اسماعیل شاهد:
مرکه: ولي الله ملکزیکه څوک د اویا میلیونه پښتنو په منځ کې اسماعیل شاهد د دوو ټوکمارو پېرنګیانو، چارلي چاپلن او مسټر بین سره په یوه تله وتلي، نو ښايي غاړه به یې بنده نه شي. دا ۷۳ کلن بې جوړې هنرمند، د کوزې پښتونخوا په چارسدې کې زېږېدلی، FA (د ښکلو هنرونو) کالج یې لوستې او په خټه اتمانزی دی. دوه ودونه یې کړي، درې زامن درې لوڼې لري او د درویشت لمسیانو ترڅنګ، درې کړوسي هم لري. د ۲۷ کالو لپاره یې د پېښور د DC (مرستیال کمشنر) په دفتر کې ماموریت کړی او پلار یې د پېښور عدلي محکمې په انګړ کې چې کچرۍ نومیږي، د چاي او خوراک کانټین درلود.
د پښتو دغه منلی کومیډین او ځلېدلی ستوری چې موږ ټول د هغه له نوم، اداکارۍ او ډرامو سره اشنا یو، له تیرو څو اونیو راهیسې د کاناډا او امریکا ځینو ایالتونو ته هنري سفرونه لري. تیره شپه، د کالېفورنیا د سانفرانسیسکو په سیمې کې د ځینو دوستانو له خوا ماښامنۍ ته رابلل شوې وو. ما هم د لومړي ځل لپاره له نژدې څخه ولیدلو چې ډېر متواضع، با خدا او کلیوال انسان دی. دا ښاغلی نه یواځې د شیشه اي پردې او سټېج په سر د نندارچیانو په مخونو او شونډو موسکا راولي، بلکې په حجرې او دېرې کې هم هڅه کوي چې د کوربنو عاطفه را وپاروي، شعور یې وتخنوي او د نغري ګرد چاپېره خلک ښه وخندوي.
د شهید سردار محمد داود، ډاکټر نجیب الله او حامد کرزي سره د ملاقاتونو، د لوېدیځې نړۍ د ښکلاوو او لاس انجلس کې د هالیوډ د نړۍ والې سټوډیو له خوږو خاطرو وروسته ېې زما د دې پوښتنې په ځواب کې چې د خندا او موسکا دا هنر دې له چا زده کړېدی؟ داسې وویل: (دا یوه الهي ورکړه ده، زه په دې فن کې هېڅ استاد نه لرم. البته د شوکت علي، مسعود احمد شاه، عزیز اعجاز، فرمان الله خان او صلاح الدین په څېر تکړه ډاېکټرانو او پروډوسرانو څخه مې ډېرڅه زده کړي او زه یې پوروړی یم. د پلار په ژوند کې ما د هیڅ ډول هنري فعالیت جُرئت نه درلود؛ د هغه له وفات وروسته په ۱۹۷۷م کال کې د پېښور راډیو ستېشن ته لاړم چې که وکولاې شم یوه سندره ثبت کړم. خو هلته راته د تمثیل سَت او وړاندیز وشو؛ دا لړۍ هماغه دم پېل شوه او تردې دمه روانه ده. که چېرې زما ټلویزیوني ډرامې، Telefilm (ټلویزیوني لنډ فلمونه) او د سټېج نندارې حساب شي، نو ممکن شمېر به یې په زرګونو وي، خو د پښتو سېنمايي فلمونو شمېر مې له اتو زیات نه دی).
ما ورڅخه پوښتنه وکړه چې آیا فکر نه کوې د دغو فلمونو او ډرامو ژبه او د هنرمندانو نازیبا حرکتونه د پښتنو دروند او حیاناک کلتور ته د ګټې په ځای تاوان رسوي؟ داسې ځواب یې راکړ: (بالکل، ستاسو خبره ټیک ده چې د پښتنو د رسمونو، شملو او هیلو انځور په کې تر ډیره ځایه نه مراعت کیږي. خو اصلي خبره د فلمونو او شوګانو د جوړونکو ده. دوئ هغه څه لیدونکو ته وړاندې کوي چې هم خپلې مصرف شوې پېسې بېرته ترلاسه کړي او هم نورې وګټي. زه شخصا په هغو ډرامو او تیاترونو کې کار نه کوم چیرته چې د کورنیو حُرمت په پام کې نه نیول کیږي). نوموړی مني چې د پښتو ډرامو کیفیت او معیار د پخوا په څېر خوندور نه دی پاتې او د کورنۍ له ښځینه غړو سره د ځینو ډرامو یوځای لیدل اوس ګران شويدي.
اسماعیل شاهد د ډرامو د متن او نوعیت په اړه وايي: (ما یوه ډرامه هم پخپله نه ده لیکلې، ولې ډېر کله مې په متن کې ادلون بدلون راوستې، مناسبې مکالمې مې لیکلې دي او هدایتکاري مې هم ډېره کړېده. د ارواښاد ډاکټر محمد اعظم اعظم په قلم لیکل شوې ډرامه ستړي مه شئ، همدارنګه شرط، دوه دوه پنځه، جادوګر او ملنګی هغه ډرامې دي چې بیخي ډیرې کتل شویدي. د میم زرما ټلویزیوني ډرامه چې بیا اردو ته وژباړل شوه، زما د ویاړ ډرامه چې د پاکستان د ولسمشر له خوا ما ته د غوره کردار د اجراء کولو له مخې جایزه راکړل شوه، دا زما یوه له تاریخي ډرامو څخه ګڼل کیږي).
د دې ځانګړې مرکې په پای کې مې اسماعیل شاهد وپوښته چې د پښتنو غوڅ اکثریت د ښکلو هنرونو ټول ژانرونه خوښوي، خو پیکه اړخ یې دا دی چې د خپلو هنرمندانو چندان قدر نه کوي او په بازاري لهجې یې یادوي. نو آیا ته کله له داسې کوم ځوروونکي برخورد سره مخ شوې یې؟ ځواب یې څرګند او دا ډول وو: ( نه ملکزی صېب نه، زه هیڅکله له دغسې ناخوالي چلند سره نه یم مخ شوی. زه په خپلو ولسونو ډېر ګران یم، هر چېرې چې تللی یم دوئ زه نازولی یم، الله دې د دوئ قدر وکړي. خو زه دلته له ټولو پښتنو څخه یوه هیله او غوښتنه لرم چې یه خلکو! د الله او رسول په خاطر یو اتفاق شئ او دا ژبه مو ژبه کړئ. بله دا چې زه سیاسي سړی نه یم مګر دا یوه خبره ښه په صفا ټکو کې کوم: هر پښتون چې په هرځای کې دی او هغه خپل ځان افغان نه ګڼي، نو هغه د سره پښتون نه دی).
—-----------------------------
یادونه: په مننې سره، که لوستونکي وخت او علاقه لري، نو کولاې شي د ملکزي نورې لیکنې او څیړنې د هغه په فیسبوک، لنکد ان او د یوټیوب په چینل کې ولولي او وګوري؛ ادرس یې دا دی: Wali Malakzay
کوم پښتون چې ځان افغان نه ګڼي، هغه پښتون نه دی
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode