موجونه، خوځښتونه

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


(  د پاکستان د لوی درستیز د څرگندونو په باب څو خبرې)

"عاصم منير لیونی شوی ښکاري
له لیونتوبه اوتې بوتې وایې
پوځ يې توان نور د مهار نه لري
چې پاکستان ځي لوی بحران په لوري."
(زلمی نصرت)

د ازادۍ او انصاف  موجونه، خوځښتونه، مقاومت او قیامونه ورځ تر بلې آن تر مسلحانه بریدونو پورې  پاکستانې جنرالان يې سخت وارخطا کړي دي.

هغوې نور د موجوده پراخ سیاسي، ټولنیز، نظامي او اقتصادي بحراني وضعې
د مهارولو څخه عاجزه ښکاري او
د خلکو او پوځ تر منځ واټن مخ په زیاتیدو دی.

دغه حالت پاکستاني پوځیانو نه لاره ورکه کړي ده.
د جنرال عاصم منير دغه خبره" چې د یو پاکستاني ژوند او خوندیتوب" له ټول افغانستانه ورته غوره دی.
د پاکستان له تاریخه نا خبرو کسانو ته به د منير صاب خبره یوه خبره وي، چې گویا جناب ته د پاکستان د خلکو وینه کوم ارزښت لري؟!

٧٦ کاله کیږي، چې د پاکستان پوځ،  پاکستانیان د وژلو له پاره  د اسلام تر نامه د نړي گوډ،گوډ ته د جنگونو لپاره  لیږي، انتحاریان او تروریستان تربیه کوي.
هر څوک چې د انصاف او ازادۍ آواز اوچت کړي د پوځ له خوا سر به نیست کیږي
د پنجاب جیلخانې یې له ازادیخواهانو څخه ډکي کړي.
لنډه دا چې هغه څه، چې منير صاب ته ارزښت نه لري، هغه د پاکستان د خلکو ژوند او وینه ده.
ترورستانو ته پناه ورکول او د هغوې ځالې له پاکستان څخه گرم تنور جور کړی.
ایران برید د پاکستان په بلوچستان کې پر خپلو گویا مخالفینو( جیش العدل)  باندې د پاکستان د پوځ ستره ناکامي ده.

نن د پاکستان پوځ د پاکستانیانو په وژلو مشغولا لري.
او په دې خبره، هر پاکستاني پوهیږي.

د جناب منير د بې مانا او بې بنسټو خبرو څخه  یې هدف، یوازې د پاکستان د خلکو د ملاتړ او اعتماد جلبول او د هغوی د فشار کمول دي، نه بل څه.