کرېکټ نړيوال جام په سیالیو کې افغان لوبډلې له پاکستانه په اتو وېکټو سيالي وګټله.پاکستان د پچې له ګټلو سره لومړی د منډو په جوړولو پرېکړه وکړه او په ټاکلو ۵۰ اورونو کې يې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره د ۲۸۳ منډو هدف وټاکه، چې افغانستان د نهه څلوېښت اورونو په بشپړولو سره د دوو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ.
افغان لوبډلې په پنځوسو اورونو کې د پاکستانۍ لوبډلې اووه لوبغاړي ستوځولي و.
د افغانستان لپاره ورو توپ اچووونکي نور احمد لکڼوال په ۱۰ اورونو کې د ۴۹ منډو په ورکولو سره دری لوبغاړي وسوځول. د ده ترڅنګ نوين الحق دوه، محمد نبي او عظمت الله عمري يو يو لوبغاړی وسوځاوه.
د پاکستان لپاره لوبډلمشر بابر اعظم ۷۴، عبدالله شفيق ۵۸، شاداب خان۴۰ او افتخار احمد ۴۰ چټکې منډې وکړې.د افغانستان لپاره ابراهیم ځدراڼ تر ټولو ډېر (۸۷) منډې وکړې. د ده تر څنګ رحمت شاه ۷۷ منډې او لوبډلمشر ۴۸ ناسوځېدلې منډې وکړې.
دا په نړیوال جام کې د افغانستان دویمه لوبه ده چې ګټي یې، له دې وړاندې یې له انګلنډه سيالي په ۶۹ منډو ګټلې وه.افغانستان راتلونکې لوبه په پونې کې له شري لنکا سره لري.
افغانستان د څلورو پواينټونو په لرلو سره په جدول کې په شپږم نمبر دی. هند د ۱۰ نومرو په لرلو سره په لومړي ځای دی، ورپسې نيوزيلنډ، سوېلي افريقا او اسټراليا دي.
کرېکټ نړيوال جام: افغانستان پاکستان ته تاريخي ماته ورکړه
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode