دودیال
(د خان عبدالغفارخان /فخرافغان د وفات د ۳۳م کال په مناسبت)
د نړۍ د نامتو ملی مبارزینو، د استبداد، استعمار او تبعیض کلکومخالفینو او مدبروسیاستمدارانو، دتساند، زغم، عدم تشدد او سولې نامتو څیرو، ملت ته د خدمت په لاره کې دستړو او ستومانو او ترټولو زیات د جیل په تورتمونوکې د غورځیدلو ملی مشرانو او د ملت په درد د ریښتیو دردیدلو وتلو څیرو په لړ کې یو نوم د خان عبدالغفار خان دی چې د انسانی آرمانو په آسمان کی لکه لمر ځلیږی.