د افغانستان لنډ تاریخ

تاریخ
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

يادونه: افغانستان ٥٠٠٠ کلن تاريخ لرې . گرانه ده چې ټول تاريخ وليکو خو دلته به يې ډيرې مهمې پيښتې په لنډ ډول بيان کړو: مونږ دلته دعيسی عليه السلام زيږيدنې نه مخکې او وروسته د اصطلاح په کاروو چې د عيسی عليه السلام زيږونه مخکې او وروسته معنا لري.

دعيسی عليه السلام له زيږيدنې مخکې د ٦٠٠ او ١٥٠٠ تر منځ دې هيواد کې کوچيانو او مالدارانو ژوند کاوه. دا هيواد تل د اسيا د څلور لارې په نوم شهرت درلود.
دا هيواد د عيسی عليه السلام له زيږيدنې مخکې ٣٣٠ نه تر ٦٠٠ د داريوش د امپراتورۍ ختيځ ولايتونه وو.
له زيږيدنې مخکې٣٠٠ او ٣٢٧ د داريوش د دريمې امپراتورۍ په پيل کې سنکندر کبير دې هيواد ته راغی او ددرې کالو له پاره يې بلخ خپله پلازمينه وټاکله.
له زيږيدنې وروسته ٤٨ تر ٢٤١ د کوشانيانو پير ؤ چې پلازمينه يې په کاپيسا کې وه. دوريښمو لار په همدغه پير کې پر افغانستان تيره شوه. دا *د يونانی بودايانو د تمدن پير ؤ.
له ٢٤١ تر ٩٦٢ ( زيږيدنې وروسته) د شک او ترديد يو پير ؤ چې په همدې پړاو کې د اسلام سپيڅلې دين هيواد ته راغی.
له ٩٦٢ تر ١١٨٦ ( زيږيدنې وروسته) د غزنويانو د امپراتورۍ پير ؤ چې د ژمې پلازمينه به بوست (لشکرگاه) او د اوړی پلازمينه به غزنی ؤ.
له ١١٨٦ تر ١٢٢٠ ( زيږيدنې وروسته) د غوريانو امپراتوری د غزنويانو د امپراتورۍ ځای نيسی او غزنی ورانوي.
له ١١٨٦ تر ١٢٢٠ ( زيږيدنې وروسته) چنگيزخان پر افغانستان بريد کوي او هيواد تر سلو کالو د مغلو په منگولو کې پريوځي.
له ١٣٦٤ تر ١٥٠٦ ( زيږيدنې وروسته) گوډ تيمور هيواد نيسی اوهرات خپله پلازمينه ټاکي.
له ١٣٦٤ تر ١٥٠٦ (زيږيدنې وروسته) بابر په کابل کې د مغلو شاهي جوړوي.
١٧٤٧ (زيږيدنې وروسته) احمدشاه دراني د افغانستان د نوی دولت بنسټ ږدي.
له ١٨٢٦ تر ١٨٦٣ (زيږيدنې وروسته) د امير دوست محمد خان پير او د افغان انگليس لومړی جگړه (١٨٣٩ تر ١٨٤٢).
له ١٨٦٣ تر ١٨٧٩ (زيږيدنې وروسته) د امير شيرعلی خان پير.
له ١٨٨٧ تر ١٨٧٩ (زيږيدنې وروسته) د افغان انگليس دويمه جگړه ( امير محمد يعقوب خان پير).
له ١٨٨٠ تر ١٩٠١ (زيږيدنې وروسته) امير عبدالرحمان خان په کابل کې مرکزې حکومت جوړ کړ.
له ١٩٠١ تر ١٩١٩ (زيږيدنې وروسته) امير حبيب الله خان سوله ايز حکومت کوي او هيواد پر مخ ځي.
له ٩١٩١ تر ١٩٢٩ (زيږيدنې وروسته) غازي امان الله د نويتوب (عصريتوب) پر لور چټک گامونه اخلي. په دې پير کې د افغان انگليس جگړه دې ته لاره اواروي چې افغانستان يو آزاد او خپلواک هيواد په توگه وپيژندل شي.
١٩٢٩ (زيږيدنې وروسته) امان الله خان د سقاو ځوئ د اړودوړ په پايله کې هيواد پريږدي.
له ١٩٢٩ تر ١٩٣٣ (زيږيدنې وروسته) نادرشاه گډوډۍ او انارشۍ پای ته رسوي.
له ١٩٣٣ تر ١٩٧٣ (زيږيدنې وروسته) ظاهرشاه د خپل پلار نادرشاه تر مرگ وروسته د هيواد د چارو واگې په لاس کې نيسي او هيواد د ثبات او پرمختگ پر لور بيايي.
له ١٩٧٣ تر ١٩٧٨ (زيږيدنې وروسته) د ٤٠ کلنې پاچاهې وروسته د ظاهر شاه د تره ځوئ سردار محمد داود دهيواد د چارو واگې په لاس کې اخلې او په هيواد کې د لومړی ځل له پاره د جمهوريت اعلان کوي.
١٩٨٧ (زيږيدنې وروسته) داود خان د يوې پوځي اړودوړ په پايله کې وژل کيږي او نور محمد ترکی د افغانستان دموکراتيک جمهوريت په نوم د هيواد چارو واگې سمبالوي. څو مياشې وروسته نورمحمد ترکی وژل کيږي او حفيظ الله امين ځان د دولت رئيس اعلانوي.
له ١٩٧٩ تر ١٩٨٩ (زيږيدنې وروسته) روسان پر هيواد يرغل کوي او خپل لاس پوڅی ببرک کارمل پر چوکۍ کښينوی.
له ١٩٨٦ تر ١٩٩٢ ( زيږيدنې وروسته) د ډاکتر نجيب الله دافغانستان د جمهوري رياست دوره وه.
له ١٩٨٩ تر ١٩٩٢ (زيږيدنې وروسته) له لس کلنې جگړې وروسته روسان له دې هيواده وتلو ته اړ کيږي.
١٩٩٢ (زيږيدنې وروسته) د افغانستان واگې د صبغت الله مجددی په مشرئ د مجاهدينو د حکومت لاسته ورځي.
له ١٩٩٢ تر ١٩٩٦ (زيږيدنې وروسته) د صبغت الله مجددی دوه مياشتنې دورې پوره کيدو سره استاد برهان الدين ربانې د چارو واگې په لاس کې اخلې او دجهادی تنظيمنو په لاس دافغانستان د بدمرغۍ او ړنگيدلو زمانه بيل کيږي.
١٩٩٦ (زيږيدنې وروسته) داکتر نجيب الله د طالبانو مليشو په لاس وژل کيدل.
له ١٩٩٦ تر ٢٠٠١ (زيږيدنې وروسته) د ملا محمد عمر په مشرئ د طالبانو په نامه د اسلامی امارت پير.
له ٢٠٠٢ (زيږيدنې وروسته) تر اوسه د حامد کرزې په مشرئ د افغانستان د اسلامی انتقالی دولت پيل.