شعري ژباړه

شعر په شعر
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ژباړن: عبدالملک پرهیز

لټون کوو د خدای موږ په جومات او په کعبه کې

هیر کړی مو دی خدای ولې د زړه په اډانه کې

جومات دی که کعبه ده او قبله ټول بهانې دي

د خدای رڼا خوره ده هم په کور، هم په کوټه کې

 لټون کوې د څه شي په جومات او په کعبه کې

 مات کړی د چا زړه خو به دې نه وي کوم پلمه کې

ګاونډ زموږ په وږي موږ ویده په مړه خیټه

بیدار شه نظر واچوه د ځان په کړو او وړو کې

ګوزار د مخ نقاب کړه او څرګند شه حقیقت کې

د خدای انځور به و مومې تر شا ددې پرده کې

دا ته په سترګو وړوند یې ګنې خدای همیش څرګند دی

کېدی شي پروت کوم بت وي زما او ستا د فکر کوټه کې

باید دغه بت پریمینځو د خدای پاکو اوبو کې

نو پوه به شې چې خدای موږ ته نژدې له هره ځای دی

نژدې زموږ له وینو او رګونو په بدن کې

چې آلوزی مرغان دې کې قدرت پروت د الله دی

هم پروت دغه قدرت دی د زمري غږ او پنجه کې

باید چې لیدی وشو خدای د غره زړه  او سینه کې 

هم حس کړو خدای د فکر او ساه په ټولو ډګرو کې

په خپل فکر کې داسې سوچ ونه کړو چې خدای څوک دی

ثابت دی خدای د درست عالم په ستورو او لمرو کې

باید چې په هینداره کې لږ ځان هم کړو پیدا خپل

بېلګه یو موږ د خدای په دا بې شمېره جهانو کې

هر چا چې خپل زړه پاک او بې غبار لکه هیندار کړ

بیا جوړه به مکه کړي او کعبه د زړه حجرو کې

د خدای او د خالق پوهه که څومره ستا زیاتېږي

کشتۍ به  روغه و وځي، سمندر په توفانو کې

در مسجد و در کعبه به دنبال خداییم
از حس خدا در دلمان دور و جداییم
هم مسجدو هم کعبه وهم قبله بهانه است.!!
دقت بکنی نور خدا داخل خانه است
در مسجد و در کعبه به دنبال چه هستی؟
اول تو ببین قلب کسی را نشکستی؟
اینگونه چرا در پی اثبات خداییم؟
همسایه ی ما گشنه و ما سیر بخوابیم
در خلقت ما راز و معمای خدا چیست؟
انسان خودش آیینه یک کعبه مگر نیست؟
برخیز و کمی کعبه ی آمال خودت باش
چنگی به نقابت بزن و مال خودت باش
شاید که بتی در وسط ذهن من و توست
باید بت خود ، با نم باران خدا شست
گویی که خدا در بدن و در تنمان هست
نزدیکتر از خون و رگ گردنمان هست
در پیله ی پروانه مگر دست خدا نیست؟
پیدایش پروانه بگو معجزه کیست؟
باید که در آیینه کمی هم به خود آییم
ما جلوه ای از خلقت زیبای خداییم
هر کس که دلش آینه شد فاقد لکه
در قلب خودش کرده بنا کعبه و مکه