طالبان: په چمن-سپین بولدک تګ راتګ لپاره د ویزو جبري کولو پریکړه د تاریخي حقایقو خلاف ده

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

په افغانستان کې د طالبانو حکومت پاکستان لخوا د کندهار او کوټې ترمنځ د سپین بولدک او چمن ولسونو ته تګ راتګ لپاره د ویزو او پاسپورتونو د جبري کولو پرېکړه یو اړخیزه بللې او غندلې ده.

د طالبانو په حکومت کې د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپل اېکس (پخواني ټویټر) یو بیان خپور کړی چې په کې راغلي، "د پاکستان حکومت د تاریخي حقایقو او اوسنیو ځمکنیو واقعیتونو پر خلاف غواړي د تګ راتګ لپاره د چمن – بولدک پر ولسونو پاسپورټ او ویزه جبري کړي."

هغه ویلي "دا هم د مهاجرینو د جبري اخراج په څېر د پاکستان د حکومت یو اړخیزه او د ځمکنیو واقعیتونو خلاف پرېکړه ده."

په بیان کې زیاته شوې‌ چې "د سپين بولدک – چمن او په ټوله کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ټولې کرښې شاوخوا پراته ولسونه یو بل سره ګڼ دیني، قومي، ژبني، خپلوي او تجارتي پیوندونه لري او د تاریخ په اوږدو کې حکومتونو د ځینو تاریخي جبرونو سره سره د دغې سیمې د ولسونو لپاره ځیني خاص حقونه په نظر کې نیولي او احترام یې کړی دی."


د یادونې ده چې د پاکستان لنډمهالي حکومت له دغه هېواده د سلګونو زره بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو ترڅنګ په دې وروستیو کې دا پرېکړه هم کړې، چې نور به د چمن – سپین بولدک پر لار چا ته له ویزې او پاسپورت پرته د تګ راتګ اجازه نه ورکوي.‌

دغلته د کرښې دواړو غاړو تر ډېره سوداګر او قبایلي خلک اوسي چې ګڼې خپلوۍ او ګډ کاروبارونه لري.

ویش بازار هم همدلته دی چې د کرښې د دواړو غاړو زرګونه کسان پکې کاروبار کوي.

دوی تر دې مخکې د پاکستان پر شناختي کارډ او د افغانستان پر برېښنایي او ان کاغذي تذکرو تګ راتګ کاوه.‌

اوس زرګونو کسانو د پاکستان لخوا پر دې لار تګ راتګ ته د شرایطو د سختېدو خلاف له شاوخوا دوو اوونیو راهیسې په چمن کې پرلت پیل کړی.

دوی وايي، د دې تګلارې پلې کول د نه منلو وړ، ناشوني او د هغه نظام خلاف کار دی چې د ډیورنډ کرښې له کښلو راهیسې موجود دی.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت ویاند هم ظاهرآ‌ د خلکو همدې دوامداره احتجاجي ناستې ته په اشارې ویلي "دغه پرېکړه د بولدک او چمن دواړو غاړو د ولسونو ژوند ته ډېرې ستونزې جوړولای شي"

ښاغلي بلخي ویلي " د دې سیمې خلک په منطقې کې اوږدو جګړو کافي ځپلي او ډېر فرصتونه یې ترې اخیستي" خو دا چې او په افغانستان کې د امنیت او ثبات ټینګېدو سره اقتصادي تحرک راغلی نو

د دوی غوښتنه دا ده چې دغه "ولسونه دې پرېښودل شي چې د پخوا په څېر ازاد تګ راتګ وکړي او د دواړو هېوادونو په اقتصادي تحرک کې مثبت رول ولوبوي."

د پاکستان مرکزي حکومت او د بلوچستان ایالتي چارواکو تر اوسه د طالبانو حکومت دغو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو د بلوچستان د اطلاعاتو وزیر جان محمد اڅکزی مخکې ويلي وو،‌ د دې پریکړې د پلي کولو او د خلکو د ستونزو د حل لپاره به په کندهار کې خپل کونسلي خدمات پراخ کړي.‌

هغه په افغانستان کې د طالبانو له حکومته هم غوښتي وو، چې په سپین بولدک کې د ویزې د ورکړې اسانتیاوې رامنځته کړي.

مخکې د ملي عوامي ګوند د بلوچستان ایالتی مشر اصغر خان اڅکزی په دې اړه بي‌بي‌سي ته ویلي وو پر ډیورنډ کرښه ازاد تګ راتګ د قبایلو منل شوی قانوني حق دی، چې ډیورنډ تړون کې ځای ورکړل شوی دی.

د ښاغلي اڅکزي په خبره پر دې کرښه داسې کورونه شته، چې د یو ورور کور یې د کرښي یوې خوا او د بل کور بلې خواته دی.

همدا راز پښتون ملتپال سیاستوال او د پاکستان د مشرانو جرګې یا سنا پخوانی غړی افراسیاب خټک هم وایي د ډیورنډ معاهده که څه هم د پاکستان او افغانستان تر منځ یو لانجمنه موضوع ده خو په دغه تړون کې قبایلو ته واک ورکړل شوی، چې د خپلو قبیلو تر حدودو پورې ازاد تګ راتګ وکړي.

ښاغلی خټک زیاتوي پاکستان له کلونو راهیسې په دې هڅه کې دی، چې پر ډیورنډ کرښه د تګ راتګ لپاره د «یو سند رژیم» په نوم پالیسي پلې کړي او اوس چې افغانستان کې مشروع نظام نشته، پاکستان له دغه فرصته ګټه اخلي.