د طالبانو حکومت: "د ښځينه کارمنانو معاشونه دې پنځه زره افغانۍ وټاکل شي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


د طالبانو حکومت یوه چارواکي بي بي سي ته د هغه مکتوب کره والی تائید کړی،‌ چې د طالبانو مشر مولوی هبت الله اخوندزاده په کې امر کړی چې د ښځینه دولتي کارمنانو معاشونه پنځه زره افغانۍ وټاکل شي.

دا مکتوب له څو ورځو راهیسې په خواله رسنیو کې لاس په لاس کېده. د دغه حکم له مخې د ټولو دولتي ښځینه کارمنانو معاشونه پنځه زره افغانیو ته راټيټ شوي او ټولو ته به یو ډول او مساوي اندازه معاشونه ورکول کېږي.

په دغه حکم کې چې د طالبانو دولتي ادارو ته استول شوی،‌ راغلي، "په حکومتي ادارو کې ټولې ښځينه کارکوونکې چې د تېرې ادارې له لوري پر دندو ګومارل شوي او اوس هم د اسلامي امارت له خوا ورته معاشونه اجرا کېږي، د هغوی ټولو معاشونه دې په بودیجوي او غیر بودیجوي واحدونو کې پنځه زره افغانۍ وټاکل شي، د ټولو د معاشونو اندازه دې یو اندازه شي."

د کومو ښځو معاشونه ۵ زره شوي؟
په دې حکم کې دا نه دي په ډاګه شوي چې یوازې په کور ناستو ټولو ښځينه کارمنانو معاشونه دې پنځه زره وټاکل شي او که هغوی چې دندې ته ځي، هم دې یې معاشونه په ورته اندازه وټاکل شي.‌

خو د ډاکټرانو، مسلکي ښځو او پوهنتوني استادانو په ګډون ګڼ شمېر ښځې همدا اوس په دولتي ادارو کې په دندو بوخت دي، له ۱۵ زرو افغانیو لوړ معاشونه اخلي.

اړونده سرچینو بي بي سي ته وویل، په دې اړه یې د طالبانو مالیې وزارت له چاوراکو غوښتنه کړې چې دا مسله نوره روښانه کړي، چې د کومو ښځینه کارمنانو معاشونه دې پنځه افغانۍ وټاکل شي.‌

خو ورته ویل شوي چې د همدې مسلې د نامالوموالي له امله دا حکم تر اوسه نه دی اجرا شوی او راتلونکې میاشتو ته یې ځنډولی دی.

د کابل پوهنتون یوه استاده چې اوس په کور کېنول شوې، بي‌بي‌سي‌ ته وویل، دغه پرېکړې دې نه پلې کېږي، ځکه د هغې په ټکو د ګڼو مېرمنو پر ژوند منفي اغېز کوي.‌

هغه زیاتو، "موږ مجبورې کړل شوې یوو چې په کور کېنو.‌ دا هره ورځ‌ روحي تکلیف راته پيدا کوي.‌ د معاشو کمولو ظلم دی، اکثره ښځې د کورنیو سرپرستي کوي، هغوی به په پنځه زره افغانیو څه وکړي؟"

د پوهنتون دغه استاده چې د دوکتورا تر کچې زدکړې لري، وايي تر اوسه په رسمي ډول له دغې پرېکړې نه دې‌ خبره شوې خو په خواله رسنیو کې یې په اړه لوستي دي.‌

نږدې درې کاله وړاندې له هغه راهیسې چې طالبان واک ته رسېدلي، پر ښځو او نجونو یې یو لړ بندیزونه لګولي چې په کور دننه او بهر غندل شوي.

طالبانو د روغتیا او ځینو نورو برخو پرته په نورو ټولو دولتي ادارو ښځینه کارمنانې په کور کېنولي او تر اوسه په کور معاشونه ورکوي.

دوی همدا راز له شپږم پورته نجونې زدکوونکې او پوهنتوني نجونې هم له زدکړو منع کړي دي.

لکه د بلې هرې ټولنې په څېر افغان مېرمنې د خپل هېواد په اقتصاد کې لویه ونډه لري، هغه که دولتي یا نادولتي ادارو کې کار کول وي یا خپل شخصي کاروبار ډېر شمېر مېرمنې بیا د خپلو کورنیو نفقه ګتونکې دي.

د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته او افغانستان کې د بې وزلۍ له امله د اقتصادي ستونزو د ډېرېدو یو لامل د طالبانو بندیزونه دي‌ چې د افغانو مېرمنو ستونزې یې له پخوا ډېرې کړي ‌دي او له سختو اقتصادي ننګونو سره مخ دي.

د طالبانو حکومت د دولتي ادارو متقاعدینو ته هم معاشونه نه دي ورکړي چې شمېر یې لسګونه زره کسانو ته رسېږي. په دې وروستیو کې د طالبانو د مشر د حکم له مخې متقاعدینو ته د معاشونو ورکول بند شول. د متقاعدینو لوی شمېر یې ښځې دي.