د ایران پوځ په سیمه ایز وخت شنبه اپریل ۱۳ (وري ۲۵) ناوخته ویلي چې د ایران پوځ د دې هیواد په لور بې پیلوټه یا ډرون الوتکې توغولي دي.د پوځ ویاند دانیال هاګاري په یوې اعلامیې کې ویلي چې دا الوتکې د ایران د خاورې څخه توغول شویدي.
ویاند ویلي چې د متحده ایالاتو او نورو شریکانو سره په ګډه کار کوي چې د دې بریدونو پر ضد اقدام وکړي او شنډې یې کړي.
سپینې ماڼۍ په یوې اعلامیې کې ویلي چې د ملي امنیت ټیم په منظمه توګه جمهور رئیس جو بایډن ته معلومات ورکوي. په اعلامیې کې همدارنګه ویل شوي چې د جمهور رئیس ټیم د اسرائیل او نورو متحدینو او شریکانو سره په دوامداره توګه په اړیکې کې دي.
په اعلامیې کې یو ځل بیا د اسرائیل سره د متحده ایالاتو د نه "بدلیدونکي ملاتړ " یادونه شوې او پکې ویل شوي چې "متحده ایالات به د اسرائیل ولس سره ولاړ وي".
غبرګونونه:
د بریتانیې صدراعظم ریشي سوناک په اسرائیل د ایران د بې پیلوټه یا ډرون الوتکو توغیدل غندلي دي او د اسرائیل د امنیت د دفاع ډاډ یې ورکړی.
د بریتاینې مشر په یوې اعلامیې کې ویلي، " مونږ د خپلو متحدینو سره یو ځای په عاجله توګه د وضعیت ثابتولو لپاره کار کوو چې د کړکیچ پراخیدو مخه ونیسو. هیڅوک د وینې نوره تویدونه نه غواړي".
د اسرائیل پوځ: ایران په اسرائیلو د بې پیلوټه یا ډرون الوتکو برید کړی
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode