د وینې په ارزښت د اوبو ساتنه

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

اېمل پیاوړی

تراوسه وطن داسې و لکه بې څښتنه مال، له اوبو څخه یې ګاونډیانو وړیا، پرېمانه او بې پرسانه ګټه اخیستله، خو ولسمشر غني تصمیم نیولی چې خپلې ټولې به په وطن کې دننه د کرنې د ودې، د برېښنا د تولید او د خلکو د ژوند د هوسایني په موخه د موثرې استفادې وړ ګرځوي.

په دې کې شک نشته چې د ولسمشر دغه اقدام به د ګاوندیانو له غبرګون سره نه مخ کېږي، حتی ایران خو لا وار دمخه خپله اندېښنه او غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې په دې برخه کې بې تفاوته نشي پاتې کېدلی، دا په داسې حال کې ده چې له ایران سره د افغانستان د اوبو موضوع د شهید محمد موسی شفیق په وخت کې د بین المللي قوانینو په رڼا کې په اساسي توګه حل شوې ده.

د ولسمشر غني د ځانګړې پاملرنې له مخې د تېرو درېوو کلونو په ترڅ کې د ۱۶ بندونو د ډیزاین او ساختمان کار، د ۱۶ بندونو ممکنه مطالعه او د منځنیو او کوچنیو  ۴۰ لویو تفصیلي بندونو مطالعه او ډیزاین  پیل شوی دی. په ټوله کې دا کولی شي له ۲ میلیارده متره مکعب څخه زیاتې  اوبه زیرمه او  له ۳۶۰ څخه زیاته کرنیزه ځمکه خړوبه کړي.

د دې مقدار اوبو زیرمه، د دې ترڅنګ چې په هېواد کې د چاپیریال ساتنې له پلوه لوی بدلونونه رامنځته کوي او په مستقیم او غیر مستقیم ډول به د  کرنې او انرژۍ په برخه کې زرګونه کاري فرصتونه برابر کړي او د هېواد د اقتصاد او صنعت څرخ به په حرکت راولي.

د خپلو اوبو د مهارولو ګټه داده چې هېواد مو له اوسني احتیاج او د پردیو پر مرستو تکیه حالت څخه اېستلی شي، په هېواد کې د بېکارۍ کچه ورسره راټېټېدلی شي. د کرنې له ودې سره د خلکو په ژوند کې مثبت بدلون راتلی شي. افغانستان دا ظرفیت او توانایي پیدا کوي چې د وارداتو پرځای خپل صادرات نه یوازې زیات کړي، بلکې نړیوالو بازارونو ته یې ورسوي. دا او دېته ورته نور ټول هغه کارونه دي چې د اوبو له مهارولو سره خلکو ته د ژوند په بېلابېلو برخو کې ګڼې اسانتیاوې رامنځته کوي، همدارنګه د امنیت او ثبات په تامین او د هېواد په اقتصادي وده هم پام وړ اغېز لرلی شي.

سلما بند، په کابل کې  شاه او عروس بند، په فراه کې د بخش اباد بند، په نیمروز کې د خان کمال بند او همدارنګه د کجي دریم فاز، د سروبي دویم بند او ځینې نور هغه بندونه دي چې یا یې کارونه بشپړ شوي او یا هم د بشپړېدو په حال کې دي.

موږ او تاسو ولیدل چې په وروستیو کې په فراه کې جنګونو دومره شدت پیدا کړ چې ان د ښار تر څنډو ورسېد او نږدې وو چې ولایت سقوط وکړي، دلیل یې یوازې او یوازې د اوبو مدیریت او د بندونو جوړول دي، ځکه ایران له همدې لارې غواړي په افغان حکومت فشار زیات او د بندونو له جوړولو په شا کړي، خو افغان ولمسشر وایي په هر قېمت به خپلې اوبه مهاروي او د بندونو جوړولو ته یې لومړیتوب ورکړی دی.

زموږ ګاونډیان باید نورې دغه وړیا مزې له ذهنه وباسي او دا ومني چې افغانستان اوس د حکومت، نظام او خاوند لرونکی دی. په وړیا ، زور او نظر تېري یې له زېرمو استفاده نشي کولی. که کوم څه ته اړتیا لري، نو له ډيپلوماتیکو لارې دې خپلې اړتیاوې او غوښتنې شریکې کړي، نور د زور قانون ختم دی، د زور ځواب په زور ورکول کېږي. د فراه جنګ یې ښه بېلګه و، هغوی چې زور کاوه، زور یې ولیده او هغوی چې جنګ کاوه، جنګ یې ولیده، هیله ده چې عبرت یې اخیستی وي.