د پاکستان په ډېره اسماعيل خان او ګوادر کې په دوو بېلابېلو پېښو کې ۱۹ امنيتي ځواکونه وژل شوي دي.
د بلوچستان ايالت په ګواد سيمه کې د پاکستان د امنيتي ځواکونو پر موټرو بريد شوی چې په ترڅ کې يې ۱۴ پوځيان وژل شوي دي.
د پاکستان پوځ مطبوعاتي څانګې د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره د پېښې پخلی کړی او د وژل شويو پوځيانو شمېر يې ۱۴ تنه ښودلی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د امنيتي ځواکونو دوه موټر له پسني څخه اورمړه سيمې ته روان وو چې وسله والو پرې بريد وکړ.
دويمه پېښه د پاکستان په ډېره اسماعیل خان کې رامنځ ته شوې ده. د راپورونو په وينا د پولیسو پر موټر د بمي برید له امله پنځه پوليسو وژل شوي او له شلو زیات ژوبل دي.
ويل کېږي چاودېدونکي توکي په يوه موټر سايکل کې ځای پر ځای شوي وو.
د بلوچستان د اطلاعاتو وزير جان اڅکزي په ګوادر کې بريد غندلی او وايي دا ډول پېښې د "بلوچستان د امنيت خرابولو يوه دسيسه ده."
د پاکستان د کورنيو چارو سرپرست وزير سرفراز بګټي د دغې پېښې غندنه کړې او وايي د وژل شويو له کورنيو سره په غم کې شريک دي.
د پوځ د اعلاميې له مخې په سيمه کې چاڼيز عمليات پیل شوي دي.
بلوچستان د پاکستان يو له ناامنه ايالتونو څخه دی چې کله ناکله په کې پر امنيتي ځواکونو د چاودنو او بريدونو خبرونه ورکول کېږي.
تراوسه د دغه تازه بريدونو پړه چا پر غاړه نه ده اخيستې خو په تېر کې دې ته د ورته بريدونو مسئوليت بلوڅ بېلتونپالو ډلو او پاکستاني طالبانو منلی دی.
پاکستان: دوو پېښو کې ۱۹ امنيتي ځواکونه وژل شوي دي
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode