د دوحې درېیمه غونډه د امارت د استازو په ګډون پیل شوه

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د ویډیو تشریح،مجاهد د دوحې ناستې په اړه: د امریکا په ګډون ټولو هېوادونو وویل افغانستان سره مرسته کوي

په دوحه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو درېیمه غونډه پیل شوې او د طالبانو حکومت په استازولي د ورغلي پلاوي‌ مشر ذبیح‌الله مجاهد هم دې غونډې ته وینا کړې ده.

هغه وروسته رسنیو ته وویل چې مجلس ډېر ښه پر مخ ولاړ، افغانستان خپل موقف پکې بیان کړ او د ګډونوالو دریځونه هم واورېدل شول.

نوموړي زیاته کړه چې د ناستې ګډونوالو ته یې وویل، افغانستان له نړۍ سره د اړیکو پلوي دی، "هغه تشویشونه چې نړیواله ټولنه یې لري، افغانستان هڅه کوي، هغه د خپلې ټولنې د ضرورتونو لپاره رفع کړي. خو وخت غواړي."

هغه زیاته کړې "دوی باید موږ ته وخت راکړي او له افغانانو سره په دې پروسه کې مرسته وکړي."


ښاغلي مجاهد دا هم وویل چې د غونډې عمومي فضا ښه وه او "ټولو هېوادونو له افغانستان سره د همکارۍ ژمنه وکړه".‌

نوموړي زیاته کړه د امریکا متحدو ایالتونو په ګډون ټولو هېوادونو وویل چې له افغانستان سره مرسته کوي، "د هېڅ نظامي اړخ حمایت نه کوي او د نظامي برخورد طرفدار نه دي."

له دې رسمي غونډې مخکې په دوحه کې خپل منځي دوه اړخیزې او څو اړخیزې ناستې شوې دي.

په دوحه کې د بي بي سي خبریال اسماعیل سعادت چې د دې ناستې د خبري پوښښ لپاره تللی، وایي، د دوحې ناستې ته بلل شوي میلمانه له شنبې ورځې راهیسې ور روان دي او نن یکشنبه هم ځينې استازي ور رسېدلي دي.

د ذبیح الله مجاهد په مشری د طالبانو د حکومت پلاوی پرون له غونډې یوه ورځ مخکې دوحې ته رسیدلی.

د طالبانو د حکومت پلاوي مشر ذبیح الله مجاهد ویلي د رسمي غونډې له پیله مخکې یې نن (یکشنبه) د افغانستان لپاره د روسيې له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف او د ازبکستان د ولسمشر د ځانګړي استازي عصمت الله ایرګشوف سره په دوه جلا ناستو کې کتلي دي.

همدا راز د رسمي غونډې له پیله مخکې د هند، بریتانیا، اندونیزیا، قزاقستان، سعودي عرب او ځينو نورو هېوادونو له استازو سره هم د طالب پلاوي ناستې پلان دي.

د طالبانو د حکومت پلاوي مشر ذبیح الله مجاهد ویلي د رسمي غونډې له پیله مخکې یې نن (یکشنبه) د افغانستان لپاره د روسيې له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف او د ازبکستان د ولسمشر د ځانګړي استازي عصمت الله ایرګشوف سره په دوه جلا ناستو کې کتلي دي.

همدا راز د رسمي غونډې له پیله مخکې د هند، بریتانیا، اندونیزیا، قزاقستان، سعودي عرب او ځينو نورو هېوادونو له استازو سره هم د طالب پلاوي ناستې پلان دي.

طالبان
د دې تر څنګ د غونډې له پیله مخکې د بېلابېلو هېوادونو ځانګړو استازو د طالبانو تر څنګ خپلمنځي ناستې هم کړي دي.

د بي بي سي خبریال په اخېستل شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې له غونډې مخکې د چین او پاکستان ځانګړو استازو هم له یوه بل سره کتلي دي.

د دې تر څنګ د افغانستان لپاره د روسیې او چین ځانګړو استازو ضمیر کابلوف او یو شیاو یونګ هم سره لیدلي دي.

د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړی استازی ټام وېسټ او د ملګرو ملتونو سرمنشي د سیاسي چارو او سولې برخه کې مرستیاله روزمري دیکارلو هم د غونډې ځای ته رسېدلې.

د ملګرو ملتونو دا چارواکې د دغې ناستې مشري هم کوي.

طالبان
ټاکل شوې چې سبا دویمه ورځ په اصلي موضوعاتو خبرې اترې وشي.

په پلان کې ده چې د دویمې ورځې ناستې سهار وختي ۸:۳۰ پیل شي وروستۍ ناسته تر دوه بجو پلان ده.

طالبانو ویلي چې د غونډې ډېر تمرکز به په بانکي بندیزونو، خصوصي سکتور او د مخدره توکو پر بدل معیشیت وي خو دا یې هم نده رد کړې چې د افغانستان اړوند په ځينو نورو موضوعاتو به بحثونه نه کېږي.

ملګرو ملتونو ویلي چې له پخوا دوه ورځنۍ اعلان شوې غونډه به درېیمه ورځ هم دوام وکړي او په دې اضافه ورځ د افغان ښځو له ځينو استازو او یو شمېر مدني فعالانو سره ناسته پلان ده هغه چې طالب چارواکي ېې د دوحې ناستې رسمي برخه نه بولي.