ژباړه: اېمل پیاوړی
نن په بروکسل کې د ناټو د مشرانو ناسته جوړېږي. په دې ناسسته کې به پر هغو کوښښونو هم بحث وشي چې موخه یې د افغانستان جنګ ته د سیاسي حل لارو موندل دي.
د ناټو مشران باید دا په یاد ولري چې پر طالبانو او د دوی پر ملاتړو له فشار راوړلو پرته د سیاسي حل لارې موندل ممکن نه دي. د پنټاګون په وروستي راپور کې په صراحت راغلي دي چې د طالبانو ډله له پاکستانه مرسته اخلي. د امریکا متحدو
ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال په صراحت وایي چې د طالبانو مشران په پاکستان کې ژوند کوي او په همدې دلیل ناټو او د افغانستان حکومت نشي کولی پر هغوی مستقیم فشار راوړي. هغو واقعیتونو ته په کتو چې د امریکا بهرنیو چارو او ملي دفاع وزارتونو بیان کړي، د پاکستان پر پوځ له فشار پرته سیاسي حل لاره لاسته نه راځي.
د پاکستان پوځ باید تر سخت فشار لاندې راشي چې د طالبانو له ملاتړه لاس واخلي. دا پوځ باید اړ کړل شي چې طالبان له خپل قلمرو څخه وشړي یا داسې وضعیت ایجاد کړي چې هغوی جنګ ته ادامه ورنکړای شي. د جلب او جذب هستې، د بسپنې راټولو او د طالبانو د سوق او ادارې مرکزونه هم په هغه هېواد کې دي. د پاکستان لوی ښارونه د طالبانو د ډلو په خدمت کې دي. دا واقعیتونه د ناټو غړو هېوادونو استخباراتو کشف کړي دي.
تر هغو چې د طالبانود رهبرۍ او د پاکستان پوځ ستراتیژیک اتحاد مات نشي، طالبان مذاکراتو ته نه را وړاندې کېږي.
طالبان چې تر هغو د پاکستان قلمرو او منابع په واک کې لري او هغه ځای ورته خوندي وي د افغانستان حکومت سره مذاکرات نه کوي . هغوی دېته منتظر دي چې ناټو ووځي. پر دې بنا د طالبانو حمایتي زیربنا باید ویجاړه شي. د پاکستان پوځ باید هندمحور امنیتي سیاست د افغانستان پر ضد څنډې ته کړي. دا هېواد باید دې پایلې ته ورسېږي چې کابل د افغانستان استازیتوب کوي او د طالبانو ډله مشروعیت نه لري. دا وضعیت هغه مهال راځي چې د ناټو ټول غړي هېوادونه پر پاکستان جمعي فشار راوړي. دا هېوادونه باید داسې وضعیت راوړي چې پاکستان فشار حس کړي.
که پاکستان په هغه دلیل چې په افغانستان کې یې ترسره کوي مجازات نشي په سیمه کې د خپلو نامشروع موخو تعقیب ته ادامه ورکوي. د پاکستان د خوشالولو سیاست نتیجه ورنه کړه. هغوی د امریکا او افغانستان له ډيپلوماتیک نوښت څخه چې موخه د کابل او طالبانو تر منځ د اوربند غځول او د مذاکراتو پیل و واقعي او بامفهومه هرکلی ونه کړ. هغوی په رسنیزو موضعګیریو کې د افغانستان او امریکا حکومتونو د موضع هرکلی وکړ، اما پر متحدانو یې هیڅ فشار رانه وړ چې د اختر د ورځو اوربند وغځول شي. هغوی د طالبانو د جنګ مانع نشول. پر پاکستان د سختو فشارونو د زیاتولو وخت دی. د پاکستان پر پوځ جمعي فشار د دې لامل کېږي چې اسلام اباد انزوا او د فشار سنګیني حس کړي. د پاکستان لپاره د طالبانو د ملاتړ قېمت باید ډېر لوړ شي.
د ناټو غړي هېوادونه باید خپل عرب متحدان هم پر پاکستان د فشار په برخه کې د ځان ملګري کړي. غربي او عربي هېوادونه کولی شي په ګډه پر پاکستان فشار راوړي چې د جنوبي اسیا لپاره د سپينې ماڼۍ له ستراتیژي سره همکاري وکړي. که پاکستانیان فشار حس نه کړي خپلې ناوړه لوبې ته ادامه ورکوي او طالبان هڅوي چې د ناټو وتلو ته منتظر شي.