یوې تازه څیړنې ښودلې چې د چرسو څکول د انسان د دماغ پر مهمو فعالیتونو لکه فکر کولو، د ستونزو حل کولو، پریکړو کولو او پلان نیولو باندې ښايي منفي اغیزه وکړي.

د دې څیړنې د موندنو له مخې، چرس (ماروانا) د خوب د اختلالاتو لامل هم کیږي، په ځانګړې توګه په هغو خلکو کې چې دا ماده په دوامدار ډول کاروي.

له دې وړاندې نورو څیړنو ښودلې وه چې د چرسو او دې ته ورته نورو نشه يي توکو استعمال کولی شي د دماغ ادراکي فعالیتونه ګډوډ کړي.

خو وروستۍ څیړنې په ډیر وضاحت سره ویلي چې د چرسو نشه کولی شي د ستونزو د حل کولو د توان او احساساتو کنترول کولو په شمول د انسان پر مهمو دماغي فعالیتونو باندې منفي اغېزه وکړي.

کارپوهان وايي چې د چرسو استعمال اکثره تنکي زلمیان ډیر اغیزمنوي، ځکه چې د دوی دماغ د ودې په حال کې دی. طبي موندنو ښودلې چې د چرسو او بنګو تولیدات د ځوانانو د زده کړې پر توان هم منفي اغیزه کولای شي.

دې څیړنې، چې ۴۳زره کسانو پکې برخه اخیستې، د انسان د دماغ پر ادراکي توان باندې د بنګو په تولیداتو کې د موجود کیمیاوي عنصر تیتراهایدرو کانابینول (Tetrahydrocannabinol) منفي اغیزې ثابتې کړي دي.

ځینې څیړنې ښيي چې د چرسو او بنګو د تولیداتو د نشې له پرېښودو وروسته یې منفي اغیزې له منځه ځي. خو څیړنې وايي چې دا پدې پورې اړه لري چې یو کس څومره مواد او د څومره وخت دپاره استعمال کړي دي. په بل عبارت، د چرسو د استعمال موده چې څومره اوږده او مکرره وي، په هماغه اندازه به یې د استعمال له بندولو وروسته منفي اغیزې پر ځای پاتې وي.

برسېره په دې، یو شمیر نورو څیړنو ښودلې چې انسانان چې هر څومره په ټیټ عمر کې په چرسو روږدي شي، په هغه اندازه به په زاړه عمر کې کمزوری ادراکي فعالیت ولري.

ساینسپوهان وړاندیز کوي چې د چرسو د اغیزو په اړه د څیړنو سره په یو وخت کې لازمه ده چې ځوانان د چرسو او د بنګو د نورو تولیداتو له روغتیایی خطرونو څخه خبر کړل شي تر څو له کارولو څخه یې ډډه وکړي.

د صحي او سالم غذايي رژیم د تنظیم لپاره کمه اندازه غوړي کافي‌ دي. د روغتیا نړیوال سازمان وايي د غوړیو له حده زیاته استفاده د زړه د رګونو د بندېدو سبب کېږي او د سرطان د ځینو مشخصو بڼو سره رابطه لري.

غوړ د عصبي سلولونو او هورمونونو د جوړېدو، د التهاب د کنترول، د سلولونو د حفاظت او د بدن د دوامدارې انرژۍ د تامین لپاره مهم دي. همدغه راز په غذا کې د غوړ موجودیت ویټامین اې او ډي جذب کوي،‌ په همدې اساس باید داسې ونشي چې په غذا کې بیخي غوړي نه وي.

د ملګرو ملتونو د روغتیايي چارو پوهان وايي چې باید د یو انسان له ۱۰ سلنې کمه اړتیا وړ انرژي له غوړیو څخه ترلاسه شي. د بېلګې په توګه که یو کس د ورځې ۲۲۰۰ کالوریو ته ضرورت لري، باید د هغه په ورځني خواړه کې له ۲۵ ګرامه غوړ څخه زیات نه وي. هر ګرام غوړي په بدن کې نهه کالوري انرژي تولیدوي.

هغه غوړي چې په بدن کې نه جذب کېږي او نه هضم کېږي، د خوږ او پروتینونو په څېر په وازګې بدلېږي، په بدن کې زېرمه کېږي او د انسان د چاق کېدو سبب کېږي.

د غوړیو ډولونه

په ورځنیو خوړو کې درې ډول غوړ مشبوع، غیرمشبوع او ترانس موجود دي او هر یو یې جلا ځانګړتیاوې لري.

حیواني او د لبنیاتو محصولات د مشبوع غوړ عمده سرچېنې دي، لکه د پسه خوښه او ځینې نور نباتي غوړي لکه د نخل او ناریال غوړي. د نا مشبوع غوړ په څېر د ترانس غوړ هم په طبعي ډول په اکثره غذاګانو، لکه په غوښو او د شېدو په محصولاتو کې وي. د ترانس غوړ په ځینو نباتاتو کې هم شته.

دا ډول غوړ هم د وینې د کولسترول د زیاتېدو او رګونو د بندېدو سبب کېږي. ډاکټران وايي چې په ورځنیو خوړو کې باید د ترانس له پنځه سلنه غوړیو څخه زیات ونه کارول شي.

د زړه د رنځ او سکتې د کموالي لپاره باید د غوړیو استعمال کم شي او هغه کمه اندازه هم چې کارول کېږي باید له نامشبوع غوړ څخه وي. څېړنو ښودلو چې د مشبوع غوړیو په ځای د نامشبوع غوړیو کارول د وینې کولسترول کموي.

نباتي غوړي، د زیتون غوړي، د اوکادو غوړي، د افتاب پرست غوړي، د وږیو/جوارو غوړي او کنوال غوړ د نا مشبوع غوړیو ښې بېلګې دي.

همدغه راز اومیګا۳، اومیګا۶ نامشبوع غوړ هم باید له غذايي سرچېنو څخه ترلاسه شي. وږي/جوار، افتاب پرست ګل، چارمغز، بادام او کاجو د اومیګا۶ غوړ سرچېنې دي دي او کب او ماهیان بیا د اومیګا۳ د غوړ ښه سرچېنه ګڼل کېږي.

 

د يوازيوالي يا له ټولنې څخه جلا پاتې کيدل، د تر وخت مخکي مړيني د ځانگړو ناروغيو سره تړاو لري. دا موضوع په چين کې د يو څېړنیز ټيم له څېړنو او ارزونو جوته شوي ده.

د «سي ان ان» د معلوماتو له مخې څېړونکي د انسان په بدن کې د سترس هورمون کورتيزول د ترشح له کبله د مړيني خطر ډيريدل يوازي توب گڼي.

د یوازیتوب یا ټولنیز انزوا تجربه کول د ځینو ناروغیو په سبب او تر وخت مخکي مړینې خطر سره تړاو لري. دا موضوع په چین کې یوې څیړونکې ډلې تائید کړې ده.

د «سي ان ان »په وینا، څیړونکي په دې باور دي چې د فشار هورمون کورتیزول د خوشې کیدو، يا ترشح زیاتوالی د یوازیتوب له امله تر وخت مخکې مړینې د خطر د زیاتوالي لامل دی. دا هورمون چې د بدن پر دندو اوږد مهاله منفي اغیزه لري.

د هاربین طبي پوهنتون یوه څېړنیز ټیم له بيلا بيلو هیوادونو څخه ۹۰  څېړينې ارزولي چې په ټولیز ډول تر ۲،۲ ميلیونه زیاتو کسانو پکې برخه اخیستې وه. په څېړنو کې له شپږو میاشتو څخه نيولې تر ۲۵ کلنۍ پورې کسان تر څارنې او ارزونې لاندې نيول شوي.

پایلو وښودله چې هغه خلک چې ټولنیز يوازيتوب یا انزوا تجربه کوي او هغه خلک چې په ټولنیز ډول جلا شوي نه وو، د هغوی په پرتله د هرې ناروغۍ له امله له وخت څخه مخکې د مړینې احتمال يې ۳۲ سلنه ډېر و. همدارنګه هغه ګډونوال چې د یوازیتوب احساس کوي د نورو په پرتله تر وخت مخکې مړینې احتمال يې ۱۴ سلنه ډیر و.

د څېړونکو په وینا، موږ ټول وخت په وخت د یوازیتوب احساس کوو، خو کله چې دا د يوازيتوب احساس دایمي وي، دا بیا کولی شي د اوږدمهاله فشار په توګه عمل وکړي چې دا غیر صحي دی. ځکه چې دا د فشار هورمونونو کچه لوړوي او په بدن کې سوزش زیاتوي.

د څېړنې لیکوالانو د زړه ناروغۍ یا د سینې یا کولوریکټال سرطان سره د خلکو ترمنځ د یوازیتوب، ټولنیزي انزوا او مړینې ترمینځ اړیکې هم لیدلي دي.

له دې کبله د هغو خلکو د ژر مړینې احتمال چې له ټولنیز پلوه جلا شوي او د زړه ناروغۍ یا د سینې سرطان لري د دې ناروغیو پرته د نورو خلکو په پرتله يې شمیر ډیر و.

څېړونکي ټینګار کوي، هغه خلک چې له ټولنیز پلوه جلا یا یوازېتوب احساس کوي، غیر صحي عادتونه لري: لکه سګرټ سکول، الکول څښل، کمزوری رژیم «یا لږ تمرین»، کوم چې د ناروغۍ او ژر مړینې مهم لامل دی. دا څېړنه د فطرت انساني چلند په ژورنال کې خپره شوې ده.

 

په تاسو کي ښايي کوم چا دغه متل اورېدلی وي، چي «موسیقي د روح غذا ده.» زموږ ورځنۍ تجربې دا مني، خو ایا دا د ناروغیو لپاره هم ګټوره ثابتېدلای سي؟

ایا ستاسو د خوښي موسیقي اورېدل ستاسو پر روغتیا او بدني فعالیت ښه اغیز کولای سي؟ په دې اړه سائنس پوهان په دوامداره توګه زموږ پر پوهه زیاتوالی راولي. 

د بېلګي په ډول په نیویارک کي مېشت «لیوئیس آرمسټرانګ سینټرفار موزیک اینډ هلیت» په ۲۰۱۳م کال کي تر زېږېدلو ۲۳ اونۍ یعني تر خپل ټاکل سوي وخت ترمخه د ۲۷۲ ماشومانو روغتیا او لومړنۍ کړني څارلي دي. 

د بېلا بېلو روغتونو د کوچنیانو په وارډونو کي د ترسره سوي یادي څېړني له مخي، هغو ماشومانو ته، چي موسیقي او د مور په ږغ کي سندري ورږغول سوې، نو نه یوازي دا ماشومان ارام ویده سول، بلکي د هغوی د زړه دربی هم لږ کړ او هغوی د نورو ماشومانو په پرتله له روغتون څخه ژر رخصت سول.

 

څېړونکی او د څېړنیزې مجلې «موزیک او درمل» مسئول مدیر جواین لوويي وايي: «دا خبره په ثبوت رسېدلې ده، چي له عملیات خوني څخه نیولې بیا تر کورنۍ درملني پوري موسیقي د ښې روغتیا په برخه کي لوی لاس لري.«

 نوموړی په دې باور دی چي «موسیقۍ د انسانان د ژوند په اوږده لار کي د ژبي په پرتله څو برابره مهم رول ادا کړی دی.« 

تر ټولو لومړی، ږغ

د پرمختګ په هنداره کي د ژوند لیدونکی لیکوال ظفر سید له دویچه ویله سره د خبرو پرمهال وویل: «نوي څېړني ښيي، چي له اویا زرو کالو انسانان له خبرو کولو سره بلد دي، خو موسیقي له څو پېړیو راهیسي زموږ په جذباتو ښکاره کولو او د ویني په منظموالي کي بنسټیز رول لري او که چیري داسي نه وای نو نن به زموږ او ستاسو د دماغ ډېره مهمه برخه، چي ریوارډ سیسټم نومیږي له منځه تللې وای.«

هغه زیاتوي «له بله پلوه موږ د مور په نس کي تر ټولو لومړی د هغې د زړه د غورځېدلو ږغ اورېدلی دی، نو ویلای سوو، چي زموږ د اورېدلو حس د تال په اورېدلو سره پياوړی سوی دی. 

له دې څخه تاسو قضاوت کولای سی، چي موسیقي زموږ په وجود کي څومره ژوري ريښې لري، له دې سره سره د موسیقۍ دایره دومره پراخه ده، چي په نړۍ کي هیڅ داسي کلتور نه سته، چي هلته دي موسیقي نه وي. همدا سبب دی چي د موزیک روغتیا پالان د بېلا بيلو ناروغیو په درملنه کي له موسیقۍ څخه ګټه اخلي.« اوس دلته دا پوښتنه راولاړیږي، چي موسیقي زموږ پر روغتیا او ذهن څه اغیز لري او موخه يې څه ده؟

موسیقي زموږ پر دماغ او روغتیا څه اغیز لري؟

د «برټیش ایسوسېشن آف موزیک تهراپیسټ» یو غړي کلیرمیډوک په دې اند دی: «موسیقي د اوریدلو پرمهال د انسان د دماغ ډېرو برخو ته د ځان رسولو وړتیا لري، هغه په لاشعوري ډول بیداروي، موسیقي د انسان په وجود کي هغو لوړو او ژورو ته ځان رسوي، چي عادي خبري هغو برخو ته د رسیدو او پوهیدو وړتیا نه لري یعني دا یوازی زموږ دماغ نه دی، چي د موسیقۍ تر اغېز لاندی راځي، بلکي د زړه پر غورځېدو اود ویني پر فشار هم موسیقي خپله اغېزه ښندي.« 

د ۲۰۲۱ م کال د مارچ میاشتي پر ۳۰مه نېټه د هارورډ میډیکل ښوونځي په مجله کي په دې اړه یوه څېړنه خپره سوې ده چي سرلیک يې دی: «موسیقي ستاسو پر زړه څه ډول اغیزه لرلای سي» چي په دې څېړنه کي د یادي څانګي تصدیق سوي نیورو میوزیک ډاکټر براین هاریس داسي وايي: «د مځکي پر مخ بېله موسیقي څخه ماسوا بل داسي شی نه سته، چي ستاسو ذهن پر حرکت راولي.«

 نوموړی د یو څو بېلګو تر وړاندي کولو وروسته لیکي: «ښايي د کوم سبب له مخي د دماغ یوه ځانګړې برخه کار پرېږدي، خو د ذهن په پېچلې نړۍ کي ځینې نورې برخې بیا فعالي وي. 

د موسیقۍ ډاکټر کولای سي، چي په یوې لږي پاملرني سره د انساني ذهني نړۍ هغي برخي ته ځان ورسولای سي، چي د عادي خبرو او اړیکو له لاري هوري ځان رسول ناشونی کار دی.«

د موسیقۍ په واسطه د کومو ناروغیو درملنه کېدای سي؟

جیسیکا ګین د لویدیځ اونټاریو په پوهنتون کې د عصبي ناروغیو ډاکټره ده. هغه د «ایا موسیقي لکه درمل کارکولای سو؟» تر پورته سرلیک خپرولو لاندي د یوشمیر حوالو ورکولو وروسته د پارکینسن یو مثال وړاندې کوي. پارکینسن یوه داسي عصبي ناروغي ده چي ناروغان خپل بدن نه سي کنټرولای.

د هغې په قول: «ان که چیري ناروغان په منظم ډول موسیقي نه اوري، دوی په حیرانتیا سره په خپل بدن باندې قوي کنټرول لري. په دې اړه موږ نورو څېړنو ته هم سترګي په لار یوو.«

دویچه ویله اردو څانګي سره په خبرو کي د لاهور روغتون ډاکټرعثمان علي وايي: «د اروايي ناروغیو درملنه په موسیقۍ یوه عامه خبره ده، د عصبي د بېلا بيلو ناروغیو او دماغي ټکرونو او هیري ناروغیو د روغوالي په خاطر په اکثرو روغتیايي مرکزونو کي ځانګړي د موسیقۍ مرکزونه سته، چي ښايي له ګټي يې هیڅوک انکار ونه کړي.« 

په یونیورسټي کالج دانارتهه کي د هنر او روغتیا علومو څیړونکی او پروفیسور ډاکټر ذوالفقار وايي: «ښکلي هنرونه په مایوس حالت کي انسان ته ډاډ ورکوي.«05:39

د دویچه ویله اردو څانګي سره د خبرو پرمهال نوموړي زیاته کړه: «دې موضوع ته له بلې زاویې کتل کېږي. خو موسیقي یا د ښکلو هنرونو هره بڼه د ټولني درملنه ده، نو څومره چي ټولنه خوشحاله وي په همهغه کچه به د انفرادي ژوند امکانات هم چمتو وي.« 

د هغه په خبره »دا یوه داسي درملنه ده، چي هیڅ لګښت او هیڅ څنګلوري ستونزي نه لري، دا درملنه له هره پلوه زموږ روغتیا ته ګټه لري بېله دي چي موږ وځوروي.« 

 

زیاتې مقالې …