ځوروې مې چې د زړه له ښاره لاړ شم
غرغره دې د زلفانو په هر تار شم
ډاډه اوسه ستا د زړه ښار به پرېږدمه
چیرته میشت به تا نه لرې له روزګار شم
ته خوشحاله یې چې ستوری ستا د شپو شوم
ویاړې تږی به زه بیا ستا د رخسار شم
زه د عشق په سره اورونو کې ښه پوخ شوم
ځکه چورلم له ډیوې که ستا د کار شم
نه ستنېږمه نور ستا د کبر کور ته
نور بهر به ستا د زړه له سوړ بازار شم
هلته زړونو کې چې مینه او څه شور وي
هلته زه به د چا مینه د چا یار شم
بغاوت
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode