محمدبشیر یوسفزوی
امنیتي او کشفي ارګانونه چې د هیواد ویښ ذهن او لیدونکې سترګې ګڼل کېږي، هغه مهال د دوی د کار موثریت لا زیات وي چې ولس ورسره همکار وي، دوی له ولس څخه دا همکاري نه غواړي چې دوی ته دې وسلې ورکړي، دوی ته دې خواړه ورکړي، د دوی موټرو ته دې تېل ورکړي او دوی ته دې د شپې تېرولو لپاره بسترې ورکړي او یا دې د جګړې کرښې او د دښمن ځپلو لپاره له دوی سره ملاتړلي لاړ شي
امنیتي او کشفي ارګانونه له خلکو او ولسونو څخه یوازې دا غواړي چې ولسونه دې په لومړي ګام کې دښمن، مشکوکو افرادو او اشخاصو، وسله والو مخالفینو، داعش، طالب او نورو ورانکارو ته په خپلو سیمو، کلیو او کورونو کې ځای نه ورکوي، هغوی دې وشړي او که یې د شړلو وس نه وي، نو دوی دې د ۱۰۰۱ او ۱۹۱۹ شمېرو له لارې دې له مسوولینو سره تماس ونیسي او د دوی په اړه دې خبر ورکړي چې په دې ډول د هغوی له شر او زیان څخه خوندي شي.
له امنیتي او کشفي ارګانونو سره دغه ډول همکاري په حقیقت کې له خپل ځان سره همکاري دي. دا په حقیقت کې له خپلې کورنۍ او اولادونو سره همکاري ده، دا له خپل کور، کلي، کلیوالو او جوماتوالو سره همکاري ده، ځکه که چېرې دغه اړیکه او همکاري نه وي او ورانکاري د دوی په کلي او کور کې ځای ونیسي، نو معلومدار چې دغه تروریستي ډلې په خلکو بېګار کوي، له دوی خواړه او نور امکانات غواړي، عشر، زکات او باج ورڅخه اخلي، ان تر دې چې د دوی ځوانان او اولادونه د خپل هیواد او خلکو پر وړاندې جګړې ته لمسوي او خپلو لیکو ته یې جذبوي.
مګر کله چې امنیتي او دفاعي او کشفي ارګانونه په جریان کې شي، نو د افغانستان دښمنان او نورې ورانکارې ډلې له هغې سیمې او کلي څخه تښتي او بیا هغې خواته ځکه نه ورځي چې هلته ځانونه خوندي نه ګڼي، نو کلیوال او ولسونه دې یوازې همدغه همکاري وکړي، چې خپل کلي او ولسونه دې د ورانکارو او تروریستانو لپاره ناامنه کړي، هغوی ته دې دا احساس نه ورکوي چې د دوی په کلیو او ولسونو کې یې شپه تېرېږي او هلته دوی د خوندیتوب احساس وکړي.
دا نه یوازې زموږ ملي او وطني، بلکې زموږ اسلامي او انساني مسوولیت دی چې باید هم د خپل ځان او هم د نورو د خوندیتوب احساس وکړو، نو د همدغه مکلفیت لپاره باید له خپلو اتلانو سره همکار او په اړیه کې واوسو.