اېمل پیاوړی
سره له دې چې وسله وال طالبان له څو میاشتو راهیسې له امریکا او افغان سیاسیونو سره د سولې په نامه د مذاکراتو په هڅو بوخت دي او په مسکو، دوحه، ابوظبۍ او لاهور کې یې څو دورې مذاکرات وکړل، مګر د دغو مذاکراتو نه یوازې پایلې مبهمې دي، بلکې ولس او خلک هم ورباندې بې باوره دي او دوی وایي چې وسله وال طالبان نه سوله غواړي، نه د سولې اختیار لري او نه هم سولې ته ژمن دي،
بلکې دوی د سولې په پلمه د امتیاز ترلاسه کولو په هڅه کې دي.
په دوحه کې د مذاکراتو پرمهال په کابل او غزني کې د موټر بم چاودنې خلک د دلیل په توګه راوړي او وایي چې دغه موټربم چاودنې د دې لپاره وې چې وسله وال طالبان خپل قوت او حضور وښیي او د مذاکراتو پرمهال زیات امتیاز ترلاسه کړي، مګر افغان دولت به هیچاته هم د افغانانو په ځانګړي ډول د ښځو، ماشومانو او عامو وګړو د وژلو په بدل کې د امتیاز اخیستلو اجازه ورنه کړي، ځکه چې دغه ډول کړنې او جنایتونه د امتیاز نه، بلکې د مجازات سزاوارې دي او عاملینو ته یې باید سخته سزا ورکړل شي.
که وسله وال طالبان په رښتیا هم سولې ته ژمن وای، نو په لومړي ګام کې به یې له جنګ، ترور او وحشتونو لاس اخیستی وای او د خلکو د وژلو پرځای به یې د تل لپاره له جنګ سره مخه ښه کړې وای او په دویم قدم کې به د امریکایانو پرځای له افغان دولت سره د سولې خبرو او مذاکراتو ته کېناستلي وای او په دریم ګام کې به یې د مذاکراتو لپاره د دوحې، مسکو، لاهور او ابوظبۍ پرځای افغانستان انتخاب کړی وای او په هیواد کې دننه به یې د سولې د بین الافغاني مذاکراتو له لارې خپل مسایل له دولت سره یو طرفه کړي وای او په کومو مواردو کې چې نړیوال او یا د ولس تضمین ته اړتیا وای، نو د نړیوالو او ولسونو تضمین به یې اخیستی وای او بالاخره به له عادي او سوله ییز ژوند او بهیر سره یو ځای شوي وای او لکه د حزب اسلامي د مشر غوندې به یې په هیواد کې عادي ژوند اختیار کړی او خپل سیاسي فعالیتونه د قوانینو په چوکاټ کې ترسره کړي.
پاکستان او طالبان د افغان کشالې دوه عمده اړخونه دي او تر هغو چې دوی خپل روابط واضح نه کړي او ولس ته ځواب ونه وایي نو افغانان به هم طالبانو ا وهم پاکستان ته د دښمن په سترګه ګوري، ځکه چې پاکستان طالبانو ته په خپله خاوره کې ځای ورکړی، د وسلو، باروتو، جنګي تجهیزاتو امکانات ورته پاکستان برابروي، جنګي روزنې ورکوي او بیا یې د جنایتونو او بریدونو لپاره افغانستان ته رااستوي.