په افغانستان کې څوک ولسونه وژني؟

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
لکه څنګه چې په دې وروستيو کې ځانمرګي بريدونه او چاودنې زياتې شوې، د برق پايې نړول کېږي، پاخه سړکونه تخريبيږي او افغان ولس ته له بېلابېلو لارو زيانونه رسېږي، دا ټول هغه څه دي چې وسله وال طالبان يې له پاکستان څخه دستور اخلي او دا ډول ټولې فيصلې په پاکستان کې کېږي،دا ځکه چې د طالب په نوم دغه ورانکارې اوخونړۍ ډله پاکستان زېږولې
او نړۍ ته يې را وستې ده،خو دا چټل هېواد بيآ د دوستۍ په نوم افغانان ورباندې خوري ، خو دلته موږ د بهرنیو چارو وزارت لرو، د ملي امنیت لوى رياست لرو نور استخباراتي او کشفي ارګانونه لرو، ټول معلومات باید له بهرنیو چارو وزارت سره شریک کړي او بهرنیو چارو وزیر باید نور بدخشانېزمه راووځي او افغانېزم ته دې راشي.
پورته ياد شوي نهادونه که په خپل کار کې صادق او رېښتوني شي هېچېرې به کومه خونړۍ پېښه ونشي خو دوی ټول د پردیو لاسپوڅي دي او له ځانونو څخه يې ګوډاګيان جوړ کړي څه چې هغوی ورته وايي دوی هماغه سې کوي، دې ملک کې د طالب او حکومتي خلکو فرق نه شته،همدا وزيران ورسره لار لري دهمدوی بچیان او دوی خپله يې په زرهي موټرو کې راولي او دلته ورباندې عام ولسونه تبا کوي.
. د بهرنیو چارو وزیر باید په ټول توان سره په ټولو هغو هېوادونو کې چې افغانستان سفیران شتون لري د پاکستان په وړاندې دا اسناد او شواهد چې زمونږ د کشفي او استخباراتي ادارو له خوا ورسره شريک شوي، د احتجاج په توګه راپورته کړي، شواهد او په ترهګریزو فعالیتونو کې دخيل کسان افشا کړي، يو انسجام رامنځته شي، په ملي او نړیواله کچه يو تحرک راپيدا شي او ټول افغان سفيران دې د بېلابېلو ډيپلوماټيکو لارو څخه په هر هغه هېواد کې چې دنده لري د هغو هېوادونو له دولتونه مرسته وغواړي، حتى موضوع دومره پراخه کړي چې د ملګرو ملتونو سازمان ته ورسېږي ترڅو پر پاکستان فشار راوړي چې د طالبانو ملاتړ بس کړي او نور د افغانانو له قتلولو، تاوتریخوالي او ويجاړيو لاس واخلي. ځکه نور دا حالت د زغملو وړ نه دى، هره ورځ مو افغانان وژل کېږي، کورونه يې ورانېږي او ژوند يې له ډول ډول ستونزو سره مخامخ کېږي، بهرني دښمنان هم معلوم دي، خو د بهرنیو چارو وزارت حتى يوه ورځ يوه وړه غندنه ونه کړه، او پر پېښو خپګان نه ښکاره کوي.
روښان