د غني او کرزي د سیاسي مدیریت پرتلنه او ارزونه

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمدروښان ښاد

 

دویمه  برخه

د دې ادعا د تائید لپاره کولای شو د دښمن د مشخص تعریف نه موجودیت چې ځینې مهال د سیاسي مخالف خطاب ورته کېده او کله به ناراضه ورور ورته ویل کېده او کله به هم په نورو نومونو یادېده د دلیل په توګه راوړو. دویم د بهرني سیاست د دقیقې برنامې نشتوالی او همدارنګه د هیواد د بیارغاونې لپاره د دقیق او سنجول شوي پلان نه شتون و او دریم محلي قدرتونو ته تسلیمېدل د حامدکرزي د حکومت له کمزوریو څخه وو.

داسې ښکاري چې هغه د خپلې حکومتولۍ په اوږدو کې ټولنیزو مسایلو سره په مخامخېدو کې تل محافظه کاري او مداریتوب کاوه او محلي زورواکانو ته یې له حده زیات درناوی کاوه.

د هغه د حکومتولۍ په اوږدو کې لیدل کېږي چې والیانو زیات قدرت درلود او مرکزي حکومت ته چندان ځواب ویونکي نه وو. د حامد کرزي حکومت کې سره له دې چې د حکومت ډول یې ریاستي وو او هغه کولای شوای جدي عمل وکړي، خو داسې یې ونه کړل. داسې ښکاري چې هغه غوښتل په دودیز ډول حکومت مخته یوسي او له هغو زمینو څخه چې د نوي او ملي حکومت د استقرار لپاره رامنځته شوې وې سمه ګټه وانخیسته.

هغه مرستې چې د حامد کرزي د حکومت په وخت کې نړیوالې ټولنې او د امریکا متحدو ایالتونو وکړې د نوي او ملي حکومت د جوړولو لپاره ښې زمینې وې. کرزي د اقتصادي او ټولنیزو زیربناو تهدابونه پیاوړي نه کړل، د اقتصادي او اجتماعي تهدابونو د پیاوړتیا پرځای شاخونو او څانګو پورې ونښت. هغه خلاوې چې په اقتصادي، سیاسي، اجتماعي او فرهنګي برخو کې راغلې وې، همغسې پاتې شوې، چې پایله کې یې بې وزلي، ناامني، وزګارتیا، ګډوډي، اداري فساد، غلا او لسګونه نورې ننګونې لا هم موجودې دي.

د حامد کرزي د واکمنۍ د وخت میلیونونه ډالر مرستې که په سمه توګه مدیریت شوې وای، نن به افغانستان د وزګارتیا، فقر، ناامنۍ او لسګونه نورو ننګونو سره نه وای مخ او هیواد به د اقتصادي او اجتماعي زیربناوو لرونکی وای، خو لیدل کېږي چې دا مرستې حیف او میل شوې او سمې مدیریت نشوې او د ځانګړو حکومتي افرادو او اشخاصو جیبونو ته ولاړې.

د دې پرځای چې دا مرستې د افغانستان په بیا رغاونه کې لګېدلی وای د افرادو او ډلو جیبونو ته لاړې. همدارنګه متاسفانه د دې مرستو زیاته برخه د محلي زورواکانو او سیاسي رهبرانو د راضي کولو لپاره چې ځانونه یې د جهاد ټیکه داران او وارثان بلل استفاده شوې. له دې لیدلوري کولای شو د حامد کرزي حکومت یو ناکام حکومت وګڼو. له هغو مهمو میراثونو څخه چې د حامد کرزي له حکومت څخه بل یانې اوسني حکومت ته پاتې شوې فقر، بېکاري، ناامني، د دښمن د واضع تعریف نه موجودیت، پراخ جنګونه او مبهمې بهرنۍ اړیکې وې.

اما سره له دې چې د اشرف غني د حکومت ډول ملي وحدت دی چې د دې ډول حکومتونو ډول ته په کتو باید کارونه په مصلحتي ډول پرمخ تللی، اما ظاهراُ د انتظار برخلاف لیدل کېږي چې د اشرف غني حکومت یو تمرکز ګرا حکومت دی. ټول تعیینات او تصمیمونه د خپلې سلیقې مطابق نورو ته له نظر پرته نیسي.