ولي الله ملکزی
غازي امیر امان الله خان د خپل رعیت په درد درمند او یو قدرمند ټولواک وو. کله چې د ډیوډ جونز (بغدادي پير) او د پیرنګیانو په لاړو لمدو سرسبیلو اردلیانو د هغه شخصیت وژنه او له واکه د بی واکه کولو هڅې پیل کړې، نو امیر د څو تنو ملګرو په ملتیا لومړی غزني او بیا قندهار ته لاړ. کله چې په لارې کې ورڅخه پوښتنه وشوه چې اعلیحضرته دا ملک ته چاته پریږدې؟
نو هغه ورته په ځواب کې وویل: (زما پاچاهي، زما د ولس له وینې څخه قیمتي نه ده، که زه پاتې شم نو پریمانه وینې به توئ شي). یعنی نه یې غوښتل چې له افغانستان څخه د میردل ژرنده جوړه او د ولس هډوکي یې دل شي.
د پوهنتون د وخت زما یو دوست، اوس هم نور محمد تره کي ته خلاق رهبر او د ختیځ نابغه وایي. دا چې تره کي له خپل ولس سره څه وکړل؟ زه ورباندې هیڅ ډول منفي یا مثبته تبصره نه کوم؛ ځکه نوموړی اوس د الله او تاریخ په محکمه کې دی. خو یوه خبره یې د شمشاد د غره هومره وزن لري؛ تل به یې ویل: (د ولس زور، د خدای زور دی) یعنی ولس د بدلون سرچینه او خپه کول یې ستره تیروتنه ده.
د سعودي عربستان د بهرنیو چاور پخواني وزیر، شهزاده سعود الفیصل به پخپلو کنفرانسونو کې په تکرار سره ویل: (په درې شیانو کې هیڅکله هم شک مه کوئ: د الله تعالی په ارادې، د یتیم په اوښکو او د ولس په طاقت) یعنی د ولس دریځ اوغوښتنې باید له پامه ونه غورځول شي. زه فکر کوم یوه غوره بیلګه به یې د عربي پسرلي څپه وي چې له تونس څخه تر یمن پورې ځینې واکمن نظامونه او پخې سټې یې له بیخه ونړولې. یعني د ولس زور؛ د سیاست سونامي ده.
د ۲۰۱۵م کال په نومبر کې د ترکیې جنګي الوتکو د سوریې په شمال کې یوه روسۍ سوخوۍ الوتکه وویشته او د ترکیې د خاورې په څو مترۍ کې دننه د سکروټې په څیر راپریوته چې پیلوټ یې هم تور سکاره شول. د ولسمشر، طیب اردوګان ماڼۍ اعلان وکړ چې زموږ په هوايي حریم تیرې شوی او هیڅکله به معذرت ونه غواړو. څو ساعته وروسته د روسیې د فدراسیون مشر، ولادیمیر پوتین په خپل غبرګون کې وویل: (زموږ ځواب به ډیر چټک او ملا ماتوونکی وي) دقیقې لا تیرې نه وې چې اردوګان صیب په روسۍ ژبې په خپل ټویټر کې ولیکل: (هم بښنه غواړو او هم ژمنه کوو چې بیا به داسې غلطي تکرار نه شي) نوموړی ځکه توبه ګار شو چې هر کال درې ملیونه روسان ترکیې ته د سیل لپاره راځي او نژدې پنځه ملیارده ډالرې له ځان سره راوړي. یعنې اردوګان د خپل غرور شمله د کرملین د قیصر په پښو کې کیښوده ترڅو ولس یې زیانمن نه شي.
له نن څخه ۷۵ کاله وړاندې؛ د ۱۹۴۷م کال په اګست کې هند له پيرنکیانو څخه خپلواکي واخیسته. لږه موده وروسته د لندن د معتبرو ورځپاڼو خبریالان د مهاتما ګاندي سره د مرکې لپاره ډهلي ته لاړل. یو تن انګریز ژورنالیست پوښتنه وکړه: ښاغلی ګاندي! ته خو ډیر هوښیار سړی یې او د نژدې څلور سوه ملیونو هندیانو مشر یې، نو څرنګه ممکنه ده چې ته دې د غوا او ډبرې عبادت وکړې؟ هغه ورته په ځواب کې وویل: (زه پوهیږم چې حیوان او بتان ما ته هیڅ ګټه او تاوان نه شي اړولي، خو زه په حقیقت کې د خپل ولس باور ته سر ټیټوم). یعني د ولس باورونه او ملي ارزښتونه باید نا ګڼلي ونه ګڼل شي.
کله چې په ۱۷۹۷م کال کې د امریکا د متحدو ایالتونو لومړني ولسمشر، جورج واشنګټن خپله اته کلنه دوره پای ته ورسوله، نو ځینو مشاورینو او اغیزمنو سیاستوالو ورته مشوره ورکړه چې بیا ځان کاندید کړي. هغه ورته وویل:( د امریکا ولس د خپلواکۍ او ډیموکراسۍ لپاره دا دومره لویه قرباني ورکړه، زه پاچا نه یم چې تر مرګه به ټولواک یم. زه به هغه څه کوم چې زما ولس یې غواړي) یعنې د واک او مشرتابه کونجي؛ د ولس ملکیت دی.
د هلاکو د لمسي لښکرو په ۷۰۲ هـ ق / ۱۳۰۳م کال کې د دمشق تاریخي ښار ترخپلې ولکې لاندې راوست او د مسلمانانو ترڅنګ یې د یهودانو او مسیحیانو مشران هم کوټه قلف کړل. د جنګي بندیانو د تبادلې په خبرو کې امام ابن تیمیه هغوئ ته د روغې جوړې لپاره شرط کیښود چې د مسلمانانو سره جوخت به یهود او نصاری هم آزادیږي، ځکه چې هغوئ زموږ د ولس برخه او هیواد وال دي. سلفیان او د سیاسي اسلام پلویان ابن تیمیه ته د شیخ الاسلام لقب کاروي. دائرة المعارف کاږي چې شیخ الاسلام ۳۳۰ کتابونه لیکلي چې له نیمایي څخه زیات یې چاپ شویدي. دغه ستر امام پوهیده چې دین او عقیده د خالق او مخلوق ترمنځ د اړیکې نوم دی، خو په یوې جغرافیا کې اوسیدل او د مشترک تابعیت منل د ولس دوهم نوم دی چې باید په هرې پریکړې کې یې نظر، معتبر وګڼل شي.
یو ځل په مکې کې د طواف په مهال، حضرت عائشې له رسول علیه السلام څخه پوښتنه وکړه چې آیا حَطِیم (هغه نیم دیوال چې د کعبې شمالي ته د ناوې لاندې موقعیت لري) د کعبې برخه ده؟ پیغمبر صیب ورته ځواب ورکړ؛ هو. دا نیمکې دیوال د کعبې برخه ده خو د نه پيسو له امله همداسې بهر پاتې شویدی. عائشې (رض) بیا پوښتنه وکړه؛ که همداسې ده نو ولې یې د کعبې له خونې سره نه یوځای کوې؟ رسول (ص) ورته وویل: (عائشې ستا قوم، یعنې د مکې خلک لا د جاهلیت سره نژدې دي او زه ډاریږم چې زړونه یې منکر نه شي. کنه نو ما به دا دیوال د کعبې سره یوځای کړی وو او د کعبې دا دنګه دروازه به می هم مځکې ته راټیټه کړې وه). یعنې د اسلام رښتینې رسول، د خپل امت د احساساتو درناوې کوي او ټولنیز نزاکتونه له پامه نه غورځوي.
یقینا، هر هغه فرد، ګوند او نظام چې د خپلو خلکو ارادې ته درناوې ونکړي او په مهمو ملي پریکړو کې یې شریک او برخه وال نه کړي؛ ښايي یوه ورځ د نورو کوڅه ډب سپي، د دوئ زمري وداړي. نعرې که هرڅومره رنګینې او د لونګو درمندونه شي، وي به. خو د ولسونو تش نسونه؛ په وچو شعارونو نه ډکیږي !!