غني: ځانته هیڅ نغواړم، خو خلکو او وطن ته مې هرڅه غواړم

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

مطیع الله سحرغني

د ولسمشر غني یو شمېر مخالفين چې پر نوموړي د نقد کوم دلیل نه لري، نو په بې اساسه توګه دا تورونه پورې کوي چې ګواکې ښاغلی غني د واک غځولو لپاره لاس او پښې وهي او ټوله موخه یې داده چې څنګه په واک کې پاتې شي، حال دا چې ولسمشر غني شپه او ورځ د هیواد د ابادۍ آو د هیوادوالو د عزت او سوکالۍ لپاره کار او خدمت کوي.

ولسمشر غني په دغه اویاکلنۍ کې چې د نړۍ په کچه له شهرت او فوق العاده عزت څخه برخمن دی او کافي امکانات هم په واک کې لري او هم یې د پیداکولو په مهارت پوهېږي او دا ظرفیت لري، نو هغه د جنګ ځپلي افغانستان له واکمنۍ سره د دې وطن له ابادۍ او پرمختګ مه واره ولې لېوالتیا او مینه ولري.

افغان ولس د دې شاهد دی چې ولسمشر غني په ډېرو بدو ورځو کې واک ترلاسه کړ، مګر هر څه یې نه یوازې سم مدیریت کړ، بلکې د افغانستان د بقا پوښتنه او اندېښنه یې حل کړه، خلک یې نه یوازې په راتلونکي باورمند کړ، بلکې هر سړی لګیا دی په عادي ډول خپل ژوند مخته بیایي، مګر لا هم په دې هڅه کې دی چې په هیواد تحمیل شوی جنګ په سوله ییزه توګه د بین الافغاني مذاکراتو له لارې پایته ورسوي، ځکه د دغه جنګ اصلي قربانیان زموږ عام هیوادوال دي او هغوی نور د جنګ له وحشت څخه تر پوزې رسېدلي دي.

ښاغلي غني له خپل ولس او له خدای سره دا وعده کړې چې د خپلې واکمنۍ په دوره کې به یوازې د هیواد او ملت لپاره کار کوم. د ځان لپاره هېڅ هم نه غواړم، ولې د هیواد او ولس لپاره مې هر څه غواړم. زه یوازې غواړم چې ښه واکمني وکړم د هیواد لپاره کار وکړم لاسته راوړنې ولرم چې هیوادوال مې له دغه وحشت او جنګ څخه خوندي شي.

ښاغلي غني د همدې هیواد او ملت لپاره له نورو هیوادونو مرسته وغوښتله هغوی ته یې زارۍ وکړې چې افغان ولس له جنګونو څخه ستړي شوي دي حوصله یې ختمه شوې ده. نور باید په افغانستان کې  دا روانه جګړه ختمه کړو افغانان هم باید د نورو هیوادونو په څېر ژوند وکړي ځکه چې په افغانانو کې د هيڅ شي کمی  ندی، هم کاري ظرفیتونه او کدرونه لري، هم امکانات او منابع لري او هم ژمن او متخصص افراد او اشخاص، مګر بدمرغه جګړې د دې هرڅه او له دې شته امکاناتو څخه د موثرې استفادې مخه ډب کړې ده.

ولس هم همدا غواړي چې په هیواد کې روانه جګړه ختمه شي او د سولې لپاره چې څه ته اړتیا وي هغه به تر سره کوو، خو چې هیواد ته مو سوله راشي او د بهرنیو له احتیاجه خلاص شو.ښاغلی غني وايي چې پیسې  تر لاسه کول اسانه دي. هیواد مو له بل هر هیواده غني دی. که چېرته د هیواد خزانې راوسپړو نور هیوادونه به له مونږه پیسې وغواړي. خو په هیواد کې مو یوازې د سولې کمی دې چې سوله راشي نور به هر څه په خپله سم شي.