گروه دولت اسلامی موسوم به داعش
هسته اولیه داعش به سال ۲۰۰۴ و زمان زرقاوی برمی‌گردد. ابومصعب الزرقاوی اردنی‌الاصل که سابقه حضور در افغانستان و نبرد با نیروهای شوروی را هم داشت، پس از حمله آمریکا به عراق یک گروه نظامی به نام جماعت توحید و جهاد را  در این کشور تشکیل داد. دیری نگذشت که اقدامات سخت‌گیرانه زرقاوی در مناطق سُنی‌نشین و کشتار غیرنظامیان موجب اختلاف میان گروه‌های سنی و القاعده شد. این اختلافات از سال ۲۰۰۵ آشکار شد، اما زرقاوی توانست در اپریل  سال  ۲۰۰۶با تشکیل شورای مجاهدین به‌عنوان سازمانی فراگیر و متشکل از القاعده و پنج گروه شورشی دیگر، بر این اختلافات فائق آید

بقیه در ضمیمه.

وروسته له هغې چې افراطي ملا او د جمعيت اصلاح سياسي جريان مشر ملا صبور تير کال د افغانستان د خپلواکۍ اتل ستر غازي امان الله خان باندې د کفر فتوا ورکړه او نوموړی يې بې دينه ياد کړ؛ اوس يې يو ځل بيا ستر غازي پسې؛بد رد ويلي دي. په ټولنيزو رسنيو کې د ملاصبور بيلابېلې څرګندونې رااخيستل شوي چې له پراخو غبرګونو سره مخ شوې. ملا صبور ويلي چې د انګريزانو په مقابل کې د امان الله خان جنګ غزا، نه بلکې بغاوت و. همدارنګه صبور زياتوي؛ د امان الله خان کافر محبوبیت ورځ تر بلې مخ په ډېرېدو دی او خلک یې خپل ملي اتل او غازي بولي، په مونږ ټولو فرض ده چې مخه یې ونیسو. د ټولنيزې ميډيا ځينې کارونکي بيا د ملا صبور له خولې وايې چې ويلي يې دي څوک چی د خپلواکۍ جشن لمانځي مرګ يې

د بابړې قتل عام: د ارواښاد عبدلولیخان لیکنه

چونکې زموږ ملګري به روزانه جېل ته راوستی شو، نو خبر ولګېد(راغی) چې د حکومت د دې ناروا، بې قانونه زور زیاتي او ګرفتاریو برخلاف بهر ملګري، په چارسده کې یوه احتجاجي جلسه کوي، خو اختر ته بنده( ځنډ) ده. چنانچه وروسته خبر راغی چې د اګست په ۱۲ دولسم به دغه احتجاجي غونډه کیږي. کله چې سرکار(حکومت) له دې غونډې خبرشو، نو چاپېره يي لاسونه واچول، د سر سر چې کوم ملګري ول، هغه يي ونېول چې دا جلسه ناکامیابه شي

پرون د اګست ۱۲ مه د ځوانانو نړيواله ورځ افغان حکومت په ارګ کې داسې ولمانځله چې يو شمېر ځوانان په دغه لمانځغونډه کې شامل و او د ولسمشر غني خبرو ته به يې چکې کولې. دغې مراسمو ته ولسمشر غني په وينا کې وويل یو شمیر کسان له ځوانانو څخه د وسیلې په توګه کار اخلي او هڅه کوي، چې افغان ځوانان د ژبې، سمت او قوم په نومونو سره وویشي. غني که څه هم د چا نوم وانخېست خو زياته يې کړه هغو کسانو ته باید په ټولنه کې ځای ورنکړل شي، چې د ځوانانو منځ کې نفاق اچوي او له هغوی څخه د وسیلې په توګه کار اخلي. غني همداراز وویل، د خپل حکومت په شاوخوا درې کلنه موده کې یې، زیات تمرکز پر دې وو، چې په حکومتي ادارو کې زیاته ونډه ځوانانو ته ورکړي

په داسې حال کې چې د هېواد روغتيايي سيستم له ګډوډۍ سره مخامخ دی، وړ ډاکټران لږ دي، د درملنې وسايل او تجهيزات نيمګړي  او په روغتونونو کې د روغتيا څارنې معيارونه ټيټ دي؛ له ننه وروسته به ولس په دولتي روغتونونو کې هم د پيسو په مقابل کې درملنه کوي. په تازه اقدام کې د ملي يووالي حکومت کابينې په دولتي روغتونونو کې د فيس اخيستلو مقرره تاييد کړه. تيره ورځ د روغتيا وزير فيروز الدين فيروز وويل چې د زمري د مياشتې په ۱۸ نېټه، په دولتي روغتونونو کې د حق الاجرات (فيس) مقرره تاييد شوه. له دې وروسته به هر ناروغ په دولتي روغتونونو کې هم د پيسو په مقابل کې تداوي کيږي

دا خو د مسلمانانو خوارانو خپل تجویز نه وو، اختیار خو د پېرنګي وو. د مسلمانانو لېډرانو خو دا حال وو، لکه سرفیروزخان نون چې په ۱۹۳۸ کال د وزیر هند په رایه پوه شو چې هغوی د هندوستان تقسیم نه مني، نو سملاسي نون صیب وویل « ښه ده چې خبر دې کړم چې بیا داسې څه خبره له خولې ونه باسم»

نو کتل دا پکار دي چې د پېرنګي په څه سمی راځي او په څه يي خپل غرض سر کیږي. اخر چې د سرسکندرحیات خان او د مسلم لیګ له خپلې کمېټې نه پوره نه شوه، نو پېرنګي د مسلمانانو دغه ټولې منصوبې نامنظوره کړې او د وایسرای د

محمد اسماعيل (عندليب)
 
له هغه وخته چې د داعش  يا (دولت الاسلام) ډلې وسله والو د سپين غر په ناوونو کې د تورې بوړې پر غره ايزه سيمه بريدونه پيل کړي، دا نوم (توره بوړه) نه يوازې د افغانانو بلکې له هيواده بهر د ډېرو ژبو په سر اوړي را اوړي.

دا کومه نا معلومه سيمه نه ده، او نه هم داسې چې څوک يې په اړه معلومات ونه لري، خو د پوره شهرت او ستراتيژيک موقعيت سره سره بيا هم يو لړ تېروتنې کيږی، چې بايد ونه شي، د بېلګې په توګه تورې بوړې څنګه پوځي اهميت پيدا کړ؟ او ايا اوس هم وسله والو ته په لاس ورتلو په صورت کې هومره ګواښمنه سيمه ده څومره چې ترې کله کله يو شمير کړۍ ترا کوي؟

په وروستيو څو مياشتو کې د تيرو څو خونړيو بريدونو وروسته، افغان حکومت د پلازمینې کابل د امنیت لپاره نوې طرحه اعلان کړه. چارواکي وايې دا طرحه لومړی د کابل په ډيپلوماټيکو سيمو او وروسته په ټول ښار کې پلي کيږي. د چارواکو په وينا د نوې جوړې شوې طرحې له مخې به سړکونه د خلکو پر مخ نه تړل کيږي بلکه لوی او بار وړونکي موټرونه به په دغو سيمو کې تګ راتګ نه شي کولی. په چک پاینټونو کې له روزل شويو سپیو کار اخیستل، په ښار کې د امنیتي کمرو او ګرځنده سکنرونو نصبول، ګرځنده ګزمه او د تاوتریخوالي ضد ۵۰۰ کسیز کنډک زیاتول هغه موارد دي چې په نوې امنیتي طرحه کې ځای پر ځای شوي دي

طالبان ځان غولوي؛ ولس نور نشي تېر ايستلی

په داسې حال کې چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره د افغانستان په اړوند د پاليسۍ د اعلان په درشل کې ده؛ وسله والو طالبانو ټرمپ ته په يو پرانيستي ليک کې ويلي؛ که امريکا نور سرتېري راولېږي، نو دوی به يې له سيالانو مرسته وغواړي. طالبانو زياته کړې افغانستان ته د نورو سرتېرو په لېږلو سره امریکا ته له نورې پوځي او اقتصادي تباهۍ پرته بل هيڅ توجيه نه لري. په ليک کې راغلي طالبانو په افغانستان کې د ډير فتنو او ګډوډيو مخه نيولې ده او هيچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو پر ضد وکارول شي. د طالبانو په دې ليک کې همداراز ويل شوي چې په افغانستان کې د جګړې اصلي عامل د بهرنيو ځواکونو شتون دی

وايی یو سړی وو(بدرنګ) نومېده. د هغه زوی پیدا شو او نوم يي پرې (شرم) کېښود. څو ورځې وروسته ( شرم) مړ شو. مور يي ډېر ژړل. د کلي ښځو ورته وویل: خورې مه ژاړه! چې بدرنګ لالا ژوندی وي، داسې به ډېر شرمونه وزیږوي!

د جوزجان د پخواني والي، احمد ایشچي او د عبدالرشید دوستم تر منځ هغه جنايی دوسیه چې هغې کې شخصآ دوستم د ایشچي په سپکاوي او وهلو او د هغه ساتونکي  د هغه په امر پر ایشچي په جنسي تیري تورن دی، لا د محکمو په دهلیزونو کې

نن د زمري اته ويشتمه د افغانستان په تاريخ کې هغه وياړلې ورځ ده چې د دې هيواد دوست او دښمن، افغان ولس او بهرنيان يې نه شي هیرولی او تر ابده به د تاريخ پاڼې پرې زرينې وي. نن د ګران هيواد افغانستان د خپلواکۍ او د افغان ولس د ميړانې او شهامت له کبله د وخت زبرځواک انګليس د شرمناکې ماتې اته نويېمه کليزه ده. افغان ولس يې ځکه نه شي هيرولی چې په دغه ورځ ستر غازي امان الله خان د خپلو نورو مجاهدينو سره اوږه په اوږه د نړۍ د هغه زبر ځواک په مقابل کې بريا ته ورسيدل چې لمر يې په امپراطورۍ کې نه ډوبېده. په دغه ورځ ستر غازي امان الله خان او نورو همسنګرانو يې د افغانستان لپاره او د ټول افغان ولس لپاره تاريخ وياړ (خپلواکي) وګټله. ولس يې د انګليس له جال او غلامۍ خلاص کړ او د عزت او ابرو

زیاتې مقالې …