ایا د ګوګل کوانټم چېپ به د اوسنيو کمپیوټرونو ځای ونيسي؟

طبیعي علوم
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


Author,کرېس والېنس
دنده,د ټیکنالوژۍ خبریال

ګوګل یو نوی چېپ وړاندې کړی او ادعا کوي، چې له دې چېپ سره کولی شي په پنځو دقیقو کې هغه یوه مسئله حل کړي، چې د نړۍ ترټولو ګړندۍ کمپیوټر یې د حل لپاره ۱۰,۰۰۰,۰۰۰,۰۰۰,۰۰۰,۰۰۰,۰۰۰,۰۰۰,۰۰۰ کالونو ته اړتیا لري.

په دې برخه کې، چې کوانټم محاسبې یادېږي دا چېپ وروستی پرمختګ دی.

هڅه کېږي، چې د دې فوق العاده کمپیوټر جوړولو لپاره له فزیک څخه ګټه پورته شي.

ګوګل وايي، چې د" وېلو "په نوم دې چپ کې نوي پرمختګونه کارول شوي خو لا هم تر تجربې لاندې دی.

ویل کېږي " دا لویو عملیاتي کوانټم کمپیوټرونو لپاره لاره هواروي."

کارپوهان وايي، چې وېلو اوس مهال تر ډېرې کچې ازمايښتي وسیله ده، او دا کلونه وخت او میلیاردونه ډالرو ته اړتیا لري، چې د یوه پیاوړي کوانټم کمپیوټر په توګه د نړۍ سترو مسئلو حل کولو ته په بشپړ ډول چمتو شي.

د کوانټم ستونزه
د کوانټم کمپیوټرونه په بنسټیز ډول د شته کمپیوټرونو، ګرځنده تلیفونونو او دودیزو لپټاپونو سره په توپیر کار کوي.

دا کمپیوټر مسایل په خورا چټکۍ سره د کوانټم میخانیک چې د ډېرو کوچنیو ذراتو د چلند اړوند دی په کارولو سره حل کوي.

تمه دا ده، چې کوانټم کمپیوټرونه وکولی شي، سختې مسئلې لکه د نویو درملو د تولید په ګړنديتوب کې ګټور تمام شي.

په ورته وخت کې دا اندېښنه شته ده، چې دا ټېکنالوژي کېدای شي د منفي موخو لپاره هم وکارول شي، د بېلګې په توګه د حساسو معلوماتو پټ نوم یا پاسورد (کوډ) ماتولو لپاره ترې ناسمه ګټه پورته شي.

د فبرورۍ په میاشت کې اپل اعلان وکړ، چې د ای مسېج (iMessage) چټونو د کوډ کولو طریقه به د کوانټم "کوانټم پروف" ډول ته واوړي، ترڅو راتلونکي کې پیاوړي کوانټم کمپیوټرونه ونه شي کړی نفوذ ور وکړي.

هارټموټ نون د ګوګل د کوانټم مصنوعي ځېرکتیا د لابراتوار مشري کوي، چېرې چې وېلو جوړ شوی دی، دی ځان په دې طرح کې د "اصلي خوشبین" په توګه یادوي.

نوموړي بي بي سي ته وویل، وېلو به په ځینو عملي چارو کې وکارول شي، خو دمګړۍ یې د نورو معلوماتو له ورکولو ډډه وکړه.

په ورته وخت کې هغه زیاته کړه، چې د سوداګریزو چارو لپاره مناسب چېپ ته لاسرسی درلودل به د دې لسیزې تر پای پورې شونې نه وي.

دا چارې به په پیل کې د هغو سیسټمونو سمول وي، چې د کوانټم اغېز په کې ارزښت لري.

"د بېلګې په توګه، د هغو اټومي ریکټورونو طرحه چې د درملو د اغېزو درک او درملو ته وده ورکول پورې اړوندېږي، همدارنګه د ګاډو لپاره د غوره بټریو وده او دې ته ورته د ډېرو لوړو پروژو یو اوږد لړلیک."

کوانټم کمپیوټر څه دی؟
په ساده ژبه که تاسو معمولي کمپیوټرونه د یوه آس او ګاډۍ په توګه په پام کې ونیسئ د دوی پر وړاندې د کوانټمي کمپیوټرونو چټکتیا به د سپورتي موټرو په ډول وي.

که څه هم دا دواړه ورته کارونه کوي، خو بیا هم دوی خورا توپیر سره لري. په ټوله نړۍ کې ډېر خلک هڅه کوي، چې ډېر ژر کوانټم کمپیوټرونه چمتو کړي.

دودیز کمپیوټرونه معلومات د بایټونو په ډول زېرمه کوي، چې کولی شي صفر یا یو وي خو د کار ډول یې داسې دی چې د بایټونو یوه ډېره اوږده لړۍ تولیدوي یا یې زېرمه کوي.

خو کوانټم کمپیوټرونه کیوبېټ (qubits) لري، چې ډېر کارېدونکی دی یعنی ډېر معلومات په ډېرو کمو بایټونو کې زېرمه کوي، چې په پایله کې ډېر زیات معلومات په ډېرې چټکۍ سره ځای په ځای کېږي.

البته د دې کمپیوټرونو په تولید کې د پرمختګ سرعت ورو دی. د کیوبېټ ماهیت د وړاندوینې وړ نه دی او خورا حساس دی، دا په دې معنی چې ډېر وخت به ونیسې ترڅو دا کمپیوټرونه د هر چا د لاسرسي وړ شي.

دا ناشونې ده، چې په راتلونکي کې به عام خلک د ورځنيو کارونو لپاره دغه کمپيوټرونه وکاروي، که څه هم کارپوهان وايي، چې دا ټېکنالوژي به د هر چا ژوند بدل کړي.

"مڼې او نارنج"
ښاغلي نون بي بي سي ته وویل، چې د وېلو فعالیت په داسې کچه کې دی، چې تر نن ورځې پورې "تر ټولو غوره کوانټم پروسیسر" ګرځېدلی.

خو د بریتانیا د سري په پوهنتون کې د کمپیوټر ساینس کارپوه پروفیسور الان ووډوارډ وايي، کوانټم کمپیوټرونه به د عملیاتو په برخه کې په پراخه کچه د اوسني "کلاسیک" کمپیوټرونو څخه غوره کار وکړي خو د هغو ځای نشي نیولی.

نوموړي یوازې د یوې تجربې له مخې د وېلو بریا کې مبالغه کولو په اړه خبرداری ورکړی.

یاد پروفیسور بي بي سي ته وویل، "موږ باید احتیاط وکړو، چې مڼې او نارنج سره پرتله نه کړو."

ګوګل د دې چېپ په ازماېښت کې د یوې مسئلې حل کول یې د کارکړنې د معیار په توګه یاد کړ، چې کوانټم کمپیوټرونو لپاره طرح شوی و خو د دې چپ د پام وړ چټکتیا زیاتېدل د کلاسیکو کمپیوټرونو سره پرتله کې په ټولو برخو کې نه په ډاګه کېږي.

سربېره پر دې هغه وویل، چې وېلو د پرمختګ په ځانګړي ډول د تېروتنو د اصلاح په برخه کې د پام وړ ګڼل کېږي.

په خورا ساده ژبه هرڅومره، چې یو کوانټم کمپیوټر ګټور وي، هغومره ډېر کیوبایټونه لري. کیوبایټ د معلوماتو د محاسبې واحد په کوانتم کې دی.

کمپيورټرد عکس سرچینه،Google
په هر حال د دې ټیکنالوژۍ یوه لویه ستونزه دا ده، چې د تېروتنو ګواښ لري ځکه تر دې دمه، هر څومره چې یو سیستم ډېر کیوبایټ ولري هغومره یې د تېروتنو شونتیا زیاته وي.

خو د ګوګل څېړونکي وايي، چې دوی دا مسئله برعکس کړې او دوی په دې توانېدلي چې دا نوی چپ په داسې ډول طرحه کړي، چې د کیوبایټونو زیاتېدو سره په ټول سیستم کې تېروتنې راکمېږي.

ښاغلی نون په دې باور دی، دا یوه لویه لاسته راوړنه ده چې پر یوې۳۰ کلنې ننګونې برلاسي شول.

نوموړي بي بي سي ته وویل، چې دا د الوتکو د پرمختګ سره پرتله کېدای شي، "الوتکې په یوه ماشین کار کوي خو دویم ماشین یې لا خوندیتوب زیاتوي همداسې درېیم او څلورم. "

پروفیسور ووډوارډ وویل، چې تېروتنه د لا قوي کوانټم کمپیوټر جوړولو پر وړاندې خنډ دی او دا لاسته راوړنه د ټولو هغو کسانو لپاره یوه هڅونه ده چې د کوانټم کمپیوټر جوړولو په لټه کې دي.

خو ګوګل پخپله ویلي، چې د بشپړ فعال او ګټور کوانټم کمپیوټرونو رامنځته کولو لپاره د تېروتنې کچه باید د هغه څه پرتله خورا ټیټه وي، چې وېلو ښودلې.

وېلو په کلیفورنیا کې د ګوګل په نوي تولیدي فابریکه کې جوړ شو.

د نړۍ په ګوټ ګوټ کې هېوادونو د کوانټم کمپیوټرونو په څېړنه او پراختیا پانګونه کړې.

بریتانیا په دا وروستیو کې د کوانټم محاسبو ملي مرکز (NQCC) رامنځ ته کړی دی.

د دې مرکز مشر مایکل کاتبرټ بي بي سي ته وویل، چې د هغو نظریو وړاندې کولو کې چې د تبلیغاتو څرخ ته لمن وهي احتیاط کوي او فکر کوي چې وېلو " د یوه پرمختګ پر ځای باید د عطف یو ټکی وګڼل شي. "

له دې سره هغه تائید کړه، چې دا چېپ "په ښکاره ډول یو ډېر اغیزمن کار و."

هغه وویل، کوانټم کمپیوټرونه به د ډېرو کارونو ترسره کولو کې مرسته وکړي لکه، "لوژستیکي مسئلو کې په الوتکو کې د کارګو توزیع کول یا د مخابراتي سېګنالونو تنظیمول یا په ملي شبکو کې د انرژي ذخیره کول."

دمګړۍ بریتانیا کې د کوانټم برخه کې فعالې موسسې شته چې ۸۰۰ میلیون پونډه بودیجه ورته ځانګړې شوې او ۱۳۰۰ کسان ورته ګومارل شوي دي.

په دې وروستیو کې په بریتانیا کې د اکسفورډ پوهنتون او په جاپان کې د اوساکا پوهنتون څېړونکو یوه مقاله خپره کړې، چې په کیوبایټونو کې خورا ټیټې تېروتنې ښیې.

د هغو د کار ډول د یوه کوانټم کمپیوټر جوړولو لپاره دی چې د حرارت په معمولي کچه کې کار وکړي خو د ګوګل د چېپ کار ډول ټوپیر لري ځکه د ګوګل چېپ باید په ډېره ټېټه درجه کې کار وکړي، ترڅو اغیزمن وي.