ټول شموله اداره، څنگه او د چا سره؟

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

نړۍ او گاونډیان په سر کې ښاغلی امام علي رحمانوف له ټولو نه زیاته مینه، تلوسه او وسوسه لري، تر څو امارات یو ټول شمولې ادارې جوړولو ته غاړه کیږدي.

زه هم د یوې ټول شمولې ادارې د رامنځ‌ ته کیدو پلوي یم، خو دا چې څرنگه، په کوم حساب د چا سره او تر کوم نوم لاندې جوړه شي، باید پې بحث وشي او دا اوس کومه د لارې نقشه او طرحه، چې نړۍ والې ټولنې د طالبانو سره د تعامل، د افغانستان خلاصون له انزوا څخه او د افغانستان بیا ادغام د نړې والې ټولنې د یو مساوی الحقوقه غړي په توگه، چې په دې نږدې ورځو  کې به په ملل متحد کې، پرې بحث وشي، خورا با اهمیته پریکړه ده او هیله داده، چې ټول افغانان په دې پړاو کې روغ او فعال مثبت دریځ غوره کړي.

په همدې ارتباط هر څه نه مخکې غواړم ووایم چې:

د اگست پر ۱۵ مه، په کومه طریقه، چې طالبانو واک له جمهورتیانو نه تر لاسه کړ، اصلآ د سوال خبره نه ده، بايد همداسي شوای وای، نظر د هغه وخت وضعیت، آخ او ډپ،  انارشيزم او قومي سهامي ادارې ته په کتو، چې جمهوریت يې خورا له بیخه شړولی او خوړلی وو.

زما له باوره هم، سل په سلو کې د قدرت  په انتقال کې طالبانو ته د اگست پر ۱۵ مه هم د افغانستان د بقا او سلامتیا، هم د افغانستان دخلکو او هم د افغانستان د آینده لپاره خیر او سلا لیدل کیږي.

ښاغلی فاروق اعظم د اوبو او بریښنا د وزارت مسلکي مشاور په یو سمينار کې هم، دې ټکې ته اشاره وکړه، چې د اشرف غني تگ له ارگه او د واک  د پریښودلو پریکړه په ۹۰ یمه دقیقه کې لاره ډیره لنډه او اسانه کړه.!

په دې مانا، که د جمهوریت د غلو سره گډ حکومت او اداره جوړ او تشکیل شوای وای، نو انارشيزم، غصب، فساد،نا قانوني، زورواکې، نه منم، نه منم او د آخ او ډپ بحران او بې ثباتي به دوام کړای وای، لاره به لا اوږدیدله او افغانستان به یو بل  خورا سخت فصل او دور دگذار او جگړو ته بستر خلاصوله.

دا ځکه، چې د جمهوریت واکداره قومي ټیکه دارو خپل بقا او د واک حیات په جنگ کې او خپل سیاسي ممات په سوله کې لیدل.

اصلې خبرې ته راگرځم.

  لکه څنگه چې پاس مې هم اشاره وکړه،لومړی خو، دټول شمولې ادارې را منځ ته کیدل د گاونډیانو په خوښه او سلا او د پرون په حساب نه کوم منطق لري او نه هم پر کوم اصول ولاړ دی.

ددې له پاره چې د افغانستان خلک د جمهوریت په ٢٠ کلنه دوره کې قومي، سمتي، مذهبي ټول شموله اداره، د  خپلو وینو او د سرونو او مال په بیه، د افغانستان د نسکوریدو په بیه تجربه کړل.

که د ټول شمولې ادارې نه مقصد د گاونډیانو او نورو مغرضو هیوادو مقصد پروني قومې ټیکه داران او د هغوئ گوډاگیان وي، هغوئ خو د افغانستان خلکو ته د منلو نه دې، هغوئ خو ډول، ډول جرمونه، قتلونه او خيانتونه کړي دي.

 که طالب يې و بخښي، د افغانستان خلک يې نه بخښي او هغوئ يې لا پخوا قی او استفراغ کړي دي او د هغوئ له څيرو څخه  ویره او نفرت لري او پر هغوئ د انتقالي عدالت تطبیق او محاکمه کول له نړيوالو او د بشر د حقوقو له سازمانونو څخه غواړي.

  دویمه خبره دا، چې په هوايي خبرو، امارو او احصایو نور نه خلک غولولای شو او نه يې هم پر خلکو منلای شو.

که د احصایې او امارو په حساب د سهم خبره وي، ښه خبره ده او هیڅوک نباید ور سره مخالفت وکړي.

د واقعیتونو د نه انکار بلکه د روښانه کولو لپاره باید افغانستان کې سر شمیرنه تر سره شي.

 خو  دې ملي هدف ته د رسیدو لپاره، اوس چې کاملآ په ټول افغانستان کې امنیت ټینگ دی او کومه امنیتي ستونزه او زورواکه ټوپکیان او د قومونو ټیکه داران او دلالان وجود نه لري،لازمه ده، تر څو د نړۍ والې ټولنې تر نظارت لاندې په ټول افغانستان کې دې، سر شمیرنه تر سره شي، د آمارو او واقعیتونو احصایه دې روښانه شي.
تر څو سهم او ونډه د
 وزن او تعداد په تناسب رامنځ ته شي.

 تر څو د ملک د مادي ملي منابعو او نعمتونو ویش هم عادلانه تر سره شي.

 انکشاف او تسهیلات  هم عادلانه تر سره شي.
 تر څو په ټول افغانستان کې، کليو او بانډو کې ټولو ښځو او جونو ته دې د تعلیم سهولتونه او امکانات عادلانه برابر شي.

 خو سراسري سر شمیرنه بودجه غواړي، وخت غواړي او دا بودجه ملل متحد او زمونږ گاونډیان په اول قدم کې تاجکستان باید، مهیا او تأمین کړي، ایران، پاکستان، هندوستان او روسيي  تأمین کړي.

تر څو د افغانستان د قومونو مسلکې او وړ بچیان په اداراتو کې ځای پر ځای شي،  چې ځانته افغان او د افغانستان وایې، قومي، ژبني، سمتي تعصب نه لري.

بار، بار مو تجربه کړل، چې افغانستان نور خارجې فکرونو، نسخو ته ضرورت نه لري، د داود خان نه وروسته  ډول، ډول فکرونه او ایزمونه مو سره تجربه کړل.
 نتیجه:
 داخلي جنگ، افغان وژنه، شا تگ، ملي نفاق، مهاجرت، فقر او کړاونه، اشغال او د افغانستان بربادي او د هغه د عزت لیلامول ول او بس.
انجنیر زلمی نصرت