دې لیکنې ته «زلمي خلیلزاد او د سولې هڅې» سرلیک په پام کې وو، ځکه ښاغلی خلیلزاد افغانستان او سیمې ته د روغې جوړې او سولې په نوم او په ځانګړې توګه طالبانو سره د همدې موخې د لاسته راوړو لپاره ګمارل شوی، خو له هغه ځایه چې افغانستان او سیمه کې روغه جوړه او سوله د اسلام اباد لاس کې برمته ده او بلخوا طالبان د اسلام اباد لاس تړلې بړیڅې دي، نو د سولې خبرې او د هغو بریا او سولې ته د طالبانو راماتول باید له اسلام اباده راپيل شي
.
دا چې ویل کیږي افغانستان کې سوله د پاکستان له همکارۍ پرته، نه شي رامنځته کېدای هم داسې مانا ورکوي چې افغانستان کې سوله د اسلام اباد لاس کې برمته ده او پاکستان دا هر څه د طالبانو په مټ ترسره کوي.
د ځینو نورو څنګیزو لاملونو ترڅنګ، په افغانستان کې سولې ته رسېدل، په عمده ډول د طالبانو له ملاتړه د پاکستان لاس لڼدول، په پاکستان کې د طالبانو د اډو ړنګول، د طالبانو مشران له پاکستانه ییستل او افغانستان ته يي سپارل او یا يي خبرو ته کښېنول، پر اسلام اباد هومره فشار راوستل چې یادو غوښتنو ته غاړه کیږدي او په دې اړه له پاکستانه د نړیوال ضمانت او ژمنې اخیستل، دا ټول یو بل سره تړلي او د یوه ځنځیر بېلابېلې کړۍ دي.
پاکستان سره د ۲۰۰۱ کال راهیسې، کله چې طالبانو په افغانستان کې له ماتې وروسته پاکستان ته پنا یووړه او هلته د پاکستاني پوځ او ISI په مټ بیا له سره تنظیم، وسلوال او افغان حکومت سره جګړې ته سمبال شول تر ننه پورې، سپینې او غوڅې خبرې نه دي شوي.
دا څولسیزې امریکا، اسلام اباد سره په درواغجنو خبرو، شف شف ویلو، چل ول او دوکې افغانان تېرییستل. پروسکال سیپټمبر کې کله چې ښاغلی جان بس کابل کې د امریکا نوی سفیر شو، ژمنه يي وکړه «د اوټلوک ورځپاڼې د راپور پر بنسټ جان بس وايي چې که د امریکا د مشرانو جرګې لخوا په افغانستان کې د امریکا د سفیر پتوګه تایید شو، هغه وضعیت به بدل کړي چې پاکستان د افغانستان لپاره رامنځته کړی، تاند». یا د نوې کال پیل کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ دا وینا«دې هېواد(پاکستان) ته په تېرو ۱۵ کلونو کې امریکا ۳۳ میلیارده ډالر ورکړي، خو په بدل کې يي دې هېواد له درواغو او فریب پرته، څه نه دي کړي، ازادۍ راډیو»
بلخوا که اسلام اباد په دې مهال افغانستان، نړیوالو او په تېره بیا امریکا سره دوه مخی لوبه کړې او امریکا څځه يي ترهګرو سره د جګړې په نوم پيسې او امکانات راشکولي، ترهګر يي له منځته نه دي وړي او په همدې پيسو يي هغه روزلي او لاپياوړي کړي، امریکا هم افغانستان سره د یوه پارټنر پتوګه چې ستراتېژیک او امنیتي تړون ورسره لري، ترهګرو سره په جګړه کې چې دوه لسیزې مخکې په همدې پلمه افغانستان ته راغلې، چل ول کړی او دوکه يي ورسره کړې.
که په تېرو لسیزو کې پاکستان، امریکا سره دوکه کړې، امریکا بیا له افغانستان سره دوکه کړې!
هېواد کې دننه او د سیمې کړکېچنه روانه وضعه د همداسې ناسم چلند نتیجه ده چې که نن هم د پاکستان په وړاندې غوڅ دریځ ونه نېول شي او سیاست کې بېخچن بدلون رانشي، دوه مخي او دوکه ماري ختمه نه شي، حالات تغییر نه خوري او پاکستان سره د امریکا زړه «د پېشو او مږک لوبه» نوره افغانانو لپاره د زغم نه ده!
افغانان هره ورځ په منځنۍ کچه پاکستان سره جګړه کې د ۱۰۰ ــ ۲۰۰ تنو په شاوخوا کې شهیدان او ټپيان ورکوي او شل کاله دغه خونړۍ لوبه روانه ده.
د واشنګټن مېشتي څيړنیز مرکز( Pew Research Center ) په وروستۍ نظر پوښتنه کې نږدې نیمايي امریکایان هم په افغانستان کې د امریکا ماموریت ناکام بولي او د دغه«پېشو او مږک لوبې» ستړي دي!
په هغه خبرو کې چې ښاغلي خلیلزاد د پاکستاني چارواکو سره کړي د BBC په یوه خبر کې راغلي «ښاغلي خلیلزاد پر پاکستان ږغ کړی چې په افغانستان کې سوله او ثبات نه یوازې د پاکستان، بلکې د ټولې سیمې په ګټه دي.»
خو«د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ډاکټر محمد فیصل بیا په یوه ټویټ کې ویلي، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ښاغلي خلیلزاد ته ډاډ ورکړی چې پاکستان، افغانستان کې د سولې لپاره جدي ګامونه پورته کړي.»
البته ټول پوهیږي د قریشي د سولې ګامونه، هغه ګامونه دي چې غزني ولایت کې تباهي اوناورین يي، تازه بېلګه ده! په غزني کې د پاکستاني جنرالانو او سرتېرو مړي او جنازې چې پر خرو او اسانو بار پاکستان ته یووړل شوې او وروسته يي په هغه هېواد کې لویه غوغا او رسوايي رامنځته کړه، د قریشي د سولې د ګامونو پایله ده.
که څه هم اسلام اباد ته د خلیلزاد سفر او هلته د چارواکو سره خبرې د هغه د دندې پیل دی او ښاغلي خلیلزاد لکه څنګه چې پخواني ولسمر حامد کرزی وايی، د داسې دندې لپاره وړ شخصیت دی، خو که خلیلزاد د خپلې دندې لپاره پوره واک ولري او بلخوا د اسلام اباد په وړاندې غوڅ دریځ ونیسي، هغه ته به په دنده کې بري تر لاسه شي او بلخوا به يي افغانان، د پاکستان له شره چې نوموړی خپله هم افغان دي، ژغورلي وي. په اسلام اباد کې افغان سفیر عمر زاخېلوال دا سفر مثبت ګڼلی، خو افغانان يی عملي پایلو ته سترګې په لار دي.
که څه هم د خلیلزاد په پوهه او سیاسي ژورلید او وړاندلید، پوخ باور شته، خو نوموړی باید هېره نه کړي په افغانستان کې د سولې بریا او د پاکستان له شره د افغانستان تلپاتې خوندیتوب دهغه وروستۍ دنده ده. که نوموړی په دې دنده کې بریالي راووځي، افغانان به يي د یوه اتل پتوګه وبولي او که نه، بیا د بلې دندې چانس نه لري!
د خلیلزاد د نوې دندې سره سم، دې ورځو کې د ISI پخواني مشر ډګر جنرال نوید مختار لیري شوی او پرځای يي ډګرجنال عاصم منیر چې یو سخت دریځي او متحجر پوځي دی، ټاکل شوی. د BBC په وینا «د ISI مشرتابه کې بدلون، خو پالیسي نه بدلیږي»، خلیلزاد ته د ستونزې پتوګه یادېدلای شي او پکار دي هغه يي تر هر څه مخکې په پام کې ونیسي.
ښاغلي خلیلزاد چې مخکې يي هم د امریکا او نړۍ لخوا پر پاکستان د فشارونو خبرې کړي او اوس خپله د سولې دندې ته ګمارل شوی، پر پاکستان باید د لا ډېرو فشارونو تګلار خپله کړي. که داسې مالي او اقتصادي بندیزونه چې د امریکا لخوا پر ایران لګېدلې، پر پاکسان ولګیږي پاکستان لارې ته راځي او خپله خاروه کې د ترهګرو د پاللو او روزلو ځواک او امکانات له لاسه ورکوي. که امریکا د پاکستان د اتومي وسلو په اړه، ایران ته ورته چلند تر لاس لاندې ونیسي، پاکستان په سبا ترهګر او طالبان له خپلې خاورې وشړي. که هند ته د امریکا او ناټو د ملاتړکوچنۍ نښه ترلاسه شي، هند په یوازې ځان، سبا د پاکستان غوږونه تاوولی او د افغانستان او کشمير څخه يي لاس لنډولی شی.
پاکستان په کور دننه هم لږې ستونزې نه لري، په پاکستان کې د پوځ پرله پسې واک د ډیری پاکستانیانو لپاره د منلو نه دی. پاکستان کې پر پښتنو، بلوڅو او سندیانو ظلم او ستم هم د پاکستان لپاره ناسور زخم دی چې هر وخت بابېړی کولای شي او که لږکېمڼډل شي، د پاکستان واکمنان په سد راځي.
که امریکا وغواړي د ملګرو ملتو ټولنه کې په دیپلوماسۍ او په نورو لسګونو لارو، افغانستان او سیمه کې پاکستان له ترهګرۍ او جګړې راګرځولی شي.
بلخوا افغانان باید هغه دغه اختلاف چې خپلو منځو کې يي لري او د پوهېدو وړ دی، یو خواته کړي او د سولې بسیا لپاره چې یوه ملي دنده ده، په مرکزي حکومت راټول شي. د سولې په اړه مرکزي حکومت سره اختلاف پالل، ملي ضد دریځ دی او په هیڅ شان د منلو نه دی. همدارنګه طالبانو سره د روغې جوړې او سولې په بسیا کې د ښاغلي خلیلزاد د هڅو ملاتړ او د هغه بریا د افغانانو بریا ده.
د ۲۰۱۸ کال د اکتوبر ۱۱ مه
سرلوڅ مرادزی