د نیوکو او د بیان د آزادۍ څخه د طالبانو ویره

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

سید عبید الله نادر

د مدنیت کاروان                            

 

د مدنیت کاروان په ډیر بیړه ،د پرمختګ پر لور روان دی ،په کار ده چې ټول د علم او معرفت خاوندان ،او د علم او معرفت لارویان ،د دې کاروان سره اوږه په اوږه ولاړ شي ،او زمونږ ټول خلک خپل ځانونه د دي کاروان سره سیال کړي ،په دې وروستیو کلنو کې ډیر حیرانونکی پرمختګونه د ساینس او فضا په میدان کې شوي ،چې د هغو نه زمونږ ناخبری به هم ، زمونږ په نادانۍ دلالت وکړي ،که مونږ ځانونه نا خبره پریږدو او د دي حیرانونکو بدلونونو ځان خبر نه کړو ،دا به زمونږ لوی قصور وي ،بدلونونه که په هره برخه کې وي ،که په سیاست کې وي ، که د طب د علم په ډګر کې وي ،که په ساینس او تکنالوژی کې وي او که د فضا په برخه کې وي ضروری ده چې څه ناڅه ترې آګاهی ولرو ،ځکه د آګاهی او پوهنې په رڼا کې کولای شو ،چې ځانونه د زمان د علم او تکنالوژی نه خبر کړو ،نو د دې له پاره بیا تر ټولو دا ضروری او لازمه ده ، چې انجونو ته هم د تعلیم او تحصیل اجازه ورکړو ،او خپلې انجونې د علم و فن په زیور سمبال کړو ،د ښځو آزادی او د بیان آزادی ته غاړه کیږدو ،چې ګاونډ ملکونه مو خپلو ښځو او انجونو ته د تعلیم حق ورکوي ،نو مونږ باید چې د هغوي د سیالۍ نه وروسته پاتي نه شو، او په ترڅ کې د مدنیت د کاروان سره هم سیال شو،

 

 

 

 

سید عبید اتلله نادر

 

۱۵ د اکتوبر ۲۰۲۲ کال

داسي خو هم  نه شي کیدای ، چې په یوه نظام کې دي ګوندی هیڅ نیوکي نه وي ،یا انتقادونه نه وي ،د بیان آزادی نه وي ،د اصلاح د راوستو له پاره ښه لاره د نیوکو په ځان قبلول دي،او د بیان آزادی لوی او مهم شرط دی ، که په یو دولت کې چارواکي په خپل سر روان وي ،او هلته د بیان آزادی یا نیوکي د هغو په خلاف نه وي ،آیا چې دا چارواکي به څوک  د خپلو ناروا کړنو او سیاست کې ، خپلو غلطیو ته متوجه کړي ،یو حکومت یا اداره چې غواړي د سمون په لور مزل وکړي ،نو د نیوکو څخه باید و نه ویریږي ،ځکه ډیره ځله مصلحین د اصلاح خاوندان کولای شي د نیوکو له لارې د سمون لاره پیدا کړي ،یا ځانونه سم کړي ،نو د نیوکو او د بیان د آزادۍ څخه خو په بشپړه توګه باید و نه ایریږي ،د طالبانو حکومت د کومی ورځي نه چې مینځ ته راغلی او یا طالبان په قدرت راغلي نو په هر ځای کې اورو او په خپلو سترګو، یې وینو چې طالبان ، د نیوکو او د بیان د آزادی څخه سخته ویره لري ،او په اصطلاح و حشتناکه ویره لري ، او دا موضوع نه یواځي د ټولني پوهو قشرونوته ښکاره ده او  درک کړې یې ده، بلکه ټوله دنیا پرې پوهیږي ،او عادی انسانان په کوڅو او بازارونو کې هم په دې پوهیږي ،چې دا خلک د نیوکو څخه او د جنکو د تعلیم او پوهیدنې څخه سخته ویره لري ، د ښځو د آزادۍ او د بیان د آزادۍ سخته مخالف دي ، د ښخو د کارکولو نه هم په ټولنه کې  ډیره سخته ویره ښايي ، چې ټول یې حیران کړي ، دوي په دي کار سره د بخښلو  نه دي ، افلاطون وایي : ( کولای شو ،په آسانۍ سره هغه ماشوم وبخښو ،چې له تیارې څخه ډاریږي، خو اصلی او واقعی تراژیدی هغه وخت مینځ ته

راځي چې انسان د روښنايي څخه وډار شي ،

د نیوکو د مینځ نه خو دوی په اصل کې په ښه توګه د اصلاح لاره پیدا کولای شي ،

افلاطون وایي:

هغوي چې مونږ سره موافق دي هغوي مونږ ته آرامتیا بخشي او هغوی چې مخالف دي پوهه رابخښي ،

او دا یو ښه واقعیت دی ، د دې مانا دا ده ، چې مخالفین به مخالفین وي خو د وطن په درد و غم کې به تر هر چا ډیر ځوریږي ،او په وطن به زهیر وي ،نو په دي اساس نیوکي کوي او خپله طرحه او وړاندیزونه وايي ،او دا لوستی خلک وي ، چې د خپل ملت نه په غیر ، د نورو ملتونو تاریخونه یې لوستي وي ، چې د وطن تیر تاریخ په رڼا کې دا نیوکي کوي ،هغوي د ملتونو د تیر تاریخ تجربو ته نظر کوي ، او د هغه لید په رڼا کې نیوکي کوي ، هغوي د  تاریخونه لوستی وي ، نو په دي اساس که یوه ډله سیاست کوي نو په دي ټکو باید پوه شي چې نیوکې کوونکي په دې وطن زهیر خلک دي  ، د هغوي نیوکو او طرحو ته باید غوږ کیښودل شي