الامان

د اونۍ شعر
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 عبدالعزیز پرهیز

د جګړې سپېرې سیلۍ نه الامان

زمولوي چې ددې بڼ تنکي ګلان

رژېدل دي ورانېدل ویجاړېدل دي

په تازه فصلونو راغللو خزان

کلي ړنګ کورونه وران او کنډوالې شول

د هيواد له شتو چاپېره دی توفان

مېندې بورې شولې پاتې بې زامنو

د ورور مرګ کې خویندې ګډې په سوران

ډېرې وینې شولې تويې هېڅ بې هېڅه

لا توييږي په خپل منځ کې هغه شان

ماړه نه دي لا هم نورې وینې غواړي

د فتنو او فسادونو ښاماران

د وطن د دښمنانو دي دا چارې

چې جنت غوندې وطن شو زموږ وران

وطنوالو د وطن نارو ته غوږ شئ

چې یووالي ته مو بولي په هر ان

د جګړې اورونه مړه کړئ ګټه نشته

ګټه اخلي له دې جنګ نه دښمنان

چې له تا مري یا له ما مري دغه څوک دي

دوی زما او ستا دي ورونه عزیزان

دوی دي مټې د وطن د ابادیو

ولې اخلو له وطنه دغه توان

د ورورۍ لاسونه ورکړو ټول په مینه

دا هیواد دی شریک کور د ټول افغان

هیواد سوله او په امن کې جوړېږي

دا ورانۍ راځئ په سوله کړو جبران

سوله ژوند دی سوله مینه پيرزوینه

سوله هیله  تمنا د هر انسان

راځئ پرېمینځو په سوله د جنګ لړې

ورین کړو نور د خپل وطن په سر آسمان