستې درول کېږي. دونالدترامپ اوکراین د دریمې نړیوالې جګړې د رامینځ ته کولو په قمار تورن کړ.
دونالدترامپ له اوکراین سره د امریکې پر مرستو تاکید وکړ او دغه مرستو ته د زلنسکي د قدر په سترګه د نه کتلو له امله د خپګان څرګندونه وکړه.
موږ هڅه کوو د حل لاره پیداکړو موږ ته مه وایه چې موږ څه وکړو. تاسې په داسې دریځ کې نه یاست چې موږ ته ووایاست څه وکړو. موږ په ښه دریځ کې یو موږ د قدرت دریځ لرو. تاسې په ښه دریځ کې نه یاست. تاسې ځان په ډېر بد حالت کې ښکیل کړی دی. تاسې په ښه دریځ کې نه یاست، ستاسې لاس بر نه دی، تاسې قمار وهئ، تاسې د میلیونونو خلکو پر ژوند قمار وهئ. تاسې په دریمې نړیوالې جګړې قمار وهئ او داسې کار ترسره کوئ چې دې هیواد ته زیات نه درناوی دی. "
دغه خبرې چې د ژورنالیستانو د سترګو تر وړاندې ترسره شوې له بشپړې ناکامئ سره پای ته و رسیدې.
دونالدترامپ پر خپل ایکس ولیکل چې زلنسکي د سولې دپاره چمتو نه و کله چې نوموړی د سولې دپاره چمتو شي نو کولی شي بیا دلته راشي.
ددغه خبرو اترو پایلو ته ټوله نړۍ سترګې په لاره وه. داسې هیله کیده چې د مهمو منرالونو د معدنونو تړون او د سولې اړوند تړون لاسلیک شوی وای.
زلنسکی د خبرو په بهیر کې د سخت فشار لاندې ؤ د دونالد ترامپ تر خوا د هغه مرستیال او د دفاع وزیر هم په دې خبرو کې ګډون درلود چې په پرله پسې ډول یې زلنسکي تر فشار لاندې نیولو.
د خبرو بهیر ښایي چې دونالد ترامپ او ډلې یې د حد اکثر فشار لاره غوره کړې.
زلنسکي د عادلانه سولې او د امنیتي ضمانتونه غوښتنه کوله. هغه ویل چې روسانو پر اوکراین برید کړی او موږ ددوی د برید تر وړاندې له خپل هیواد او خاورې څخه دفاع او ساتنه کړې.
خبرې له سختو ناندریو سره پای ته و رسیدې. زلنسکي د اوکراین په لور و خوځنده.
د اروپاي هیوادونو مشرانو چې د اوکراین پلویان دي د اوکراین له دریځ څخه ملاتړ کړی او د هغه دریځ عادلانه بولي، دوی هم له ضمانتونو سره د یوې عادلانه تړون غوښتنه کوي.
خو لکه چې وایي ، ځوک چې پیسې ورکوي فرمان ورکوي.
امریکا د اوکراین د جګړې په سلو کې شپته ورکوي.
ترامپ لا دمخه ویلي ول چې له اوکراین سره خپلې مرستې کموي.
خو له دې خبرو وروسته دا ویره پیداشوې چې دغه مرستې به په بشپړه توګه ودرول شي. چې دا کار د جګړې حالت تر سختې پوښتنې لاندې راوړي.
دا اوکراین دی چې د امریکې متحده ایالتونو مرستې ته اړتیا لري. اوکراین ته په کار وه چې په دیپلوماتیکه ژبه او د دیپلوماتیکو نزاکتونو په پام نیولو سره دغه خبرو ته تللي وای. جګړیز فشار او سترس زلنسکي په بد دریځ کې و درولو.
سبا به د اوکراین د جګړې پلویان او مخالفین خپل دریځونه هم دننه په امریکې او هم له امریکې بهر څرګند کړي.
داسې ښکاري چې نړۍ په چټکۍ سره څېره بدلوي.
په سپینه ماڼۍ کې د دونالدترامپ اوکراین زلنسکي بې سارې ناندرې او لفظي شخړه
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode