ترهګري او نشه یي توکي نړیوالې معضلې دي

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

اېمل پیاوړی

زموږ هېوادوال چې هره ورځ او هره شیبه د تروریزم، ناامنۍ، فساد، زورواکۍ، نشه یي توکو، قاچاق، مافیا، افراطیت او نورو ستونزو له امله کړېږي ، په حقیقت کې زموږ ولس او هېواد ته دغه ورپېښې ناخوالې هم داخلي او هم بهرني ابعاد لري. د دغو ستونزو او مسایلو د اساسي حل لپاره په دواړو اړخونو د فکر کولوترڅنګ ملي او بین المللي اجماع ته اړتیا ده

.

تروریزم او نشه یي توکي نړیوالې معضلې دي، ځکه د دغو دواړو پدیدو زیان یوازې تر افغانستان پورې محدود نه دی، بلکې لکه څنګه چې ترهګري د سیمې او نړۍ امنیت او ثبات ګواښي، د خلکو ژوند له تهدیدسره مخ کوي. د پرمختګ او اقتصادي همکاریو پر وړاندې لوی خنډ او د بشرضد پدیده ګڼل کېږي، نو همداسې نشه یي توکو او د هغو قاچاق هم نړیواله معضله ده.

نشه یي توکي چې په حقیقت کې د تروریزم مالي او تمویلونکې منبع ده، ځکه قاچاقبران چې له دې لارې کومې پیسې ترلاسه کوي د هغو یوه برخه د ترهګرۍ په تمویل او ملاتړ او د ځینو سیمو او تګ راتګ لارو د ناامنه کولو لپاره لګوي، تر څو دوی هلته هم د نشه یي توکو کښت ته زمینه برابره کړي او هم یې د قاچاق لپاره ډاډمنې لارې ولري.

افغانستان چې له تروریزم او د نشه یي توکو کښت ا وقاچاق سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې قرار لري او زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو په ګډون زموږ ولسونه هره ورځ له دې ناحیې څخه متضرر کېږي او زیاتې قربانۍ ورکوي، نو پکار دی چې د سیمې او نړۍ هېوادونو سره په ګډه د واحدې او واضح ستراتیژۍ له لارې له ترهګرۍ او نشه یي توکو سره د مبارزې لپاره هلې ځلې وکړي.

تر هغو چې په دې برخه کې نړیواله او سیمه ییزه همکاري او همغږي رامنځته نشي، نو تر هغو به دغه مبارزه هغسې رنګ رانه وړي او نه به هم موثره پایله ولري چې د افغانستان خلک یې توقع لري، ځکه د پاکستان په څېر به ځینې هېوادونه له ترهګرۍ سره ملګرتیا پالي.

له همدې امله د ترهګرۍ او نشه یي توکو پر ضد جدي مبارزې ته اړتیا ده، داسې مبارزه چې له مخې یې هیڅوک د ټاکلو نورمونو او پرېکړو په اساس د ترهګرۍ پر وړاندې تفکیکي چلند ونشي کولی او د هغې د ځپلو لپاره باید خپل امکانات شریک او قوه استعمال کړي.

د دغو دواړو نړیوالو پدیدو او معضلو (ترهګري او نشه یي توک) حل د دې لپاره هم مهم دی چې دغه دواړه پدیدې زموږ پر داخلي ستونزو او مسایلو مستقیم اغېز لري. یانې که چېرې د ترهګرۍ او نشه یي توکو تهدید او خطر دفعه شي، نو باور دی چې اداري فساد، ناامني او نورې داخلي ستونزې ډېرې ژر او په ډېره توګه حلېدلی شي.

لنډه دا چې افغانستان به د امنیت او ثبات خاوند شي. ادارې او مسوولین به خپلې ورسپارل شوې چارې پر وخت او ښه توګه ترسره کړي. خلکو ته به اسانتیاوې او خدمات زیات شي. د خلکو ژوند به خوندي او ډاډمن شي. ښه حکومتولي به وغوړېږي. د قانون واکمني به زیاته شي او لنډه دا چې افغانستان به د پرمختګ په لور چټک ګامونه واخلي.