پېغلې څه وايي؟

د اونۍ شعر
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


بې جرمه یم بندی څوک مې صحرا ته نه پرېږدي
خپل غم د آینده مې خوب خندا ته نه پرېږدي
که هر څومره ښه ذوق او استعداد لرم نو څه؟
بې ځایه به شي مړ څوک مې دنیا ته نه پرېږدي


ولورو پېغلتوب مې دغم دود کړ د پلار کور کې
دادا مې انتخاب د ژوند آشنا ته نه پرېږدې
که خپله رایه وایم زه په دې فاسد محیط کې
څېر سترګې مې ټول بولي بیا مې خواته نه پرېږدي
انسان یم مسلمانه حق لرم د خپلې رایې
خو څوک مې په دې باب کې ګړیدا ته نه پرېږدي
پیسو دپاره زه یې اوس بوډا مالدار ته ورکړم
ظالمه میره مور مې واویلا ته نه پرېږدي
په لوی لاس یې غوزار کړم د بلا خولې ته هر ګوره
څښتن مې دې په ژوند کې دې بلا ته نه پرېږدي
مجنون چې له دې غمه اوس په سرولمبو سوزېږي
که سر تندې وهي څوک یې لیلی ته نه پرېږدي
غمونه کړاوونه ټول زغم له ویرې ځکه
ظالم مې هم وهي هم مې ژړا ته نه پرېږدي
« پرهیزه» ګوره بوټې کې غوټۍ غوندې رژیږم
چې څوک مې په خپل خوښه غږیدا ته نه پرېږدي
( د شفیع کوټ ( قلعټک) کلي د ۱۳۲۸هـ ش کال د کب میاشت)