سید عبیدالله نادر
احمد رشید : د پاکستان نامتوخبریال او لیکوال
د سپتمبر یوولسمه د پاکستان د پاکستان د پاره یو بل ویښونکی زنګ وو ، چې له جهادي اسلام پالو ډلو لاس واخلي ،هغه وسله والي ډلې ،چې د پاکستان د بهرنۍ پالیسۍ ټاکلو لپاره استعمالیدل د امریکا پر زړه ، د القاعده له ګوزارو وروسته نړۍ اسلامی تر هګرۍ ته د ښکاره دښمن په سترګه کتل،
او امریکا په ښکاره توګه د همدي ترهګرۍ د ځپلو د پاره د نړۍ په بل هر هیواد د حملي او برید لپاره تیاری ونیو ،اسلام آباد ته د بوش دا پیغام (تاسي یا زمونږ په خوا یاست ،یا زمونږ دښمن )د دي خبری ښکارندویه وه ، چې پاکستان باید له امریکې سره په افغانستان کې د برید لپاره پوره همکار او مرستندوی شي ،او دا د پاکستان د راتلونکی له پاره یو زنګ وو ، په تېر کې له جهادي ډلو سره د پاکستان په مرستو امریکا سترګي پټي کړي وي ، ځکه چې پاکستان دغه ډلي د هندوستان خلاف کارولې ، خو اوس واشنګتن دې ټولو ته تیار نه وو ، چې یو هیواد دې دي کار ته وهڅوي او یا دي ورته مرستي ورکړي ،
خو د پاکستان عکس العمل پر ځای نه وو ، پرویز مشرف فکر کاوه چې لا هم د بوش پیغام په غلطه ژباړلی شي ، او له هغه سره لوبه کولای شي ،کله چې دوی له امریکا سره دالقاعدی پرخلاف د جګړی ملاتړ اعلان کړو ،هلته په کشمیر کې ، د جهادی ډلو ټپلو خوځښتونه او مقاومت له هر بل وخت زیات شو ، او په ورته حالاتو کې يې په هندوستان او کشمیر کې خپلو بریدونو ته زور ورکړ ،، چې په ترڅ کې یې په ۲۰۰۱م کال کې د هندوستان په پارلمان هم بریدونه وشول ،او نژدی وو دا کار له هندوستان سره د پاکستان په جګړه تمامه شي ، په ۲۰۰۳ زیدیز کال کې (آی ، اس ، آي )د افغانی طالبانو د مقاومت په پیاوړي کولو او بیا رابیدارولو کې مرسته وکړه ،په ۲۰۰۵ کال کې (لکه څنګه چې ما په خپل تیر کتاب کې ترې یادونه کړې وه )د امریکا او پاکستان تر مینځ د لویي شخړې د راپیدا کیدو امکانانات له هر بل وخت نه زیات شول ، خو هغه وخت خوهغه لانجه پای ته ورسیده ، خو په ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ کلونو کې دا لانجه یو ځل بیا راپورته شوي ده ،
تیری یوې لسیزۍ په نړیواله کچه د ملتونو په باورونو کې تغییر را مینځ ته کړ ، خو دا توپیر په پاکستان کې رامینځ ته نه شو ، د یو هیواد نظامی قوت ،هستوی قوت جیوپولیتیکل ارزښت ،پالیسي او درانګه به خپلو ګاونډیانو باندی اغیز شیندل ،او د هغوي په کورنیو چارو کې لاس وهنه هیڅ ارزښت نه لري ، خو دا ټول څه ، اوس پاکستان تر سره کوي ،او لا یې هم تر سره کوي د پاکستان اقتصاد کمزوری دی ، خلک یې بیسواده دي ، او ځوانان یې بیکاره دي ، د هندوستان او چین چټک اقتصادی پرمختګونه په سیمه کې ، د هغوي پر قوت او اغیز پوره تأثیر لري ، او لرلای یې هم شي .خو پاکستان د دي ټولو خلاف له ۱۹۹۰ کلو څخه راپدیخوا د پرمختګ هیڅ ګام نه دی پورته کړی ، حکومتي چارواکي او لوړ پوري خلک له مالیې ورکولو ډډه کوي ، او همدا ډول دغه قشر نه غواړي خپل سرمایه په هیواد کې ،د کرنۍ او یا نوی صنعتونو په جوړولو ولګوي ، دولتي تولیدونکی صنعتی ادارې د هیواد وینه څښي او همداسي یې بهوي ، پوځ له خپلو مصارفو راکمولو سره مخالفت کوي ،حتی هغوي هم له مالیې ورکړې څخه پرته نوي سوداګریز قوانین ځان ته تیار کړي دي ، او ځانونو له پاره یې د اوسیدو لوی لوی او ماډرن ځایونه نیولي دي ، یواځي ۱،۸ملیونه خلک مالیه ورکوي ،کروند ګر هیڅ ډول مالیات نه ورکوي ،هغوي د خوراکی توکو د نر خونو، له لوړوالو څخه ښه په پراخه کچه ګټي تر لاسه کوي ، خو بیا هم مالیه نه ورکوي ، ادارې فساد او رشوت مخ پر وده روان دی ، ملکي خدمتونه په ځانګړی ټوګه ښوونه او روزنه ،په ډیر بد حالت کې ده
لمړی څپرکی ،اسامه اوباما : میراث او پاتي شوني
د اسامه د وژلو په پایله کې
د پاکستان د ګړنګ پر غاړه له کتابه څخه د احمد رشید لیکنه:
د اسامه د وژلو په پایله کې ، په پاکستان کې د دغي پیښي سیاسي اغیز ډیر ویرونکی وو ، د کلنو د پاره هر پاکستانی مشر دا خبره ردوله چې ګواکی اسامه په پاکستان کې پټ دی . په ۲۰۰۵ کال کې پرویز مشرف په وار وار پرته له کومی نښي او ثبوته وییل :چې اسامه مړ شوی دی ،او د هغه پلټنه نور د پاکستان د پاره ارزښت نه لري ،په همدي کال ولسمشر پرویز مشرف په ډیر متکبرانه لهجه د انګلستان لمړی وزیر تونی بلیر ته وویل : چې د پاکستان حکومت د القاعده افقی او عمودی پلټنه تر سره کړې ،چې په پایله کې د اسامه د ژوند او تماس هیڅ راز ښکارنده نه تر سره کیږي ،
هغه خپلو خبرو کې دا هم وویل :چې دا خبره بی بنسټه ده ،چې ګواکي د القاعده مشر تابه په پاکستان کې پټ دی ،د پاکستان د استخباراتی اداره (آی،اس،آی) ګمارل شوي وه ،چې هر هغه لیکوال او ژور نالیست ونیسي چې په خپلو لیکنو او راپورونو کې ، په پاکستان کې د اسامه د شتون په هکله څرګندوني کوي ، اوس ټولي نړۍ ته د پاکستان مشران د درواغجنو او یا هم له هغه، بد ور وپیژندل شول ،د امریکا د سنا مجلس غړو او همدا ډول د ډیرو نړیوالو ستر شکونه ښکاره کړل ،چې د اسامه له پاره د پټنځایونو په برابرولو کې ،د پاکستان د پوځ غړو د آی اس آی استخباراتي ادارې کارکونکو او یا هم د اسلامی روزل شویو ګروپونو لاس دی ،پاکستان دا تورونه رد کړل ، او تر اوسه پوري هیڅ داسي نښي نښاني نه دي په ګوته شوي ،چې له حکومت سره د اسامه اړیکي ،زیاد کړي ،مګر دا خبره ، د دوی له بی ګناهی او بی پرواېی سره هیڅ اړخ نه لګوي ، پاکستان په تیر تاریځ کې ،ورته بدو حالاتو سره مخ شوي دي ، خو کله هم له داسي شرمونکي حالت سره نه دي مخ شوي ،هندوستانی پوځیانو ته د پاکستانی پو ځیانو تسلیمیدل او په ۱۹۷۱ زیږدیز کال کې ،د ختیځ پاکستان خپلواکي اخیستل ،یو لوی شرم ،او د خلکو غوسه یې راوپاروله ، د دي ټولو تر څنګ پاکستان د هندوستان پر وړاندی په ډیرو نورو جګړو کې ،هم مات شوی دی ،ورسره پاکستان څو کاله وړاندی زلزلو او سیلابونو سخت وځپه ، حکومت په کور دننه له ډیره نورو سیاسي بحرانونو سره مخ شو ، خو دا ټول هم یو ورته دومره شرمونکي نه وو ، لکه په پاکستان کې د اسامه موندل او وژل کیدل ،
د همدي بحث د کتاب په شپاړسم مخ کې احمد رشید لیکي :
هیچا په دي کې شک نه درلوده ،چې هغه دي په پاکستان کې ونه اوسي ، ځکه چې د ډیرو نورو تر هګرو ډلو مشران هم په پاکستان کې اوسیږي ، خو پاکستانیانو دا هم ردوله ، چې ګواکی هغه دي وژل شوی وي ، عام خلک په دي هم نا خوښه ښکاریدل چې د دوي پوځ چې د ملی بودجی دیرش سلنه پرې هر کال مصرفیږي دومره بی کفایته وي ، چې د خپل ملک د حریم ساتنه دي ونه شي کولای ، رسنیو پر پوځ سختي تیزې نیوکي کولي ، پوځیانو د خلکو کرارولو لپاره د ژورنالستان په آرامولو پیل وکړ، او د آمریکا پر وړاندی یې د خلکو د کرکي د راپارولو هڅي پیل کړې ، چې د خلکو پام له دوي څخه په بله واوړي ،په پوځ کې د آمریکا پر وړاندې کرکه رابرسیره شوه ، په ناڅاپي توګه د کیاني خپل پوځیان د پاکستاني طالبانو پر وړاندې ، په جګړه کې زړه نازړه شول ،چې دوي د آمریکا جګړه بلله ،
نړیوالي ټولني هم پر پاکستان د غبرګونونو خوله پرانسیته ،نړیوالو مشرانو او رسنیو د اسامه په شتون او ساتنه د پاکسان پوځ ملامت کړ ،او یا هم هغوي کاملأ بی کفایته وبلل ، چې د اسامه پټنځای یې نه شو معلومولای ، دغو څرګندونو خلک لا پسي غوښه کړل ، له کلنو افغان ولسمشر حامد کرزي آمریک او نړيوالو ته ویل : چې پاکستان د القاعده او طالبانو کوربتوب پر غاړه لري ، او اوس هغه ټول په دي ملامتول ، چې د هغه خبره یې نه منله ،کال پسي کال ورځ پسي ورځ مونږ په وار وار وویل چې د ترهګري پروړاندی جګړه ، د افغانستان په کلیو او بانډو کې مه تر سره کوئ ،دغه جګړه باید د ترهګرو په پټنځایونو کې تر سره شي ،ولسمشر د اسامه له وژني وروسته ،په خپلو خپرو کې دا هم وویل : نن دا ثابته شوه ،چې افغانستان په سمه وو .
د آمریکا د سنا د نظامی کمیټي مشر سناتور کارل لیون په همدې اړه په سنا کې په جوړي شوې غونډې ته وویل : د پاکستان پوځ او استخباراتي اداره (آی ،آس،آی) باید ډیرو پښتنو ته ځواب ووایي ! په همدې سره په غونډه کې ، غږونه پورته شول ،چې له پاکستانه سره مالي مرستي کمي ، او یا ټولي بندې شي ، واشنګتن هر کال د پاکستان له پوځ سره له دوو تر درې بیلونه ډالره مرسته کوي ،اروپايی مشرانو هم ورته غږونه پورته کړل ،چې پاکستان باید دغو سوالونوته ځواب ووایي ، خو د پاکستان مشران ځوابونو ویلو ته تیار نه ول
سید عبیدالله نادر
پاکستان لاهم ډیری طالبان په خپل خوا کې لري ،
احمد رشید د پاکستان تکړه لیکوال ،(د پاکستان د ګړنګ پر غاړه) کتاب کې چې د کتاب نوم یواځي د پاکستان استخباراتو دپاره یو ټکان ورکونکی پیغام لري ، په شپږم څپرکي کی، د افغانستان د طالبانو سره خبري ،تر عنوان لاندی لیکي :
پاکستان لا هم ډیری طالبان په خپل خوا کې لري ،سره لدې چې د طالبانو مشران غواړي ،بیرته خپلو کورونو ته ولاړ شي ،له اوږدې جلا وطنۍ وروسته ډیرو طالبانو د پاکستان په خوا کې پولې ته نږدې په ښارونو کې خپل کورونه ودان کړي ،هغوي ځمکي اخیستي ،خپل کاروبارونه یې جوړ کړي ،هټي لري ،او دا رنګه د ټرانسپورت خدمتونه کوي ،کوم چې ټول د (آی ،اس ،آی) تر اغیز لاندي دي ، تر اوسه پوري هغوي طالبان له کورنۍ سره یو ځای نه دي نیولي ،چې نور طالبان تر فشار لاندی راولي ،په پاکستان کې( آی، اس آی) طالبانو ته د ګرځیدو، راګرځیدو ، د جګړې له پاره وسایل برابرول ،او د ژوند کولو ښه زمینه برابره کړي ، او دا رنګه په دوامداره توګه یې ، د پاکستانی او افغانی طالبانو د جذب او ګمارنۍ زمینه برابره کړې ، تر څو هغوي خپلي جګړې ته دوام ورکړي ، ډیری ځانمرګي برید ګر چې په افغانستان کې ،ترې کار اخیستل کیږي ،هغه په خټه پاکستانیان دي ،او ډیری یې په پاکستان کې روزل کیږي ، له دي ور آخوا پاکستان ډیرو پښتنواو پنجابي جنګیالیو ته اجازه ورکړې ،چې په افغانستان کې جګړه وکړي ،د پاکستان پوځ په خپلو عملیاتو کې په قبایلي سیمو کې ، کله هم په هغو ګروپونو او ډلو بریدونه نه دي کړي ،چې له امریکا سره په افغانستان کې جګړي ته تیار دي ،او کوم چې د پاکستان له پوځ سره د جګړي مخالف وو ،دا هغه کار وو چې امریکا او ناټو یې تل ځوروله ،
پاکستان دا رنګه یو بله مهمه ډله لاس کې لري ،د حقاني شبکه چې د جلاالدین حقانی په وسیله اداره کیږي ،هغه چې په شمالي وزیرستان میرانشاه کې ځای پر ځای ده ، حقاني چې اوس شپیته کلن دی ، زوړ او په کټ کې پروت دی ،هغه د خوست د ختیځي ولسوالۍ څخه راغلی او د ځدرانو یو قومی مشر وو ،دهغه کورنۍ په ۱۹۷۱ کال کې پاکستان ته کډوال شوي ،او د هغه او د افغان ولسمشر شهید داوود خان خلاف بغاوت کې په کال ۱۹۷۵ کې برخه اخیستی ،هغه د شوروی خلاف سخت مخالفت څرګند کړ ،او په ځدرانو کې یې ،د هغوي خلاف جبهه پرانیسته ،کومه چې د ختیځ افغانستان ډیرو نورو برخو ته هم وغځیده ، د آی ،اس، آي او سي ،آی،ای له خوا تمویلیده ، او مرسته ورسره کیدله ،د ۱۹۱۹۰ لسیزو په اوږدو کې په کورنۍ جګړه کې هغه د آی،اس، آی په امرله طالبانو سره یو ځای شو ،او ۱۹۹۶ کال کې ، د طالبانو په امارت کې وزیر وټاکل شو ، خو د طالبان سره د کلنو په اوږدو کې ،هغه خپله خپلواکی وساتله ،او له (آی ،اس،آی) او القاعده سره یې خپلي ځانګړي اړیکي و پاللي د سپتیمبر د یوولسم وروسته هغه د طالبانو خلاف له خوځښت سره د یو ځای کیدو ډډه وکړه ، سره له دي چې (آی،ای،آی)او (سي ،آی،ای) دواړو ترې غوښتنه وکړه ،خو هغه دا غوښتنه رد کړه ،وروسته هغه د القاعده له غړو سره مرسته وکړه ، چې له افغانستان څخه په تیښته بریالي شي ،هغوي ته یې په میرانشاه کې د پاتي کیدو ځای ورکړ ،او ځان ته یې د امریکا سره د جګړې له پاره یوه جبهه پرانیستله ،سره له دي چې تش په نامه له ملا عمر سره ملا تړي پاتی شول ،